مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پرحفیظ الله امین د روسانو شکمنېدل

ياددښت: پورتنی سرلېک په لاسوندي کې نشته
ژباړه : رحمت آریا
جولای ۲۰۰۸
ټرټولو پټ (کاملأمحرم)

دشوروي اتحاد دکمونیست گوند مرکزي کمېټې ته

د افغانستان اکریا حالت د سږکال د سپتامبر د ۱۳ � ۱۶ ڼیټو د پېښوله لړۍ وروسته چې په ترڅ کې یې تره کی دواک له گدۍ راوغورځول شو اوپه جسمي لحاظ له منځه یووړل شو، لا تراوسه په بنسټیزدول پیچلی پاتې دی.

دیوشمیرسربېرنو (ظاهري) نښو په راڅرگندیدلو لکه داساسي قانون پر مسودې له سره کارپیل کول، له بنده د یو شمیر مخکې نیول شویو کسانوخوشې کول دې ته نغوته کوي چې امین د خپل واک د پیاوړي کولولپاره هڅې پیل کړې ؛ په حقیقت کې پرپوځ،دولتي فعالینو، مدني ټولنواو په گوند کې دننه د د زورزیاتي او فشار لمنه پراخه شوې ده.

د هغومالوماتو پر بنسټ چې موږ یې په لاس کې لرو ښکاري چې دمگړۍ د سیاسي بیرو د یو شمیرغړو (زیري، میثاق او پنجشیري) اعدام چې په افسانه یي تورونو ' گوندي ضد او انقلابي ضد کړنو' تورن دي په پام کې نېول شوی دی. د افغانستان د خلق ډیموکراتیگ گوند د مرکزي کمېټې په پلینوم کې چې په وروستیو وختونو کې جوړ شوی وو امین د گوند په پیاوړو واکمنو څانگو کې د خپلو خپلوانو په گډون خپل ځان ته پالیاله کسان ورپیژندلي دي. ...

د هغومالوماتو پر بنسټ چې موږ یې په لاس کې لرو ښکاري چې دمگړۍ د سیاسي بیرو د یو شمیرغړو (زیري، میثاق او پنجشیري) اعدام چې په افسانه یي تورونو ' گوندي ضد او انقلابي ضد کړنو' تورن دي په پام کې نېول شوی دی. د افغانستان د خلق ډیموکراتیگ گوند د مرکزي کمېټې په پلینوم کې چې په وروستیو وختونو کې جوړ شوی وو امین د گوند په پیاوړو واکمنو څانگو کې د خپلو خپلوانو په گډون خپل ځان ته پالیاله کسان ورپیژندلي دي. ...

په وروستیو وختونو کې یو شمیر د پاموړ حقایق څرگندوي چې د افغانستان سرمشریزه په پام کې لري له لوېدېځو ځواکونو سره د 'متوازنه سیاست' لاره راخپله کړي. له افغانانو سره د اړیکو د سرچینو پربنسټ لوېدېځه نړۍ په ځانگړې ټوگه د امریکا استازي دې پایلې ته رسیدلي دي چې په افغانستان کې د سیاست د کرښې د مخې د بدلولو لپاره داسې امکانات رامنځ ته شوي چې لوری یې د واشنگتن خوشالولو ته په ا َوړېدو دی.

ددې په پام کې نیولو او د ټولو اړینوامکاناتو د کارَونې په پـَیلـَولو باید په افغانستان کې د انقلاب ضد بریا اویا د لوېدېځ په لور د امین سیاسي میلان ته دې اجازه ورنکړل شي او لاندنۍ کرښه دې په ډیر ځیراو پاملرنې په نظرکې ونېول شي:
۱. له امین اوپه ټولیز ډول د افغانستان د خلق د ډیموکراتیک گوند او د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت له مشرتابه سره دې په نه ستړې کېدونکي ډول په دې توگه کارته دوام ورکړل شي چې هغه ته څرک ونه لگیږي چې گڼې موږ پر هغه یا ډاډ نه لرو او یا نه غواړو ورسره راکړه ورکړه وکړو. له امین سره د خپلو اړیکو د کارَولو له لارې خپل مناسب رسوخ ورښکار کړﺉ او په عین حال کې د هغه حقیقې موخه ځانته راڅرگنده کړﺉ.
مخکې له دې چې امین د شوروي ضد دریز خواته ور تاوشي د حقایقو له موندلو سره سم زموږ له پلوه ورته زموږد شونواقداماتوپه اړه له اضافي تجویزونو څخه یې خبر کړﺉ.

الف.گرمیکو، آی.یو.اندروپوف
د.اوستینوف، ب.پونیماریوف
۱۹۷۹،اکتوبر،۲۹
سرچېنه
دالاسوندی دلیاخوفسکي .الف.الف په کتاب کې 'د افغانانو غمیزه او زړورتیا' په ۱۰۲ پاڼه کې خپور شوی
(Moscow: GPI �Iskon�, 1995)

دلاسوندي دکتلو لپاره دغه ځای کښیکاږﺉ
http://www.gwu.edu/~nsarchiv/NSAEBB/NSAEBB57/r6.pdf
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery