دويم څپرکى
پښتو ازاد شعر
په پښتو شاعرۍ کې د ازاد شعر څو ډولونه تر سترګو کېږي. په دې مانا چې پښتو بشپړ
ازاد شعر تر څو پړاوونو وروسته دې شکل ته رسېدلى دى. دلته به د ازاد شعر څو بېلګو
ته اشاره وکړو.
١- هغه ډول ازاد شعر، چې د دوديز شعري فورمونو په چوکاټ کې نه وي راغلي، په شکلي
ډول په کې يو څه بدلون راغلى وي. ځينې مسرې يې له قافيې ازادې، لنډې يا اوږدې وي،
په نورو اکثرو مسرو کې قافيه راغلې وي، خو دا قافيه په مسرو يا بيتونو کې يو شان نه
وي، څو څو مسرې يا څو بيتونه په خپل منځ کې مشترکه قافيه لري، بيا بېلې مسرې ورپسې
لوېږي او په دې ډول يو بند جوړوي. په دې ډول نظم کې اکثره مسرې تقريباً يو متحد وزن
تعقيبوي. يانې له ځينو وړو مسرو پرته د نورو اکثرو مسرو د څپو شمېر سره برابر وي.
په دې ډول فورم کې د ځينو بندونو د مسرو تر قافيې وروسته کېدى شي رديفونه راغلي وي
او ځينې هم کېدى شي هېڅ رديفونه ونه لري. په پښتو ژبه کې ټاکلي شمېر نظمونه او
شعرونه په همدې او يا دې ته ورته فورم کې ويل شوي دي. د نيمه ازاد شعر دا فورم يا
ډول عام نه دى، بلکې د کارونې ساحه يې ځانګړې او خاصه ده، دلته به د بېلګې په توګه
د اسحق ننګيال د شعر يوه بېلګه راوړو:
ښکاري ته!
اى ښکاري اشنا! درته سلام کوم
پرېږده چې دا ښکلې مرغۍ والوزي
لاړې شي جوړه جوړه ګلونه شي
ښلکې شي ښايسته شي امېلونه شي
واخلي په وزرونو کې تنکي بچي
وموښي سينو کې ګلالي بچي
سپينې سرې مښوکې زرکني بچي
پام کوه!
پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه!
اى ښکاري اشنا! درته سلام کوم
پرېږده چې دا شنو جلګو کې وځغلي
پېغلې د هوسيو د دامان په لور
واړوي پيکي د شنه اسمان په لور
وخاندي راتاوې شي مستي وکړي
ورغړي نخرې وکړي خوښي وکړي
شپو د پېغلتوب ته خوشالي وکړي
پام کوه!
پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه!
اى ښکاري اشنا! درته سلام کوم
پرېږده د غونچو له لمن پرېوزي
زموږ د کلي باغ کې د سپرلي بلبل
زموږ د خمارونو شرابي بلبل
پرېږده چې په سرو مښوکو وبولي
زموږ د بام له پاسه د سپرلو سرود
بڼ ته د غوټيو د ښکالو سرود
ځمکې ته د ورېځو بارانو سرود
پام کوه!
پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه!(٣٧)
ددې ډول شعري فورم د هندسي جوړښت انځور امکان لري، ځکه چې د مسرو شمېر او د بندونو
شمېر يې نسبتاً ټاکلى او څرګند دى. د دې فورم هندسي جوړښت داسې ترسيمېدى شي:
_________________________
_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
______________
___________________________
___________________________
___________________________
=c_________________________
=c_________________________
=d_________________________
=d_________________________
=d_________________________
______________
___________________________
___________________________
___________________________
=e_________________________
=e_________________________
_________________________
=f_________________________
=f_________________________
=f_________________________
______________
_________________________
دا ډول شعرونه يا نظمونه چې تر زياته حده د يوه قيد او سيستم تابع وي، د هندسي شکل
ترسيم يې ډېر سخت نه برېښي، خو د بشپړو ازادو شعرونو د هندسي شکل ترسيم بيا د هر
شعر په خپل خپل جوړښت پورې اړه پيدا کوي.
٢- د ازاد شعر بل ډول دادى، چې له مسرو څخه قافيه لرې شوې وي، يو متحد وزن تعقيبوي،
يانې د يو قراردادي وزن لرونکى وي. د مسرو د څپو شمېر يې سره مساوي وي، خو يوه
ټاکلې موضوع تعقيبوي. ځينې پښتانه ادب پوهان له هغې جملې نه پوهاند ډاکټر مجاوراحمد
زيار دې ډول شعر (نظم) ته (مونډى) (٣٨) شعر (نظم) وايي. دا هم د بشپړ ازاد شعر پر
لوري يو ګام دى. شاعر دلته د قافيې او رديف له باره ځان ژغورلى دى، خو له غزلو او
قافيه والو شعرونو سره يې توپير دا دى، چې دلته يوه ټاکلې موضوع تعقيبېږي. د شعر
دوه مسرې کومه خپلواکه او مستقله مانا نه شي خندلاى. د مسرو شمېر يې هم ټاکلى نه دى.
د ښکلا لمبې:
جوړ زما د نظر سيورى
ستا په دواړو اننګو کې
دا چې ناڅي راته وايي
په لمبو کې د ښکلا دې
د الفت د دوک په ګوتو
اړولم راړولم
ستا له پامه چې ياغي شوم
د کږو وروځو په ول مې
د ارام زړګي کوډله
د ماښام د اوښکو تل کې
د کباب زړګي له تاوه
په اميد د ژوند لاهو کړه.(٣٩)
دلته به د دې شعر هندسي جوړښت يوه بېلګه راوړو:
_________________________
_________________________
_________________________
_________________________
_________________________
_________________________
_________________________
_________________________
_________________________
_________________________
_________________________
_________________________
٣- ازاده منظومه: د ازاد شعر يو بل ډول، ازاده منظومه ده، چې يوه اوږده موضوع او
پېښه انځوروي. دا فورم داستاني بڼه لري، په پېښو کې نورې پېښې هم انځوروي، په دې
ډول فورم کې قافيه او رديف موجود نه وي، خو کله کله کېدى شي د خوند لپاره يو نيم
ځاى په کې قافيه او رديف راشي. په دې فورم کې د مسرو د څپو شمېر سره يوشان نه وي.
په پښتو کې دا ډول منظومې ډېرې دي. د استاد بهاوالدين مجروح ځانځاني ښامار، نا اشنا
سندرې هم دې فورم ته ورته دي، د پيرمحمد کاروان او ځينو نورو شاعرانو هم دا ډول
منظومې شته. دلته به له دې ډول ازادو منظومو څخه د ځوان شاعر عبدالغفور لېوال د
منظومو يوه بېلګه وړاندې کړو.
بـــاد
کبرګل(1) کبر وکړ
او خداى(ج) له باغ څخه تبعيد کړ اوس په غره کې اوسي
باد راته تشه لپه بيا نيولې
ستا مينه وړو او په تمه اننګو ته زما له شونډو نه سلام غواړي
باد زما پر مينه مين نه دى
ستا ليدو ته درځي
باد د پلمو تږى دى
باد ډېر هوښيار دى په کيسو کې راته خوب راولي
غواړي په خوب کې زما له شونډو نه سلام غلا کړي
او باد کيسه کوي چې:
هلته جنت کې کبرګل پر يوې ښلکې ښاپېرۍ مين و
ګل ښاپېرۍ ته د هغې د ښايستونو د ستاينو کتاب
په څومره مينه د لېمو په ژبه ختم کړلو
خو د هغې په ښکلو سترګو کې يې ټکى د باور ونه ليد
د ښاپېرۍ ايمان پر خپل حسن هنداره غوښته
ګل د باغچې پر سينه خوب پرېښوده
ګل لېونى شو د غره کاڼو ته يې غېږ پرانيسته
چې ښاپېرۍ ور نه خپل حسن ته هنداره غوښته
خو ګل جنت کې د وږمو پر ښيښه کبر وکړ
چې: زه مې ښکلې ته غزلو نه ائينه جوړوم
نو اى د باغ شهزاده!
ولاړ شه د غرونو د کوڅو ملنګ شه
تر هغې ورځې چې شاعر شې
تر څو مينه زده کړې
او ګل همداسې وکړل
چې لا تراوسه د ډبرو د اوښانو په پيکي کې زانګي
چې لا تراوسه يې په زړونو کې غزل لټوي
او لا د اوښکو په تار
د لمر د وړانګو پر ليک
د خپل شهيد ګرځنده سيوري په نوم
پر خپلو پاڼو شنه توغونه ليکي
خو ګل لا نه دى شاعر
باد مې د کلي پر کوڅو پېښ شو
باد لکه ستړى بقال
د خپل شاعر زړګي بوخڅې راته پرانيستې
د کيسو په بيه ما څخه سلام غواړي.
٢
يو ببر سري د پښو پر شونډو ښکل کړې
د ډبرو د زخمي اوږو سپېرې شونډې
او هلته پاس يې د غره تور کاکل کې وليد د سپرلي شهزاده
څه دي کوچيه ګله؟
ولې دې خپل څيرې ګرېوان کې اشرپۍ د اوښکو
تر خپل قدم لاندې د ورک قسمت د کرښو برج ته
لکه د پښت بابا پر پټه خزانه شيندې
او تش باڼه دې ورته نېغ لکه نېزې نيولي
مګر ته هم لکه مومند بابا د خپل مراد د مخ جلوه خپل زړه کې ګورې
بس ببر سريه څوک يې!
او تاته چا ده درښودلې د ګلونو ژبه
زما د زړه له راز نه چا خبر کړې؟
ماته شاعر ښکاره شوې
زه دې د سترګو د ايلبند له کومې پېغلې کوچۍ
د خپل ارمان پګړۍ ته ګل وغواړم
زه مې د مينې د ښکلا قامت ته څه شي نه آينه جوړه کړم او ببر سري ورته
لار د مينتوب وښوده...
٣
باد مې د عشق په غنم لور راغى
لکه لوګر مې د زړه للمو نه سترۍ، سترۍ سلام رېبي
او سره غرمه کې زما د روح د شنه توت سيوري ته د باد لوګر
کيسو ستړى کړ
چې د شنه باغ شهزاده
د تورو غرونو ملنګ
ها لېونى ګل خپل زلمى زړګى کوچى کړ
چې د مينې له بادونو سره کډه وکړي
او د شپېلۍ کوډګر او مست غږ يې بيا
د ښاپېرۍ پر تور وربل وناڅي
څوک له خپل شنه تخته راپاڅي لالهانده شي کوچى شي
او ګودر وويني
څو شنه وياله کې د خپل حسن انځور وپېژني
تر څو په مينه پوه شي
څو يې چې مينه کړي د تورو غرونو جېل کې بندي
او څو د ګل له شنې اروا سره شي غاړه غړۍ
شپېلۍ پر شونډو يو کوچي د باران لار وهله
او ملايکو د اسمان پر دروازو وليکل:
(( د ګل مين زړګى پردېس شو د اسمان کلي ته))
باد مې د اوښکو چم ته بيا راغلى
زما پر ستومانه بڼو کاڼي تړي
باد شو د مينې د سلام د شنو مرغيو ښکاري
باد د خوب باغ کې راته دام د کيسو بيا ايښى دى.
٤
وخت د پېړيو غمي وپېيل د غرونو هار کې
او د زلمي کوچې کوډګرې شپېلۍ
د ښاپېرۍ د شنې اروا په غوټۍ
په څومره مسته مينه
د لېونتوب شنې پرخې پڼ ولې
او ښاپېرۍ يې لالهاند کړه کوچۍ شوه پر ګودر پېښه شوه
يوه مينه کوچۍ
لکه ګل څانګه کې شبنم او لکه اوښکه ښکلې
لکه پر شنه ځنګله خوره وره د ورېځو لړۍ
لکه د غره هسکه دره کې ړنګه بنګه د باران ګردله
کوچۍ دنيا ته راغله
خو د ګل زړه بېرته راونه ګرځېد
هو د زلمي کوچي خبر رانه غى
لکه د ورېځو له خاطر څخه هېر شوى د باران څاڅکى
لکه تاريخ څخه په جبر ويستل شوى اتل
لکه سرحد د نادري اور د سيخونو او پښتون سيدال د سترګو ترمنځ
لکه ميوند کې د ملالې د لنډۍ انګازې
لکه زما مينې نه وتلى جنون
لکه ستا سترګو څخه تللى غرور
کوچۍ دنيا ته راغله
خو ګل هماغسې بې زړه پاتې شو.
باد شو لېمو کې د کيسو انځورګر
بيامې د خوب او ويښتابه پر پوله ناست دى لکه ستړى ماښام
زما د مستې بېخودۍ لار کې يې ايښى نظر
څو مې له عقل څخه لرې د عشق کلي نه سلام غلا کړي
او ښايي باد دى چې په خوب کې مې اروا سره
د عرش مېلمه شو.
٥
او زما د خوب د پاڼو سترګې لا کوچۍ پېژنې
ها د شپېليو د کوډګرو سندريزو ميو مست ساقي
هغه اروا د کبرګل هغه د عشق د بېخوديو پاچا
ها پر ښکلا د سپين باور د آينو سوداګر
ها له مجاز نه حقيقت پورې د تږيو کاروانونو څاروان
ها د سهار پر اوږو ناست هغه د ورځې دليل
ها د ايمان په کروندو کې د شنې مينې بزګر
ها د سپرلي عيسى چې زما د خوب صليب
يې پر اوږو بار دى
ها د شاعر د سترګو شپو کې تر معراجه تللى
ها را بېل شوى له اسمانه چې په خداى مين شو
ها له خپل آر نه د بېلتون له چيغو جوړ انځور
د ښاپېرۍ د مينې لاس نه دخداى مينې يووړ
او د جنت مېلمه نه ځان هېر شو
چې څنګه پاڼې پاڼې ژاړي د اسمان لارو ته
چې يې ښکالو ته لا د غره په کاڼو سيورى کوي.
ماته د خوب شهزادګۍ غېږ پرانيستې
زه يې سينه باندې د غره د وږمو مينه کوم
دا راته سترګو کې کيسې د ښاپېريو کوي:
٦
د ښاپېريو له ټبر نه يوه پېغله کوچۍ
چې يې ورک کړى د خپل عشق د اوږد مزله ملګرى
لکه د ورېځو د کوڅو بوړبوکې
لکه د ګډو ستړي فصل کې
له خپلې خېلخانې نه پاتې شوې لالهانده زاڼه
راغله د غرونو د کوڅو ليلا شوه
وخت د پېړيو له باران نه لپې ډکې کړلې
پر ګل د ډېرو کوچانيو کميسونو د لمنو سيوري ورپېدل
ګل يو ځل نه څو ځلې هسک شو پر کمڅو د پېغلو ونڅېده
خو نه ګلونه ښاپېرۍ پېژنده
نه ښاپېرۍ ګلونه وپېژندل
لکه ړانده غاټول نه ورک د پسرليو موسم
لکه له تږي چنار هېره د ګودر غاړه
لکه شېبه د بېلتانه کې مروره سلګۍ
لکه بېديا کې له چينې نه سيند ته پټه لاره
لکه زموږ د هرې ورځې د سپېدو له شونډو ورکه موسکا
ورکه همداسې ورکه
خو ګل لا خپل غزل ساتلى د کوچۍ قامت ته
مينځي يې هره ورځ په سپينو اوښکو
او ښاپېرې لا په دې نه پوهېږي.
مانه د خوب پرښتې والوتلې
لا مې د سترګو د سپېرو مينو نغريو کې د خوب
د سبايي اورونه بل دي ما ترې کډه کړې
او زه په برندو د ګل سيورى وينم
چې لالهانده دى د خپلې مينې لارې څاري.
٧
او دا دى خپل يوازېتوب مې لاس نيولى ځم د غرو څوکو ته
هلته به ګل ته د کوچۍ د کوچ کيسې وکړم
زما دا اروا په ماته چيغه کې به ګل وويني
چې زړه يې څنګه د اسمان کوربه شو
چې ښاپېرۍ ورپسې څنګه لالهانده شوه،
کوچۍ شوه اوس پر غرونو ګرځي
څو چې د ښکلي ګل پر هرې لېونۍ پاڼې
زما د خوب يو تاج محل جوړ شي
زه به کوچۍ ته کبرګل وښيم
څو مې غزل شي د رښتيا هنداره
خوب مې ساقي شي د راز جام به د کوچۍ تږي خاطر ته ورکړي
څو يې اروا د باد په پټو کيسو وپوهېږي
زه به وصلت شم ښاپېرۍ او ګل به بېرته د جنت مېلمه کړم
هلته به عشقه ستا دربار ته په غرور درځم
هلته به مينې ستا د ښکلي چم شاعر شم
لېونى به شم څو مينه زده کړم
دا دى کوچۍ درغلم!
او دا دى واوره ګله!
آه خدايه! دا څه وينم
باد مې سلام غلا کړى
باد رانه ژبه د ګلونو وړې.(٤٠)
د ازادو منظومو هندسي جوړښت ټاکلى نه دى ځکه چې ټولې دا ډول منظومې يوه ټاکلې بڼه
نه لري. سره له دې چې ازادې منظومې سره څه ناڅه ورته بڼه لري، خو بيا هم د يوې او
بلې ترمنځ د مسرو د شمېر، د بندونو د څومره والي، د مسرو د اوږدوالي او لنډوالي له
پلوه توپيرونه موجود دي، نو ځکه لکه د غزل، لنډۍ ، څلوريزې او يا هم قطعې په شان د
ټولو لپاره يوه ټاکلې هندسي بڼه نه شته، البته کېدى شي هره ازاده منظومه په جدا او
بېله توګه ترسيم شي او د همغې لاسلرلې منظومې شکل انځور شي.
٤- بشپړ ازاد شعر: بشپړ ازاد نظم هغه دى، چې په هغه کې يوه ټاکلې موضوع انځورېږي، د
مسرو شمېر او اوږدوالى يې مقيد او ثابت نه دى. قافيه او رديف په کې مطرح نه دي،
البته کله يو نيم ځاى د خوند د زياتون لپاره راځي، خو وزن تراوسه پورې د ازاد شعر
په اساسي توکو کې راځي. لکه څنګه چې د ازاد شعر له نامه څخه ښکاري؛ د يوه ټاکلي او
ثابت شکل قيد نه زغمي؛ نو ځکه د ټولو ازادو شعرونو لپاره يو ټاکلى ثابت او کوټلى
هندسي شکل نه شته، چې د ټولو ازادو شعرونو رغښت دې افاده کړي. البته په ځانګړي ډول
د هر ازاد شعر د ځانګړي هندسي شکل د ترسيم امکان شته. يو ځل بيا يادونه کېږي، چې
ازاد شعر د څپو او د مسرو د شمېر او د مسرو د اوږدوالي او لنډوالي له مخې ازاد دى،
خو تراوسه لا د وزن له بند څخه، نه دى ازاد شوى او هم هماغه څپيز خجيز جوړښت، چې د
پښتو شاعرۍ پر نورو شعري فورمونو تطبيقېږي، پر پښتو ازاد شعر هم د تطبيق وړ دى.
دلته به د ازاد شعر څو بېلګې وړاندې شي:
د مور ليک ته!
ليک مې د مور نه دى زده
چاته بى ويلي وي
چاته بى زاري کړي
چې راشه زما ګران زوى ته
وليکه!
زه روغه يم ته څنګه يې!
ياد خو به دې وي!
چې يوه شنه پاڼه
زموږ د کور له ونې نه
په زوره چا شکولې وه
ژړل به دې
تاتۍ، تاتۍ دې ډېره وکړه
ويده شولې
نو ګرانه مينه ګيرکى مې
راوليکه!
زه روغه يم ته څنګه يې!(٤١)
هندسي جوړښت يې د مسرو د څومره والي، اوږدوالي او لنډوالي له مخې په دې ډول دى:
_________________________
_________________________
_________________________
_________________________
____________
_______________________________
________________
____________________
________________________
_______________________
____________
_______________________
____________
_______________________
____________
______________________
بله بېلګه:
ګيله
دا منم چې پرښته يې
د شنه سيوري په رڼا کې
لويه شوې ښايسته يې
مګره ګوره:
ما دې څانګو ته
لا لاس در وړى نه و
تا د سرو مڼو د غله په نوم رسوا کړم!!! (٤٢)
هندسي جوړښت يې دادى:
=a_______________________
_______________________
=a_______________________
_____________
________________
___________________
_____________________________
د ازاد شعر بېلګه:
کب
بېچاره کب!
هغه تور نه پېژنې
او نه بى وروسته له دې وپېژنې
ځکه چې هر ځلې يې تور وليده
بيا يې د سترګو کنګل
د اوبو مخ ونه ليد. (٤٣)
هندسي جوړښت يې په دې ډول دى:
__________
______________
_______________________
_______________________
__________________
__________________