مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

زموږ ژبپوهان ولې داسې دي؟

روسي ليكوال ماكسيم ګوركي وايي: �ادبيات د يوې بانډې، يا يوې ډلې ژبه نه ده�. رښتيا هم ادبيات هغه نړيواله پېژندويه وسيله او ژبه ده، چې هر ولس په كې خپل احساسات او روايات لټوي. كله چې ادبي توكو ته افاقي بڼه وركولاى شي، بيا نو ډېر خلك پرې پوهېږي. كه يو سترګور ليكوال په شرق كې اوسېږي او په خپل هنري، يا ادبي اثر كې يو لوى درد ځاى كړي، نو د شرق ټول اوسېدونكي يې له اثر سره مينه ښيي. ځكه دلته د وجودي حدودو پوله نه شته، دلته درد عمومي دى او څرنګه چې ليكوال د عمومي درد او كړاو د انعكاس هڅه كړې، نو زيات كسان يې د اثر د لوستلو مينه وال شي.
خو د احساساتو د لېږدونې لپاره وسيله په كار ده، بيا په ادبياتو كې خو ستره وسيله ژبه ده. كه ژبه ناسمه بڼه ولري، نو امكان نه لري چې موضوع دې په سمه توګه ولېږدول شي.
زموږ په ژبه كې لويه ستونزه همدغه ده، چې لا مو ژبپوهان په يوه خوله نه دي، هر يو د بل زيات قواعد او وضع شوي اصول نه مني او هر كس يې خپله ليكلار او تګلار لري. له همدې كبله يوه پاشلتيا رامنځته شوې، لا مو ټولنه دېته تيارى نه لري، چې د كوم ژبپوه يا ګرامرپوه ټول وضعه شوي اصول او قواعد دې ومني. خو غوره دا ده چې د پښتو پر بېلابېلو لهجو باندې كار وشي، نه دا چې موږ دې له بهرنيو هېوادونو څخه ورته په خپل لاس جوړ كړل شوي توري راولېږدوو. دغه توري هغه وخت منل كېدى شي چې له ولس څخه راټول شي، موږ ډېرو شيانو ته سوچه نومونه لرو، خو دا چې څېړونكي مو د مېز ترشا پر ژبو څېړنه كوي، خود به مو اصيل توري مري او موږ به بيا همدغو مصنوعي تورو ته اړ كېږو. اوس پر ژبپوهانو سربېره ځينو غيرمسلكي كسانو هم د ژبپوهنې او ګراموپوهنې جنډه اوچته كړې، سره له دې چې په خپله، خپله ځانګړې لار تعقيبوي، نور كسان هم دېته هڅوي، چې د دوى اصول او جوړښتونه مراعات كړي!
حال دا چې دغه كار د ژبې سوچه توب ته زيان هم رسوي او د يو ډول ديكتاتورۍ بوى ترې راځي.
بايد يادونه وشي، چې دا ستونزه دومره وړه نه ده، چې هسې دې په سرسري ډول تلقي شي او بلې ورځې ته يې پرېږدو، ځكه د هرې ورځې په تېرېدو سره زموږ د عمر يوه برخه كمېږي، موږ بايد د كار لپاره له هرې ثانيې څخه هم كار واخلو.
په كار ده چې د نويو تورو او لغتونو د جوړولو پرځاى، زموږ ژبپوهان سيمه په سيمه، كلي په كلي وګرځي، پر بېلابېلو لهجو دې كار وكړي، توري او اصطلاحات دې راټول كړي، همدغه راز دې د هرې سيمې د لهجې يو پرتلييز جاج واخلي. خو زموږ ژبپوهان چې له ولس او خلكو ليرې په پرديو هېوادونو كې ناست وي، هېڅ وخت هم نه شي كولاى د ژبې لپاره بشپړ او معياري كار وكړي. ځكه ژبه له ولس سره ده، نه د يوه يا دوو كسانو په ذهنونو كې. د ژبپوهانو ژبني جوړښتونه او وضعه شوې تګلار به هغه وخت ومنل شي، چې د ولس لپاره كار وكړي، نه د ځانښوونې يا ځانغوښتنې لپاره. اوسني ژبپوهان خو دا هم پر موږ راتپي چې ګواكې په كندهار كې خلك وايي: روژه مې پر خوله ده.
په كندهار كې خو چا نه دي اورېدلي چې څوك دې پر خوله روژه ولري. كه چېرې بيا دا ومنو چې هلته داسې ويل كېږي، نو دا بيا چا اورېدلي، چې: �پر خاموشو سترګو يې يو بل ته كتل�. يا هم �پر 1356ل كال كې ومړ�. نو ځكه اوس هغو كسانو ته زمينه برابره شوې چې خپل ليكدود ته غوره معياري وايي او د نورو پر ژبو پوزخند وهي، چې وايي زموږ په ژبه كې معيار ټاكنه ګرانه خبره ده.
د ساري په توګه موږ زيات وخت په لاندې تورو كې تم پاتېږو او نه پوهېږو چې په مانا كې يې كومه يوه غوره وګڼو:

بڼه موخه د دې توري ګومان ورباندې كېږي ار (اصلي) بڼه
ملګري ملګرې (ښځينه) د ملګرو ډله، ملګرتوب ملګرې

ټولګي

ټولګې (مجموعې)

صنف، كلاس

ټولګې

خبري خبرې، ګپها خبري بڼه لرل

خبرې

ملنګي ملنګې (ښځينه) ملنګي كول ملنګې
توري تورې، شمشېرها حروف، الفاظ تورې
دردېدلي دردېدلې (ښځينه) دردېدلي خلك دردېدلې

او داسې نور په لسګونو توري، چې د ټولو راوړل له حوصلې وتلې خبره ده. دغه چار په ژباړه كې هم دود ده، چې په دې برخه كې هم همدغه ډول تېروتنې كوي. خلك لا د (د) او (له) توپير هم تر ډېره نه شي كولاى. خو ډېر وخت لا همدغه ژبپوهان د (د) او (له) په كارونه كې پاتې راځي، چې دا په خپله د دوى په كارونو كې د نه يووالي او نه تنظيم څرګندويي كوي. د ساري په توګه ليكي: د اوښكو ډكې سترګې، چې آر بڼه يې بايد داسې وي: له اوښكو ډكې سترګې.
ځكه، اوښكې سترګې نه لري او كه موږ بيا دوې سترګې ورته كښېنوو، بيا هم نه پوهېږو چې د اوښكو سترګې په څه شي دكې دي؟ زموږ تېرو پنځو ستورو د ادبياتو د هرې څانګې بنسټونه ايښي دي، خو همغسې كار بيا چا نه دى كړى، حال دا چې په دې وخت كې كار كول ډېر اسانه او ساده شوي هم دي. مواد، اسانتياوې او بيا په تېره انټرنټ زموږ په واك كې دى، چا تر اوسه پورې داسې ژبپوه يا بل ليكوال ونه ليد چې هغه دې كلي په كلي وګرځي او پر لهجو دې عملي كار وكړي. موږ چې اوس د كاكړۍ غاړو په باب څېړنه كوو، همدغه څو چاپ شوې غاړې رااخلو او بيا يې كاپي كوو، حال دا چې په ولس كې په زرګونو داسې غاړې شته، چې هم د حالاتو انځورګري په كې شوې ده، هم نوې دي، خو څوك دغه كار نه ترسره كوي او كه چا دغه كار كړى هم دى، تر اوسه يې دګر ته نه دي راايستلي، چې نور خلك دغه غاړې ولولي او خوند ترې واخلي.
د پښتو (سور) تورى لس زره كلن تاريخ لري، دغه تورى اوس هم ژوندى دى او موږ يې كاروو. د دې توري نورې معادلې ماناوې داسې دي:
1. سور : لمر.
2. سور : تود، داغ، ګرم.
3. سور : رنګ (سور ګل).
4. سور : ګل (سوړساندى هم ورته وايي).
5. سور : يو قوم دىو چې اوس هم شته.
6. سور : نوم.
دغه ډول ډېر نور تور هم شته، چې لرغونې ريښه او تاريخي لرغونتيا لري، خو كار ورباندې نه دى شوى. دا به هم يوازې ځينو كسانو ته جوته وي، چې سورياني مدنيت له ميلاد څخه درې زره كاله مخكې د سند (اباسين) په سيمه كې منځته راغلى او د نن په شان يې پرمختللى مدنيت درلود او د ژوند څرنګوالى او سطحه يې اوچته وه. موږ به هم زيات په تاريخي بهير پسې نه ځو. نو اوس د ژبپوهانو دغه هڅې چې اوس روانې دي، تر كومه حده اغېزناكې كېدى شي؟
كه څه هم د وخت او زمان له يون سره مل ژبه هم پرمختګ كوي، خو كه چېرې دغه پرمختګ يوازې په څو كسانو پورې محدود وي او ولس ته په كې ونډه نه وركول كېږي، زما په اند پايله به يې نيمګړې وي. موږ څه اړتيا لرو، چې د كلونو نومونه پښتو كوو، دا څه اړتيا ده چې موږ دې د ځايونو پخواني نومونه ليرې او نوي نومونه دې ورته وټاكو؟ ايا عملي كار همدغه دى؟ په دې توګه موږ خپلې ژبې ته خدمت كوو؟
يوه ملګري مې يو راډيويي پروګرام جوړ كړى و، نو زما په ګډون نورو دوستانو همدغه نيوكه درلوده، چې ژبه يې ډېره رسمي او يو ډول اكاډميكه ده. زموږ ولس د (غونډلې) يانې جملې په مانا څه پوهېږي، يا هم دوى ته د (زده كړيځ) يانې كورس تورى ډېر نوى دى او ورسره بلدتيا نه لري. نو كله چې دوى له راډيو څخه دغسې نابلده توري اوري، نو فكر يې په هغه توري كې بند شي، د پروګرام نور محتويات يې هېرېږي، يا هم ځان له راډيو څخه پردى احساسوي او ګومان به كوي، چې دغه پروګرامونه يوازې د تحصيل كړو او لوستو كسانو لپاره دي. خو كله چې زموږ راډيويي ژبه او ليكنه ساده او عام فهمه وي، نو بيا هومره په ولس كې محبوبيت پيدا كوو او ولس مو ځان ته نژدې ګڼي. بله دا چې د راډيو اكثره توكي نورو ژبو ته هم ژباړل كېږي او د نورو ژبو ويونكي هم كله چې له داسې سختې او ګرانې اصطلاحګانې او توري سره مخ كېږي، نه شي كولاى چې د پخوا په شان روانه او ساده ژباړه وكړي. ځكه هغه به اړ وي چې لومړى دا سخته ژبه او ليكدود زده كړي. په ليكلې بڼه كه دا نوي منل شوي توري وليكل شي، بايد مانا يې هم ورسره وليكل شي، ځكه چې زيات كسان به د لومړي ځل لپاره ورسره مخ كېږي او پخوا به يې نه اورېدلي وي، نه هم لوستي وي.
زما يوه دوست د خپلې لېسې يوه استاد ته د يوه شاعر كتاب وركړى و، چې ويې لولي. هغه استاد كتاب لوستى و او هغه توري يې ترې په بله كتابچه كې ليكلي وو، چې په مانا يې نه و پوه شوى. په دغو تورو كې يې �ښايست� تورى هم ليكلى و، چې مانا يې ورته ګرانه وه.
موږ حق نه لرو، چې د يوې لېسې پر دغه استاد باندې وخاندو، ځكه چې لا مو د ژبپوهانو هڅې په يوې ځانګړې لوستې او ليكوالې طبقې پورې محدودې پاتې دي او ولس ته نه دي رسېدلي.
يوه سړي له كتابپلورنځي څخه كتابونه رانيول، كله چې يې د يوه ژبپوه پر ښكلي كتاب سترګې ولګېدې، نو كتاب يې ژر بېرته كښېښود او شونډه يې بوكه كړه:
�زه نه يم خبر چې زه ناپوه يم او له اسمانه راكښته شوى يم. كه دغه سړى له بلې دنيا راغلى، ما يې هغه ورځ كتاب راواخيست، خو په ټكي يې هم نه پوهېدم، ما كوښښ وكړ چې د پښتو قاموس په مرسته ځينې توري مانا كړم، خو دغه ښاغلي داسې توري كارولي، چې په قاموس كې يې درك هم نه شته!!�.
نو دا شوه د يوه ژبپوه د كلونو كلونو هڅه چې ولس ته يې وړاندې كړې ده. نه پوهېږو چې ولس به څو كاله وروسته له څومره نورو ستونزو سره مخ شي. ځكه چې د ولس خپله سوچه ژبه او توري به همدغسې په سينو كې خوندي پاتې وي او متخصصين به له ځانه توري جوړوي. په هلمند ولايت كې ځينې داسې توري شته، چې زما په نظر ډېر ښكلي دي، كېدى شي زموږ ژبپوهانو تر اوسه نه وي لوستي، يا نه وي اورېدلي:
تورى مانا
ماردنګۍ : اليكين، تېلي څراغ
كړبه : د جوارو رېبل شوې ساقې
زربۍ : ګنبدي كورونه
برمك : هغه مېزډوله ځاى، چې له خټو جوړ شوى او بسترې پرې اوډل كېږي.
رپ (رپك) : طاقچه
انګيا : جاكټ
رخچينه : خولۍ

او دغسې نور... چې د ټولو رانقول مو له موضوع څخه ليرې كوي. ايران د زياتو سامانونو نومونه په خپله جوړ كړي او زيات نوي توري يې دود كړي دي، خو هلته دا هرڅه د علومو د اكاډميو او نورو پوهنيزو مركزونو له خوا كېږي، چې د هر توري د دودونې لپاره په مياشتو مياشتو په راډيو، ټلويزيون، انټرنټ او خپرونو كې هڅه او هاند كوي.
دا وخت چې زموږ په ژبه كې دغسې ديكتاتوري او پاشلتيا روانه ده، نو زموږ خپرندويو ټولنو هم دغه هڅې پيل كړې، چې د خپلو خپرېدونكو اثارو ليكدود وربدلوي، ان كه كومه نوې خطي نسخه هم چاپ ته چمتو كوي، نو لاسوهنې او ګوتوهنې په كې روا ګڼي. دغه كار بيا وروسته څگېړونكو ته لوى سرخوږى پيدا كوي، ځكه بيا دوى په ډېرو ستونزو سره دا اټكل كولاى شي، چې دغه ليكوال يا شاعر څوك و، د كومې سيمې و او... ځكه زموږ څېړونكو ته خو هسې هم يوازې د لهجې او ژبې له مخې د اټكل امكانات برابر دي او بس.
استاد زلمى هېوادمل چې له همدغسې زياتو ستونزو سره مل پاتې شوى، د خپل (د متن څېړنې ميتودولوژي) نومي كتاب په يودېرشم مخ كې كاږي:
�ليكدودي ربړې نه يوازې زموږ په خطي اثارو كې ليدى شي، بلكې اوس هم د افغانستان او پښتونخوا د ليكوالو ترمنځ د ليكدود يو شانوالى نه ليدل كېږي. په خپله په پښتونخوا كې د ليكددودي اختلافاتو بهير روان دى.
ځينې غواړي چې پښتو د اردو رسم الخط په قالب كې وليكي او ځينې نور بيا ځانله بېل ليكلدود وضعه كوي...�(7)
ډېر وخت مو همدغه اختلافات د عملي كار مخنيوى كوي او ليكوال نه پوهېږي چې د عملي كار لپاره له كومو موادو څخه كار واخلي. كوم ليكدود خپل كړي، چې بيا وروسته نور ټكرونه او اختلافات اوچت نه كړي.
د استاد زلمي هېوادمل د همدغه اثر په 32مخ كې لولو:
�د همدغو لهجوي اختلافاتو له امله زموږ كندهاري ليكوال چې غواړي د كندهار د سيمو د پخوانيو ليكوالو او شاعرانو اثار، چې اوس چاپېږي، بايد متن څېړونكي هغه د كندهار د لهجې مطابق تهيه او چاپ كړي. په پېښور كې د احمدشاه بابا د دېوان تر چاپ وروسته ما د خپلو كندهاريو استادانو له خولو واورېدل، چې ويل به يې: له احمدشاه بابا څخه يې يوسفزى جوړ كړى دى�.(8)
نو كه چېرې خپرندويې ادارې خطي نسخې په هماغه بڼه خپرې كړي، نه به متن څېړونكو، نه هم نورو څېړونكو ته كومه ستونزه پېښېږي.
زموږ نوى نسل لا چرس، يا سګرېټ څكول او نسوار اچول يو ډول وياړ ګڼي او په شعوري كسانو كې مو هم د قومپالنې او قومي ډلګيو بازار تود دى، يانې د قبيلوي ژوند خوا ته مو سرعت زيات دى، نو په داسې وخت كې چې د ژبې ډګر هم دغسگې ړنګ او هر كس په كې خپله قاعده تر ټولو غوره وګڼي، نو دا وېره هم په كار ده، چې اخر به مو خپله ژبه له لاسه وركړې وي. بيا به نه په مستقل نوم او مستقلې ژبې پېژندل كېږو.
دا مهال چې د هر ژبپوه هڅې يوازې د هغه په خپلې ډلې او ملګرو يا محدودو كسانو پورې محدودې دي، همدغه ژبپوهان مو هم يو او بل نه مني. يو يې پر يوې لار روان دى او بل يې پر بله.
يو وخت مې ياد دي، چې همدغسې يوه ستر استاد د خپلې لارې د يوه بل ملګري كتاب اوچت كړ، وروسته يې بېرته كتاب وغورځاوه او ويې ويل:
�موږ جرئت نه شو كولاى چې د زردشت نوم په خوله واخلو، خو دا ورور مو ورباندې پنډالبيان كاږي او چاپوي يې�.
نو دا جوته نه ده چې په دې كتاب كې ده څه نيمګړتيا ليدلې وه او ولې يې د دې وړ نه ګڼي، چې چاپ دې شي. كه چېرې موضوعي كره والى په كې نه وي، دا خو د همدغو استادانو كار دى، چې بايد ورته په ګوته يې كړي او كه ژبه يې ناسمه وي، يا په خطا تللى وي، بيا هم په كار ده چې همدغه استادان ورته سمه لار په ګوته كړي. كه چېرې بيا د سيالۍ او رقابت خبره وي، بيا خو په كار نه ده چې په دې اور كې دې ژبه قرباني شي!
انګرېزي ژبه هم بېلابېلې لهجې لري، هغه لهجه چې تر انګلستان دباندې سيمو كې ويل كېږي، د لندن د مركزي ښارونو له لهجو سره زيات توپير لري. خو موږ وينو چې په ټوله نړۍ كې يو ليكدود او قاعده لري. هر كس چې انګرېزي ژبه زده كوي، هماغه يو ډول ګرامر او قاعده زده كوي.
د اردو ژبې د پرمختګ او پرمخيون يو لامل همدا دى چې هلته د الفاظو او لهجه يي توپير پرځاى موضوع ته زياته پاملرنه كېږي، هغوى دا هڅه نه كوي، چې ځينې توري په زوره بدل، يا يې نوي جوړ كړي. دوى ته كار زيات ارزښت لري او د كار لپاره هڅه كوي هغه ليكدود او لهجه وكاروي، چې زيات كسان ورباندې پوه شي او د ليكنو له موضوعي منځپانګې څخه وړ ګټه واخلي، هلته بيا موضوع تر ليكدود يا ليكلار نه قربانوي. نو ځكه نن اردو ژبه په پرمختللو ژبو كې راځي او نن په انټرنټ او ټوليزو رسنيو كې هم پراخه ونډه لري. كه څه هم ځوانانو به يې په بهرنيو ژبو زده كړې كړې وي، خو د خپلې ژبې د زده كړې لپاره ډېرې اسانتياوې لري او په دېره اسانۍ سره يې زده كولاى هم شي. ځكه هلته بيا دومره مختلف او سره ليرې ژبني قواعد ددوى مخنيوى نه كوي.
زموږ يوه پياوړي شاعر كيسه كوله:
