مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

٤- بوللـه (قصيده:
قصيدې ته په پښتو کې (بوللـه) وايي. خپله قصيده عربي کلمه ده. په لغت کې (قصد کړاى شوي) ته وايي. په عربي اصطلاح کې هغه شعر و چې د بيتونو شمېر به يې تر ١٦ يا ١٧ کم نه و او دا نوم د قصد له مصدره جوړ شو، چې معنا يې استقامت او اتصال، سموالى، برابري او سوچه توب وو(٢١).
دا هغه شعري فورم دى، چې د غزل په شان د سر لومړى بيت يې مقفى وي. د نورو بيتونو د هر بيت دويمه مسره يې قافيه ولري او د مطلعې قافيه تعقيب کړي. قصيده په شکل او جوړښت کې له غزل سره چندان توپير نه لري، توپير يې دادى، چې د غزل د بيتونو شمېر له ٥ څخه تر ١٥ پورې وي او د قصيدې بيا له ١٦ څخه تر دوو سوو يا تر دې هم زياتو بيتونو پورې دى. پخوانۍ قصيدې له مانيز پلوه هره يوه اکثره پر درېو برخو وېشل شوې دي:
د قصيدې لومړۍ برخې ته تغزل يا تشبيب وايي چې په هغې کې شاعر تر اصلي موضوع دمخه د طبيعت ستاينه کوي. د قصيدې دويمه برخه د هغې اصلي موضوع ده. دا برخه له تغزل يا تشبيب نه وروسته پيلېږي او په دې کې شاعر د خپل ممدوح ستاينه کوي. د قصيدې درېيمه برخه دعائيه بولي چې په هغې کې شاعر د خپل ممدوح لپاره د خداى(ج) له دربار نه د بښنې او هوساينې غوښتنه کوي.
په اوسنيو قصيدو کې پورتني نورمونه چندان په پام کې نه نيول کېږي. د غزل او ځينو نورو شعري فورمونو په شان، په قصيده کې هم رديف اختياري دى، خو که مطلع کې راوړل شو، نو په نورو دويمو مسرو کې يې راوړل حتمي کېږي. قصيدې دوه شکلونه لري، يو هغه ډول دى، چې رديف نه لري او بل هغه ډول دى، چې رديف ولري. د پښتو لومړۍ معلومه لاسته راغلې قصيده په هغه شکل کې راځي چې رديف نه لري. هغه قصيده داده:

د فلک له چارو څه وکړم کوکار
زمولوي هر ګل چې خاندي په بهار
هر غټول چې په بيديا غوړېده وکا
رېژوي يې پاڼې کاندي تار په تار
ډېر مخونه د فلک څپېړه شنه کا
ډېر سرونه کا تر خاورو لاندې زار
د واکمن له سره خول پرېباسي مړ شي
د بېوزلو وينې توى کاندي خونخوار
چې له برمه يې زمري رپي ځنګلو کې
له اکوبه يې ډاري تير و جبار
هم يې غشي سکڼي ډال د ژوبلورو
رستمان ځنې ځغلا کاندي په ډار
چې يې ملاوې نه کږېږي په غښتليو
دا فلک پرې وکا څه کاري ګوزار
په يوه ګردښت يې پرېباسي له برمه
نه يې غشى نه ليندۍ وي نه يې سپار
څه تيرى څه ظلم کاندې اى فلکه
ستا له لاسه نه دې هېڅ ګل بې له خار
په ويرژلو لور نه کړې په زړه کراړيه!
پرنتليو اوروې د غم ناتار
هېڅ روغى مې په زړه نسته ستا له ځوره
بېلوې په ژړا ژړ مين له يار
له تېريو دې اوښې څاڅي له اورېځو
چينې ژاړي په ورټ ورټ ستا له شنار
نه به لاس واخلې له ځوره نه به لورې
نه به ملا کړې له بېوزلو له ترار
نه به زړه وسوځوې په هېچا باندې
نه به پرېوزې له ګردښته له مدار
نه به وصل کړې مين له بل مينه
نه به درملې ټپونه د افګار
ستا له لاسه دي پراته ژوبل زګېروي کا
هر پلو ته ټپي زړونه په ځار ځار
کله غوڅې کاندې مراندې د زړګيو
کله تېر باسې وګړي هوښيار
کله ټکې واچوې پر نازوليو
کله څيرې کړې ګرېوان د نمنځي چار
کله غورځوې واکمن له پلازونو
کله کېنوې په خاورو کې بادار
زموږ پر زړونو دې نن بيا يو غشى وويشت
ودې ژوبلله په دې غشي هزار
پر سوريو باندې وير پرېووت له پاسه
محمد واکمن چې ولاړى په بل دار
يو وار شو اسير په لاس د مير څمنو
انتقال يې وکړ قبر له بل وار
په سماوو يې ودان اهنګران وو
په ټيکنه و پر درست جهان او څار
د محمود د ژوبلورو په لاس کښېوت
چې غزنه ته يې باتلى په تلوار
ننګياليو لره قيد مړينه ده ځکه
سه يې والوتله هسک ته پر دې لار
تر نړۍ يې غوره خاورې هديره کا
د زمريو په بېړيو کله وي څوار
په دې وير د غور وګړي تور نمري سول
په دې وير رڼا تياره سوله د ښار
ګوره څاڅي رڼې اوښې له دې غرونو
دا کړونګى ساندې لي په شورهار
نه هغه زرغا د غرونو د بېديا ده
نه د زرکيو په موسا دى کټهار
نه غټول بيا زرغونېږي په لاښونو
نه بامې بيا موسېده کا په کهسار
نه له غرجه بيا راځي کاروان د مشکو
نه رادرومي غور ته بيا جوپې د شار
د پسرلي اوره تودې اوښې توينه
مرغلرې به نيسان نه کړي نثار
دا په څه چې محمد ولاړ له نړيه
په ويرينه يې سو غور ټول سوګوار
نه ښکارېږي هغه سور د سور په لتو
نه ځلېږي هغه لمر پر دې ديار
چې به نجليو په نڅا په کې خندله
چې به پېغلو کا اتڼ قطار قطار
هغه غور په وير ناتار د واکمن کښېوت
هغه غور سو د جاندم غوندې سور اړ
لاس دې مات شه اى فلکه چې دې وکا
محمد غوندې زمرى د مړينې ښکار
شين زړګى فلکه ولې لا ولاړ يې؟
اى د غور غرونو په څه نه شوئ غبار
مځکې ولې په رېږدلو نه پرېوزې
لاندې باندې شئ چې ورک شي دا شعار
چې زمري غوندې واکمن ځي له جهانه
چې څوک نه کړي پر نړۍ باندې قرار
سخ په تا اى محمده د غرو لمر وې
په نړۍ به نه وي ستا د عدل سار
ته پر ننګه وې ولاړ په ننګه مړ سوې
هم پر ننګه دې په ننګه کا ځان جار
که سوري دې په تګ وير کاندي ويرمن سول
هم به وياړي ستا په نوم ستا په ټبار
په جنت کې دې وه تون زموږ واکمنه
هم په تا دې وي ډېر لور د غفار (٢٢)

د شيخ اسعد سوري په دې قصيده کې (کوکار، بهار، تار، زار، خونخوار، جبار، دار، ګوزار، سپار، خار، ناتار، يار، شنار، ترار، مدار، افګار، ځار، هوښيار، چار، بادار، هزار، دار، وار، اوڅار، تلوار، لار، څوار، ټبار، شورهار، کټهار، کهسار، شار، نثار، سوګوار، ديار، قطار قطار، سوراړ، ښکار، شعار، قرار، سار، جار، ټبار او غفار) د قافيې کلمې دي، رديف نه لري هره قافيه واله مسره يې ١١ څپې او بې قافيې مسره يې ١٢ څپې ده.
هندسي شکل يې دادى:
a________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________
(ترپايه)
د ښکارندوى غوري لرغونې قصيده هم دا بڼه لري.
د قصيدې بل شکل دا دى، چې تر قافيې وروسته رديف هم ولري.
د کابل زخمي سندرې
د زړه زخم مې د سرې مالګې کمر دى
راختلى پرې د سپينو اوښکو لمر دى

د کابل زخمي سندرې يې رانه وړې
د باګرام (سروش) له مانه مرور دى

د بڼو او شونډو ياد هم رانه هېر دى
جوړ غړل مې له خنجر او له پرهر دى

د لمر پېغله د غربت زېړي نيولې
سپين سحر مو زېړ په شان د مازيګر دى

پر مريو مو بلا چړې شوې پڅې
قصابان د کلي وايي چې اختر دى

چې په تبر د بتانو مغزي غوڅ کړي
چا وې موږ کې هم پيدا زوى د اذر دى

مات کودړي يې له تاندو وينو ډک دي
د شهيدو پېغلو څه رنګين ګودر دى

ما يې زړه اورېده دى مې چغې نا وري
هو د کاڼو په غوږونو کوڼ خيبر دى

سپين لباس د پرښتو ابليس اغوستى
جاهلان وايي وارث د پيغمبر دى

پوروړي يې د ژوند د سکو ډېر دي
زموږ کلي ته راغلى سوداګر دى

کوټنۍ د ماشومانو شهيدانې
پر ساحل راخور د وينو سمندر دى

کړې ړندې د تصويرونو مړو مړو اوښکو
تښتېدلى له هندارو نه جوهر دى

ماڼوګان يې خرڅوي پر نهنګانو
د بې نوحه بېړۍ څه سپېره لنګر دى

د حسين او ذوالجناح وينې مباح دي
دلته هلته دا بيان د هر شمر دى

هر اغزى رانه د وينو قلنګ غواړي
د تڼاکو په پڼو کې مو سفر دى

بې جرسه قافلې ته يې جرس کړ
مات مې زړه کې د ظالم د غشي سر دى

څه سړه توده پېرزو د يار اغيار ده
د يو لاس کې زمهرير د بل سقر دى

ګرځوم يې در په در چېرته يې کېږدم
د ژوندون د مړي پېټى مې پر سر دى

د ژوندون په هديره کې يې ايسار کړم
يو اشنا راته نکير دى بل منکر دى

هر دجال دي د همدي جامې اغوستې
په وطن راغلى بې نېټې محشر دى

پر ګلونو باروتي خپسې ناستې
د وږمو په لمبو لولپه ځيګر دى

يتيم ژوند ايسار د غشو په سيلۍ کې
تاو له ځانه يې د زخم سور څادر دى

د اياز څڼې د ګور چينجي خوړلي
د محمود دربار بې مشکو بې عنبر دى

چې له هند به يې وږمې د چندڼ راوړې
د پښتون د طوطي مات هغه وزر دى

بيايې کړى دى اودس د چا په وينو
چې خطاب يې د وژنې پر منبر دى

په خلوت کې به د تاک تيونه روي
په جلوت کې سوى لوى د کوثر دى

د کاروان د وطن نوم په وينو ليکم
ما تراشلى ورته روح لکه مرمر دى.(٢٣)

په دې قصيده کې (کمر، لمر، مرور، پرهر، مازيګر، اختر، اذر، ګودر، خيبر، پيغمبر، سوداګر، سمندر، جوهر، لنګر، شمر، سفر، سر، سقر، پرسر، منکر، محشر، ځيګر، څادر، عنبر، وزر، منبر، کوثر او مرمر) د قافيې کلمې دي. (دى، دى) يې رديف دى. د شعر هره مسره ١٢ څپې ده. جوړښت يې په دې ډول دى:
=a________________________
=a________________________

________________________
=a________________________

________________________
=a________________________

________________________
=a________________________

________________________
=a________________________

________________________
=a________________________

________________________
=a________________________

________________________
=a________________________

________________________
=a________________________

________________________
=a________________________

________________________
=a________________________

________________________
=a________________________
تر پايه...

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery