په دې لاندي كرښو كي زه د خپل وسه سره سم د پښتو اجتماعي روحيات، پسيكولوژي او عقليت څه نه څه څرګندوم او هغه شيان چي د پښتو او پښتنوالي څلي ځني اوڅاريږي، تر څېړني لاندي نيسم:
ټولنپوهان يعني اجتماعيون او د اجتماع علما Sociologists وايي: ټولنه يا
اجتماع په موجوداتو كي يو خاص ناموس دى، چي هيڅ شى له دې څخه نسي وتلاى، يو
ژوندى جسم كه انسان وي، كه حيوان، كه كوچنى ذره بيني مكروب، دا ټوله له
خورا وړوكو كيمياوي ټوټو څخه جوړ سوي دي، او دا ټوټې له هغو بېخي كوچنوټو
ذراتو څخه مركبي دي، چي په پښتو يې كك او په عربي يې جوهر فرد او په
اروپايي ژبو يې atoms بولي، دا ككونه په طبيعت كي د ټولني خاصيت لري او دغه
خاصيت يو د بل سره نښتون د ژوندون حركت پكښي پيدا كوي. كوچني او لوى
ژوي(حيوانات) ټوله په دغه اجتماعي خاصيت د ژوندون مجموعې لري، چي د دوى
اجسام ځني تركيب سوي دي، لكه د ژونديو شيانو اجسام چي د ژوند له مجموعو څخه
جوړيږي، دغسي هم هر جسم او هر فرد له نورو سره نښت او يو ارتباط لري، په
خزندو او چنجيانو او لويو حيواناتو كي هم دا خاصيت سته، هغه حيوانات چي
نباتات خوري، بېلي ډلي لري او الوتونكي هم شخړ_شخړ الوزي، پيلان په زنګلو
كي تر 150 پوري يو ځاى په ټولنه كي ګرځي، دغسي هم نور هګان يعني وحشي
حيوانات لكه د افريقا بېزوګاني توكم_توكم دي او يوه نوعه بېزو چي
سيركوپيتيكوس cercopithicus نوميږي ډله_ډله د خپلو مشرانو تر ادارې لاندي
ژوندون كوي، مشر يې ګوماري يا يې ژغوري، ګوريلا او بابون تر دې لا ښه
اجتماعي ژوندون لري.
مګر انسان خو په يوه مصنوعي او عقلي اجتماع كي ژوندون كوي، او دا خپل
اجتماعي حيات هم تر يواځني ژوندون ښه ګڼي او اجتماعي نظامات او افعال يې پر
مقايسه او استدلال او استنتاج ولاړ دي. پرته له دې څخه د انسانانو ځيني
وحشي قبايل هم د ټولني روح لري، هره ټولۍ يې له څو كورنيو څخه جوړه سوې،
لكه د اسټراليا، جنوبي افريقا او سيلان ځيني ټولني.
د موجوداتو دغه حال ته چي څوك ځير سي، نو داسي ورته ښكاره كيږي، چي "ټولنى
ژوندون" د انسانانو دپاره طبيعي او حتمي دى او زړو پوهانو چي انسان مدني يې
بالطبع باله، هم مطلب دغه و، چي اجتماعي احساس يې پر طبيعت او خاوره ور
اخښلى سوى دى او د ده د ژوندون لوازم او اړتياوي هم په يوازيني ژوندون كي
نسي بشپړېدلاى، د خپل ژوندون دپاره اړ دى، چي د نورو كومك او مرسته ځانته
ومومياو د ټولني په سيوري كي ځان وژغوري
په حقيقت كي د انسان سعادت او كمال او نوري ټولي ښېګړي په اجتماعي ژوندون
كي حاصليږي او د ژوندون ټوله مزايا هم بېله اجتماع لاسته نه راځي، ولي چي
انسان د نورو په مرسته د ژوندون فوايد او منافع لاس ته راولي او د سعادت
ژوندون ته رسيږي او يو انسان يوازي او بېل ټوله ښېګړي نسي ميندلاى
پښتــــو او اجــــــتماع
پښتون ملت خو د تاريخي تحقيقاتو له پلوه هغه زاړه اّريانان دي، چي دا څو
زره كاله پرله پسې په دغه خپله ځمكه "پښتونخوا" كي پراته دي، په پښتنو كي
تر اوسه هغه د اّريانانو زاړه خواص او تاريخي مزايا ليدل كيږي، په اجتماعي
حالاتو كي، خو دا يوه منلې خبره ده چي كورنۍ د ټولني منشا ده او د اجتماعي
ژوندون زده كړه او وده هم لومړى په كورنۍ كي كيږي، اجتماعي عواطف او د
ټولني د ورورګلوۍ سپېڅلي احساسات، خو لومړى په كورنۍ كي زېږي .
نو كورنۍ د ټولني يوه كوچنۍ نمونه ده، ډېري كورنۍ بيا سره يو ځاى سي او يوه
ټولۍ ځني جوړه سي، ډېري ټولۍ چي سره ونښلي، نو يو اولس ځني روغ سي، ډېر
اولسونه نو ملت تشكيل كي، لكه پر جغرافي وېش چي هم له ډېرو كورنيو څخه يو
ښار او له ډېرو ښارو څخه يو ولايت او له ډېرو ولاياتو څخه بيا يو مملكت جوړ
سي .
دا خو يو طبيعي عام اجتماعي ناموس دى، چي د پښتنو ټولنى ژوندون هم پر دغه
پيلامه ټينګ دى، په پښتنو كي"كورنۍ" خاص اهميت درلود او ډېري كورنۍ چي
ځانته يې خصوصي عقلي او ادبي او اولسي امتيازات درلوده، دغه خپل وضعيت يې
پښت تر پښته ساتلى، كوم ځلمى كه د ننګيالو ټبر ته منسوب و، هغه به ضرور
ننګيالى راوتلى، تر كورنۍ وروسته (پښه) خپل كام (زى) نور مراتب وه، چي په
پاى كي نو ټوله په پښتون ګډېده او دا ټوله كورنۍ، ټبرونه، د پښتون ملت
اجتماعي شعبې وې، چي د اجتماع په علم كي "سلاليه ټولنه" ورته وايي او داسي
ټولني د خپلوۍ، تناسل په رابطه جوړيږي او د دوى وينه او پښت هم تقريباً يو
وي .
په سلاليه ټولنو كي دوه ډوله روابط سته، چي ځيني پر مندو سره وېشل كيږي او
ځيني پر پلرو، پښتانه خو هغه قبايل دي، چي پر پلرو سره وېشل سوي دي، او "ابوت"
پلارګلوي د دوى د وېش سټه وه، د پښتنو "اسماْ الرجال" به تاسي ته ښه ښكاره
سي، چي هره ټولنه بېل پلار لري، او دا پلرونه په پاى كي ټوله د پښتون په
لوى پلار ګډيږي او په دوى كي د پلار د قبيلوي وېش مسلسل عنعنات سته.
په زړو اّريانانو كي هم، لكه چي داسي وېشونه وه، وكتوګيكر
W. Geiger الماني محقق مستشرق ليكي چي پخوانو اّريانانو هم داسي قبايل
درلوده، چي سره خپل به وه .
په زړه اوستا ژبه كي ويس Vic او دغسي هم د هند په رګويدا زاړه كتاب كي دغه
كلمه د كورنۍ او ټبر او قبيلې په معنا راغلې ده، د ايران د داريوش د بېستون
په ليكو كي (لومړى ټوك 65 وينا) كي هم د ايران زړې لس قبيلې ذكر سوي دي .
د اوستا او رګويدا چي د اّريانانو زاړه كتابونه دي، د (ويس) كلمه كټ مټ د
پښتو اوسنۍ كلمه (ديس) ده، چي په هغه زړه معنا په پښتو كي ژوندۍ او فقط (د)
يې په (و) بدل سوى دى . دال او واو ډېر سره اوړي، مثلاً كندهار كي وايي
كښېښوول، ننګگرهار كي وايي كښېښودل، دوكتور ګوستاولوبون د زړو اّريانانو د
كورنۍ په بحث كي ليكي:
"چي پخوا د دوى د ژوندون او معاشرت اساس په كورنۍ ټينګ و، ټوله خلق خپلو
پلرو او نيكونو ته منسوب كېدل، بلكي دوى د خپلي كورنۍ پرستش كاوه او كوزده
او تولد او تناسل يې مذهبي مبارك دودونه ګڼل، نو له دې جهته چي د دوى پښت
پاته سي او ټبر يې ډېر سي، زوى پر دوى ډېر ګران او زېږېدل يې هم خوښي وه، د
زوى نه درلودل يې د كورنۍ وراني او د پلرو د نامه وركېدل ګڼل .
د هندي اّريانانو په زاړه كتاب رګويدا كي هغه خوښۍ ذكر سوي دي، چي پخوا
اّريانانو به له خپلي كورنۍ څخه اخيستې، د رګويدا دغه جملې دلالت كوي، چي
په دوى كي كورنۍ څومره قدر درلود:
"خــــداى تعالى د ژوندون واكمن دى
ما لك الملك دى، دې ښاغلي كورنــۍ
سړو ته وركوي، خدايه موږ ستا مربي يو،
بې اولاده بې ښېګړي مــــــو مه وژنې"
له دې لوړو تشريحاتو او تاريخي اسنادو تاسي ته ښكاره سوه، چي پخوا د پښتنو
اجتماعي ژوندون پر كورنۍ بنا و او دا اجتماعي دود تر اوسه هم پكښي ټينګ دى.
دا څلور زره كاله چي دوى په دې خپلو ګرانو ځمكو كي په خپلواكۍ اوسېدلي دي،
دا زبادوي، چي د دوى اجتماعي وحدت كلك او يو د بله د خطر پر وخت خورا متحد
او سره يو وه، د دې دپاره لازمه ده، چي موږ تاريخ ته وګورو، په لاندي
ويناوو كي به پر خپل ځاى موږ مفصل مثالونه د تاريخ له مخو څخه در وړاندي
كړو.
وحيات؛ يا د ټولـــني نفسيات
طبيعي پوهان انسانان د رنګ پر اقسامو وېشي مګر اجتماعي فلاسفه ملتونه د
روحياتو پر اصولو سره بېلوي. دوى وايي چي هر ملت ځانته بېل فكري او عقلي او
روحي مميزات لري لكه د دوى جسماني خواص چي ګوښي_ګوښي دي، دغسي هم د دوى
عقلي خصايص او روحي مميزات سره بېل وي، دا خواص د دوى قوميت او مليت جوړوي
او هغه علم چي له دغو روحياتو او مميزاتو څخه بحث كوي پسيكولوژي Psychology
يې بولي چي د افرادو جذبات او روحي كيفيات بېل او د ټولنو او مللو دا بېل
څرګندوي چي اخلاق او خصايص او ګوښي دودونه او ځانته مشاعر او احساسات چي هر
ملت يې بېل_بېل لري او هغه جذبات او ذهنيات او تصورات او اوهام او عقايد او
نفسي چي يو ملت له بله بېلوي، دغو ته د ملت "اجتماعي نفس" يا ملي روح وايي
د علم النفس او پسيكولوژۍ په اصطلاح خو "ټولنه" هغه بولي چي انفرادي مشاعر
او احساسات يې په يوه مقصد پكښي غونډ او د "فكري وحدت" تر اصولو لاندي وي .
د ملتو دغه روحيات او اجتماعي نفسيات دي چي د دوى ټوله ښېګړې پورې تړلي او
د هر ملت ثقافت او مدنيت هم له دغو څخه زېږي.
د هر ملت تاريخ د دوى د روحياتو ښكاره كوونكى او د نفسي خصايصو هنداره، هره
لوړتيا او برى او هر كښته توب او پرزېده چي يو اولس ته ورپېښيږي دغه د دوى
د روحياتو اغېزه او نتيجه ده. ګوستاولوبون وايي كه انسان ناببره يوه پردي
هيواد ته ولاړ سي لومړى شى چي دى يې هلته ويني د هغه قوم خپل خصوصي اخلاق
او روحيات او مشترك جنسي صفات دي چي په ټولو وګړو كي څرګنديږي او دا ښيي چي
هغه اولس ځانته يو بېل "روح" لري او اجتماعي نفس يې هم ګوښى دى .
د دې علمي خبري مثال د دنيا په ټولو ملتونو كي څرګند ليدل كيږي په ټوله
دنيا كي يهوديان كاغ، طماع، ګټه خوښوونكي او روپۍ ټولوونكي دي. كورګاني
توكمونه په تالا او يرغل او سخت ژوند ښه پوهيږي، كرنه او تجارت يې له لاسه
نه راځي. د انګليسانو په ملي روح كي متانت او كلكه اراده سته. امريكايان
عملي روح ډېر لري. هنديان روحاني ژوند او تصوف افكار غوره كوي، دغه "خصايص
بارزه" يا اخلاقي او عقلي نواميس چي د ملت اجتماعي نفس ځني جوړيږي حقيقتاً
د ملتونو د ارتقا يا لوېدو سبب ګرځي او خورا درنې_درنې اغېزې هم لري
د پښتـنو اجـــتماعي نفس او روحيات
لكه ټوله ملل چي ځانته خصايص او ملي روحيات لري دغسي پښتون هم يو بېل
اجتماعي نفس لري چي دغه نو پښتانه له نورو ملتونو څخه بېلوي او د دوى د
مليت تېږه پر مخصوصو اصولو باندې ايږدي د پښتون د ژوندون لاري، اداب،
دودونه او د تفكر ډول او د ادب اسلوب او د خيالاتو او جذباتو رنګ بالكل له
نورو مللو څخه بېل دى يو پښتون چي هر ځاى وي دغه خپل خصايص دى له نورو څخه
په پښتنواله بېلوي او د ده د پښتو روحي پلوشې هر ځاى ځلوي، پښتانه ځانته
بېل روحيات او ګوښي نفسيات او اجتماعي دودونه لري چي دغه ټوله موږ "پښتو او
پښتنواله" بولو د پښتو او پښتنوالي توكونه او اركان او نور لوازم او خصايص
موږ د مخه د طلوع افغان د 1315كال په ګڼه كي وروسته بيا د كابل په كالنيو
كي هم پښتنو ښاغلو ليكوالو شرح وركړې وه. زه دلته د پښتو او پښتنوالي اركان
او عناصر نه شمېرم او نه يې څېړم، غواړم د نفسياتو او تاريخ له پلوه يې
تحليل كړم.
اجتماعي علماوو او د بشر د لوړتيا د فلسفو پلټونكي روحياتو ته دومره ډېر
اهميت ږدي چي ګوستاولوبون ليكي:
"روزنه او نور ټول اړوونكي عوامل د انسان عقل او ادراك ته تغير وركولاى سي
اما روحيات يې نسي ور اړولاى او روحي خصايص نسي ځني بېلولاى هغه وخت موږ يو
ملت له خپله حاله اوښتى بولو چي د ده ملي روح هم پر بله خوا وګرځي او ملي
روحيات ځني ولاړ سي."
زموږ ملي روح يعني پښتو او پښتونواله خو هم پر دغه علمي اساس په پښتنو كي
خورا ټينګه ده. هغه عوامل او اسباب چي "ملي روح" په جوړيږي يعني د "پښتو او
پښتنوالي" په بنيه كي موثر دي دوه شيه ډېر مهم دي چي موږ يې د پوهانو د
اقوالو په استناد لاندي څرګندوو:
� وراثت
� محيط
اتـــــاريزم
جلال بك نوري، يو تورك اجتماعي پياوړى عالم وايي:
"دغه ملي روحيات او اخلاق او موروثه صفات او د نيكونو مزاج او طبيعت ډېر
ځله زامنو ته په وينه كي راځي اوس توركان داسي ډېر خويونه لري چي دوى له
نيكونو څخه اخيستي دي، د ملتونو د انقراض او انحطاط او لوړتيا او كښته والي
اسرار هم په اخلاقي توارث كي دي چي په فرنګي ژبه يې اتاريزم Atarism بولي"
.
دا ملي روحيات او خصوص صفات چي د هر ملت د ښايست ګېڼه يا وياړ(عيب) ګڼل
كيږي له پلرو او نيكونو څخه زامنو ته رانقليږي او ورو_ورو ټوله وروستني
پښتونه نيسي او سوكه_سوكه د ملت په ټول نفوس كي استقرار مومي.
د ملتونو صفات، لكه جسماني صفات ټينګ دي، او په وراثت سره پر يوه ډول تل له
يوه پښته بل پښت ته ځي، د پلرونو او نيكونو اّثار په روح كي د هر ملت دايم
او كلك پاتيږي.
د هر ملت تاريخ او ژوندون، خاصه نظامات، اّداب، فنون، فلسفه او د وطنيت
جذبات، ذكاْ، اخلاق او نور ملي خصوصيات د دوى له ملي پسيكولوژي، څخه زېږي
او دغه پسيكولوژي هم په وراثتي اصولو جوړيږي، زمانه او محيطونه كه د ملتو
روحيات او د ژوندون لاري اړوي، په دغو تطوراتو كي هم د ملي روحياتو اغېزه
څرګندوي، خپل ارثي نظامات او تقاليد ساتي او په اليشولو كي خورا سوكه وي په
دې ډول ارث د يوه ملت د روحياتو ټينګه سټه ګڼل كيږي .
په پښتو او پښتنواله كي ارث لوى عامل دى، ډېر د پښتنوالي عناصر او اركان
موږ ته په ارث له پلرونو څخه پاته سوى دى، د زرو_زرو كالو اخلاق او ملكات
اوس موږ په ځانو كي وينو. زاړه پښتانه، خو پر پښتو او پښتنواله ډېر ټينګ وه،
د دوى ډېر ښه_ښه او غوره راسخ ملكات او نور خويونه پښت پر پښت زامنو ته
رانقل سوي دي.
د مثال په ډول به زه دلته يوه تاريخي مطالعه تاسي ته وړاندي كم:
ډوكتور ګيګر الماني مشهور او معروف شرق شناس د زړو اّريانانو پر اخلاقو
داسي تبصره ليكي:
"دوى ته دا ښكاره وه، چي موږ له يوه ملته يو، نژادي او پښتي روابطو دوى په
خپلو نيكو او پلرونو پوري نښلول، دوى خپله ژبه، دودونه او پښت مشترك سره
باله، نو يې خپل ځان (اّرين) بللى، چي معنى يې نجيب او شريف او اصيل ده،
دوى هر ښه خوى او د خوښولو اخلاق د ځان مخصوص ارث ګاڼه او ځانونه يې لوړ
بلل، پردو ته يې په سپكه سترګه كاته" .
دې مستشرق په دې لوړو كلماتو كي كټ مټ د پښتنو سجيه ښكاره كړې ده، ملي غرور
او د پښتنوالي ښاغلتوب او په دغو صفاتو كي وياړل د پښتو او پښتنوالي ركن
دى.
اوس چي ځيني خارجي محققين راځي او د پښتنو د خويونو او روحياتو كتنه او
پلټنه كوي، ټوله په پښتنو كي دا خاصيتونه ويني، يو ايرانى مدقق ليكوال او
نقاد په دې باره كي داسي ليكي:
"هر فرد افغاني اول خودش و بعد قوم افغان را برګزيدهْ خدا ميداند، و هيچكس
را در روى زمين، برابر افغاني نمي پندارد، كه اعتدال اين فضيلت را نګارنده
براى ملت ايران ارزو ميكند، وقتي يك فرد افغاني طايفه و قوم خود را براى
نګارنده ميشمرد، بياد سخن (داريوش كبير) افتادم، كه با چه لهجه پر از
مباهات نژاد خودش را مينويسد . . . پارسي فرزند پارسي_ايراني فرزند ايراني"
په دې ډول، لكه ملي غرور چي له خورا زړې زمانې څخه پښتنو ته له نيكونو څخه
ميراث پاته دى، او خارجي پوهان يې هم مني، دغسي نور ټوله د پښتنوالي عناصر
په ارث راغلي، او د زړو پښتنو روح دى، چي اوس ځليږي، ملا عبدالباقي افغان
څه ښه ويلي دي:
بل توكـــــــــم كه د كافر مدح كوي له هر قسمه
نه پوهيږي، كل فرنګ دي د افغان تر سپي سي ځار
محيـــــــــط
بل مهم عامل چي پښتو او پښتنواله يې كلكه كړې ده، چاپېر يعني محيط دى، محيط
پرټولو موجوداتو او مخصوصاً پر روحياتو او د ملتو پر راسخو ملكاتو درنې
اغېزې كوي، اخلاق، دودونه، جذبات، نفسيات او نور ټوله د انسان مادي او
معنوي خواص او مزايا د محيط په اختلاف تغير خوري، هغه اّريانان چي له
پښتونخوا، يعني هندوكش، باختر او اّرياكوسيا څخه ولاړه، د هند تودو مځكو ته
ور شېوه سوه، هلته د دوى ټوله خواص هم وګگگرځېده هغه چي په دغو غرو كي هلته
پاته سوه، خصايص يې بېل دي او هغه اّريانان چي ايران ته ولاړه بېل راسخ
ملكات او روحيات يې په خپلو نوو مېنو او هيوادو كي كسب كړه، هنديان،
پښتانه، ايرانيان د اروپا ډېر ملل، لكه جرمنى، انګليس، فرانس، ټوله
اّريانان ګڼل كيږي، مګر هر ملت پخپل هيواد او مځكه كي ځانته عقلي او روحي
او بدني تطور وكړ. اوس چي موږ ورته ګورو له ورايه ښكاريږي، چي دا پښتون دى،
هغه هندي، هغه فرانسوى دى، او هغه بل جرمنى دى.
دا ټوله د چاپېر مخصوص اثرونه دي، چي دا ملل يې سره بېل كړي دي. د مثال په
ډول وايو د غرو او رغو د خلكو روحيات كلك او اخلاق يې متين او له رخاوته تش
وي، د پښتنو د ژوندون چاپېر او جغرافي محيط او د هستوګي مځكي خو غرنۍ وي،
نو ځكه د پښتنوالي په عناصرو كي هم داسي شيان ګډ دي، چي د دې ځايو د مېشتو
وګړو سره ښايي د پښتنو جغرافي موقعيت خو په پخوانيو پېړيو كي هم داسي و، چي
دوى به له خپله ځانه دفاع كوله، او د خپلو غرونو استقلال به يې ساته.
دې محيط چي ژوندون يې په دې ډول و، په پښتنو كي دفاعي روحيات او جنګي اخلاق
او ملكات داسي قوي كړه، چي"توريالى توب" د پښتنوالي مهم عنصر و، په نورو
څېړنو كي به تاسي ته د محيط د اغېزو نخښي په ښه ډول در څرګندي كړه سي.
د پښــتــنو عقلـيت او اخـــلاق
ډوكتور ګوستاولوبون پسيكولوژي پر دوه برخو وېشي:
1. عقليت.
2. اخلاق.
لاندي پر بېلو_بېلو خواوو باندي بېل_بېل بحث كوم، مګر لومړى دا څرګندوم، چي
كوم عوامل پر عقليت او اخلاقو باندي اغېزه كولاى سي؟
د ملتو پر عقليت او اخلاقو دوه شيه اغېزه كوي:
1. فطرت.
2. محيط.
دا دوه شيه په ګډه يوه ګډه اغېزه لري او كه يو د بله سره بېل سي، نو هغسي
اغېزه به يې نه وي، هيګل د المان مشهور فيلسوف او اجتماعي عالم(1770 �
1831ع) وايي، چي پر يوناني ثقافت او عقليت؛ طبيعت اثر نه درلود، ولي نور
ملل د دوى په طبيعي محيط كي ولوېده، نو يې د يونان په راز عقليت او ثقافت
مينده نه كړ، مګر نور اجتماعي علما دې خبري ته ټينګ دي، چي اجتماعي او
طبيعي محيطونه دواړه د ملتونو عقليت او اخلاق تر اغېزي لاندي راولي، لومړى
به د پښتنو پر عقليت او اخلاقو د دې دوو اثر ښكاره كو:
طـــبيعي محــــيط
طبيعي محيط د مځكي او د هستوګي د ځاى جغرافي وضعيت دى. اوبه، هوا، غرونه،
ډاګونه، رغونه ټوله بېل_بېل اثرونه لري، پښتانه خو د خپلو مځكو (پښتونخوا)
په شنو غرونو او سرسبزو ډاګونو كي هستېدل د هلمند، ارغنداو، ترنك، ګومل،
كابل او كونړ اّباسين پر شنو او زرغونو غاړو مېشت وه، يا په داسي غرونو كي
يې هستوګه وه، چي په ژمي په واوره اوپه دوبي په وښو او ځنګلونو پټ وه، دغه
خلك به د ژمي له سړو څخه تښتېدل ناچاره وه، چي تودو خواوو ته ولاړ سي،
پښتنو داسي اقوام "پوونده" بلله او پوونده د سړو غرونو او واورينو مځكو
وګړي وه، چي په ژمي به تودو خواوو ته په ټولنه تلل، دې عامل پښتانه سره ګډ
كړل، او د دوى روحيات او عقليت او اخلاق هم سره نژدې سوه، د ژبي بنيه يې هم
ټينګه سوه.
دې د حركت روح په پښتنو كي د ډېر يون توان او د سفر د زحمتونو ګلول مينده
كړل، پر غرونو، پر دښتونو، پر ځنګلو په زيار او ډېر مشقت تېرېدل او هر څه
موانع به چي وه، له مخه يې ليري كول.
دغه د حركت روح و، چي د پښتنو اخلاقي بنيه يې داسي قوي كړه، چي وروسته د
غزنوي او غوري او هوتكو فاتحينو او اعليحضرت احمدشاه بابا په فتوحاتو كي
دوى په وارو_وارو شاوخوا ممالك د مېړو په څير فتح كړل او هيڅ راز موانع يې
حايل نسول.
د پښتنو طبيعي چاپېر د لمر په رڼو وړانګو ښكلى او په صافه هوا ډك و، دوى په
داسي پاكو مځكو او غرونو او رغونو كي مېشت وه چي هلته بېله طبيعي دلچسپو
مناظرو بل څه نه وه، روغتيا، طبيعي نشاط د قدرت د سپېڅلي ښايست ننداره دوى
ته هر كله ميسره وه، نو د دوى عقل او اخلاق هم سپېڅلي وروزل سوه.
اجـــــــتماعي محيط
د پښتنو اجتماعي محيط، لكه د مخه چي مو هم وويل ډېر ټينګ مبادي او ځانته
مخصوصي ښېګړي درلودې، د دې اجتماعي او طبيعي محيط اّثارو، چي په دوى كي
ځيني ملي دودونه پيدا سوه، پښتانه په ژوندون كي د متقابل احترام ډېر پر خوا
دي، د يوه كام يا كهول يو سړى به د بل كلي يا بل كام خواته ولاړ، ژمى،
واروه اوره، په كلي يا قبيله كي د مدنيت په ډول دكان او د غذا او خوړو يا د
هستوګي ځاى هم نه و، نو دې كيفيت پښتانه ناچاره كړه، چي د مېلمنو دپاره
دېرې جوړي كي او په هر كلي كي د نورو قبيلو يا كهولو د مېلمنو د راحت دپاره
دېرې او كوټې دي، ولي كه سبا د دې كلي سړى ها بل كلي يا كهول ته ولاړ، نو
بې هوري احترام هم كيږي، دې روح په اوږدو زمانو كي د مېلمانه احترام او
روزنه داسي د پښتنو په عقليت او اخلاقو كي دننه كړه چي په پاى كي به په كلي
كي تر هغو چا د ماښام ډوډۍ نه خوړه، څو مېلمه نه وي ورغلى، دغسي هم لكه چي
د مخه وويل سوه، كورني روابط خورا ټينګ وه، نو د يوې كورنۍ يا د يوه كلي يا
قبيلې چي به يو سړى لېږدېدى، يا به بې وزلي كېدى، دې كيفيت خو د هغې كورنۍ
يا كلي اجتماعي عزت او درناوى ور وراناوه، نو د پښتنو"بسپنه" يوه اجتماعي
موْسسه چي په نوې ژبه يې "اعانه" بولي، ملي دود سو. دغسي هم د پښتنو مځكي
"پښتونخوا" په داسي ځاى كي وې، چي د دنيا فاتحين ټوله پر دې خوا راتله،
سكندر، مسلمانان، چنګېز، تېمور، بابر، نادرافشار ټوله په دغو مگځكو كي تېر
سوه، نو پښتانه خو هم مجبور وه، چي له ځانه دفاع وكړي او خپله اّزادي خوندي
كي، د دې لپاره جنګي اخلاق په دوى كي قوي او "شجاعت" د دوى د روحياتو او
اخلاقو ټينګ ټوك سو، د ميرڅمنو په مقابل كي تل يو د بله وعده او وفا يې
لازمه ده، دې خوى په پښتنو كي داسي اهميت وموند، چي پر وعده او وفا ځانونه
بايلي. اوس چي موږ لږ څه د محيطو اثر پر عملياتو او اخلاقو ښكاره كى نو به
لږ څه د دې شيانو اهميت هم څرګند كو، ګوستاولوبون وايي: "عقلي مزاج او فكري
ساختمان هم په اولس كي متفاوت دي، عقلي خصايص او فكري ساختمان د هر ملت د
تمدن او حيات عناصر ګاڼه سي، په عقلي خصايصو ملتونه يو له بله سره بېليږي
او لكه بدني خصايص عقلي خصايص هم په سوالي نه اړول كيږي، هم دغسي دي. اخلاق
چي د مليت ساتنه د او د ملتو عظمت او لوړتيا ټوله په دغو اړه لري، په
ژوندون كي اخلاق دي، چي د انګليس كوچنى ملت يې پر ډېرو انسانانو حاكم كړى
دى." رښتيا هم دا ده، چي د پښتنو خپل پښتنوالي روحيات او اخلاق وه، چي دوى
يې لوړ كړي او د دوى ثقافت او بري يې خپور كړى و، زه به په لاندي ابحاثو كي
په تاريخي او علمي دلايلو د لوړو ويناوو براهين وړاندي كم او د تېرو بحثو
توضېح به وكم.