مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

٣- کاکړي غاړې (کاکړۍ):
کاکړي غاړې چې کاکړۍ لنډۍ يې هم بولي، د پښتو ولسي ادبياتو يو خوږ ډول دى، چې راز راز موضوعات (رزم او بزم د پښتو ټولنيز، اقتصادي شرايط، کلتوري پابندي، ديني او عقيده يي مسايل، ساده ولسي افکار، ټوکې او ټکالې او د پښتني کلتور بېلابېل اړخونه، خويونه او رواجونه په خپله لنډه تنګه غېږ کې رانغاړي.
کاکړي لنډۍ که څه هم له نامه څخه يې له کاکړو سره تړلې معلومېږي، مګر د ټولو پښتنو اصيل مال دى او په پښتنو کې داسې کام نه شته چې ددې لنډيو په جوړولو کې يې لږه يا ډېره ونډه نه وي اخيستې. دغه ډول له نورو ټپو څخه يو جلا او بېل شى دى، چې لومړى وار کاکړو نښلولي دي او تر ننه به زيات و کم پنځوس زره کاکړي لنډۍ جوړې شوې وي.
کاکړي لنډۍ له دوو مسرو څخه جوړې وي، چې کله کله يې د دواړو برخو سېلابونه سره برابر او کله کله توپير سره لري او د دواړو برخو وروستي توري يې سره يو رنګ وي. هغه کاکړي غاړې چې هره مسره يې اته اته سېلابه وي:

ښايستې که ستا رضا ده
ستا د قام بـدي پـر مــاده

هغه غاړې چې يوه مسره يې اته او بله نهه سېلابه وي:
شين خالۍ نجونې لاښې دي
پــه لاره ځـي لــه خندا شنـې دي

هغه غاړې چې يوه مسره يې اوه سېلابه او بله يې اته سېلابه وي:
تر لاس نه تړو ګړۍ
موږ ملنګان يو شين خالۍ
اوه سېلابه غاړې:
د بوټو تڼۍ تړم
د شاکار مېلې ته ځم (٤٨)
په عمومي ډول د دې ډول فورم هندسي جوړښت داسې دى:
يو ډول:
=a_____________________
=a_____________________

بل ډول: a__________________
a__________________
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery