دَ شوق دویم کتاب ـ ـ ـ ـ ـ اووه ګامه مزل ـ ـ ـ ـ ـ ـ ګام په ګام
( یادګیرنه :- دا کتاب په کال ۱۹۹۶ کې چاپ نه وتی دی )
ـــــــــــــــ
يوه سفرنامه .. دَ سبا دپاره دَ يو تاريخي دستاوېز حېثيت لري � ځكه نو سفرنامې په
دغه حواله دَ خصوصي اهميت وړ دي � پښتو ادب كې هم دَ سفرنامو روايت ډېر دَ پخوا نه
را روان دی � دَ خوشحال بابا نه را په دې خوا چې چا هم دغه صنف ته توجه كړي ده ..
نو دا خو صحيح ده چې دَ خپلو سفرونو رودادونه او رپورټونه يې ليكلي دي .. خو دَ يو
صنف په توګه په دې مد كې هاغه كار په صحيح معنو كې ډېر كم مونږ ته شوی ښكاري .. چې
دَ پښتو دَ نثري ادب څه سڼه سترګه پرې اوشي � بيا دَ ګوتو دَ شمېر څو پښتو ليكوالو
چې دَ خپل وس او استعداد مطابق دې ميدان كې څومره كار اوكړو .. نو هم دغه يو څو
سفرنامې دي چې مونږ يې دَ حوالې په توګه په داسې موقع يادوو� دَ ميان اكبر شاه " دَ
اّزادۍ تلاش".. يوه داسې نه هېرېونكي سفرنامه ده چې .. دَ سفرنامو په تاريخ كې يې
خپل يو نوم او مقام ګټلی دی � دغه رنګ دَ خدائی بخښلي سيده قانته بېګم " زما سفر" ،
دَ حمزه بابا " دَ حجاز په لور" داسې سفرنامې دي چې مونږ يې خصوصي ذكر كولی شو �
ولې په پښتو نثري ادب كې ښاغلی طاهر اّفريدي دی چې دَ خپلو سفرونو حال يې دَ مختلفو
سفرنامو په شكل كې دَ پښتو ادب جولۍ ته پېرزوْ كړی دی � طاهر اّفريدي هم دَ خپل
ساده باده انداز تحرير تر مخه دغه صنف ته دَ خپل هنر ، سفري مشاهدو .. او دَ ملكونو
دَ اولس او ژوند ژواك ، تاريخ، كلتور په حقله دَ كوټلو معلوماتو وړاندې كولو كې يې
دَ قاري دلچسپي هم په نظر كې ساتلي ده � او دَ لوستونكو نه يې شاباشی هم اغيستی دی
� خو په دې دور كې يوه سفرنامه داسې هم راغله چې دَ دغه ټولو چاپو سفرنامو نه يې
خپل ځان په دې قطار كې په وړمبي نمبر اودرولو .. او هغه سفرنامه وه .. دَ ښاغلي
افضل شوق " اووه ګامه مزل" � په يوه سفرنامه كې دَ اوو ملكونو دَ مختلفو سفرونو حال
احوال په وړمبي ځل يو داسې جداګانه انداز كې مخې ته راوړل .. چې دَ عوامي طبقې او
طبعيت نه يو خواته .. دَ يوې تعليم يافته ، روشن فكره، ترقي پسنده او ځواني طبقې
ورته ډېر په روڼ تندي هركلی اووی �
په دې سفرنامه كې په وړمبي ځل داسې حقائق او داسې جديد اُسلوب رامخې ته شو چې دَ
سفرنامو هاغه زوړ او مخلی اُسلوب يې په ورستو پرېښودو .. او داسې ښاغلي افضل شوق دَ
يو منفرد سفرنامه نګار په حېثيت هم خپله يوه پېژندګلو اوكړه � شوق صاحب بنيادي طور
يو شاعر دی .. او شاعر چې دغه رنګ جهان ګرد شي، نو دَ هغه دَ ګرځېدو .. وركېدو ..
راښكاره كېدو اداګانې به هم ډېري شاعرانه وي � دغه وجه ده چې په دې سفرنامه كې
ليكوال خپل ځان دَ دُنيا په هېوادونو كله دَ يو ملنګ شاعر، كله دَ يو باچا ښاپېري
په شكل كې دَ خپلو مشاهدو كچكول او خزانې هېواد په هېواد ګرځوي .. او بيا يې دَ اوو
ګامه مزل په شكل كې په خپلو پښتنو پيرزوْ كوي �
په يوه سفرنامه كې دَ اوو ملكونو دَ اولسونو په حقله معلومات .. او مشاهدې راغونډول
يوه دَ حېرانتيا خبره ده � خو ډېره دَ حېرانتيا ورته په دې اړه نه شو وئيلی چې نن
سبا خو په يو وړوكې ملك دَ څو څو رپورتاژونو ليكلو رواج هم عام شوی دی .. سره دَ دې
چې دَ هاغه ملك يا وطن نه څه دومره ښه تاريخ مونږ ته ښكاري ، نو تش دَ ډوډۍ خوړل يا
دَ چائيو څښكل هم دَ سفرنامې دپاره ضروري ګڼي .. !! يو تاريخي جبر دا هم دی چې
پښتانه ليكوال په يو داسې وړوكې ملك كې چې مونږ ورته دَ پاكستان يو وړكوټی كلی
وئيلی شو ، دلته رابللی هم ځكه شي چې دَ پاكستان دَ ورځي په مناسبت په كې مشاعره يا
كلتوري تقريبات اوشي .. او ورستو دَ دغه مشاعرو او تقريباتو دَ سترګو ليدلی حال او
دَ غوږونو اورېدلی حال په كې بيا په كتابي شكل كې خوندي كړلی شي � او بيا دغه
داستاني رپورټونه هر څو كه څوك دَ خپلې بې سوادۍ په وجه دَ سفرنامې په نوم يادوي ،
خو دراصل دا دَ سفرنامو په شمېره كې نه راځي � ولې چې په سفرنامه كې دَ مشاهدو،
معلوماتو سره سره دَ خپلو اندروني احساساتو، جذباتو او دَ زميني حقائقو په شكل كې
څېړنې هم شاملې وي � كومې چې مونږ ته دَ افضل شوق په سفرنامو كې په نظر راځي � ځكه
خو يو ليكوال او كالم نګار ښاغلي مصور فرېشي دَ افضل شوق دَ سفرنامو په حقله په
مختصرو ټكو كې ډېره ښه خبره كړي ده چې ګنې " پښتانه سفرنامه نګاران دي .. دَ افضل
شوق نه دَ سفرنامې ليكلو چل ايزده كړي " او زه هم دَ يو بل ستر ليكوال او شاعر سعيد
ګوهر دغه په ريكارډ باندې رقم كړي خبره منم چې ګنې" اووه ګامه مزل .. دَ پښتو وړمبۍ
مكمله او داسې بهترينه سفرنامه ده چې دَ اُردو دَ شاهكارو سفرنامو سره څنګ وهي" �
او بلكه زه داسې هم وايم چې دَ مستنصرحسېن تارړ اُردو سفرنامې چې په يو معيار هم دَ
ښاغلي افضل شوق دَ سفرنامو نه اوچتې په دې نه دي چې دَ مستنصر حسېن تارړ په سفرنامو
كې مصنوعيت دَ ابلاغ مسئله او لفاظي دَ نه منلو تر حده شوي ده � هم ځكه خو دَ هغه
دَ سفرنامو په حقله اُردو نقادان وائي .. چې هغه سفرنامې په ائيرپورټ يا دَ هوټلونو
په كمرو او لابيانو كې ليكلې دي � او په دې خبري كې منطقي جواز دا مخې ته راوړل
كېږي .. چې مستنصر حسېن تارړ هر ملك ته دَ پاكستاني راهنماګانو سره دَ يو سركاري
رپوټر ، يو كالم نګار يا دَ ملك په بېلابېلو سركاري وفودو كې شامل دَ يو غړي په
حېثيت دَ يو څو ورځو دپاره تللی دی � نو لازمي خبره ده .. چې په داسې حال كې به هغه
ډېر محدود سېلونه كړي وي � خو بلې خواته دَ افضل شوق په سفرنامو كې بې ساختګي دَ
ورايه داسې څرګندوي چې هغه په خپلو سفرونو كې ورك شوی دی � دئی چې كوم ځای ته هم
رسېدلی دی .. نو هاغه ځای كې يې دَ خپلې موجودګۍ ثبوت پوره پوره وركړی دی � او بله
خبره دا هم چې دَ افضل شوق دَ سفرنامو ګواهي دَ هغه درسته شاعري هم كوي � او دا
خبره حقيقت ده چې شعر كله هم دَ خارج نه دَ متاثره كېدو نه بغېر نشي ليكلی- خو
الميه دا ده چې مستنصر حسېن تارړ ځكه لوی سفرنامه نګار شو .. چې هغه دَ حكومتي ژبې
ليكوال دی او شوق دَ خوارې پښتو � اوس غواړم چې دَ افضل شوق دَ وړمبۍ سفرنامې "
اووه ګامه مزل" .. دَ هر ګام تنقيدي جاج واخلم �
دَ شوق وړمبی ګام
دا وړمبی ګام چې افضل شوق په ځوانه ځوانۍ كې په وړمبي ځل دَ جنوري كال 1992 كې دَ
ملا ئشيا په هېواد كې چې هغه ورته " دَ سهېلي لمر ختيځي اېشيا زړه " هم وائي كې
كېښودو � دَ يو سركاري دورې په لړ كې دا وړمبی سفر دَ افضل شوق دَ سفرنامو يو اّغاز
اوګرځېدو .. او دَ ده ستوری هم په ګردش كې راغلو � دَ دې وړمبي قدم نه واخلې .. دَ
نن تر ورستيو قدمونو پورې افضل شوق په سفرونو سر يادېږي � كه دا اووايم چې دَ
سفرنامه نګار په حېث دَ هغه دَ پېژندګلو وړمبۍ حواله دَ دې سفرنامې يعنې " اووه
ګامه مزل" دا وړمبی باب چې مونږ ورته دَ دې مضمون په حواله وړمبی ګام وائيو .. نو
بې ځايه به نه وي � په دې ګام كې دَ سركاري مصروفياتو علاوه دَ كوالا لمپور دَ ورځي
او شپې ژوند په باب دَ افضل شوق ډرامائي .. حېرانونكي او شاعرانه خبرې كه قاري په
لوستلو مجبوره كوي .. نو بلې خواته په دې باب كې دََ " مهېش وري" نومې انډين پېغلې
سره جذباتي او شاعرانه تړون ډېر په افسانوي او رومانوي پېرائيه كې داسې په خوند او
طريقه شوی دی چې دَ قاري ګمان په سفرنامه نګار باندې كه څه هم دَ يو عياش شخص كېږي
.. خو.. په دې درست باب كې داسې يوه خبره هم نيشته چې هغه دې په غېراخلاقي يا
غېرانساني لب و لهجه كې بيان شوې وي � يا دې ترېنه حېوانيت څرګندېږي � خو دَ دې
باوجود هم پښتنو قدامت پسندو او نا لوستو ځينو نقادانو دَ لوستلو په ځای دَ بل نه
دَ اورېدلو خبرو په رڼا كې لكه دَ ډنډورې ، بلا فتوې هم لګولي دي � دلته زه دَ يوې
ښځې نقادې په حېث دې خبرې ته حېرانه شم چې په دې باب كې دي څه ؟ .. او خلقو ترېنه
جوړ كړي څه دي ؟ شايد چې په وړمبي ځل يو داسې ليكنه په ډېره جديده او اّفاقي
پېرائيه كې دَ پښتنو لوستونكو مخې ته راغلې وه .. چې هغې ليكنې هضم كېدو كې ډېر وخت
اغيستلو سره سره دَ ځينو روايت پسندو هاضمې خرابي هم كړې � او يا شايد چې دَ دې باب
په ورستۍ پېره كې په ډرامائي انداز " شټ دي ډور پليز" دَ ځينو لوستونكو په ذهن كې
مغالطې پيدا كړي دي �
په دې باب كې دَ افضل شوق دَ انډين استقبالي پېغلې سره دَ تعلق جوړولو معصومانه طلب
چې هغه څومره كړاوْنو سره مخامخ كوي .. نو هم دغسې دَ دې هوټل يوه اّپرېټره په خپل
خواږه اّواز كې هغه ځانته دَ متوجه كولو كوشش كوي � خو ورسره ليدل كتل نه كوي � او
دَ وخت سره سره چې افضل شوق دَ هوټل خوږ اّوازې اّّپرېټرې او دَ دې هوټل دَ
استقبالي پېغلي مهېش وري تر ميانځه څومره په افسانوي انداز كې قيصه مخې ته وړي ..
هغه لوستونكې په بيا بيا په لوستلو ځكه مجبوره كوي .. چې په دې حقيقي پېښې كې
رومانيت انتهائي په خوږې پېرائيه كې تر سره شوی دی � او دا هغه وړكوټې افسانه ده چې
افضل شوق يې په پښتني دُنيا كې دَ يو ډېر لوئی او حقيقت پسند سفرنامه نګار په حېثيت
مشهوره كړو � ولې چې دَ دې افسانې اصل خوند هاغه ډرامائي نتيجه ده چې دا پورتنۍ
دواړه پېغلې چې په ظاهره دوې بېلي بېلي پېغلې ښكاري ..خو دوې نه دي .. بلكه يوه
پېغله ده .. چې كله دَ اّواز په ذريعه هغه ځانته متوجه كوي او كله دَ څهرې په تقش و
نګار � او دا انكشاف هغه وخت كېږي .. چې په ورستۍ ورځ افضل شوق له دې هوټل نه كوچ
كوي �
په دې وړمبي ګام كې دَ ملا ئشيا دَ دارالحكومت نه علاوه ترينګانو سټېټ، كاوْنټن
سټېټ ، پيهانګ، بېنټانګ او كرك رياستونو نه علاوه چې دَ رېډ سي دَ سمندر صفا او
ښائسته ساحلونو ، دَ اّسيان پارك وړمبي سېل ، دَ هندو ټېمپل نه متاثره كېدو سره سره
دَ هغه تاريخي حېثيت په باب دلا ئل ... او دَ مسلمانانو له خوا دَ خپلو زړو اّثارو
دَ نه ساتلو روئيو او خاصكر دَ پښتنو په حواله دَ خپلو تاريخي اّثارو كې دَ دلچسپۍ
نه اخيستلو په اړه دَ مايوسۍ يو تريخ احساس هغه څيزونه او خبري دي .. چې افضل شوق
په ډېر هنر او كمال داسې په خوند او په مزه مزه قلمبند كړي دي .. چې دَ هغه دغه
اُسلوب ډېر خوښ كړلی شو � ولې چې دَ هغه په تحرير كې داسې محسوس كړلی شو لكه هغه چې
يواځې په سفر نه وو تللی .. بلكه پښتون قام يې هم ځان سره په دې غرض اوړی وو چې دوئ
لږ پوهـ شي .. او په دې اورسي چې دُنيا چرته روانه ده ، او دوئ چرته روان دي ؟؟
په دې باب كې دا ورستۍ پېره ( چې په صفحه نمبر 30 باندې موجوده ده ) په دې وړاندې
كوم چې زما دَ پورتنئيو خبرو تصديق اوشي �
" چې څنګه مې دروازه خلاسه كړه ، نو څه ګورم چې دَ اّپرېټري په ځای دَ هوټل دَ لابي
انډين جينۍ مخامخ راته ولاړه ده .. نه هېلو ، نه هائی .. يو دم مې دَ خلې نه ورته
اووتو ...
- ته .... ؟؟
دې دَ ځواب په ځای په كاريډور كې يوې بلې خواته اوكتو او په څرپي خونې ته رادننه
شوه .. بيا ساه كېدلي دَ كرسۍ په خوا وره غله � بس چې كېنسته ، نو يې فقط دومره
اووئيل ..
- Shut the door please
او په ما خوله ځكه را ايله شوه چې دا هغه غږ وو چې هره شپه ما په ټېليفون باندې
اورېدو"
په دې وړمبي باب كې دَ سفرنامه نګار دَ ملا ئشيا دَ ملك په اړه دا لاندېنۍ خبري كه
مخې ته كښېږدو ، نو دَ دې ملك دَ خلقو اجتماعي روئيو نه به خبر شو � هغه روئيې څه
دي .. راشئ چې دَ افضل شوق په دې رقم شووْ خبرو كې يې مطالعه كړو �
" دَ خبرو تر حده اسلام خو په هر اسلامي هېواد كې شته ، ګوا په مسلمانان او يا دَ
شپې او ورځې دَ پرله پسې لمونځونو دپاره جوګه په موسلو ولاړ مسلمانان .... چې په
عملي ژوند كې دَ انسانيت په اړه تول مانده لري � نو او به وايم چې كه دَ سوچه
مسلماني كردار او بې ساري اخلاق خبره منځ ته راځي ، نو دَ ملا ئشيا دَ سپېڅلو خلقو
مثال نه وركول دَ حقيقت نه سترګې اړول دي � مګر دا بېله خبره ده چې دَ دې ځای دَ
خلقو زړې رواجي جامې څوكه څوكه خپل مشرقي طرز بائيلي او مغربي انداز خپلوي .. لګيا
دی"
( شوق - اووه ګامه مزل " مخ - 9)
دَ شوق دوم ګام
دَ افضل شوق دا ګام دَ ملائشيا نه دَ سنګاپور په لور چې هغه ورته " دَ مونكي ګاډ
جنت " هم وائي اوچت شوی دی � په دې سفر كې دَ افضل شوق سره ملګری ډاكټر كنول چې په
ډېرو حوالو يې په دې باب كې يو خوش اخلاقه او سپين زړی ځوان ښودلی دی .. دَ سنګاپور
په لور دَ هغه سره موسكاګانې اوړي دي � دا سفر دَ سنګاپور په جهاز كې تر سنګاپور
ښار .. چې ځانته ملك هم دی ... چې څنګه اورسي نو په سنګاپور ائيرپورټ باندې دَ هغه
دَ سپين پوست لرلو دَ سوبه په هغه باندې دَ پاكستاني دَ نه كېدو شك په لړ كې مكالمې
ډېري خوندورې او دَ سسپنس نه ډكې دي � په سنګاپور كې سرنګون روډ چې ورته لټل انډيا
هم وئيل كېږي په يو ګيسټ هاوْس او خواوشا ته هندي، چائينيز او سنګاپوري كلتور په
خپل امتزاج كې دَ هغه په ذهن كې سوالونه نه يواځې راپورته كوي بلكه ځوابونو ته يې
دَ رسېدو كوشش هم كوي �
دَ دې ښار سينټوزا نومې غټ پارك او هلته دَ وړوكې رېل سروس، انډر واټر ورلډ او ځينو
نورو ځايونو سېل دَ هندو يار ډاكټر كنول سره په شريكه په مكالماتي انداز كې ډېر په
خوند بيانوي � دلته هم افضل شوق نه يواځې شاعر بلكه افسانه نګار هم ليدلی شي � چې
يوې وړې واقعې ته په دومره سنجيدګي او ادراكي انداز كتنه كوي � لكه دَ مثال په توګه
دَ لېډي بوائی په ليدو او دَ هاغه موقعې په مناسبت دَ افضل شوق په ذهن كې
راپارېدونكې سوالونه او دَ ډاكټر كنول سره مكالمه چې په " اووه ګامه مزل" كې په
صفحه نمبر 36 باندې ليكلی ده .. دَ هېرولو وړ نه ده � نو ځكه زه غواړم چې هغه
مكالمه تاسو ته دلته نقل كړم �
"- چرته دَ دې جينۍ كور ته خو مې نه وړې ، چې دَ سرنګون روډ نه دا دَ مخه او مونږ
ورپسې يُو؟
ډاكټر اوخندل او اوس به يې لا څه وئيلو، چې جينۍ بيا شاته اوكتلو او اوموسېده � دَ
ډاكټر ځواب په خله كې پاتې شو او وائي ..
- خان .. خيال ركهنا . يه لړكې مجهې اچهي نهين لګتي
ما وئيل ..
- فكر مه كوه ، دومره لا هم كمزوره نه يم ، چې هر چاته به زړه په لاس كې ږدم
ما چې څنګه دا خبره كوله ، نو جينۍ دَ يو دوكان په تړه پرتې كرسۍ كې ناست ځوان ته
لاس پورته كړو، وئيل يې ..
- هائی ...
دَ دې هائی څه وو، چې دَ پښو دلاندې مې ځمكه اوخته � ما او ډاكټر يو بل ته داسې
اوكتو، لكه دواړه چې ښه ډېر مزېداره بې وقوفان جوړ كړل شوي وو� او په دې خبره كې څه
شك هم نه وو پاتې شوی .. ولې چې هغه جينۍ، جينۍ نه بلكه Lady Boy وو"
سنګاپور ته افضل شوق په دويم ځل په كال 1994 كې دَ تهائي لېنډ نه دَ رېل ګاډۍ په
اوږد سفر بيا راځي � دې ځل هغه يواځې وي � نو ځكه يې په سېل كې ډېرې تېروتنې په
اخلاقي دائره كې دننه دننه په ډېر هنر كړي دي � بلكه دَ نوي كال دَ لمانځلو په وخت
دَ شپې دولس بجې خواته دَ هغه يو كلب ته ورتګ، په هغه كلب كې دئ يوې بدرنګې
سنګاپوري پېغلې سره دَ نه غوښتلو باوجود هم مجبوري شريكول دَ افضل شوق كردار
داغداره كوي نه � ولې چې دَ هغې جينۍ ناسته دَ خبرو تر حده په ترقي يافته ټولنه كې
دَ حېرانتيا يا غېر اخلاقي خبره نه ده ..!! خو دَ دې باوجود هم په دې باب كې ځيني
داسې علامتي اشارې موجودې دي چې هغه دَ پښتون قاري په ذهن كې كه كاږه واږه سوچونه
نه راولي.. نو هم ګوتې پرې اوچتېدی شي � خو دلته به افضل شوق معاف كړو � ځكه چې "
دَ ښائسته جينۍ يو عېب .. نه عېب " ګڼلی شي �
دا پورتنۍ خبري چې ما دَ خپل فكري ادراك مطابق وړاندې كړې دي � په دې باب دَ يو
لوستونكې تنده ماتېږي نه � نو ځكه زه په دې اړه دَ افضل شوق په قلم دا ليكلي شوي
خبري دَ مثال په توګه وړاندې كولی شو .. كومې چې يو قاري په سوچ كولو باندې يوې
فېصلې ته رسولی شي �
" دا منم .. چې دَ نړۍ دَ ځيني هېوادونو خلقو له مونږ نه دَ ژوند لوبه په هره معنا
او هر ډګر كې ګټلې ده � خو ناشوده دا، چې سمندرونه يې هم زمونږ تر يوازيني سمندر،
صفا، شنه او مست دي .. او بدبُوي هم نه ورنه ولاړېږي � چرته زمونږ او دَ دوئ دَ
سمندري مخلوقاتو ترميانځه خو هم ..؟ "
( شوق -" اووه ګامه مزل" مخ - 159)
دَ سنګاپور په باب دَ نورو معلوماتو په حقله مونږ دَ افضل شوق دغه حتمي سېلاني تاثر
لوستلی شو .. چې ده دَ سنګاپور په سېل كې په خپلې دې سفرنامې كې رقم كړی دی � راشئ
چې يې اولولو �
" دَ انسان عظمت دَ قانون احترام او دَ ژوند په اړه دَ پرمختګ څومره اخلاصمنه جذبه
چې دَ سنګاپور په خلقو كې شته داسې مثال ما بل هيچرته نه خو اوليدواو نه مې دَ چا
نه واورېدو� نو ځكه دَ دې فائن سټي په باره كې په باور سره وايم چې دَ ځمكې په سر
دَ داسې جنت جوړونه يا خو دَ مونكي ګاډ كرشمه كېدلی شي او يا دلته مېښته دَ مونكي
وزمه انسانانو دَ پرله پسې زيار نتيجه..ګنې انسانانو خو مونږ هم يُو،چې دَ لاسو
خيرې نشو صفا كولی "
( شوق - " اووه ګامه مزل " مخ - 31 )
دَ شوق دريم ګام
دَ افضل شوق دا دريم ګام دَ تهائي لېنډ په ښار بنكاك ، چې هغه ورته " دَ تهائيانو
كرانګ تهيپ " هم وائي كې كېښودلی شوی دی � دې ښار ته په رسېدو او دَ ښار په لور په
جهاز كې سفري وسوسې ، وهمونه ، فكرونه او اندېښنې چې افضل شوق دَ پرېشانيانو او
ذهني كوفت سره مخامخ كوي .. نو هغه داسې ګڼي لكه هغه چې دَ يو اُوږي اّدم خوره
اژدها په خلې كې ور كوزېږي � خو چې څنګه هغه بنكاك ته رسي � نو دَ تهائي كلتور،
ژوند او دَ شپې په رڼاګانو كې دَ خپل سيوري نه هم داسې محرومه شي چې بيا ځان ورته
هم په لاسو نه ورځي � هم په دې خو اكثرو نقادانو دَ افضل شوق دَ تهائي لېنډ په دې
وړمبي سېل ، بلكه بيا بيا ورتګ په سبب ګوتي اوچتې كړي دي � او داسې تبصرې يې هم په
محفلونو كې شوي دي .. چې دَ افضل شوق تګ تهائي لېنډ ته دَ ذاتي اغراضو دَ تسكين نه
سېوا بل هيڅ نه وي � خو چې كله ما دَ افضل شوق تهائي لېنډ ته درې واړه سېلونه چې
هغه " دَ تهائيانو په كرانګ تهيپ كې " نه علاوه " هلته .. چرته چې لمر دَ شپې
راخېږي" او " خوب مې ليدو .. خو ويده نه وم" بابونو كې يې نه يواځې په شاعرانه او
افسانوي انداز دَ سېل حال او واقعات رقم شوي دي .. بلكه په قدم قدم افضل شوق دَ يوې
نوي ډرامې دَ يو اهم كردار په توګه "رول" داسې په بې ساختګۍ لوبولی دی چې ځای په
ځای دَ خپل ذات ، شخصيت او نوم يې نفي هم كړي ده � يعنې هغه دَ تهائيانو دَ كلچر
پوره پوره احاطه په دې پورتنو درو واړو بابونو كې داسې اّزادانه او منصفانه انداز
كې كړي ده چې كه څه هم ځان دَ هرې موقعې ګواه يا راوي ثابتوي .. خو دَ هاغه موقعې
برخه هم ګرځېدلی دی � نو ځكه دَ تهائي لېنډ دَ تفصيلي مشاهدې كولو ورسته ليكي ، چې
..
" منم .. چې چرته ښځې خپل مخته اّزادي پرېښول شوي دي ، هلته په نريناوْ باندې دَ
ژوند بار ( په معاشي توګه) كم شوی دی � خو دغې اّزادۍ دَ كور تقدس او دَ خوشحالي
كورنۍ تصور دَ
ميانځه اوړی دی � ګوا نرو نر دَ دی پاتې شوی او ښځه ، ښځه نه .. ولې چې دواړه په
خپلو كې اول خو رشتې ساتلو ته تيار نه دي او كه دي هم، نو تړون يې په داسې نازك
سپڼسي شوی وي � چې شلېده يې ګرسره وخت نه غواړي � او بل دا چې چرته دَ ښځي دَ ژوند
اختيار دَ سړيانو په لاس كې دی � هلته نه يوازي ښځې ته په درنه سترګه كتل شوي دي
بلكه سړيانو هم قدر موندلی دی"
( شوق - " اووه ګامه مزل " مخ � 139)
دَ پورته ذكر شووْ خبرو نه دَ افضل شوق مطلب دا نه دی چې .. هغه دَ ښځو دَ اّزادۍ
خلاف دی � بلكه هغه ښځه .. ښځه هم ليدل غواړي � داسې نه لكه تهائي ښځه ، چې دَ هغه
په قول هغه .. تش دَ پيسو مشين هومره حېقيت لري � دا هغه نقطه ده، چې افضل شوق
حقيقت پسند څرګندوي � ولې چې هغه هر ې معاملې ته په دې سفرنامې كې ګوتي نيولي دي �
په وړمبي ځل دَ افضل شوق غلطيانې فطري ځكه دي چې هغه په وړمبي ځل يو داسې ماحول سره
اشنا شوی وو � نو هم په دې هغه دَ خپل پښتني صداقت نه كار اغيستی دی او مصلحت يې
شاته غورځولی دی � دغه خو زما په خيال دَ يو ريښتونی اديب ادبي انصاف كېدلی شي � چې
هغه څه ويني يا څه اوري يا پرې څه تېرېږي .. هغه ټول هم هاغسې په اخلاقي پېرائيه كې
اوليكي .. لكه څنګه چې افضل شوق په هنر دا كار سر ته رسولی دی ..!! هغه دَ يو چا
خبره.. چې " كلب كې دَ جمات خبرې او په ډسكو كې دَ ادب خبرې غېر فطري دي " ځكه خو
افضل شوق دَ ستائينې وړ دی � او دَ هغه هم دغه صداقت او ريښتوني انداز ته داد وركول
په كار دی � دا هم هاغه بابونه دي چې افضل شوق په وړمبي ځل مصلحت ته دَ منافقت نوم
ځكه وركوي � چې هغه پوهی وو، چې دَ هغه وَ دې رښتياوْ ته به نالوستي نقادان ضرور
ګوتي نيسي � او داسې او هم شو � يعنې څوك چې هم په پښتو كې څومره نالوستی اديب يا
نقاد وو .. هغه په هغسې شدت دَ افضل شوق دې انداز غندنه اوكړه � خو چونكه دلائل دَ
هيچا سره نه وو .. نو ځكه دَ دې باوجود هم دَ افضل شوق دې سفرنامې ميدان اوګټلو �
او اوس داسې محسوسېږي .. چې لكه دا سفرنامه ورځ په ورځ نوره نوره مشهوره كېږي � وجه
يې تش دا ده ، چې ځمونږ نقادان هم اوس رو رو دَ اّفاقي ادب او دَ هغې دَ تقاضو سره
بلدېږي � نو ځكه هغوئ دَ افضل شوق دې كاوش ته سلامي كېږي � ولې چې يو خو افضل شوق
دَ علاقايت او مقاميت نه بالاتر ليدی شي او بل هغه دَ خوشحال بابا په لاره روان يو
رښتونی شاعر او ليكوال دی � داسې ځكه وايم .. ولې چې څوك به داسې وي ، چې هغه به
خپله كردار كشي كوي .. بغېر دَ افضل شوق ، چې خپلو ادبي فن پارو ته يې حقيقي رنګ
وركولو په نيت خپل ځان او ذات په وار وار لوګی كړی دی � ولي يوازي هغه؟ دَ دې ځواب
كېدلی شي چې افضل شوق خپله هم ورنه كړي چې هغه ځان ته دَ قام سترګې ، دَ قام ضمير،
دَ قام زړه .. غوږونه، لاسونه او لاسونه وائي .. چې شاعر دی او ورسره ليكوال هم
..!!
دَ "يوپا" نومې تهائي جينۍ سره دَ هغه جذباتي تړون چې دَ افضل شوق په بڼي كې هغه دَ
خپل مړه مېړه څېره ګوري .. يو داسې افسانوي قيصه ميانځ ته راولي ، چې لوستونكي يې
په لوستلو حېران پاتې شي � ولې چې دا قيصه چې څنګه دَ پښتني او انساني جذبې په تول
تللی شوي ده .. هغه شايد چې دَ افضل شوق دَ نوم نه بېله شي � ولې چې افضل شوق دَ "
يوپا" سره مينه فقط دَ انساني همدردۍ په بنياد كوي .. نه چې دَ هوس دپاره � په
پورتنو درې واړه بابونو كې بلا ډېري خبري شته � خو زه دا يو څو خبرې دَ تهائي لېنډ
په حواله قارئينو ته دَ راپيدا شووْ سوالونو په ځواب كې اوليكم �
" چرته چې لمر دَ شپې راخېږي .. نو حقه خبر ده چې هلته به خلق دَ ورځې دَ رڼاګانو
نه نه يوازې بې خبره وي بلكه دَ كار او زيار نه به هم تنګ وي � هو.. دا دَ هغې
پتايا بيچ خبري دي چې ځانته دَ شپې دَ ژوند په اړه په درستي نړۍ كې ساری نه لري �
دلته دَ ښځو راج دی .. نران شته په كې ، مګر دَ ښځو تر واك دلاندې � دا بېله خبره
ده چې ظلم بيرته هم نران ورباندې كوي او هغه هم دَ ښځو په خپله خوښه � هم ځكه خو دَ
نړۍ دَ هر هېواد نه ډك ډك جهازونه، كه څه هم خالي كېږي په بنكاك كې .. خو مخه يې دَ
خلقو دَ پتايا بيچ په لور وي"
( شوق - " اووه ګامه مزل " مخ - 125)
اوس كه مونږ اوګورو ، نو په پورته ليكلی شووْ تجزياتي خبرو كې كومه داسې خبره ميانځ
ته راغلې ده .. چې هغه اخلاقي حدونه كراس كوي � زما په خيال چې په دې كې افضل شوق
چې څه ليكلي دي .. هم دغه رنګ شهرت تهائي لېنډ لري هم � په دې خو دَ مشر اديب
سعدالدين شپون په حواله يوه خبره مشهوره ده � چې هغه نه يو چا په بلوچستان پشين كې
يا پېښور كې دَ پشين يو اديب پوښتنه كړي وه ، چې شپون صاحب !! دا افضل شوق څه ليكي
په سفرنامو كې ؟ نو هغه ورته په ځواب كې وئيلي وو .. چې دغه رنګ به يې ليكلو او بيا
يې ورته وئيلو، چې تاسو افضل شوق تهائي لېنډ ، سنګاپور يا يورپ ته لېږئ .. او حال
ورنه دَ پشين او لورالائي اخلئ � او واقعي هم دغسې روئيې ځمونږ په تنقيد كې هر چرته
ليدلی شي � يعنې خبري به دَ اسمانونو كوي ، خو خبر به دَ خپل كلي دَ حال نه هم نه
وي � دَ افضل شوق دَ دې دريم متنازعه ګام دَ مزيد وضاحت دپاره دَ هغه دَ طرف نه
ليكلې شوي دا لاندېنۍ پېره وړاندې كوم �
" كه څوك انسان تر ځناوره هم په بد او لړلي حال كې ليدل غواړي ، نو هغه دې په خپل
ژوند كې يو ځل خامخا تهائي لېنډ ته په چكر شي � خپله به يې په سترګو اوويني ، چې دَ
عظمت په جامه كې پټ انسان چې كله خپلې مخې ته اېله كړلی شي، نو دئی څومره په اخلاقي
توګه اولوېږي � خبره دا نه ده، چې ګوندي دَ دې هېواد خلق په ښو او بدو نه پوهېږي..
بلكه زه فكر كوم چې دا هر څه دلته دَ كسته كېږي � څوك يې كوي ؟ څله يې كوي؟ او دَ
چا په ضد يې كوي؟ دَ دې خبرو ځوابونه به هغه وخت مخې ته راشي ، چې كله دغه تهائي
هېواد دَ نيمې نړۍ دَ خلقو دپاره دَ مرګ دَ فرښتې پرته دَ اول يا دويم نمبر بادار
حېثيت اومومي"
( شوق - " اووه ګامه مزل " مخ _ 49)
دَ شوق څلورم ګام
په دې باب كې سفرنامه نګار خپل څلورم ګام په ايران كې ايښودی دی � چې ورته افضل شوق
ښكلی هېواد وائي او په دې يقين يې دَ خپل درست سفر سر ته رسولی دی چې ګني " هلته
سترګې غږېږي"� په ايران كې دَ افضل شوق دَ زميني سفر دَ ستړياوْ حال او دَ جمعه خان
كاكړ سره دَ ملګرتيا كولو او هغه سره بېلو شوخو لهجو كې مكالمه نګاري وړاندې كول په
ډېرادبي هنر كې شوي دي � په ايران كې دَ افضل شوق دلچسپي او دَ هغه ځای دَ خلقو دَ
روئيو، خوئيونو، عادتونو نه دا اخذ كوي چې كه څه هم په ايران كې اسلامي انقلاب دی
.. دَ ښځي په تصوير وړلو او ځان سره ساتلو باندې هم بندېز دی ، خو بيا هم خلق دَ
شاه په حق كې زيات ښكاري � نو ځكه خو شوق اُميد څرګندوي چې كېدلی شي .. ډېر ژر دَ
نوي دور مسته او شوخه هوا راوالوځي او ايران بيرته دَ شاه په ځولۍ كې واچوي � كله
؟؟ او څنګه ؟؟ دا سوالونه ځواب طلب ضرور دي � خو كه مونږ لږ غور او فكر اوكړو.. نو
ځوابونه به دَ افضل شوق په علامتي خبرو كې هم په دغه باب كې موجود پيدا كړو � خو زه
چې دَ هغه په دې خبري پوهه شوي يم .. هغه دا ، چې هغه دَ ايران مستقبل هم دَ
افغانستان په رنګ دَ امريكې په ځولۍ كې ويني ګوري � ولې چې افضل شوق دَ نورو خلقو
دَ رائيو اغيستلو علاوه يو ځای كې دَ يو داسې ايراني عسكر سره هم خبري كوي.. كوم چې
دَ خپل هېواد او نظام نه تنګ ښكاري � اوس چې دَ وطن محافظ هم دَ وطن ښه نه غواړي ..
نو انجام دَ هغه وطن به يقيناً چې دَ افضل شوق په دې پورتني سېلاني بصارت كې ليدی
شي � ولې چې هم دغه رنګه خبره هغه دَ افغانستان دَ مستقبل او خاصكر دَ اّثارو چې په
كې دَ باميان دَ بُت ورانولو توقع هم شامله وه .. په باب هم څه اووه يا اتهه كاله
اّګاهو په دې سفرنامې كې كړې وه .. كومه چې ثابته هم شوه � او پښتون وطن دَ تاريخ
هغه يوازينآ بُت هم دَ منځه لاړو � دې نه انكار نه شي كېدلی چې .. دَ يو مطالعاتي
تجزيه نګار نه دَ يوه سېلاني تجزيه ډېره كاراّمده ده � ولې چې يو سياح چې كومه خبره
كوي .. هغه دَ حقائقو او مشاهدو په رڼا كې كوي � هم ځكه خو هغه تجزيه دَ سبا دپاره
تاريخي حېثيت لري � لكه نن چې دَ كوبلا ئي خان يا كولمبس يا ابن بتوطه په لارو
باندې دَ قومونو دَ تاريخ تصديق رابرسېره كېږي �
دَ ايران په سفر كې كه افضل شوق دَ اوسني ايراني رواجي كلتور په باب څه تنقيد كړی
دی او په دې ملك كې " دَ لنډي مودې دَ شرعي واده " يې نه يواځې غندنه كړي ده بلكه
دا عمل يې دَ تهائي لېنډ دَ " لېډي هوم " سره هم مقائصه كړی دی � كوم چې ايران
پرستو نقادانو دَ خپل عزت مسئله اوګڼله او هغه يې ښه اوغندلو � خو هغه له خپلې خبري
نه تر شا نه شو � او وائي ... چې ما څه محسوس كړي دي ،، هغه مي وړاندي كړي دي � اوس
كه يې ستائيئ او كه يې غندئ � نه تش دا .. بلكه بل خوا ته دَ ليدلي خوب عبرتناكه
مناظر چې څنګه په علامتي پېرائيه كې قلمبند كوي � هغه دئی يو ښه ليكوال ثابتوي �
ولې چې دَ اسلام موضوع ډېره حساسه ده او تنقيد ورباندي هيڅ يو مسلمان او پښتون نه
شي برداشت كولی � او افضل شوق هاغه ليكوال دی چې دَ خوب په بې تعبيره اشارو كې يې
دَ ايران اوسنی اسلامي انقلاب په ډېر ښائسته انداز غندلی دی � خو بيا هم يو نقاد
افضل شوق ته ګوته په دې نشي نيولی .. چې هغه خو يو خوب بيان كړی دی � او په خوب كې
خو هر څه ليدلی شي � راشئ چې دا يو څو خبرې دَ هاغه خوب په تنقيدي نظر اوګورو چې په
صفحه نمبر 81 كې رقم شوي دي