څلورم څپرکى
د پښتو ولسي شاعرۍ يا نظم ځينې نور فورمونه
په پښتو ولسي ادبياتو کې د نظم يو شمېر نور داسې فورمونه شته، چې په هغو کې د ولس
ځينو ستونزو، ربړو، دودونو، تاريخي رواياتو، نيمګړتياوو، دردونو، ناخوالو او د
چاپېريال پېښو انعکاس موندلى دى. دا فورمونه په دې ډول دي:
منظوم فالونه، د بي بي دستې سندرې، لنډکۍ، سولې، برغازي، سلسلې، انګۍ يا چغيان، د
ميندو سندرې، د ماشومانو سندرې، د وړو مشاعرې، کيسې، د ځوانانو سندرې، محلي پارچې
يا ولسي نندارې، ساندې، نکلونه، د ښادۍ سندرې، تاريخي نارې، سنځر خېلې نارې، د
مروتو کسرونه، سوزخواني او ځينې نور. څرنګه چې د نظم دا پورتني فورمونه د پښتو نظم
د ځينو نورو ولسي فورمونو لکه لنډۍ، سروکي، کاکړي غاړې، د اتڼ نارې، ببولالې،
چاربيتې، بدلې، لوبې، بګتۍ او داستان په شان ډېر دود او اغېز نه لري، نو دلته يې
يوازې د هره يوه د بېلګې په راوړلو سره بسنه کوو.
منظوم متلونه:
چې ډول دې وي په څنګ
لـــه وهـــــلو يـــې څه ننګ
امير چې ظلــم کــار وي
اور بل پر ټول ديار وي
فالونه:
د جــــنت پــه مــــنارې
سور چرګ وهـي نارې
شېر د خداى تـــېرېږي
خلکو کاندئ نندارې
د بي بي دستې سندرې:
د دوهۍ ملنګې سر دې ولې تور دى
سر مې داسې تور دى پر موږ هم
ښه لوى دين د محمدرسول الله دى
لا اله الله محمد رسول الله
برايي د شېرعلي د لور واده و
ملکى په ورا رالى له ښه زړګي يې
د سترګو کسي سره وو
ښه لوى دين د محمدرسول الله دى
لا اله الله محمدرسول الله
لنډکۍ:
ته چې جواري کړې ما به بايه کړې مينه
مه راپسې ژاړه ووړکيه نه مې درکوينه
جګ کړه مړوندونه جلۍ غېږې له درځمه
شولې:
شولې ټکومه ټکوم تا به واده کمه
په خداى مې دې قسم وي وپلاني ته به دې ورکمه
شولې ټکومه ټکوم زه پلانى نه کوم
په خداى مې دې قسم وي پلانى زوړ دى که يې وه کمه
شولې ټکومه ټکوم تا به وده کړمه
په خداى مې دې قسم وي و پلاني ته به دې ورکمه
شولې ټکومه ټکوم زه پلانى نه کوم
په خداى مې دې قسم وي پر ما لوى دى که يې وکمه.
برغازي:
بازار ميان دى خولګۍ راوړه
چرګ اذان دى خولګۍ راوړه
لوړ سهار دى خولګۍ راوړه
زما تلوار دى خولګۍ راوړه
راځه وړې راځه چې ځو
د ګل ګېډۍ راځه چې ځو
نن سبا راځه چې ځو
الکانو کور مه چېرې دى
د لال ټکر مه چېرې دى
دمستۍ غولى مه چېرې دى
سلسلې:
راوتلى پر سحر يم
زه د ښو نجونو اجل يم
په شان د سپينکي مار يم
د هر چا تر اوده تر يم
انګۍ يا چغيان:
زه په خپل کور کې وم په راحت
بابک خرڅه کړم په ډېر دولت
په پردي کور کې مې نشته عزت
خود به ژړا کړم په هر ساعت
شينکۍ کوتره وم ښورېدمه
نه چا نيومه نه چا کتمه
په هر يو ټکي به پرېوتمه
نن ناولده يې کېنستمه
د وړومشاعرې:
ددې ځاى اور سيچو
چرګه راغله بې بچو.
ددې ځاى او ددې ډنډه
تير پروت دى شل برغنډه
ته وايه غنم
خبرې دې منم.
کيسۍ:
په يورپ ځي اسمان ته
چار چاپېره ټول جهان ته (د سترګو ليد)
دپاسه راغى سور بلوڅ
اغوستي يې دي پنځه پنځوس (پياز)
د ځوانانو سندرې:
ابکه له کمه رالې
له بلخ و بخارا
په شا دې څه شى دي
ورېځ او باران
ماينې دې څو دي
ويل يې اووه
نومونه يې څه دي
ويل يوه چيخته ده
يوه بخته ده
يو ترګوګ لاندې ورسته ده
يوه اسمان ته غږېده
پچکولمه يې وشلېده يوه سپينه زليخا ده.
محلي پارچې يا ولسي نندارې:
١- تمثيلي پارچې:
وئ وئ مرم ابۍ
بچى کوم ځاى دې خوږېږي
بچى کوم ځاى دې خوږېږي
ابۍ ګېډه مې خوږېږي
ابۍ ګېډه مې خوږېږي
ګولۍ به درته راوړم
نه خورمه ګولۍ
دا ګولۍ له زارو ډکې دي
نه خورمه ګولۍ
دا ګولۍ له زارو ډکې دي
ابۍ ګېډه مې خوږېږي
بچى کوم طبيب دې خوښ دى
بچى کوم طبيب دى خوښ دى
دا (پلانکى) خان طبيب مې خوښ دى پرې رغېږمه
نه خورمه ګولۍ دا ګولۍ...
٢- کميډي پارچې:
ما بورې نانګه خوړل
زامن مې بلا وخوړل
هى هى اجي ډومبک
ما بورې ګذر راوړى
دوى د خاورو ډک خوړلى
هى هى اجي ډومبک
٣- عادي پارچې:
د يوې تاريخي پېښې په باب:
نواب مړ کړ په ځنګله کې نوابه ګل
وينې يې راغلې په راده کې نوابه ګل
د نواب سترګې غټې غټې نوابه
په هر ميدان يې اړوي لکه سکروټې نوابه ګل
نواب دې پټ مې تېرويه نوابه
دلته مې خور ده او ورور مه راخبروئ نوابه ګل.
ساندې:
په لنډيو کې ساندې:
(پلانکى) د خاورو لايق نه دى
دا (پلانکى) دې ورته جوړه کړي بالکۍ په سينګارونه
که نور دې هر څه ميراتېږي
ميرات دې مه شه دا د غاړې تاويزونه
بې وروره خور په کوڅه راغله
ناره يې وکړه شپه به چا کره کومه
د نکلونو نارې (غږونه):
لکه د ادم او درخو په نکل کې چې د درخو رويباره (استازې) ادم خان ته د درخو احوال
وروړي، نو ادم پر خپلې ښځې توتيا داسې غږ کوي:
(نکلچي وايي) ادم وويل:
زما توتيا عزت يې وکړه
دغه استازى د درخو راغلى تاته
کله چې درخانۍ د خپلې ملګرې بسوګۍ واده ته ځي، نو مور يې منع کوي او داسې غږ کوي:
ته چې دې واده ته ځې سلا مې نه ده
اوس وتنه د همداسې نجونو نه ده
درخو وايي:
تر قيامته به کوې تورې ماتورې
ځان به جوړ کړم دواړه سترګې به کړم تورې
د بسو واده ته ځم ادکۍ مورې.
د ښادۍ سندرې:
د کونج مېرمنې پاڅه که دې زړه شي
هومره خو پانه څې چې پلانکى خان دې لونګۍ په لاس درته رانه شي
زموږه ناوې تيله داره ده نه ژاړي
چې د (مېړه نوم يې اخلې) لغتې وخوري دا به ښه ژاړي.
تاريخي نارې:
د هوتکو د دورې:
څوک خبر وو چې تقدير به کوي داسې
شاه حسين به نادر نيسي
بيا به يې نورې د ايران ته بندي باسي
د احمدشاه بابا د وخت:
که زمرى دى شاه ولي د جنګ زمرى دى
له سنګرو يې ايستلى مېړنى دى.
سنځر خېلې نارې:
سعدالله ول په پښې کې مې اځغى دى
اځغى مه راڅخه کاږۍ
تر ما لاندې د اودولو اوسلى دى
شاه نادر ويل زما له دا غونډيه ډار سي
دوست محمد پروزلى
دوست محمد پرېکړې راولياړ سي
د مروتو کسرونه:
د سر (مطلع) يو دوه بېلګې:
ډېرې اندېښنې مې په زړګي شوې راچاپېرې
ښکلې محبوبه پېزوان په شونډو رپېده
د مروتو يو کسر:
چې په تا باندې بڼيا هغه به وشي
چې په تا باندې بڼيا نوره به نه شي
سلطان خېل موسيان ګنجيو لشکري شي
الهي په تا باندې راولې خواري
خواري په تا باندې راولې آه سخته
سوز خواني:
د نورالله شاعر يوه سوز خواني:
يارانو ټول په وسلې وو يو لاسونه
نن بهار دى کربلا
شاميان نږدې شو ورته وتړو صفونه
تور غبار دى کربلا
ورځ د لسم دى د علي د زويو ننګ دى
بېدار شو وخت د جنګ دى
عباسه وروره مخکې واخله نشانونه
نن ګلزار دى کربلا. (٦٦)