٢- څلوريزه (رباعي):
رباغي هم هغه شعري فورم دى، چې له عربي څخه پښتو ته راغلى دى. دا فورم څلور مسرې
لري، له ځينو استثنايي حالاتو پرته چې په هغه کې کېدى شي د درېيمې مسرې يوه څپه د
قافيه والو مسرو تر څپو کمه يا زياته شي، په ټوليز ډول د ټولو څلور واړو مسرو د څپو
شمېر سره مساوي وي. د رباعي لومړى بيت مقفى وي، درېيمه مسره يې قافيه نه لري او د
څلورمې مسرې قافيه يې د مطلعې قافيه تعقيبوي.د غزل په شان په څلوريزه کې هم رديف
اختياري وي، خو کله چې د رباعي په مطلع کې رديف راوړل شو څلورمه مسره کې به ضرور
بيا هماغه رديف تکرارېږي.
په پښتو کې د بېلابېلو څپو په شمېر رباعي ويل شوي، خو لس څپيزې څلوريزې په کې زياتې
دي. دا رباعي اکثره په تول تللې دي. هغه رباعي چې لس څپيزې دي، هره مسره يې داهنګ
له مخې تقريباً پر دوو برخو وېشل کېږي. پنځه څپې يې يوه خوا او پنځه يې بله خوا په
تول تللې وي.
د لوى خان (خوشال بابا) هغه رباعيات چې د يو ځانګړي کتاب په بڼه د (خوشال رباعيات)
په نوم د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوي او شمېر يې تقريباً (١٥٠٠) رباعياتو ته رسېږي،
تقريباً په سلو کې ٨٥ څلوريزې يې لس څپيزې دي.
پر اوسني وخت د څلوريزو بل بشپړ کتاب چې زموږ په لاس کې دى، هغه د (پسته اور) په
نوم د هېواد د نوميالي شاعر محمد صديق پسرلي د څلوريزو مجموعه ده. په دې اثر کې څه
کم (يوزر) څلوريزې راغلي، چې ټولې لس څپيزې دي. د استاد قيام الدين خادم اکثره
څلوريزې هم لس څپيزې دي.
يوه بله خبره چې د رباعي يا څلوريزو په باب د ياد وړ ده، هغه داده، چې عام ولس او
په ځانګړي ډول ځينې سندرغاړي رباعي هغه ډول شعر يا نظم ته وايي چې معمولاً د پند،
نصيحت او اخلاقي مسايلو په باب ويل شوي وي او په موسيقۍ کې يې سندرغاړي تر غزل او
يا کومې بلې سندرې دمخه وايي او په همدې موقع کې د اورېدونکو د ذهن پاملرنه ځانته
راجلبوي. دلته يوه تېروتنه رامنځته کېږي؛ هغه دا چې اکثره سندرغاړي تر اصل غزل او
سندرې دمخه کم شعر لولي هغه اکثره د مانا د انتخاب له مخې وي، نه د فورم له مخې.
څرنګه چې په رباعي کې هم ډېر زيات اخلاقي، ديني، او نور مسايل راځي، نو دوى اکثره
هغو شعرو ته چې دا موضوعات په کې بيان شوي وي، هغو ته رباعي وايي، سره له دې چې که
د فورم له مخې هغه غزل هم وي. دلته ددې يادونه په کار ده، چې دا رباعي يا څلوريزه
هغه رباعي نه ده، چې عام ولس يا سندرغاړي يې په کومه مانا او بڼه استعمالوي.
څلوريزه يا رباعي دا لاندې بڼې لري:
١- هغه رباعي چې رديف نه لري، لکه د استاد خادم دا څلوريزه:
که دا غفلت وي پښتو ورکېږي
چې پښتو لاړه پښتون ډوبېږي
تللي خو تللي دي خير به غواړو
په پاتې قام مې اوس زړه رپېږي(١٤)
په پورتنۍ څلوريزه کې (ورکېږي، ډوبېږي او رپېږي) د قافيې کلمې دي. رديف نه لري، هره
مسره لس لس څپې لري. هندسي شکل يې دادى:
a________________________
a________________________
_________________________
a________________________
بله بېلګه:
د مار که نه وي په تن کې زهر
سردار که نه لري خنجر د قهر
دا دواړه توکه به زما په پوهه
نه ياد په کلي وي نه ياد په شهر(١٥)
په دې رباعي کې (زهر، قهر، شهر) د قافيې کلمې دي. رديف نه لري، هره مسره لس لس څپې
لري.
٢- هغه ډول رباعي يا څلوريزې دي، چې تر قافيې څخه وروسته رديف هم لري.
دا لاندې څلوريزې وګورئ:
تن به تاوان واى که مينه نه واى
ژوند به حيوان واى که مينه نه واى
انسان به څه و د لارې دوړه
جهان به وران واى که مينه نه واى(١٦)
په پورتنۍ څلوريزه کې (تاوان، حيران، او وران) د قافيې کلمې دي. (واى که مينه نه
واى) يې رديف دى. هره مسره لس څپيزه ده او د پښتو د اکثرو څلوريزو په شان، هره مسره
په منځه ملا کې نيمايي کېږي او تر لږې لفظي وقفې وروسته يې دويمه برخه لوستل کېږي،
دوه نورې بېلګې يې دادي:
د باطل زړه کې خطر پيدا شو
تيارې بوګنېږي سحر پيدا شو
ضمير موسکى شو د انسانانو
سترګې پيدا شوې نظر پيدا شو(١٧)
په توره شپه کې شمعه رڼا کا
ماوې: ماتم کا ماوې ژړا کا
که پتنګان دي ستي ايرې شول
ماوې: پاکان دي عشق او وفا کا (١٨)
هندسي شکل يې:
________________________
________________________
________________________
________________________