دپښتو شعر هندسي جوږښت
سريزه
تراوسه پورې په پښتو ادب کې يو شمېر داسې پوهنيز (علمي) اثار کښل شوي، چې په هغو کې
د پښتو شعر پر جوړښت او رغښت باندې رڼا اچول شوې ده. دغه راز د پښتو شعر د مانيز او
جوليز جوړښت په اړه ګڼ شمېر ليکنې شوي او يو شمېر بېلابېل شعري فورمونه (شکلونه) تر
څېړنې او شننې لاندې نيول شوي دي. هر فورم په جلا جلا ډول څېړل شوى او ځانګړنې يې
په ګوته شوي دي. له همدې کبله د پښتو شعر(نظم) شکلونه په ټوليز (عمومي) ډول پر دوو
لويو برخو وېشل شوي دي: (١)
١- د شعر يا نظم هغه فورمونه او چوکاټونه چې له عربي ژبې څخه پښتو ته راغلي، خو
دلته زموږ په ژبه کې دود دي، سره له دې چې دا شعري فورمونه له عربي ژبې څخه پښتو ته
راغلي، خو د پښتو ژبې د غږيز جوړښت تابع دي. په دې مانا؛ د نظم هغه قوانين چې په
عربي ژبه کې د عربي نظمونو لپاره دود دي هغه نه مني او د پښتو نظم خپل جوړښت يانې
څپيز- خجيز (سېلاب-تونيک) سيستم پرې تطبيقېږي. (٢)
د غږيز او څپيز خجيز جوړښت له مخې دا شعري فورمونه يا صنفونه هماغه قوانين مني چې د
پښتو د نورې ولسي، ملي او يا لوستې شاعرۍ د نظمونو پر بېلابېلو فورمونو تطبيقېږي.
په دې شعري چوکاټونو کې په ټوليز ډول د (١٥) په شاوخوا کې شعري فورمونه موجود دي
لکه: غزل، قطعه، قصيده، مثنوي، مستزاد، مثلث، مربع، مخمس، مسدس، ترجيع بند، ترکيب
بند، معشر او... (٣)
٢- هغه شعري فورمونه يا د نظم چوکاټونه دي، چې هغه په خپله د پښتو شاعرۍ زېږنده دي
او يا هم له پخوا څخه په دې ژبه کې باب دي. اکثره دا شعري چوکاټونه په نورو ژبو او
په ځانګړي ډول د ګاونډيو ژبو په شاعرۍ کې ليدل شوي نه دي. داسې ښکاري چې دا شعري
فورمونه د پښتو ژبې د غږيز او اهنګين جوړښت پر بنسټ رامنځته شوي او خوند يې هم په
همدې ژبه کې دى. د دې شعري فورمونو ځينې يې قافيې او ان رديفونه هم لري، خو ځينې يې
بيا له دې قيد څخه هم ازاد دي، خو د غږونو او څپو داسې پرله پسې اوډنه او انتظام
لري، چې د نظم هرې مسرې ته يو ډول ځانګړى ترنم او اهنګ ورکوي او هغه خوند پوره کوي،
چې څوک يې له منظوم کلام څخه اخيتسلاى شي. د يو منظم قانون له مخې د اهنګ لوړوالى
او ټيټوالى او د ژبې له غږيز جوړښت سره بشپړ پيوستون، د پښتو ملي او ولسي شاعرۍ
ډېره خوندوره کړې ده. له همدې کبله خو دا شاعري زموږ د ولس د موسيقۍ له څپو سره
ډېره ښه اوډلتيا مومي او کله چې بيا دا دواړه ښکلي هنرونه سره يوځاى شي، نو بيا د
دردمنو زړونو زنګ لرې کړي.
د پښتو ژبې د شعر دا چوکاټونه هر يو بېل بېل شکل لري، د څپو د شمېر او د مسرو د
څومره والي او څرنګوالي له پلوه يو له بله بدلون مومي، خو بيا هم د څپيز خجيز جوړښت
له مخې پر ټولو يو قانون تطبيقېږي. يانې تر هرو درېو څپو وروسته څلورمه څپه خج
(فشار) اخلي. د يادونې وړ ده، چې همدا نظام پر هغو شعري چوکاټونو هم د تطبيق وړ دى،
چې له عربي ژبې څخه پښتو ته راغلي دي.
د پښتو شاعرۍ خپل چوکاټونه لنډۍ، سروکى، لوبه، بګتۍ، چاربيته، بدله، نارې يا غږونه،
کاکړي غاړې او نور دي.
ددې ترڅنګ په پښتو ادب کې د ازاد شعر يا د ازاد نظم يو بل ډول شعري فورم هم موجود
دى. ځينې کسان دا شعري فورم له نورو ژبو څخه پښتو ته راغلى شعري فورم بولي، خو ځينې
نور ادبپوهان بيا پر دې ټينګار کوي، چې دا هم د پښتو ژبې د نورو شعري چوکاټونو په
څېر د پښتو شاعرۍ زېږنده دى. دوى وايي د پښتو ولسي شاعري او ازاد شعر ترمنځ زيات
ورتوالى موجود دى، د پښتو ملي شاعرۍ ځينې فورمونه هم د قافيې او رديف له قيد و بند
څخه ازاد دي او د مسرو اوږدوالى او لنډوالى لري او ازاد شعر هم، نو په دې وجه پښتو
ازاد شعر يا ازاد نظم له پښتو ژبې نه پردى شعري فورم نه شي ګڼل کېدى. ددې يادونه هم
په کار ده، چې په پښتو ازاد شعر کې ځينې هغه قيدونه او قوانين، چې د پښتو شعر نور
شعري چوکاټونه يې ثابت ساتلي او هغو ته يې يوه مشخصه بڼه ورکړې، هم له منځه تللي
دي. ددې شعري چوکاټونو ترمنځ ګډه او مشترکه وجه د وزن شتوالى او د څپيز خجيز قانون
منل دي.
ازاد نظم يا ازاد شعر لکه د لنډۍ، چاربيتې، غزل او يا هم نورو په څېر کوم ټاکلى شکل
نه لري. لکه څنګه چې يې له نامه څخه ښکاري شاعر د خپل درد او اند د افادې لپاره
کولاى شي، خپلو ازادو شعرونو ته بېلابېلې بڼې ورکړي، خو (وزن) بيا هم تراوسه پورې د
ازاد شعر يو رغوونکى رکن (توک) دى.
لکه څنګه چې دمخه يادونه وشوه، تراوسه پورې په پښتو ادب کې د پښتو شعري فورمونو د
تشخص لپاره ګڼ شمېر ليکنې شوي او يو شمېر کتابونه ليکل شوي دي. په دې ليکنو کې د
پښتو شعر د تخنيکي جوړښت په اړه زيات معلومات او څرګندونې وړاندې شوې دي، خو بيا هم
داسې يوې رسالې ته اړتيا وه، چې په هغې کې د پښتو شاعرۍ د بېلابېلو چوکاټونو هندسي
جوړښت ترسيم شي او د هغو د بدن سيستم افاده کړي.
دا اړتيا هغه وخت ډېره رامنځته کېږي، چې څوک عملاً په پوهنځي او يا بل روزنيز مرکز
کې د پښتو شاعرۍ د جوړښت پر څېړنه، شننه او تشريح بوخت وي. هلته تشريح کوونکى مجبور
دى، چې د محصل او يا پوښتونکي د ذهني قناعت د خړوب لپاره د شعر هندسي شکل پر تخته
ترسيم کړي. زه چې عملاً له داسې يو تدريسي بهير سره مخامخ وم، نو د محصلينو د
پوهېدنې لپاره مې په ازمېښتي توګه د هر شعري فورم هندسي بڼه هغو ته رسم کړه. ددې
عمليې تر تکرار وروسته دې کار مثبته پايله ورکړه او محصلين د خپل ذکاوت په انډول له
ډېرو هغو شعري فورمونو سره، يا په بشپړ ډول او يا په نيمه ډول اشنا شول، چې پښتو کې
کارېدل. د نظم د هرې برخې او رکن د افادې لپاره بېلابېلې نښې نښانې او علايم وټاکل
شول، لکه د قافيې د افادې لپار (a) نښه، د رديف لپاره (=) نښه او د مسرې لپاره کرښه
(__) وټاکل شول. د همدغو علايمو او هندسي نښو په واسطه د يو شعر هندسي جوړښت لاسته
راتلاى شي. ددې امکان هم شته، چې په يو شعري فورم کې څو ډوله قافيې موجودې وي، نو د
هغو بېلابېلو د افادو لپاره د قافيې څو نور شکلونه په دې ډول (c,b او d ) وټاکل
شول.
خو دا ټولې نښې نښانې د ښوونکي او محصلينو ترمنځ د يوې قراردادي وسيلې په توګه، د
خپل مشکل د حل او شعري جوړښت د هندسي شکل د افادې په غرض استعمالېدې، نه د مطلقو
ټاکل شويو هندسي نښو په توګه.
اوس هم دا نښې د يو ازمېښت او وړانديز بڼه لري. د پښتو ژبې او ادب له درنو پوهانو
او ليکوالو څخه په ډېره مينه هيله لرم، چې د پښتو شعر د هندسي ترسيم لپاره زموږ دا
هيله پوره او بشپړه کړي؛ زموږ پر وړانديز غور وکړي او په پاى کې داسې يوه پايله
لاسته راشي، چې د هغې په واسطه د دې امکان برابر شي، چې د پښتو شاعرۍ د بېلابېلو
چوکاټونو هندسي رغښت، اسکليټ او جوړښت ترسيم شي.
موږ به دلته لومړى پر هغو شعري چوکاټونو او د هغو پر هندسي جوړښت خبرې وکړو، چې هغه
له عربي څخه پښتو ته راغلي او دلته زموږ په ژبه کې دود دي او بيا به د پښتو پر نورو
شعري فورمونو او زموږ د ولسي شاعرۍ پر شعري فورمونو رڼا واچول شي.