په لټون ستا دَ څېرې ـ ـ ـ ـ يوتنقيدي جائزه
" داسې هم چرته ممكن كېدلی شي چې يو قوت چې په بل قوت يا قوم غالب راشي .. نو
هغه دي دَ مقبوضه قوم يا پارټۍ مشر په چوك داسې په ورځو ورځو را اوځڼول شي او دَ
هغه لاش دي بې عزته كړلی شي .. لكه په افغانستان كې چې دَ خدای په لار ياد شوي دَ
حق او انصاف عسكرانو دَ يو مسلمان پښتون ډاكټر نجيب الله خلاف اوكړو؟
دا سوال ځكه دَ هر مسلمان په ذهن كې راپورته كېږي .. چې پښتانه هم مسلمانان دي � او
دَ مسلمانانو دَ " فتح مكه" تاريخ مخې ته دې .. چې په كې دَ حضرت محمد صلعم دَ طرف
نه تاريخي معافي دَ انسانيت په درست تاريخ كې يو لوئی مثال يادېږي � كومه چې دَ
خدای دَ دُښمنانو دپاره وه .. او بل طرف ته په افغانستان كې چې غالب مسلمانانو په
مغلوبو مسلمانانو كوم غېر انساني ظلم روا كړو ..نو دَ مقدس دين اسلام په نامه دې
ځناوري عمل كونكو دَ وجې نن پښتنو ته په انساني نظر نه شي كتلی � يعني دې ناروا
حركت چې پښتو او پښتنو وَ تشخص او پښتني ملي رواياتو ته څومره تاوان رسولی دی .. دَ
هغه مثال بيا كله تاريخ نه دی وړاندي كړی �
افضل شوق هم په دې نظم كې دَ ډاكټر نجيب دَ لاش توهين په علامتي پېرائيه كې په ډېر
اّفاقي انداز كې ځكه كوي چې هغه نه پكې افغانستان ياد كړی دی .. او نه يې دَ ډاكټر
نجيب نوم � خو اشارې او كنائعې يې دَ هغه زړه چاوْدې سانحې په لور اشاره كوي � په
دې نظم كې يوه لوئيه تاريخي واقعه په لنډو ټكو كې داسې وړاندې كوي چې دَ شاعر فني
ګمان ، فهم او هنر يې ګڼلی شي � هم دغه خوبي دَ دې شاعر په زياتو نظمونو كې په نظر
راځي � مطلب دا چې په دې نظم كې شاعر په ډېر غېر جانبدار انداز كې يوه تاريخي الميه
دَ شكوې او ګيلې په توګه وړاندي كوي � دا دولس مصرعيز نظم دراصل په نهو.. يولس
سېلابيزه برابرو مصرعو اړه لري .. لكه
مړ به شم زه ، خو زما به هېره نشي
دا واقعه او سانحه زړه چاوْدې
چې ګاونډيانو مو اّخر هم لوبه
دَ خپل وحشت چې رسوله سرته
نو په ښادۍ كې يې په ځای دَ پسونو
دَ پښتني دود او دستور په چپه
كړو راځوړند هاغه سپين ګيری مشر
څوك چې دَ امن پيامبر يادېدو
چا چې دَ دوئ تر ميانځه صلح غوښته
۲۴ ـ ـ ژوند او زه
يو تجسس دی
پاروي ما
په پلټنو باندې
بل اضطراب دی ځاره چاوْدی
دَ پرهار په رنګه
چې ما په څړكو كې دَ دړد
كه بې قراره ساتي
خو لا هم زه يم
چې ټالۍ وهمه ژوند ته مدام
او ځمه ځمه
خپل هيلو سره وړاندې ځمه
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 183)
" په لټون ستا دَ څېرې" كې دَ افضل شوق دا پورتنی مختصر نظم ما ځكه دَ تنقيد دپاره
منتخب كړی دی � چې په دې كې هغه په يو بيل انداز او فكري ادراك كې ليدلی شي � شاعر
دا نظم هغه وخت ليكلی دی .. چې كله هغه په كشتۍ كې دَ لندن دَ ډوْر نومي سي پورټ نه
دَ ډنكارټ سي پورټ فرانس په لور په كال 1996 كې سمندري سفر كولو .. دَ كوم ذكر چې
هغه په خپلې سفرنامې " مزل په واوْرو باندې" كې هم كړی دی � مطلب دا .. چې په دې
نظم كې هغه خپل يو كېفياتي تاثر وړاندي كوي .. يا خپله فطري او شخصي څېړنه كوي � او
خپلو سېلانې روئيو ته ګوته نيسي � كوم چې هغه ته دَ " تجسس" دَ وجې نه ورپېښېږي �
او دا تجسس هغه .. لكه يو ماشوم په دې خبره يا قصد باندې پاروي .. چې هغه نور نور
لټون يا پلټون او كړي � كوم چې دَ افضل شوق دَ شخصيت يوه اهمه برخه ګڼلی شو � خو
دلته دَ شوق په پلټنو كې دَ هغه جذبې ماشومي نه .. بلكه ډېري ژوري ليدی شي � او بل
طرف ته هغه دا هم وائي .. چې هغه مضطرب هم وي .. او دغه " اضطراب " هغه دَ يو پرهار
په رنګه له دردونو سره مخامخ كوي هم ... او دا دردونه ..هغه داسې بې قراره ساتي ..
چې هغه دَ ژوند كولو نه زړه ماتی كوي .. خو يوه " هيله " داسي څيز دی چې هغه ته دَ
ژوند چلونه ښائي �
مونږ كه دَ دې نظم ښه ژوره مطالعه اوكړو ، نو دا منطق به اومنو چې يو تجسس .. دَ
انسان سره هر وخت ملګری وي او دغه تجسس انسان ته شعور وركوي .. پوهه وركوي � كوم چې
اكثره وخت انسان دَ خپلو مشاهدو او غلطيانو نه اخذ كوي � يعنې دا غلطيانې او مشاهدې
رو رو.. انسان په ځان او جهان پوهی كوي � دې نه علاوه دَ شوق صاحب دا خبره چې
اضطراب يا غمونه .. چې انسان مرګ حاله كوي .. هم يې دَ ژوند نه په فرار كولو مجبوره
كوي � خو.. دَ افضل شوق دريمه خبره چې هغه په دې نظم كې دَ سوال په رنګه كې راپورته
كړي ده .. هغې كې هم شك نيشته � په دې چې دغه احساس .. يعنې " هيله" يا " هېلي" ..
چې دَ انسان نه دَ ژوند كولو لالچي جوړوي �
دَ خپل ذات په حواله دَ افضل شوق په دې نظم كې دَ هغه نظر دَ يو داسې منفردي نظريې
په لور اشاره ده � چې شاعر يې فكري ادراك په ډېر شاعرانه هنر او مفكرانه طرز داسې
كړی دی� چې په كې دَ انسان او ژوند تر ميانځه رشته په يو دليل واضحه كړي ده � داسې
خو" تجسس،اضطراب او هيله" واضحه معنې لري .. خو دا درې واړه څيزونه دلته په داسې
منطقي ترتيب لكه په دې نظم كې چې ځای كړل شوي دي .. شايد چې افضل شوق په ړومبي ځل
دَ خپلو مشاهدو په رڼا كې په دغه رنګه ترتيب وړاندې كړي دي � په دې خبري كې شك هم
نيشته � چې ژوند سره رشته ساتل دَ يوې مجبورۍ دَ لاري نه كېږي او دا مجبوري دَ
انسان دَ وس نه وتې مجبوري وي � خو بيا ولې انسان په ژوند كولو مجبوره كېږي � هغه
كوم عوامل دي چې انسان ژوندی ساتي ؟ دَ افضل شوق په دې نظم كې دَ دې " پټ سوال "
دپاره په علامتي دليل چې كومه اشاره هغه په روستئيو څو مصرعو كې كوي .. هغه دَ
لوستونكي په ذهن كې نور سوالونه هم راپاسوي �
دا پورتنی نظم .. چې دَ يولس وړو او اوږدو مصرعو يو اّزاد نظم ښكاري .. خو چې ورته
په غور اوكتلی شي ، نو دغه نظم به په پنځو داسې اوږدو برابرو برابرو مصرعو مشتمل
نظم دی .. چې هره مصرعه يې پنځلس سېلابيزه ده .. تاسو يې هم لوستلی شئ �
يو تجسس دی پاروي ما په پلټنو باندې
بل اضطراب دی ځاره چاوْدی دَ پرهار په رنګه
چې ما په څړكو كې دَ دړد كه بې قراره ساتي
خو لا هم زه يم چې ټالۍ وهمه ژوند ته مدام
او ځمه ځمه خپل هيلو سره وړاندې ځمه
۲۵ ـ ـ سپين بېرغ
دا چې ځان
زه په هر رنګ كې رنګومه
كه څه هم حسن پرسته يم
خو غواړم
اووه واړه رنګونه
سره يو كړم
او په زد
دَ خوني كښو تورتمونو
سپين بېرغ
دَ سوكالۍ ورڅخه جوړ كړم
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 187)
په دې نظم كې يو ځل بيا دَ شاعر " اپروچ" سائنسي هم دی او په دې كې دَ هغه حسن
پرستي هم مخې ته راځي � يعنې افضل شوق چې په كوم انداز دَ " اوو رنګونو" خبره دَ
ځان سره تړي .. هغه خبره دَ دې نظم تهيم هغه وخت جوړېږي چې دئی په يورپ كې دَ سېل
كولو په وخت دَ بلجيم نه دَ هالېنډ په لور سفر كوي � كه مونږ دَ افضل شوق دا نظم دَ
هغه دَ سفرنامو په تناظر يا سفري حال كې اوګورو.. نو خبره به دَ هغه دَ حسن پرسگتۍ
په لور لاړه شي � خو داسې كول دَ يو نقاد نا اهلي او ادبي منافقت ګڼلی شي .. او زه
دا نظم دَ دې نظم په خبرو او مصرعو يا علامتي اشارو په رڼا كې څېړل غواړم � او دَ
لوستونكو توجه په دې لور را اړوم چې په دې نظم كې دَ شاعر لخوا واضحه اشاره ده ..
چې هغه په هر رنګ كې دلچسپي لري .. بلكه هر رنګ ليدل هم غواړي .. او هر رنګ كې
رنګېدل هم غواړي � لكه څنګه چې هغه په عام ژوند كې هم ښكاري او دا مسلسل لټون هم دَ
دې شاعر دَ هر رنګيزه شخصيت عكاسي كوي � خو، هغه دا دعوه هم لري .. چې هغه دا ټول
رنګونه په يو بل كې ګډول غواړي او دَ دې ټولو رنګونو نه يو رنګ .. چې سپين رنګ دی
.. جوړول غواړي � او دَ خپل مشن پوره كول غواړي چې هغه " مينه او امن " بللی شي �
په كوم باندي چې افضل شوق پېژندلی شي ..هم ځكه خو سېلانې يادېږي او دَ خپل مشن سرته
رسولو دپاره متحرك ښكاري�
دلته دا هم وايم .. چې په هر رنګ كې دَ رنګېدلو مطلب رنګ رلياني هم نه دی . بلكه دَ
يو حقيقت پسند او رښتوني شاعر دَ خلې نه داسې راوتل .. دَ هغه شاعر مطلب دَ ښائسته
كائنات سره رشته ساتلو نه دی ، كوم چې رو رو دَ دې رنګونو دَ خالق په لوريو تخليق
كار بوځي � او افضل شوق هم دلته په دې خپل نظم كې هم دغه مطلب لري � يعني دَ ده
مقصد دَ امن بېرغ جوړول دی � او دا بېرغ سپين رنګ لري .. او په دې هر څوك خبر دی ،
چې سپين رنګ دَ اوو رنګونو نه جوړېږي � دا دَ افضل شوق اصل كمال دی چې دَ ټولو
اعتراض كونكو ځواب په څومره ښائسته او مدلل انداز وركوي �
دا نظم ډېر ساده ، روان ، عام فهمه او په ظاهره كه څه هم دَ نثري نظم يوه ټوټه
ښكاري .. خو دا نظم په فني لحاظ دَ نظم ټولې تقاضې پوره كوي � او يوه فكري ژورتيا
ځان كې داسې رانغاړلی لري � چې لوستونكی په سوچ كې اچوي � دَ دې نظم شعريت ،
موسيقيت او اّهنګ په خپل ځای مهم ښكاري � ولې چې دا لس مصرعيز نظم په اصل كې په
پنځه داسې مصرعو اړه لري .. چې هره مصرعه يې دَ بلې مصرعې سره برابره ده او دولس
دولس سېلابونه لري .. لكه
دا چې ځان زه په هر رنګ كې رنګومه
كه څه هم حسن پرسته يم خو غواړم
چې اووه واړه رنګونه سره يو كړم
او په زد دَ خوني كښو تورتمونو
سپين بېرغ دَ سوكالۍ ورڅخه جوړ كړم
۲۶ ـ ـ شك دَ ايمان زيان دی
نه زه هندو
او نه ته بُت دَ كاڼي ،
نه مي وصال دَ تقاضو په چپه
كله دی كړی
پوجا پاټ او اشنان
خو.. ستا دَ مينې تهمتونو داسې
زه په جهان
لكه كافر مشهور كړم
چې اوس كه هر څو سُولومه تندی
خلق كوي
زما په ايمان باندې شك
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 199)
افضل شوق په دې نظم كې په ښكاره جملو كې ليكي چې نه هغه هندو دی او نه دَ هغه محبوب
دَ كاڼې بُت � خو دَ دې باوجود هم دَ افضل شوق ميني ته خلق دَ شك په نظر ګوري او
دئی كافر ګڼي � دا ساده مصرعې هيڅ ابهام نه لري .. خو دومره اّسانه هم نه دی چې هر
څوك دي پرې پوهی شي � ولې چې په دې كې دَ افضل شوق محبوب انسان دی .. دَ رنګ ،نسل ،
مذهب ، ژبي ، علاقائي او هېوادي سرحدونو نه وتی په خپل ذات كې لا محدوده انسان �
يعني يو داسې انسان چې ورته خدای پاك افضليت په ټولو مخلوقاتو وركړی دی � خو له
داسې انسان سره افضل شوق چې مينه كوي .. نو دَ ذات پات او يا په وړو وړو دائرو كې
ورګېر نور انسانان ده ته بې لاري انسان وائي � څه هم كه ده يو داسې كار نه دی كړی
چې هغه دي پرې انسانيت دښمن يا دَ شېطان په لارو ياد شي � هغه خپل محبوب دَ هر قسمه
دائرو نه اّزاد او تش په انساني شكل يا فطري روئيو كې ليدلی غواړي � هم ځكه خو هغه
په دې قصور نيولی شوی دی �
په دې نظم كې افضل شوق په اشارتي انداز دَ نن دَ انساني جانبردارانه روئيې ښودنه
داسې كوي .. چې دَ نن انسان په پټو سترګو او بې تحقيقه خبرو باندې يقين كوي � دا نه
ګوري چې كومه خبره هغه كوي .. هغه خبره هم هغسې ده كه نه ؟ دا عجيبه خبره افضل شوق
په دې دليل وړاندي كوي � چې هغه هيچا دَ خپل اشنا سره په پوچا پاټ او اشنان كولو
باندي نه دی ليدلی .. نو بيا دئی كافر څنګه شو او د ده اشنا دَ كاڼي بُت ؟ دا هاغه
سوال دی چې افضل شوق دَ دې نظم موضوع ګرځولی دی � يعنې دَ دې نظم نه دا مطلب اغيستی
شو چې انسان په هر حال كې دَ قدر وړ او عزتمن او محترم وي � خو دَ دې مطلب دا هيڅ
كله نه .. چې هغه دې دَ اّسرو په بنياد ژوند تېروي �
دَ دې نظم فني جوړښت دَ خپلو استعارو، لفظي تراكيبو او جديدو محاورو لكه " په جهان
كافر مشهوره كېدل" او ځينو علامتي اشارو لكه " نه زه هندو او نه ته بُت دَ كاڼې" او
" پوچاپاټ او اشنان كول" .. چې نظم ته دَ قيصې رنګ او تمثيلي اشكال وركوي � او
لوستونكي په دې سوچ كولو مجبوره كوي .. چې هغه دَ افضل شوق په دې دليل دَ فكر ژوري
اولټوي �
دا دَ يولس لوئيو او وړو مصرعو اّزاد نظم .. دراصل دَ اووْ داسې برابرو برابرو
مصرعو يو پابند نظم دی ، چې هره مصرعه يې ځان كې دننه يولس يولس سېلابونه لري ..
تاسو يې خپله هم لوستلی شئ �
نه زه هندو او نه ته بُت دَ كاڼي،
نه مي وصال دَ تقاضو په چپه
كله دی كړی پوجا پاټ او اشنان
خو .. ستا دَ مينې تهمتونو داسې
زه په جهان لكه كافر مشهور كړم
چې اوس كه هر څو سُولومه تندی
خلق كوي زما په ايمان باندې شك
۲۷ ـ ـ قتل
ما وئيل
چې كښېنه هله
وار ړومبی كه له قاتله
داسې نه چې تر تا راشي
او تا مړ كړي بې اجله
ځكه زما دَ سترګو وړاندې
ورځ په شپې كې شوه بدله
او راپورته شوم له وامه
نه يوه شوه او نه بله
وارخطا دَ مرګ له سامه
ما چاړه راواخيستله
اوس به ما لا نوره نوره
دَ هغه سينه څيرله
چې ګړنجی مي تر غوږو شو
شيشه غوټه ماته شوله
( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 209 )
افضل شوق هغه شاعر او مفكر دی چې هر څه په نېغه وائي � او دا دَ هغه په حقله مشهوره
خبره ده � په دې نظم كې هغه دَ خپل ذات او اندرون نفي داسې په هنر او كمال كوي � چې
دَ ذات په حواله انساني ټولني او انسان باندې ګوتي پورته كوي � او دا وئيل غواړي چې
دَ نن انسان هسې دَ څېرې نه انسان ښكاري � ګنې انسان په اندرون كې څه بل څه دی � په
دې نظم كې هغه يو قيصه كوي چې يوه ورځ په خلاسو سترګويو سيورې يا څېره ګوري او دا
ګڼي چې دا څېره يا سيوری .. بل هيڅ نه .. بلكه دَ هغه اصل قاتل دی � څوك چې دَ ده
دَ قتل په غرض تر هغه پوري ځان رسوي � نو ځكه هغه راپورته شي او چاړه را اوباسي ..
او په هغه سړي باندې دَ چړې وارونه اوكړي � او غواړي چې دَ هغه قاتل ځيګر نور نور
او څيري .. خو اّخر دا پته دا اولګي چې هغه په قاتل ګوزارونه نه كول بلكه ده په هغې
اّئينې باندې چاړې ورسمې كړي وې .. چې په كوم كې دَ دې شاعر خپله څېره ليدی شوه �
دَ دې نظم تهيم دومره نوی او په عجيبه فكر باندې مشتمل دی چې يو ناپوهه نقاد دَ
افضل شوق دې ذاتي تخيلا تي قيصې ته دَ حقيقت رنګ وركولی شي او دَ دې قيصې دَ وجې
هغه نقاد يا دَ نن ړوند منصف وَ افضل شوق ته بدسيرته هم وئيلی شي � ولې چې هغوئ په
دليل كې دا وئيلی شي .. چې شوق صاحب په خپلې دې قيصې كې دَ خپل ذات په حواله ځانته
ځناور وائي .. نو ځكه دئی ځناور دی � خو دغه فكر .. چې بيا يو ادب شناس يا دَ نوي
دور په ځناوري روئيو او حركتونو خبر زمانه شناس عادل ته دَ افضل شوق دغه جرم چې هغه
يې په خپلې خلې باندې تصديق كوي وړاندي كړلی شي ..نو زما يقين دی چې دې لېوني شاعر
ته به باضميره او حق پرست انسان اووائي �
په دې نظم كې افضل شوق دَ انسانيت ګرېوان دَ انسانانو په لاس كې تيګی تيګی ګوري او
دَ ځناوري انسان دَ " رول ماډل" په توګه خپل دغه مثالي كردار هغه ته دَ رښتوني
انسان داسې څېره وركوي چې دَ هغه په خبرو اعتبار كېدلی شي