پښتو ژباړه : رحمت آریا
سپتامبر، ۲۰۰۸
افغانستان ته د شوروي اتحاد د سفیر الف. میم . پوزانوف او د تره کي منځ د خبرو لنډیز |
نېټه
۱۹۷۹/۲۲/۰۳
|
سرچینه:
Notes by O.A. Westad in TsKhSD, f. 5, op. 76, d. 1044, ll. 29-30
|
دلاسوندي د پېژندنې لنډیز:
افغانستان ته د شوروي اتحاد د سفیر الف. میم. پوزانوف او تره کي ترمنځ د خبرولنډیزچې په ترڅ یې کې تره کی د پوزانوف له لارې د شوروي له مشرتابه څخه مننه کوي او سفیر ته د هغو خبرواترو په تړاومالومات ورکوي چې ده د شوروي له مشرانوسره کړې وې.
|
تره کي پوزانوف ته د خپلو هغو خبرو اترو په اړه خبر ورکړ چې نوموړي د پياوړو خوندي
څپو لرونکوې (های فریکوینسي) راډیو له لارې له برژینیف، کاسیگین، اوستینوف، گرومیکو
او پونیماریف سره کړې وې. شوروي مشرانو پریکړه وکړه چې که ایران، پاکستان او
نورهېوادونه د افغانستان پرډیموکراتیک جمهوریت برید وکړي نو شوروي اتحاد به ورسره
سیاسي او پوځي مرسته وکړي، ددې لپاره چې د هوا له لارې د لیږد چارو ته چټکتیا ورکړل
شي نو د کریدیتونو د نېټې د پای نیټې دې وځنډول شي، د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت
ته دې سل زره ټنه دانه باب ورکړل شي او د هغه طبیعي گازو بیه دې لوړه کړای شي چې
شوروي اتحاد له افغانستانه راپیرودلي دي. تره کي د شوروي اتحاد له سوسیالیستي
جمهوریتونو څخه مننه کړې چې دافغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت په کورنیو چاروکې د
پاکستان او ایران د لاسوهنې د غندنې په موخې یې اعلامیه خپره کړې ده.
[پالیزه یادښت: د افغانستان د اړوپیچ په تړاو د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي
کمېټې ته د جوړ کړل شوي گزارش د ژباړې لپاره چې گرومیکو، اوستینوف او پونیمارییف د
۱۹۷۹زکال د اپریل په لومړۍ نېټه چمتو کړی او سیاسي بیرو ه د ۱۹۷۹زکال د اپریل د
مېاشتې په ۱۲ نېټې منلای وو ، د سړې جگړې د نړیوال تأریخ د پروژې دریم بولتن وگورﺉ
(د ۱۹۹۳ زکال منی) ۶۷ � ۷۹]
اخځ :
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034DBF6-96B6-175C-935A5B274DB250F0&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan