٩- لوبه:
لوبې هم د ولسي خاصو سندرو يو ځانګړى او جلا شعري ډول دى، چې له بګتيو څخه هم چابکې
ويل کېږي. لوبې تر ډېره حده د لنډيو په خم کې رنګ شوي، کله کله يې بندونه لنډيو ته
ورته جوړښت خپلوي او کله بيا په وزن او رواني جوړښت کې لنډيو ته ورته بندونه لري.
ځينې کسان لوبې له بګتيو سره ورته بولي، په داسې حال کې چې لوبې د يوه ځانګړي شعري
فورم په توګه له بګتيو سره يو د ويلو پر وخت توپير لري او بل دا چې د لوبو دکسر
مسرې اکثره وخت سره په يوه قافيه وي او بګتۍ ټول ټال دا شان نه دي. لوبې له نيمکۍ
سره هم جوت توپير لري، ځکه په نيمکۍ کې لنډۍ کټ مټ راوړل کېږي او په لوبه کې په
خپله لنډۍ نه راځي او بل دا چې لوبه د ولسي سندرو له عمومي برخې سره چې ويونکي يې
معلوم وي، اړه لري. دلته به د لوبې يوه بېلګه راوړو چې ولسي شاعر محمد نور ويلې ده:
لوبه:
غمونه لرې کړه له ما عاجز غمګينه
راتاو شه لونګيه
ودې ويشتم روغه دې نه کړم
نوره ياري درسره نه کړم
بل دې په سرو شونډو نتکۍ زانګي مينه
راتاو شه لونګينه
پاس په بامو ګرځې کوترې
زما د خوږ زړګي دلبرې
چې شال پر سر کړې څنګه ښه ښکارې سنګينه
راتاو شه لونګيه
د محمد نور فقيره بخته
څنګه راپرېوتې له تخته
بخت مې کوټه شو اس مې لاړ سره له زينه
راتاو شه لونګينه (٦٣)
په دې ډول لوبه کې د سر لومړۍ مسره اوږده او دويمه لنډه وي. بيا د هر بند دوه لومړۍ
مسرې په خپل منځ کې هم قافيه وي او هم يې څپې سره برابرې وي. د بند درېيمه مسره د
لوبې د سر بيت (کسر) سره په قافيه او د څپو په شمېر کې يو شان وي او ورپسې د سر بيت
دويمه مسره د تکرار په ډول راځي. شکل يې داسې دى:
a__________________________
a____________
=b____________
=b____________
a__________________________
a____________
c____________
c____________
a__________________________
a____________
d____________
d____________
a__________________________
a____________