دا نظم يو تمثيلي شكل لري .. او هيڅ قسم پېچدګي نه لري او نه په كې دَ
خبرو جوړښت تجريديت لري � لاكن په دې ساده نظم كې افضل شوق دَ تهائي لېنډ بې لګامه
اّزادي ، دَ ښځو بې راه روي او دَ هغه هېواد دَ خلقو غلامانه ذهنيت او غېر فطري
خواهشات ډېر په شعريت كې غندلي دي � كوم چې لوستونكي ته دَ شعري خوند او ښايست
علاوه هغه ته يو سبق هم وركوي � دَ شاعر په سېلاني مشاهدو كې دغه مشاهده .. څه هم
كه مقصديت لري خو كېدلی شي چې دَ نقادانو دَ قلمونو څُوكې پرې اوغږېږي .. يا
اوپسخېږي � ولې چې دَ نن په تنقيدي عدل كې دَ ګناه يا خطا توری هم دَ خلې نه ايستل
يا ليكل ګناه او خطا ګڼلی شي � نو ځكه دا شاعر چې .. هيڅ يوه اخلاقي خطا يې په دې
نظم كې نه ده كړي .. خو دا دَ ښځي نه تښتېدل هم شايد چې دَ ننګ او غېرت په حواله
نننی پښتني جرم اوګڼلی شي �
په فني او تكنيكي لحاظ دغه ساده نظم ځان كې بلا ډېري جديدي محاوري دَ لفظي تراكيبو
او علامتي اشارو په معنوي غرض رانغاړلي شوي دي � كومې چې دَ پښتو په فائدې تمامېږي
� لكه .." زړه ته لاره كول" ، " سترګو كې مېښته كېدل" ، " ورڅكېدل" ، " خولې
راماتېدل" ، " پښې ځای په ځای اوچېدل" ، " په وجود كې ماتېدل راماتېدل" ،" شاته دَ
خوني ور بندېدل" ، " دواړه اړخه دېوالونه درېدل" ، " په خلې كې دَ غاښونو په ځای
سكروټې كوكېدل" او " له پوزي اورونه غورځول" -
په تهائي لېنډ كې ليكلی شوی دا پورتنی نظم چې په نولس مصرعو باندې مشتمل دی .. خو
اّزاد نظم نه دی � ولې چې دَ دې نظم هره مصرعه په اتهه سېلابونو باندې اده لري او
دا معرى نظم دی �
۳۳ ـ ـ ونې نشته
زما هم زړه غواړي
چې لږ دمه شم
دَ يوې ګڼي ونې يخ سيوري ته
خو ظلم دا.. چې
دَ دې ژوند په دښت كې
تر لرې لرې پورې
وني نشته
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 237 )
په لورالا ئي كې دا پورته ليكلی شوی نظم دَ افضل شوق په ځينو هغو نظمونو كې يو نظم
دی چې په كې خبره په نثري انداز كې داسې شوي ده .. چې ښكاري خو معمولي خبره .. خو
چې لږ لوستونكي ورته ځير شي نو دغه ساده نثري نظم .. دَ يو داسې مكمل نظم په توګه
مخې ته راشي ... چې دَ شعري پابنديانو سره په كې فكري ژورتيا دَ يو نه منونكې كمال
تر حده هنري ښائست راوړاندې كړي � دلته دَ دې نظم دَ عنوان په شان شاعر دَ خپلي
ستړيا يو داسې حال وئيلو ته په اشارو كې جوګه ښكاري .. چې هغه دئی دوې لمحې اّرام
ته هم نه پرېږدي � او داسې محسوسېږي لكه هغه چې دَ تودو لمرونو لاندې دَ ګرځېدلو او
په ټكڼو غرمو كې دَ اوسېدو توان توفيق نه لري � او غواړي چې لږ دمه شي او بيا دَ
نوي سره دَ لټون دَ مسلسل كړاوْنو سره مخامخ شي �
په دې نظم كې افضل شوق كه يو طرف ته ځان دَ جنون تر حده په خپلي ميني كې مجنون
څرګندوي .. او دَ پېري په شان ستړيا ته .. ستړيا نه وائي او هر وخت دَ خپل اشنا په
لټون كې ګرځي .. نو بل طرفته دغه پېری او مجنون خپل ځان انسان هم ګڼي اوغواړي چې ..
دَ نوي سفر دَ جاري ساتلو دَ مخه لږه ستړيا په يخ سيوري كې دَ يو داسې ګڼې اونې
دلاندې وسا كړي � خو درخته هيجرته نه وي � دَ دې علامتي اشارې مطلب دا دی .. چې
افضل شوق ژوند يو داسې سپېره صحرا ګڼي .. او وَ خواهشاتو ته دَ داسې سرابونو نوم
وركوي چې هغه انسان دهوكه كوي .. خو بيا هم دغه انسان دَ دغو سرابجنو خواهشاتو پسې
پسې منډې ترنډې كوي او دا هيله هغه ته .. دَ ژوند كولو چل سره سره په كړكېچنو لارو
باندې تلل هم ښائي �
نه يواځې دا پورتنۍ خبرې .. بلكه په داسې رنګه نظمونو كې هر لوستونكی ځان ځانته
معنې او مطلبونه را كاږي � او دا دَ دې نظم عالمګيريت بللی شي � كوم چې دَ افضل شوق
په شاعرۍ كې ټولو نه لوئيه خوبي او خاصه ده � چې هغه په ډېرو ساده خبرو كې فكري
ژورتياګانې داسې په هنري شعري پېرائيو كې رانغاړي .. چې دَ مشر سليم راز دا رائی دَ
ده په باب بالكل صحيح ثابته شي � چې هغه په خپل مضمون كې .. په هم دغه كتاب " په
لټون ستا دَ څېرې" كې په صفحه نمبر 17باندې ليكي ..
" زمونږ دې شاعر( افضل شوق ) حقائق ليدلي او تسليم كړي هم دي خو لهجه او رويه يې بې
حده شاعرانه ده � احساس او شعور يې دَ فلسفي دی خو نظر او ژبه يې دَ شاعر ده"
دَ سليم راز صاحب دا رائی دَ افضل شوق په دې نظم " ونې نيشته" باندې پوره پوره ځكه
اوځي ... چې دلته هم خبري په ساده لهجې كې شوي دي .. خو مفهوم يې فلسفې زېږوي � او
بل دا دليل .. چې افضل شوق په نثري رنګه نظمونو كې هم شعريت په ذهن كې لري � دَ
مثال په توكه .. اوس كه مونږ دَ دې نظم په فني جوړښت نظر واچووْ .. نو دا خبره به
هم واضحه شي چې دا نظم .. نه خو اّزاد دی او نه نثري .. بلكه يو پابند او معرى نظم
دی � خو، چې كه مونږ يې داسې په څلورو، يولس سېلابيزه مصرعو كې اوليكو .. لكه
زما هم زړه غواړي چې لږ دمه شم
دَ يوې ګڼي ونې يخ سيوري ته
خو ظلم دا.. چې دَ دې ژوند په دښت كې
تر لرې لرې پورې وني نشته
۳۴ ـ ـ هسپانۍ سترګې
سترګې يې څه وې؟
وې دَ زهرو پيالې
باڼه لړم لړم ،
ككو كې ماران ..
هم ځكه ما به زړه له سوخته كله
چې دَ بڼو غشي ور اوتاوْول
نو هرې پېغلې هسپانۍ به راته
په موسكنۍ اشارو اووئيلو
" مه ګوره مونږ ته
ګنې ته به هم بيا
دَ ښكلاګانو دَ خُمار په اثر
دَ پكاسو په پلونو اوكړې مزل"
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 245 )
دا پورته رقم شوی نظم چې افضل شوق په كال 1996 كې دَ سپېن په ښار بارسلونا كې ليكلی
دی .. هم علامتي نظم دی � او تر هغو پورې څوك نشي پرې پوهېدلی .. چې دَ سپېن خلګو
دَ خدوخال ، رنګ او روئيو يا دَ دې هېواد دَ ښار ياد شوي بارسلونا په باب ښه پته نه
وي ورته � او پكاسو چې دَ يو بېخي ستر او مصورۍ دَ عالمي تاريخ يو مشهوره فنكار په
توګه پېژندلی شي .. دَ بيك ګراونډ په اړه هم لوستونكي ته لږ ډېر معلومات لرل په كار
دي � ولې چې په دې نظم كې هم خبري خو ډېري ساده دي � لاكن معامله هغسې دَ علامتي
اشارو او فلسفيانه تهيم ده .. چې يو لوستلی قاري ترېنه ډېر خوند اغيستلی شي �
په دې نظم كې افضل شوق يو ځل بيا دَ اّرټ رشتې له جمالياتو سره تړلو ته جوګه ښكاري
� هغه دا يقين لري چې شاعر هم دَ يو مصور په رنګه څيزونو ته رنګونه او بڼې وركولی
شي � لكه پكاسو چې دَ سپېن په تاريخ كې ځانته يو نوم دَ دې مصورۍ په اړه پيدا كړو
.. نو وجه يې دَ دې ځای دَ ښكلو خلقو او قدرتي حسن دَ اظهار وه � چې افضل شوق يې په
دې نظم كې نه يواځې ستائينه كوي بلكه ځان دَ پكاسو په لاره روان شوی لاروی هم په
ناوئيلو اشارو كې ګڼي � او په دې خبرې كې هم شك نيشته .. چې دَ افضل شوق په شاعرۍ
كې دَ هغه دغه سفرونه او مزلونه لوی رول ادا كوي او هغه دَ پښتو شاعرانو او
قلمكارانو نه په اُسلوب كې بېلوي هم � هم ځكه خو مونږ دې لېوني شاعر او سفرنامه
نګار ته يو داسې مصور هم وئيلی شو .. چې هغه تش عكسونه كاږي راكاږي نه بلكه هغه
تصويرونو ته ژبي هم وركوي � او غږوي يې هم � خو الميه دا ده چې دَ لفظونو دَ دې
پښتون مصور په شاهكارونو او دَ هغو ښاهكارونو په خبرو.. لا خو زياتره پښتانه نه
پوهېږي � هم ځكه خو دَ دې شاهكارونو شاته ولاړ مصور او تخليق كار هم لا خو سواليه
نشان پاتې دی �
دا نظم چې په دولس وړو او اوږدو مصرعو كې تړلی شوی اّزاد نظم ښكاري .. دراصل اّزاد
نه بلكه دَ نهو داسې برابرو مصرعو نظم دی چې هره مصرعه يې يولس سېلابونه لري � راشئ
چې او يې لولو �
سترګې يې څه وې؟ وې دَ زهروپيالې
باڼه لړم لړم ، ككو كې ماران .....
هم ځكه ما به زړه له سوخته كله
چې دَ بڼو غشي ور اوتاوْول
نو هرې پېغلې هسپانۍ به راته
په موسكنۍ اشارو اووئيلو
" مه ګوره مونږ ته ګنې ته به هم بيا
دَ ښكلاګانو دَ خُمار په اثر
دَ پكاسو په پلونو اوكړې مزل"
۳۵ ـ ـ يو مي يار .. خو سل يې بڼې
څوك چې
هرڅه هرڅه ليدل غواړي
په سترګو باندې،
هغوئ به څه پېژني؟
زما هغه جانان
چې زه يې ،
له نهه نيوي بېلو نومونو پرته هم
لا زړه كې ،
ساتمه هيله دَ وصال
خو، دَ سلمې بڼې
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 254 )
افضل شوق دَ خپلې مستې، شوخې شاعرۍ په حواله دَ سلو يار مشهور دی .. او زيات تر
نقادان ورته هرجائي ، حسن پرست او ګوره چې لا نور څه څه القابات وركوي خو دَ هغه په
شاعرۍ كې دا ورستی نظم دَ هغه ټولو راپورته شووْ سوالونو داسې په هنر او دليل جواب
وركوي چې مخكې دَ هيچا په ذهن كې دَ هغه په حقله هيڅ قسم شك او غلط فهمي نه شي پاتې
كېدی � هغه وائي .. چې دَ الله تعالى نهه نيوي (99) شكلونه په كائنات كې ليدل دي
بلكه حمد و ثناه هم وائي � خو سلمه بڼه دَ هغه وصال شايد چې دئی دَ سلو حقيقي يار
څرګند كړي � هو خدائی دي اوكړي چې هم دغسې اوشي � ولې چې ما دَ هغه دَ ټولي شاعرۍ
دَ مطالعې وروستو خپل هر سوال دَ افضل شوق په دې نظم كې تر جوابه داسې اورسولو چې
زه اوس په ډاډ وئيلآ شم چې هغه اصلاً يو صوفي .. خو په جديد انداز يو ملنګ ، خوش
لباس شخص او شاعر دی � يعنې هغه هم يو حسن خوښونكآ شاعر دی .. خو دا شاعر دَ باطن
په سترګو حسن ته ګوري � لاكن چونكه مونږ په هر ښكاره كېدونكي څيز باندي يقين لرو �
نو ځكه دَ هغه لفظي تراكيبو، علامتي مروجه اشارو او مستعمل تلميحاتو او تلازمو ته
هم هاغسې معنې وركووْ چې كومې رواج لري � خو دغه شاعر افضل شوق دَ رواياتو ياغي
شاعر دی � نو په كار دي چې مونږ دَ ده شاعرۍ ته په نووْ نووْ زاويو اوګورو .. هاغه
زاويې څه كېدلی شي؟ دا به دَ هر وخت نقادان دَ ده په شاعرۍ كې لټوي �
په كائنات كې دَ الله تعالى دَ نهه نيوي څېرو ليدلو ورسته دَ سلمي څېرې دَ ليدلو
خبره كه څه هم لږ ابهام پيدا كوي خو زه دَ يو نقاد په حېث دا خبره قياس كولی شم چې
افضل شوق .. چې تر اوسه لا ده ( شاعر) هغه اّئيډيله څېره نه ده لټولي چې په لټون كې
يې دَ پېري غوندې ګرځي .. شايد چې دَ الله پاك هغه ناښكاره بڼه وي چې ديدار به يې
په اّخرت كې په جنت كې جنتيان كوي � يعنې دَ خدای اصل څېره ، چې له نهه نيوي څېرو
نه به دَ هغه څېرې سلو ته رسوي � په دې نظم كې دَ افضل شوق داسې صوفيانه فلسفه
لوستونكي ته په ذهن كې بلا سوالونه زېږولی شي .. خو زما يقين دی چې هر سوال به يې
هم دَ لوئی خدای پاك په عظمت تمامېږي �
دا نظم چې په لسو وړو او لوئيو مصرعو كې تقسيم ښكاري خو له اصله په څلورو ، پنځلس
سېلابيزو اوږدو او برابرو داسې مصرعو باندې مشتمل دی .. لكه
څوك چې هرڅه هرڅه ليدل غواړي په سترګو باندې،
هغوئ به څه پېژني؟ زما هغه جانان چې زه يې ،
له نه نيوي بېلو نومونو پرته هم لا زړه كې ،
ساتمه هيله دَ وصال ..... خو ، دَ سلمې بڼې
نور به دَ دې كتاب دَ څېښتن په حقله څه وايم .. هغه خو اوس هم دَ خپل دې نظم "
خيالي بڼه " په شان مسلسل سفرونو كې داسې ورك يادېږي .. لكه هغه ( شوق ) چې ځان
تكميلول غواړي .. او دا تكميل كېدی شي چې هغه كله هم په خپل ژوند كې او نه كړی شي �
ولې چې ژوند خو هم دَ افضل شوق په قول يوه داسې صحرا ده .. چې دئی په كې دَ يو بل
طرف نه چورلكونه خوري � هم ځكه خو دا دَ نا ليدلي ليلا پښتون مجنون وائي .. چې
ستا دَ لټون
په مست جنون كې اشنا !
دَ مسلسل سفر له جوره زه هم
لكه پېری
اوس په نامه يادېږم
او بڼه زما هم
څه خيالي غوندې شوه
( په لټون ستا دَ څېرې ..." خيالي بڼه " .. مخ � 110)
حسينه ګل
نوښار .. اكتوبر كال 2003