دَ شوق ړومبی کتاب ـ ـ ـ ـ شلېدلی امېل ـ ـ ـ ـ يو نظر، يوه جائزه
په فني توګه دا دَ اوو وړو لوئيو مصرعو اّزاد نظم دراصل په اوو اتهه سېلابيزه
برابرو مصرعو باندې مشتمل معرى نظم دی �
۳ ـ ـ ژوندی مړی
سړی مړ دی دَ دننه
تش وجود دی چې ښورېږي
دَ هوا په رُخ هر كله
لكه مړی په تابوت كې
په اوږو باندې خواخُوږي
راولي خپل اديرې ته
له پرېدي لري ولاته
( شلېدلی امېل .. مخ _ 76 )
دا يو كيفيتي نظم دی او په دې نظم كې افضل شوق دَ يو داسې حالت انځورګري كوي چې هغه
دَ نني انسان دَ بې حسۍ په لور اشاره كوي � شوق داسې محسوسوي چې دا ژوندي انسانان
دراصل هغه لاشونه دي چې تابوتونه يې خپلوان اديرو ته وړي � دَ شاعر اشاره دَ هغه
عهد په لور ده چې امريت په كې په انساني جمهوري روئيو باندي په زور زياتۍ داسې مسلط
شوی وو� چې انسان په معاشرتي ژوند كې هم دَ معاشرې نه بېل شوی وو� هسې خلګو ساه
اغيستلې او ژوند سره دَ بې زبانه ځناورو او څارو په رنګه رشتې ساتلې � نو ځكه خو دَ
شاعر لهجه دلته په دې نظم كې دَ عزت ساتلو تر حده علامتي ده � خو دَ نن قاري ورنه
دَ خپل خوښې معنې اخذ كولې شي � "دَ هوا په رُخ تابوت وړلو" اشاره هغه انسانانو ته
شوي ده چې ابن الوقت ورته په اُردو كې وئيلی شي .. او دا هغه خلګ وو چې دَ خپل مفاد
په خاطر يې دَ اّمريت ملا نوره نوره ټينګوله � هم په دې خو دَ بې حسيت دور دوره وه
�
دا پورتنی دَ اوو وړو لوئيو مصرعو نظم هم اتهه سېلابيزه معرى نظم دی چې رواني په كې
دَ موسيقيت تر حده خپل تاثير پرېږدي او لوستونكی ترې نه په يوه ساه تېرېدلی شي � دا
وړوكی نظم دَ لفظي تراكيبو له لحاظه افسانوي جوړښت لري � يعني ټولې مصرعې يې په
ساده مجلسي انداز كې ليكلي دي خو بيا هم دا نظم په يوه لوئيه نثري فقره كې ځكه نشي
راغونډېدلی .. چې دلته دَ شعريت ساتلو پورا او په ډېر هنر اهتمام شوی دی � او داسې
ښكاري لكه دا چې يو بې قافيو پابند نظم وي �
۴ ـ ـ شېبو كې دَ هجر
غواړم
چې ستا دَ ويده عكس په تندي
دَ خپل نامه او لګومه ټيكه
خو ...،
چې نرۍ څُوكه درړم دَ قلم
ستا غنم رنګ نقشونه تت شي دوني
چې دَ يو شنه وړوكي خال په ګمان
ستا په څېره باندې اشعار اوليكم
( شلېدلی امېل .. مخ _ 79 )
ښاغلی افضل شوق ، شايد چې په ارادي يا غېر شعوري توګه داسې موضوعات دَ نظم په وجود
كې ځايوي چې تر اوسه دغه موضوعات لا پېژندلي شوي نه دي � دَ ده اكثره موضوعات ډېر
نوي دي .. په دې لحاظ داسې موضوعات مخې ته راوړل دَ هغه كوشش په پښتو جديده شاعرۍ
كې دَ نووْ نووْ موضوعاتو راوړل دي � چې يقيناً دَ ستائينې وړ خبره ده � پورته نظم
كې هم افضل شوق دَ يو تخيل پرست شاعر په شكل كې يو داسې تصور دَ قاري مخې ته كوي چې
قاري هم ورته په داد وركولو مجبور وي � دلته دا نظم شاعر بېخي دَ خپل خيالي محبوب
په خيالي تصوير داسې دَ خوند او مزې په انداز كې ليكلی دی چې دَ لوستونكي ورسره
همدردۍ هم شي .. او بې اختياره دَ نظم په تاثر او كېفيت ورته شاباشی هم اووائي �
هغه دَ خپلې شاعرۍ په هر پړاوْ داسې ښكاري لكه دَ يو خيالي جانان دَ يو خيالي تصوير
سره راروان دی � دغه تصوير هغه په خپله نامه كول غواړي .. دَ هغه په تندي خپل خال
لګول غواړي .. خو كله چې هغه دا هڅه كوي ..نو حالات دَ هغه دَ محبوب خيالي تصوير هم
هغه ته پاتې نه كړي � او داسې په دغه خيالي تصوير دَ شعرونو دَ ليكلو يو نوی سفر په
ډېر ليونتوب شروع كړي � دَ دې نظم تهيم هم دومره نوی او دَ خوند دی چې په دې كې دَ
لفظونو تسلسل او دَ جذبې صداقت يو ډېر اّفاقيت پيدا كړی دی �
په تكنيكي لحاظ دا اتهه مصريزه نظم چې په اّزاده پېرائيه كې ليكلی شوی دی .. دراصل
په شپږو يولس سېلابيزه برابرو مصرعو داسې اړه لري _،
غواړم چې ستا دَ ويده عكس په تندي
دَ خپل نامه او لګومه ټيكه
خو چې نرۍ څُوكه در وړم دَ قلم
ستا غنم رنګ نقشونه تت شي دوني
چې دَ يو شنه وړوكي خال په ګمان
ستا په څېره باندې اشعار اوليكم
۵ ـ ـ سل څېرې
ستا په كاڼو به غمازه
زما دَ زړه وړه اينداره
كړچې كړچې شي منمه
خو دا ياد لره ناپوهه
كه مات شوی هر توكری
وَ ايندرې ته مونېږي
نو كوربه مې دَ زړګي هم
سل څېرې شي زېږولی
( شلېدلی امېل .. مخ _ 79 )
سل څېرې ... نومې نظم كې هم ښاغلي افضل شوق چې يوه ساده ، اّسانه او معمولي خبره په
غېر معمولي انداز كې كوي نو هغه دلته دَ كتو ده � هغه په دې نظم كې وَ يو رقيب يو
غماز ته څومره په خوند دا خبره كوي .. چې كه دا ستا په كاڼو كه ځما دَ زړه اّئينه
ماته شي .. نو ستا څه خيال دی .. ؟ په دې كې به زما دَ محبوب څېرې ته څه تاوان
وركړې؟ نا بالكل نه .. بلكه دَ دغه ماتې اّئينې هره ماته زره به سل نوري څېرې پيدا
كړي � شاعر په دې نظم كې دَ نازك خيالۍ ، دَ روانۍ او سادګۍ په انتها ليدلی شي � او
په كوم اختصار چې دَ ښائسته لفظونو او مناسبو علامتي اشارو په وسيله يو خيال ، په
كوم فكر او انداز كې تر اختتامه رسوي .. نو هغه قاري دَ ځان سره لاس نيولی بيائي ..
او په كوم خوند او هنر چې دغه خيال دَ قاري ذهن ته رسوي .. نو هلته قاري په خپل
خيال هم دَ هاغه " هندارې" زرې زرې وجود ته ځير شي � چې په كې دَ شاعر دَ محبوب
ځلېږي � په پښتو او اُردو شاعرۍ كې دَ اّئينې او ماتې اّئينې تراكيب پېژندل شوي او
راوړل شوي دي .. خو ښاغلي افضل شوق په خپل انداز دغه تركيب په كوم نوي او دَ كېفيت
نه ډك انداز كې استعمال كړی دی نو هغه واقعي چې دَ محسوسېدو دی .. او دَ احساس او
جذبې نه داسې ډكه شاعري ، نېغ په نېغه دَ انسان په زړه كې ځای جوړوي او ويدې جذبې
يې را ويښوي � او كه اوكتلی شي نو دَ شوق په شاعرۍ كې دَ سلو شمېره په وړمبي ځل په
دې وړوكي نظم كې ليدلی شي � او دغه دَ اّئينې سل ټوټې هغه مخ كې دَ سلو يار هم
مشهوره كوي �
دا دَ اتهو اّزادو مصرعو نظم كه څه هم په اتهه سېلابيزو برابرو برابرو مصرعو باندې
مشتمل دی .. خو مونږ يې په څلورو شپاړس سېلابيزه مصرعو كې داسې هم ليكلی شو �
ستا په كاڼو به غمازه زما دَ زړه وړه اينداره
كړچې كړچې شي منمه ، خو دا ياد لره ناپوهه
كه مات شوی هر توكری وَ ايندرې ته مونېږي
نو كوربه مې دَ زړګي هم سل څېرې شي زېږولی
۶ ـ ـ تسليمې جذبې
اوس به لا ما بېرغ په لاس
په غال غال
دَ پښتنې ميني په نوم اخيسته
ستا دَ زړه مځكه په خپل واك كې ګله
چې مړامو سترګو دې دَ ما له مخه
په خوبولو
او په مړو مړو كتو
زما دَ زړګي ټولې غښتلې جذبې
دَ بې همته عسكرانو غوندې
يوه يوه ځانته تسليمه كړله
( شلېدلی امېل .. مخ _ 80 )
دَ دې نظم لوستلو پس داسې دَ بنده په ذهن كې راځي چې دَ اّمريت په دور كې دَ شاعر
افضل شوق په قلم ليكلی شوی دا نظم هم دَ هغه دور تر اثر دلا ندې يو ښه روماني فكر
لا هم په ښائسته رنګ كې سر ته رسوي � او قاري ته دَ خپلي ميني قيصه دَ هغه اّمرانه
دور په حواله څپړي � دا دَ يو زمانه شناس او ژورنظره شاعر خاصه كېدلی شي او په دې
اړه شوق ځان دَ خپل عهد عكاس څرګندوي .. او په خپل دې نظم كې وائي ، چې هغه څنګه دَ
خپلي فتح بېرغ دَ سترګو دَ جنګ پس دَ يار په زړه كې ښخولو هڅه اوكړه .. او دَ يار
په زړه يې قبضه كولو كوشش اوكړو ، نو دَ هغه دَ محبوب مړامو سترګو په خوبولي انداز
دَ هغه په عسكري جذبو داسې ګوزارونه اوكړو، چې دَ مات شوْ عسكرانو په رنګه يې دَ
هغه دَ خلوص او جذبو ټول عسكري قوت خپل ځان ته تسليم كړو � او هغه يې مرئيی كړو�
شاعر په دې نظم كې دَ يو داسې ميدان جنګ نقشه په اختصار كې وړاندي كړې ده چې دَ مرګ
ژوبلي او وسلې په ځای په كې جذبې، خلوص ، دَ سترګو خُماراو پښتني مينه په كار راوړل
شوي ده � او دَ خوند او مزې خبره لا دا هم ده .. چې دلته په دې ميدان جنګ كې دَ دوو
دُښمنې قوتونو په ځای په كې دوه زړونه يو بل ته سره مخامخ شوي دي � دا تمثيلي نظم
هيڅ قسم ابهام نه لري او هره خبره او اشاره واضحه ده .. خو بيا هم ورته معمولي نظم
ځكه نه شو وئيلی چې په دې نظم كې دَ ځان نفي كولو په وخت شاعر دَ خپل شكست ترانه چې
په څنګه فخر وائي .. دغسې مثالونه په پښتو شاعرۍ كې بيا كله هم مخي ته نه دي راغلي
� ځكه خو دا رنګ او خوند افضل شوق په شاعرۍ كې نه يواځې منفرد كوي .. بلكه ميدان
ګټلو ته يې جوګه كوي هم ـ
دا پورته نظم چې داسې خو په لسو وړو لوئيو اّزادو مصرعو باندي مشتمل نظم ښكاري ..
خو دا نظم اّزاد نه بلكه دَ ډېرو پابنديانو سره ليكلی شوی دی او ورته معرى نظم
وئيلی شو � ولې چې دا نظم دراصل په اتهو برابرو يولس سېلابېزو مصرعو باندي داسې اړه
لري �
اوس به لا ما بېرغ په لاس، په غال غال
دَ پښتنې ميني په نوم اخيسته
ستا دَ زړه مځكه په خپل واك كې ګله
چې مړامو سترګو دې دَ ما له مخه
په خوبولو او په مړو مړو كتو
زما دَ زړګي ټولې غښتلې جذبې
دَ بې همته عسكرانو غوندې
يوه يوه ځانته تسليمه كړله
۷ ـ ـ كور كور يو مزار
لا تر څو چې
دَ نكريزو په ارمان كې
دَ پښتو ناوې
په اور سېځي لاسونه
نو تر هغه به
كور كور دَ پښتانه هم
لا په سيورو كې
دَ سرو شنو بېرغونو
ښكاره كېږي يو مزار
وَ نور عالم ته
( شلېدلی امېل .. مخ _ 81 )
په دې پورته نقل شوي نظم كې .. يو ځل بيا دَ هاغه الميې ژړا ده.. چې پښتون قام دَ
خپلې صحيح پېژندګلو او شناخت نه محرومه دی � په پښتنو كې دَ ازلي بې اتفاقۍ يو داسې
تصوير يې مونږ ته راكړی دی .. چې دَ فكر وړ دی � پښتانه چې چرته هم .. په يو دور كې
هم دَ يو بېرغ لاندې رانغلل .. په پارټو ، پرو او جمبو كې داسې تقسيم دي چې دَ هغوئ
ملي وحدت ته يې سخت تاوان رسولی دی � دلته په هر كور .. يو نوي بېرغ ته ښاغلی افضل
شوق په څومره طنز كې دغه كور ته دَ يو مزار .. يا دَ قبر نوم وركوي .. او دا صحيح
هم ده چې جهنډې او بېرغونه خو په مزارونو لګولی شي � او كور خو دَ ژوند علامت وي ..
دَ اجتماعي ژوند او دَ انسانانو تر مينځه دَ جذبو او دَ رشتو په بنياد جوړه شوی يوه
مشتركه او مقدسه اداره وي � چرته چې دَ انسان تربيت كېږي � خو دَ پښتنو په كورونو
دَ بېلو بېلو سياسي ډلو دَ بېرغونو لګېدل يې دَ پښتنو دَ كمزورۍ او بې اتفاقۍ يوه
حواله ګڼلي ده � او په څومره غم او تكليف يې هر كور يو مزار ګڼلی دی �
په فني لحاظ دا يولس مصرعيزه نظم دراصل په پنځو يولس سېلابيزه برابرو برابرو مصرعو
باندې مشتمل داسې معرى نظم دی �
لا تر څو چې دَ نكريزو په ارمان كې
دَ پښتو ناوې په اور سېځي لاسونه
نو تر هغه به كور كور دَ پښتانه هم
لا په سيورو كې دَ سرو شنو بېرغونو
ښكاره كېږي يو مزار وَ نور عالم ته
۸ ـ ـ بې حسه دېوال
لارې لنډېږي
ورځ په ورځ لګيا دي
دَ شنه اّسمان
او سپېرې مځكې تر منځ
خو فاصلې
پرتې هغسې دي لا
دَ زړو تر ميانه
دَ غوښينو خلګو
چې ښكاري هر يو
په خپل ځای باندې ښخ
لكه
دَ خټو جوړ بې حسه دېوال
( شلېدلی امېل .. مخ _ 82 )
لكه څه رنګه چې دَ نظم دَ عنوان ظاهرېږي .. هم دغه رنګه دَ بې حسۍ انځورګري په كې
شوي ده � نن سبا داسې خبري عامې كېږي � چې فاصلې دَ انسانانو تر منځه كمېږي او
انسان انسان ته نيزدې كېږي � خو افضل شوق دا خبري نن نه هم څه شل يا پنځويښت كاله
اّګاهو په يو داسې طنزيه انداز كې نظم كړي دي .. چې هغه اوس هم نوي خبري ښكاري �
يعنې هغه وخت په نړۍ كې داسې توره شپه هم نه وه او نه انسان دومره دَ يو بل نه
بېزاره وو لكه نن چې دی � خو بيا دا دَ شوق دَ زمانه شناسۍ يو لوی ثبوت دی چې ده
هغه وخت هم دَ خپل سوچ او فكر له لاري دغه انسان په سباوْن كې په ځناوري روئيو داسې
بوخت محسوس كړی وو � يعني هغه دَ زميني لارو دَ لنډېدلو خبرې په دې رد كولې چې
انسان څومره څومره يو بل ته نيږدې كېږي .. هومره يې دَ زړونو تر مينځه فاصلې سېوا
كېږي � هم دغه رنګه خو اوشو.. او مونږ ګورو چې دَ نن انسان ته انسان وئيل هم دَ
انسانيت توعين دی -
په دې نظم كې نه يواځي دَ زميني فاصلو خبره شوي ده بلكه په داسې اشاره دَ اّسمان په
لور هم شوي ده چې مونږ ترې نه دَ مذهبې جنون او تش دَ ظاهري مذهب پسندۍ اشارې هم
داسې تر لاسه كولی شو .. چې انسان څومره په منافقانه او شېطاني مخفي ارادو په نيت
په ښكاره دَ خدای په لور او لار روان برېښي .. هومره شيطاني او ځناوري كارونه زيات
شوي دي � يعني هر څه بل ته دَ ښكاره كولو په اراده كېږي او ځانونه فرښتې ګڼي � خو
داسې خبره نه ده او نه دغه انسان فرښته شو .. بلكه لا نور هم ځناور شو� نو ځكه دَ
شوق اشاره دَ اّسمان په لوري دَ لنډېدلو نه دَ سپوږمۍ او ستورو په لور تلل نه ..
بلكه هسې ځان ته دَ فرښتې په رنګه وزرونه لګول دي � خو فرښتې ورنه كله جوړي نه شوې