�دلته د پوهنتون استادان دي او د پوهاندۍ يا پوهندويۍ تر رتبو پورې رسېدلي، بلا ډېره كاري او پوهنيزه تجربه!؟ هم لري، خو كله چې يې شاګردان د پښتو الفبې په اړه ترې پوښتنه كوي، نو دغه استاد يې سبا ورځې ته په تمه كوي، سبا بيا ما ته راځي، زه ورته پښتو الفبې ورښيم. اوس هم كه په پوهنتون كې دغه استادان سره كښېني او كوم محصل ترې وپوښتي، چې د پښتو الفبې توري څو دي؟ يو به يې 28 ګڼي، بله به يې 30، بل به ترې ګرسره خبر نه وي، حال دا چې دوى له ډېرو كلونو راهيسې د پښتو ژبې استادان پاتې شوي او له همدې لارې يې معاش اخيستى دى�.
زموږ چې تر اوسه د پوهنتون استادان د خپلې تدريسې ژبې په ګرامر، الفبا او قواعدو نه وي خبر، له نورو به څه سرټكونه كوو؟!
زموږ ښاغلي ژبپوهان چې لا تراوسه يې يو د بل پر كار زړه اوبه نه څښي او يو ډول رقابتي ډګر يې تود كړى، په كار ده چې خپلې ډلې يا كړۍ ته نه، بلكې ولس او خپلي اصيلې ژبې ته د كار ملا وتړي. دوى دې موږ ته په خپل لاس جوړ شوي لغات نه رالېږي، بلكې د ولس له منځه دې كار پيل كړي او له ولس څخه دې هغه ارزښتمنه پانګه راټوله كړي، چې د وركېدو او زوال په حال كې ده. په دې څانګه كې كار كول، يوازې او يوازې زيار او دغسې عملي پلټنه غواړي.
دغه ښاغلي استادان دې يو داسې ليكدود وضعه كړي، چې د ټولو سيمو لپاره د تطبيق او منلو وړ وي. د باړه ګلۍ د پرېكړې غوندې دې نه سلا كېږي، چې بيا يې نه څوك عملي كوي او نه يې هم كره ګڼي. دوى بايد د هرې لهجې حقوقو او ويونكو څومره والي ته پاملرنه وكړي. داسې كار دې نه كوي، چې بيا بله ورځه يوه بل تعصب، كركې يا ړنګېدنې اور ته لمن ووهي. بلكې دا يوه حساسه او مهمه موضوع ده، په دې كې غور او دقت په كار دى. دوى دې د نيوكې او انتقاد د منلو روحيه پيدا كړي. ځكه هر كس حق لري، يو نظر وركړي، كه چېرې دوى پر يوه نيوكه توند غبرګون ښيي، پايله به يې يوه لويه لفظي شخړه او ناندرۍ شي، چې ډېر نور تضادونه به هم رااوچت كړي.
كه دغه كارونه سره منسجم او يوه بشپړه كتنه ورباندې وشي، نو ولس به هم له ستونزو خلاص وي، ليكوالان، په تېره بيا ژباړونكي به هم له ستونزو خڅه خلاص وي، ځكه چې د يوې قاعدې له مخې به كار كوي او په دې برخه كې به دوه زړى كېږي هم نه، غوره به دا وي چې د موضوع د لا پراختيا لپاره پر لغت جوړونې هم يو ځغلند نظر واچوو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery