مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ۱۹۸۰ � ۸۲ زو کلونو په اوږدو کې په سویل لوېدیزه آسیاکې د کې جې بي فعاله اقدامات

پښتو ژباړه : رحمت آریا
سپتامبر ۲۰۰۸زکال
د ۱۹۸۰ � ۸۲ زو کلونو په اوږدو کې په سویل لوېدیزه آسیاکې د کې جې بي فعاله اقدامات
سرچېنه د واسیلي میرتوخین د لاسوندونو آرشیف نېټه اپریل ۲۰۰۴
د لاسوندي پیژندنه:
د غه توکي د کې جي بي د آرشیفي لاسوندونو پخواني راټولونکي میتروخین، [ د خپل کتاب" کي جي بي په افغانستان کې " ډبلیو پي ۴۰ له خپرولو وروسته] د سړې جگړې د نړیوال تأریخ د پروژې لپاره را برابر کړي دي. د آسیا په سویل او سویل لوېدیزکې د شوروي د" فعاله اقداماتو" په اړه د میتروخین د یادښت لېکونو ټولې ټولگې د چاقاق شویو او په پټه را ایستل شویو توکو پربنسټ ولاړې دي اوپه ځانگړې ټوگه د سړې جگړې د نړیوال تأریخ د پروژې لپاره په درنښت ورکړل شوي دي او غوښتنه کیږي چې د دغو لاسوندونو د سرچینو په اړه د محدودیت د څرنگوالې یادَونې ولولې.

الف:
د شوروي لاسوهنې په افغانستان کې د ۱۹۷۹ زکال د دیسامبر له مېاشتې را وروسته د نړیوالې ټولنې پریکنده او خوځنده غبرگون را وپاراوه. د دې لپاره چې کې جي بي په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو او د هغه د ځواکونو د کړنو په تړاو د منفي غبرگونونو را ټوکېدلې لړۍ راشنډه کړي نو د نا سمو اوغلطو مالوتو د خپراوي په گډون یې گڼ شمیر اقدامات تر لاس لاندې ونیول.
کې جې بي نوي دکتورین را وزیږول چې له مخې به یې ویل : کې جې بي له دښمن سره د جگړې لاره نه ده غوره کړې بلکه جگړه د دښمن د کړنو پربنسټ ورباندې تپل شوې نو له دې امله د کې جې بي ټولې کړنې په فرضي توگه قانوني او پر ځای وې.
[،،] دغلطو او بې لارو کوونکو مالوتو خپـَرَونه د شوروي د کمونیست گوند د لاس اوزار ول، دا د څارکښیزو کارونو یوه بشپړونکې ، اړینه ، حتمی او پټه برخه ده. دا نه یوازې زموږ وگړو ته گټه رسوي بلکه د نړۍ په هر گوټ کې د کارگرې پاړکې "طبقې" لپاره هم گټور دي؛ دا په خپله د پرمختلونکي انسان لپاره د نړېوالې مرستې یوه بڼه ده او د لویدیزو کمپنیو له هغو بې لارو کوونکو مالوماتو څخه په بنسټیز ډول توپیر لري چې په خپله تومنه کې یې د وگړو د ټولنیزنظر د راخپلولو لپاره پټ ساتلي دي. د کي جې بي د ناسمو مالوماتو علمیات پرمختللي دي؛ هغه په برلاس د بې لارې کولو لپاره را جوړ شوي خو د بې لارې کولو موخه یې دښمانان دي نه کارگري وگړي، دا مالومات یا د پانگوالو واکمنو کړیو د بې لارې کولو لپاره دي چې په بل ډول او په بې لارۍ کې عمل وکړي ، یا د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د گټو د خوندي ساتلو لپاره دې چې له مخې یې د هغوی [د پانگوالو � ژ] د کړنو مخنیوی وکولای شي؛ اویا د سولې د ټینگښت او ټولنیز پرمختگ لپاره دي. دا مالومات د نړیوال دیتانت "بې وسلو کولو" لپاره دي، دا مالومات انساني دي اوپربنسټ به یې داسې یو سپیڅلي چاپیریال رامنځ ته شي چې په خټه کې به یې د انسانیت ځلانده راتلونکې نغښتې وي [،،]
[،،] د ټولو فعاله اقداماتو ټولېزه ارزښت په دې کې دی چې د لیـږل شویو او خپرو شویو مالوماتو درښتونولۍ او د هغود رښتونې سرچېنې موندل گران خواغیزمنتوب یې د گټې د ضریب په توگه هغه مهال څرگندیدای شي چې په لږ لگښت اولږو هڅو سترې پایلې او گټې را وزیږوي. د بې لارو کوونکو مالوماتو بڼې په ټولیز ډول په درېو ډولونو دي � (لیکلې) لاسوندې، (شفاهي) غیرلاسوندیز، ننداریز (نمایشي) [،،]
[،،] د کي جي بي په استوگنځایونو [په بهرنیو هیوادونو کې د سفارت ځانگړي کارکوونکي، سوداگران، سلاکاران او نور- ژ] کې په فعالو اقداماتو پورې اړوند استوگن کسان په خپلو اړوندو کارونو کې د خپلو کړنو پازوالي "مسؤولیت" په خپله په غاړه لري. په لویو استوگنځایونو کې د څارکښیزو "جاسوسي" کارونو په اډانه کې فعاله اقدامات د اړوند سړي له پلوه په خپله سر ترسره کیږي او لارښوونه ورته نه کیږي؛ له دې امله د دغسې کارونو د سرته رسولو لپاره کارپوهان او ازمویل شوي کسان گومارل کیږي. د کي جي بي د سر مشر د ۱۹۸۲ز کال د اپریل د مېاشتې ۰۰۶ لارښود لېک حکم کوي چې د دیپارتمنتونو ایف سي ډي [ د لومړي لاس لوی مشران] گان او د هغه پرسونل باید او په هرو مرو توگه د فعالو اقداماتو په تر سره کولو او په هغو کې د گډون کولو دنده په غاړه راواخلي؛ ددغسې کارونو په ترسره کولو کې ځوان افسران باید له یوې آزموینې څخه راتیر شي اودا په خپله د فعالو اقداماتو یا څارکښیزو فعالیتونو د یوه ډول په توگه پیژندل کیږي. هغه افسران چې د [الف] ډوله خدمتونه ترسره کوي باید د نوښتونو د رامنځ ته کولو وړتیا ولري او د ساده او پیچلو کارونو په تر سره کولو کې له ځانه رَڼه وړتیا راڅرگنده کړي. هغه کسان چې د ورځنیو اړوندو کارونو په ترسره کولو کې لارښوونو ته اړتیا ولري، هغوی د دغسې کارونو لپاره وړ نه بلل کیږي [،،]
ب
د ۱۹۸۰زکال د فبرورۍ په مېاشت کې اندروپوف د کي جي بي لپاره د پاکستان په تړاو د اقداماتو یوه تگلاره و منله چې لاندینۍ ځانگړتیاوې یې درلودلې:
[،،] ۱. کې جي بي باید د ایس سي دي [په دویمه کچه د لویو کاري مشرانو- ژ] له لارې په ماسکو کې مېشت پاکستاني سفارت او مأموریت ته مخگواښنه (اخطار) ورولیږي که چیرې د [پاکستاني مشر] ضیاالحق په سیاسي دریز کې روښانه او اغیزمنې کرښې راڅرگندې نه شي، او پاکستان د امریکا او چین لارښوونو ته غاړه کښیږدي چې له مخې یې د پاکستان خاوره د افغانستان په وړاندې د یوې مـُدامیزې (دایمي) اډې په توگه را وکارول شي نو د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د ختیزپیژندنې اکاډمي ته به لارښوونه وشي چې د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت د پولو د خوندي ساتلو په گټه په پاکستان کې د بلوڅي او د پـښتـني زبیښاک ضد غورځنگ او همدا رنگه د پوځي رژیم د کورنیو مخالفینو په تړاو دې د لارو چارو د لټونې او څیړنې کار راپیل کړي.
۲. د عملیاتي چـَـلونو یا تخنیکونو د کارَوَنې له مخې دې په مرکز کې را جوړې شوې شپې پاڼې یا شبنامې اسلام آباد او کراچۍ ته ولېږل شي؛ دغه شپې پاڼې دې د پاکستاني پوځ د یو شمیر افسرانو د نامه له پلوه ولېکل شي او په هغو کې دې ددولت کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ په کلکه وروغندل شي چې له پایلو یې دغه هیواد ته د شتمنیو یا مادیاتو د لویو تاوانونو د رسولو هېله کیږي.
۳. د " سردار" تر سرلېک لاندې دې درې سوه شپې پاڼې راجوړې شي او په هغه دې کې پر دولت کلکې گوت نیونې وشي او څرگنده دې شي چې وگړي ددولت له ټولنیزې تگلارې او پوځي کړیو څخه په ټینگه سرټــَکاوی لري.
۴. د پاکستان په سیمه یزو رسنیو کې دې داسې جړرې ور وکـَرل شي چې گڼې پوځي رژیم په درواغو د افغانستان په تړاو له حالاتو څخه د گټو د را پورته کولو په پلمه غواړي خپله پوځي وړتیا لا پياوړې کړې او له دې لارې غواړي په ټول هېواد کې د خپلې واکمنۍ اغیزو ته لا اوږد ژوند او پراختیا ورپه برخه کړي اوپه دې پلمه غواړي تر یوه ناڅرگند وخت پورې د سیاسي گوندونو او ډلو ټپلو پرفعالیتونو بندیز ته دوام ورکړي.
۵. په بنکاک کې د پاکستاني مأموریت له غوږونو دې ور تېره شي چې د ضیاالحق د رژیم په وړاندې د راکټېدلو ټولنیزو - سیاسي ناخوښیود څپو په پام کې لرلو، د کارتر په ادارې کې پاکستان ته د پوځي مرستو د ورکړود گټو په اړه شکونه راپارېدلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر [سایروس] وینس او دهغه مرستیال دواړوپه پام کې نیولې چې د امریکا د سیاست د یوې بلې سترې تیروتنې د مخنیوۍ لپاره دا اړینه بولي چې په پاکستان کې د پوځي رژیم پرځای دې داسې یو رژیم راوستل شي چې د پاکستان ټیکاو او امن ډاډ من کړای شي.

۶. په هندوستان کې سروزیرې گاندهي ته دې مالومات ورکړل شي چې پاکستان د امریکا له لږې پوځي مرستې څخه خوښ نه دی ځکه چې امریکا پر پاکستان داسې آړونه ( شرایط ) را منلي چې گڼې امریکا به په دې آړ د مرستې د ورکړۍ لړۍ ور وغځوي چې پاکستان د اټومې سرگلولې له چــَولو څخه لاس پرسر شي. پاکستاني مشران په بیړه هرلورې ته لاس اوپښې اچوي چې د افغانستان له حالاتو څخه په گټې اخیستنې له امریکاڅخه ډیره وسله تر لاسه کړي او تر څنگ یې د پاکستان د اتومي بم د جوړولو په وړاندې را ولاړ شوي بندیزونه لیرې کړي.
۷. د ملگرو ملتونو د مشرتابه له لارې دې د ایران استازو ته خبر ورکړل شي چې پاکستان ته د پوځي مرستو په را ډیریدا اوس امریکا د بلوڅستان په گډون د پاکستان په خاوره کې د ایران د خاورې د سرحدي پولو په ورڅیرمه سیمو کې د پوځي اډو د جوړلو په لټه کې ده. پاکستاني مشران امریکا ته د دغه انحصاري حق د ورکړې لېواله دي.
۸. د ناپییلتوب د غورځنگ د هیوادونو په ټولو کړیو کې دې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ د سپکولو اوبې اعتباره کولو لپاره گامونه رااوچت شي او ټینگار دې وشي چې پاکستان د ناپییلتوب د غورځنگ د کړنلارو له کرښو څخه اوښتی ځکه چې پاکستان دوه وو سترو ځواکونو امریکا او چین ته اجازه ورکړې چې هیواد یې په آسیا کې د هغوی د لاس د اوزارو په توگه را وکارول شي.
۹. په هندوستان، سیریلانکا، بنگله دیش، نیپال، اندونیزیا، ا ُردن، ایتالیا او فرانسه کې دې د خـَپـرَونو د خپراوي لړۍ نوره هم را وغځول شي او ټینگار دې وشي چې د پاکستان د څارکښیزې ادارې او دهغې ادارې اړوند کسان نیغ په نیغه د افغانستان په کورنیو چارو کې د وسله والې لاسوهنې په سمبالولو کې را ښکېلې دي. [،،]
د ۱۹۸۰زکال د سپتامبر په دویمه کرچکوف [ولادیمیر د کې جي بي مشر] د پورتني پلان د مودې را غځېدنه ومنله. د کې جي بي د مرستیال وي الف چوخروف ترمشرۍ لاندې د[ ایف سي دي] تر کچې یوه کاري ډله راجوړه شوه چې د [ک] او [آر تي] د ادارو د لومړيو درجو خدماتو [الف ]او د ۸، ۱۷ او ۲۰ دیپارتمنتونو استازو په کې گډون درلود. ډلې ته دنده ورپه غاړه شوه چې جاسوسي اقدامات دې تر لاس لاندې ونیسي او د ټولو [ایف سي دي] گانو گډ او را اوچتېدونکي گامونه دې له یو بل سره همغاړې او ترڅنگ دې د پلي کولو څارنه هم وکړي. د [ الف ] د خدماتو د دریم دیپارتمنت مشر ډگروال وي ریخلوف، د چوخروف د کاري ډلې دغړي په توگه وټاکل شو او دنده وروسپارل شوه چې د فعاله اقداماتو د پلي کولو څارنه دې وکړي او دهغو له پایلو څخه راټول شوي مالومات دې د همغاړي کولو په موخې په یوه ټکې کې راټول کړي.
د ۱۹۸۱ زکال د فبرورۍ په مېاشت کې کاري ډلې د " تورخم" تر پورَني (مستعار) نامه لاندې د عملیاتي پلان ډیرې برخې را جوړې کړې. دغه پلان باید په گڼ شمیر هېوادنو کې تر سره شوای وای، او د همدغه پلان تر رڼا لاندې نورو جلا جلا او ځانگړو بشپړونکو پلانونو باید لاندینۍ ځانگړتیاوې درلودلای:
- د ضیاالحق له رژیم سره سوله؛
- په پاکستان کې د امریکا او چین د دریزرا کمزوره کول؛
- له ایران سره د اړیکو بـَدَولو ته ملا راتړل؛
- د پاکستان او هندوستان ترمنځ د روانو شخړو پرسر اور را تازه کول؛
- دهند-پاکستان په اړیکوکې نوېو پارونو ته لاس اچول؛
- شخصأ د ضیا الحق پروړاندې د اندیرا گاندهي او د هندوستان د نورو مشرانو په زړونو کې د کرکې او شکمنۍ د احساس را پياوړي کول؛
- د هند او د نړۍ د نورو هېوادونو د مسلمانانو په سترگو کې له هغه (ضیاالحق � ژ)سره زموږ د رغښتې یا سازش د احساس راژوندي کول؛
- د هندوستان دولت دې را وهڅول شي چې پر پاکستان زور واچوي او اړ دې باسي چې د افغان له یاغیانو څخه لاس په سر شي؛
- د پاکستاني کډوالو" مهاجر قومي غورځنگ �ژ" او د ولسپالو د غورځنگ فعالیتونه دې را سمبال شي؛
د افغان مهاجرو تنظیمونه دې له یو بله را جلا کړای شي-
د افغان کډوالو په وړاندې دې د سیمه ییزو وگړو کرکه او دښمني نوره هم پياوړې شي.
- د ایران او هندوستان له غوږنو دې ور تیره شي چې د پاکستان د پوځي وړتیا د پياوړي کولو موخه نه یوازې د افغانستان په وړاندې دښمنۍ ته د چمتوالي لپاره بلکه دغه دښمني د هندوستان او ایران په وړاندې هم ده.
هندوستان په دې را و توانېد چې ضیاالحق ته ور څرگنده کړي چې د افغان کډوالو په سترگو کې د هندوستان ضد حساسات را ژوندي کوي او په هندوستان کې د پاکستان په گټه افغان پټ مأمورین په کار اچـَوي. همداشان پلان :
- د هندوستان او نورو هېوادنو له پلوه د پاکستان په وړاندې د تبلیغاتو په پیاوړي کولو او هندوستان ته د پاکستان له پلوه د نیول شوي کشمیر د بیرته ور گرځولو د یوې کمېټې په جوړولو ټینگار کوي .
- بې لارې کوونکي مالومات دې د گاندهي له غوږونو ور تیرشي چې امریکا ، پاکستان او د چین د وگړو ولسي جمهوریت د جمو او کشمیر د اړوپیچ د بې ثباته کولو لپاره غواړي په گډه پوځي عملیات ترسره کړي.
په بنگله دیش کې زموږ ټولیزه وگړنیزه موخه دا وه چې د ضیاالرحمن رژیم دې د افغان انقلاب ضد ډلو ټپلو له ملاتړه لاس په سرشي، د بنگله دیش او پاکستان ترمنځ دې د شخړو وړ د سکالو اورته لا لمن ووهل شي؛ د بیلگې په توگه د پاکستاني کډوالو بیرته راگرځېدنه، د بانکي شتمنیو ویشنه او دغو ته ورته نورې، او تینگار دې وشي چې د بنگله دیش په اقتصادي بیرته پاتې کې د پاکستان واکمنې کړۍ پخه ونډه لري. لومړنۍ موخه دا وه چې د افغانستان د والي ډیموکراتیک جمهوریت په وړاندې د امریکا، پاکستان او د چین د وگړو د ولسي جمهوریت د فعالیتونو مخه را ونیول شي. په ۱۹۸۱ او ۱۹۸۲ زو کلونو کې د "تورخم" د عملیاتو په اډانه کې د لاندینیو فعاله اقداماتو را پورته کول په پام کې را نیول شوي ول:
لومړی:
- د شیعه د مذهبي ډلو له اړخه او نامه دې شپې پاڼې ور جوړې اوپاکستانی رژیم او له امریکا سره د هغه همکاري دې پکې په کلکه ور وغندل شي. په شپې پاڼو کې دې د ایران د لاس لرلو نښې نښانې ورڅرگندې کړای شي او په لېکنه کې دې د آیت الله خمیني له خولې پرضیاالحق نیوکې وشي. د شپي پاڼو د شیندلو لارې چارې: شپې پاڼې دې د گڼ شمیر ودانیو پردیوالونو ونښلول شي، په اسلام آباد کې په ورځپاڼو او د بهرنیو هیوادونو په مأموریتونو " سفارتونو" کې دې خپرې شي او په کراچۍ کې دې وشېندل شي.
- ( د "سردار" د لړۍ د یوې برخې په توگه په انگلیسي ژبه دې) په پاکستان کې د وسله والو بیلتون پالو له پلوه شپې پاڼې ور وشیندل شي، او په هغو کې دې ور څرگنده شي چې د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت او هندوستان په وړاندې د ضیاالحق د را خپلو شویو پالیسیو په اړه د پاکستان په پوځي کړیو کې عمومي مخالفت مخ په را کـټېدلو او ډیرېدلو دي او رژیم د پردیو د گټو لپاره لکه د امریکا او د چین د مرییتوب پړی په خپله غاړه کې اچولی دی. دغه شپې پاڼې دې په اسلام آباد او کراچۍ کې ور خپرې شي.

- پورتنۍ شپې پاڼې ته وَرته یوه بله بېلگه دې د یوه شخصي لیک په توگه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر محمد هارون په نامه چې په دولت کې د لږکي شیعه استازیتوب کوي د ایراني مشر امام خمیني په لارښوونه ولېکل شي. په لېک دې راڅرگنده شي چې ضیاالحق په پام کې لري په پاکستان کې د شیعه په وړاندې ټینگ بندیزونه را منځ ته کړي او له دې امله دوی [شیعه وگړي- ژ] له خپلو ایراني وروڼوڅخه غواړي چې ددغې ویرې مخه راونیسي. ددغه لېک یوه کاپي دې د پاکستان د پوځي ځانگړو استخباراتو یوه مشر ته د یوه " خیرغوښتونکي " له پلوه ور ولیږل شي.
د افغانستان په ډیموکراتیک جمهوریت کې د بلوڅو او د مېشتو پاکستانې مخالف ځواکونو د په کار اچولو د وړاندیزبرخې یا جیزﺌـیات رابشپړې کړﺉ.
د سولې ټول لاسوندي د گڼ شمیر هېوادونو په رسنیو کې خپاره کړﺉ [،،]
دویم [،،]
په ټول زور او ځواک د پاکستان په وگړو کې د افغان مهاجرینو په وړاندې دښمنۍ را سختې کړﺉ او پاکستان ته د افغانانو د راکډوال کېدلو د بهیر په وړاندې شوني خنډونه رامنځ ته کړﺉ.
د پاکستاني ټولنې په منځ کې له ډنډورو ډک مالومات را خپاره کړې او ټینگار وکړﺉ چې د ضیاالحق رژیم په خپل رښتوني اړخ کې نه غواړي د افغان کډوالو ستونزې راحل کړي او له کډوالوپه گټې اخیستنې غواړي دغه ستونزه په یوې تل پاتې یا دایمي نه حل کېدونکې ستونزې راواړوي. د افغانستان له ډیموکراتیک جمهوریته د را کډوال شویو افغانانو شمیره او شتون پاکستان ته دا وسه وربخښي چې په لویه کچه مرستندویه توکي د هغوی په نامه له نورو راټولې کړي، دولت غواړي چې د بلوڅانو او پښتنو ولسپاله غورځنگونه یوې گوښې ته کړي او د هغوی په سیمو کې خپله واکمنۍ نوره هم پخه او پراخه کړي.
- د پاکستان دولت او د خبریالانو کړیو ته مالومات ورسوﺉ چې د افغان کډوالو مشران د بېلگې په ډول [بنسټپاله اسلامي مجاهدین د (اسلامي گوند) لارښود] گلبدین حکمتیار او ن. محمد [ښایي نبي محمدي وي � ژ] هڅه کوي چې پښتانه ټبرونه تر خپلې اغیزې لاندې راولي او له هغوی سره ژمنه کوي چې د افغانستان او پاکستان په خاوره کې یو نوی دولت د خپلواک پښتونستان تر نامه لاندې رامنځ ته کړي.
د پاکستان د څارکښو ادارو د څانگو له غوږه ور تیره کړﺉ چې افغان کډوالوته د را رسیدونکې وسلې ستره برخه د هغومخالفو سیاسي گوندونو پر پلویانو اورسمي چارواکو پلورل کیږي چې په پاکستان کې مېشت له افغان انقلاب ضد مخورو سره دایمي نا څرگندې اړیکې ټینگې کړې دي.

د هېواد د رسنیو له لارې ډنډورې راخپرې کړﺉ چې په پاکستان کې د مېشتو افغان مشرانو په منځ کې یووالی او یو موټی والی نسته، هغوی د ضیاالحق له ادارې څخه خوابدي شوي او غواړي چې د امریکا له څارکښو ادارو، د چین د وگړو له ولسي جمهوریت او له سعودي عربستان سره د پاکستان له څارنې او منځگړتوب پرته اړیکې راټینگې کړي.
ددې لپاره چې په افغان کډوالو کې گډوډي رامنځ ته شي نوپه خپله د افغانانو د مرستې له لارې د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت له څارکښو ادارو څخه دې په دغه اړه کارواخیستل شي. [،،]

[،،] دریم
د پاکستان د اټومي بمب په تړاو د واشنگتن، پیکنگ او د ضیاالحق درژیم تر منځ د اړیکو د خړپړ کولو لپاره د فعاله اقداماتو د کارونې چارې تر لاس لاندې را ونیسـﺊ.
- د هندوستان، بنگله دیش او د نورو هېوادونو له غوږونو دا مالومات ورتیر کړﺉ چې د شوروي سوسیالیستي جهموریتونه غواړي تاسو د هغو هېوادونو په کتار کې راودروي چې غواړي شوروي پلوه وي. یو شمیر اقدامات دې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د ټولو ځواکونو له ستر درستیز سره په گډه تر لاس لاندې ونېول شي.

- د آسیایي هېوادونو رسنیو ته په ډيلي ، ډاکه ، کولمبو او په دغو هیوادونو کې د پاکستاني مأموریت سفارتونو ته دا مالومات له غوږونو ورتیر کړي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د پوځي همکاري له پایلې څخه به د پاکستان په خاورې کې د امریکا د پوځي اډې جوړېدنه هرو مرو را وزیږیږي، د هغه هېواد د پوځي سلاکارانو بې شمیره ډلې به راشي او د پاکستان د خاورې په سمندري څنډو کې به امریکایي بیړۍ را تمې شي او د دې ترڅنگ به د پاکستان اړیکې له اسلامي او د ناپییلتوب د غورځنگ له هېوادونو سره خړې پړې او د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو اتحاد، هندوستان او ایران به د پاکستان په وړاندې د یوې گډې لېکې په راجوړولو کې له یو بل سره را همغاړې شي او دا به د ضیاالحق د رژیم مخالفینو ته ښه پیاوړې پلمه په لاس ورکړي او په ټینگ دریز به په پښو را و دریږي.
- د هندوستان او د ملگرو ملتونو د سکرتر جنرال د همکارۍ په شوني والي کې امریکا ته دا مالومات ور تیر کړﺉ چې پاکستان ته د پوځي مرستو د پراخېدنې په اړه د ریگن د ادارې پلانونه به د ضیاالحق د رژیم په وړاندې د مخالفو ډیموکراتیکو کړیو ټېنگ غبرگونونه را وپاروي. که د ضیاالحق کم پایښته د یکتاتور او ځانغوښتونکی رژیم را وپرځیږي نو په دغه هېواد او په ورته کچه په ایران کې به امریکایي ضد احساسات را وپاریږي.
- د هنگریانو له لارې د ناتو د چارواکو کړیو له غوږونو د ضیاالحق د رژیم ضعف او بې وسۍ او په پاکستان کې د پاکستان د پوځ په گډون د مخالفینو د ځواک د وَدې راچـَټـَکېدنه ور تیره کړﺉ او ټینگار وکړﺉ چې هېواد د بې ثباتۍ پر لور درومي.
په ډاکه کې په ولسي جرگه کې د ولسي جرگې د غړو له پلوه پوښتنې او خبرې را تودې کړﺉ، د وگړو، مخورو سیاسي کسانو او د لویو مخالفو گوندونو له پلوه خبرتیاوې را خپرې کړﺉ ، پردولت دې زور راوستل شي چې د " بیهاري" کډوالو د بیرته راستندیدونکو د ستونزو په هوارۍ کې دې له ځیر او احیتاطه کار واخلي اوبنگله دیش ته د ملگرو ملتونو د منځگړي کمیسیون لپاره دې لاره هواره کړي او پرپاکستان دې زور واچوي چې د پاکستاني کډوالو را ستنېدا دې په ډیرې بیړنۍ توگه تر لاس لاندې ونیسي او د ضیاالحق رژیم دې را اړباسي چې د سعودي عربستان له پلوه ورکړل شوې وړیا بسپنه دې د افغان انقلاب ضد کړیو د مرستې لپاره نه بلکه د همدغو کسانو په بیرته راستنېدا کې ولگولي.
- په ډیلي کې مالومات راخپاره کړﺉ چې امریکا او ناتو غواړي د هندوستان پروړاندې په سویلي آسیا کې یوه ټلواله رامنځ ته کړي چې په هغې کې به پاکستان کارنده او څرگنده ونډه ولوبوي. لویدیز هېوادونه نه یوازې غواړي چې پاکستاني پوځ راپیاوړي کړي بلکه د هندوستان په وړاندې د پاکستان ورانکارو فعالیتونو ته لاټینگه اوږه ورکړي او غواړي د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د شخړو لمبو ته لا لمن ووهي او د سیکهه د بیلتونپالو ملا ور و تړي چې یو خپلواکه خالسلیستان " (خالستان ـژ) رامنځ ته کړي.
- په ډاکه کې میشتو هندي دیپلوماتانو ته د هندوستان په وړاندې د پاکستاني مشرتابه د تیري گرو موخو او د جـَنـَتـا " پټو گوندونو �ژ" د ستراتیژیکو پلانونو په اړه راکاږه شوي مالومات خپاره کړﺉ چې گڼې ددغو ستراتیژکو پلانونو موخه د هندوستان په لوېې نیمې وچې کې د هندوستان د هر اړخیزه دریز راټیټول دي چې د امریکا او د چین د وگړو د ولسي جمهوریت له پلوه ترلاس لاندې نیول شوي او پایله یې د پاکستان د پوځي وړتیا په پیاوړي کولو ور اوړي.
- په تهران کې په پرله پسې توگه بې لارې کوونکي مالومات را خپاره کړﺉ چې گڼې پاکستان له افغان کډوالو څخه په کاراخیستنې غواړي بلوڅو او عربو بیلتونپالو ډلو ته په ایران کې وسلې ورتیرې کړي چې د خوزستان [د ایران په سویل لویدیز کې]، سیستان [د ایران په ختیزکې] او د بلوڅستان په ولایتونو کې د گډوډۍ ډله یزې دولتي ضد پیښې را وپاروي [،،]
د ۱۹۸۱زکال د مارچ په مېاشت کې د "تورخم" پر عملیاتي اقداماتي پلان سربیره د "گوادر" تر نامه لاندې یو بل څنگیز پلان را وزیږول شو او موخه یې د بلوڅانو له ستونزو څخه په گټه اخیستنې پرپاکستان د اغیزو شیندل او پیاوړي کول ول. د ایف سي دي [الف] د مشرمرستیال ډگروال م. الف کراپیوین ددغې تابیا د پلي کولو پازوالي په غاړه درلودله.

د "گوادر" عملیاتي پلان د لاندینیو ځانگړتیاوو په لرلو داسې دی:
[،،]. د افغان د استخباراتو او په اسلام آباد او کراچۍ کې د کې جي بي د میشتو څانگو له لارې د بلوڅانو مشرانو ته د پاکستاني چارواکو د موخو په اړه را کاږه شوي مالومات ورتیر کړﺉ چې گڼې پاکستاني چارواکي غواړي په بلوڅستان کې د افغاني کډوالو شته والی را قانوني کړي او هغوی ته حق ورکوي چې دایمي استوگنځي را جوړ کړي او هغوی به حق ولري چې پووندې او باړې په کار یوسي او خپل څاروي به پکې وپیایي.
- له افغاني وسله والو ډلو سره د یو شمیر بلوڅي ډلو د نښتو را پارولو ته اوږه ورکړﺉ.
- اروپا ته د بلوڅانو له ټاکلي استازي سره د اړیکو د ټینگولو او ساتلو شوني والی تر آزمایښت او څیړنې لاندې ونیسـﺊ چې له هغې لارې په بلوڅي غورځنگ کې دننه حالات وڅیړل شي، پرهغو اغیزه وشیندل شي او داسې ژمنې پکې راژوندۍ شي چې گڼې د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونه به ددوی غورځنگ ته پراخه مرسته وربرابره کړي.
- په افغانستان کې د بلوڅي راډیو د ستیشن د جوړولو د تخنیکي اړخونو شونتیا په پام کې را ونیسـﺊ چې پربلوڅي وگړو د یوه خپلواکه هېواد د را جوړولو په موخه د جگړې کولو غږ وکړا ی شي.
- د افغانانو له لارې دشپې پاڼو د شیندلو لړۍ را پیل کړﺉ چې له مخې یې د بلوڅي وگړو او افغان کډوالو ترمنځ اړیکې لاپسې اور واخلي.
د پاکستاني مشرانو له غوږونو کاږه مالومات ورتیر کړﺉ چې امریکا د بلوڅانو له ستونزې څخه په گټه اخیستلو ځانگړې موخې لري او په پام کې لري چې د ضیاالحق پر رژیم زور واچوي چې له پاکستانه د افغانستان په وړاندې د نا اعلان شوې جگړې د سمبالولو لپاره د یوه پیاوړي مورچل په توګه کار واخلي.
- د سي آی اې په اړه بې لارې کوونکي عملیاتي مالومات را خپاره کړﺉ چې گڼې د غې ادارې په غیر مستقیم ډول د یو شمیر سیاسي مخورو کسانو ،د بیلگې په ډول[ ښایي د ایران پخوانی سر وزیر شاه پور] بخیتار او [پخوانی ایرانی جنرال غلام علي] اویسي له لارې اویا نیغه په نیغه بهرته د را کډوال شوی او یا په کور کې دننه د بلوڅانو له یوشمیر مشرانو سره اړیکې را ټنیگې کړي دي. ددې لپاره چې باور یې راشي نو د بلوڅانو له پلوه یو شمیر ظاهري لیکونه راټول کړﺉ چې په امریکا کې د پاکستان سفارت او یا په آسیايي هېوادونو کې پاکستاني سفارتونو ته یې ورلیږلي وي او په لېکونو کې دې ضیاالحق او په پاکستان کې نورو دولتي او پوځي مشرانو ته گواښونه شوی وي. دا دې هم روښانه کړای شوی وي چې بلوڅي مشران د امریکا له چارواکو څخه مالي مرسته ترلاسه کوي او د یوه خپلواک بلوڅستان د راجوړلولو په بدل کې ځانگړي خدمات او مرستې تر لاسه کوي.

- د ایراني مشرتابه له غوږونو کاږه مالومات ور تیرکړﺉ چې امریکا ځانگړي موخې او اقدامات په پام کې لري ددغو اقداماتو له لړیو څخه یوه یې د "ساواک" [د ایران د څارکښې ادارې] د پخوانيو څارکښانو گومارل دي او گڼې امریکا په پام کې لري چې له ایرانه ایراني بلوڅان راټول اوله پاکستاني چارواکو سره له غاړه غړۍ کېدلو وروسته د پاکستان په خاوره کې یو یوموټی خپلواک بلوڅستان را منځ ته کړي.
- په کولمبو کې د پاکستاني دیپلوماتانو له غوږونو ورتیره کړﺉ چې د لیبیا له مشرتابه څخه په را اخیستل شویو خبرو کې پاکستاني بلوڅو مشرانو له لیبیا څخه د یوه خپلواک هېواد په راجوړولو کې د مرستې غوښتونکي شوي او د لیبیا لوړپوړي چارواکي په دغې غوښتنې غور کوي. د پاکستان د بلوڅانو وسله وال اقدام هغه مهال بیرته په شا کیدلای شي چې په هیواد کې ولسي ژوند خوندي او ډیموکراته لاره راخپله او له بلوڅستانه افغان کډوال بیرته خپلو کورونو ته ورستانه کړای شي.

- له افغانانو سره یوځای او په گډه په دولتي ضد پارونو کې د بلوڅانو رانښلول تر پام لاندې ونیسـﺊ او څرگنده کړﺉ چې څه ډول مرستې دې ورته ورکړل شي.
- د [فلسطین د خپلواکۍ د ادارې مشر] یاسر عرفات او د گڼ شمیر هېوادونو رسنیو ته دا مالومات ورسوﺉ چې پاکستان غواړي پر اسراﺋـیلو د یورشلم پرسرد اسلامي هېوادونو د قهر ملا راماته او ددغې سکالو پر سر د هغوی یو موټی والی را دړې وړې کړي. که د اسلامي هېوادونو د اسلامي کنفرانس بیړنۍ غونډه را وبلل شي نو امریکایانو پاکستان ته دنده ورسپارلې چې د ټولو پام د افغانستان سکالو ته را واړوي او د یورشلم په تړاو پراسرﺋـیلو د اسلامي کنفرانس د پریکړو را ماتول به د امریکا او اسراﺋـیلو له پلوه وستایل شي. [،،]
د چوخروف کاري ډلې د یوې نوې قهرراپارونکي خبرې د اړخونو راجوړول په پام کې ونیول � دا د هندوستان او پاکستان ترمنځ د خپلواک کشمیر پرسر د ستونزې لا پراخول او په افغانستان کې په پردیس کې د یوه خپلواک او آزاد بلوڅستان دولت را جوړول ول. خو د ددغې سکالو د څو اړخیزه نا ډاډ والي او د حالت د پیچیلتیا په پام کې نېولو سره د دغې ستونزې له را کــَټـَولو څخه لاس واخیستل شو.
دې ته ورته ډیرې اقدامات تر لاس لاندې ونیول شول او د پاکستان د ډیموکراتیکو ځواکونو د پياوړي کولو لپاره شراېط رامنځ شول. د پاکستان د خلق د گوند یا پیپلزپارټي له استازو، تحریک استقلال ، د مسلم لېگ د گوند له ټولو څانگو ، د مساوات له گوند، د پاکستان د نشنل ډیموکراسي له گوند، د پاکستان له نشنل گوند او د هېواد له نورو ولسي � ولسپالو ځواکونو سره کارونه ترلاس لاندې نیول شوي ول.
د فعالو اقداماتو د پلي کولو لپاره په بهر کې د کې جې بي د میشتو څارکښو"جاسوسانو" او د کې جې بي د قرغزیا، تاجکستان، ترکمنیا او آزرباﺋـیجان دغړو د په کار اچولو شونتیا را ډگر ته شوه.

ج
د فعاله اقداماتو ډیرې برخې په اسلام آباد کې د " نوا" تر نامه لاندې په خپریدونکې مهالنۍ کې چې د مېشتې کي جي بي له لوره څارل کېدله ځای پرځای شوې وې.
په ۱۹۸۰زکال کې ۲۳۹ مقالې د "الف" د ډلې اقداماتو پورې اړوند خپرې شوې، د ۱۹۸۰زکال په لومړۍ نیمایۍ کې، د ټولو خپرو شویو شمیره ۲۱۶ ته را ورسیدله. کله چې د افغانستان په اړه د پاکستان � افغانستان اړیکې تر شننې لاندې نېول کېدلې، مهالنۍ به گڼ وختونه د افغاني ضد او شوروي ضد دریزونو په راخپلولو کې خپلې شننې کولې. د همدغې مهالنۍ لسمه گڼه د امریکا له رسنیو څخه په را اخیستنې د ضیاالحق وینا را اخلي اوڅرگندوي چې د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونو غوښتل د خلیج فارس له لارې ځان ته د ننوتلو لاره را پيدا او د پاکستان لاس د شا له لورې ورو تړي. د مهالنۍ ۴۶ گڼې د " نوای وقت " لېکنه د دویم ځل لپاره را خپره کړه او شننه یې وکړه چې دغه ولس ولې د شوروي پوځ د ملگرو او خپلواکۍ بخښونکو په توگه گڼي او ټول کیڼ اړخي یې ویرولي ول چې که شوروي سرتیري راسي نو نه به دوی او نه به ددوی کورنۍ په کرار پریږدي.
په ۱۹۸۱زکال کې د مهالنۍ ډیري برخې د افغانستان په اړه د کنفرانس او ناپییلتوب د غورځنگ پردریز خپرونې کولې.
په ۱۹۸۱زکال کې په پاکستان کې د [ک ر] د کرښو ۱۲ فعاله اقدامات پلي شول چې په هغو کې د " لیو" سولې او د سي آی اې په اړه د پوسترونو ویشنې گډون درلود. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو، د امریکا د سفارت قونسلگرۍ او "لیو" بلوڅستان ته سفر وکړ او د ولایت د بیلتونپالو د پلویانو له سیاسي مشرانو سره یې وکتل چې د هغوی له سفرڅخه گټه را واخیستل شوه. له همدغه ځایه ول چې امریکا په ایران کې د را پورته شویو انقلابي ریفورمونو په وړاندې د شخړو د رامنځ ته کولو او سمبالولو ته ملا را وتړله او له دغو مشرانو سره یې ژمنه وکړه چې د ایران په وړاندې د خنډ په را پورته کولو به د ولایت کورواکي دوی ته ور وگرځول شي.
په سیمه یزې ورځپاڼې کې یولنډ خبر خپور شو او پکې ویل شوي ول چې یو پولیس د امریکا د سفارت د یوه غړي موټر دَرَوي او د [چیکیستو] مأمورینو تر اغیزې لاندې د امریکایانو په قاچاق کې راښکېل شوی وو او ورځپانې له پښتـنـو بیلتونپالو سره د نوموړي مأمور د اړیکو په منلو ټینگار کاوه.

څرگندونه:
د شورويчрезвычайная комиссия Chrezvychaynaya Komissiya, [tɕɛka]) [چیکست::
د جاسوسۍ له لومړنیو ادارو څخه وه . دغه اداره د ۱۹۱۷ زکال د ولادیمیرلینن له پلوه د دیسامبر په شلمه نېټه رامنځ ته شوه او لومړنی مشر یې کمونیست فلیکس اندماندوویچ ځرژینسکي وو. دغه اداره وروسته په یوه پوځي ځواک واوښتله او د شوروي د رژیم د ساتلو دنده یې په غاړه درلودله. � ژ]
په هماغه وخت کې یوه طرح یا دسیسه د فعاله اقدام په اډانه کې را پلې شوه. خبره دا وه چې د امریکا د سفارت د سیاسي برخې د سکرتربکس ورک شو. په بکس کې داسې لاسوندي ول چې په خپله تومنه کې یې پاکستاني ضد مواد درلودل. بکس د یوه پاکستاني له پلوه په یوه گڼه گوڼې ډک ځای کې وموندل شو او پولیس ته ور وسپارل شو. د ۱۹۸۰زکال د اپریل د مېاشتې په ۵ نېټه په ډیلي کې د کې جي بي تر څارلاندې ورځپاڼې " پتریوت � هیوادپال" یوه لېکنه را خپره کړه چې سر لېک یې وو:" د ضیاالحق په وړاندې د امریکا د څارکښې ادارې سي آی اې تر چپنې لاندې چاړه په لاس جگړه ". لیکنۍ د دولتي ضد مأمورینو په دسیسو کې د سي آی اې پرښکیلوالي ټینگار کاوه.
همدغې ورځپاڼې د ۱۹۸۱زکال د اپریل د مېاشتې په څلورمه " په پاکستاني فرقو کې د پوځي پاڅون " ' ۷ تنه اعدام شول ' تر سرلېک لاندې یوه بله لېکنه خپره کړه. لېکنې د پاکستان په سمبال شوي پوځ کې د راولپنډۍ ، پیښاور او کراچۍ په بارَکونو کې د میشتو ځواکونو په منځ کې د گډوډې د راپارېدنې په تړاو خبرې کولې. د کې جي بي د ایف سي دي د " الف" د خدماتي څانگې د هېلو برخلاف له تاس پرته بلې هېڅ ورځپاڼې ددغو بې لارې کوونکو معلوماتو په وړاندې غبرگون راڅرگند نه کړ.

د ۱۹۸۱زکال د جولای د مېاشتې په شپږمه نېټه شوروي پوه او ختیز پیژندونکي چې د کې جي بي څارکښ هم وو په شوروي اتحاد کې د پاکستان له شاژدافیر سره یوه غونډه درلودله. د پټو خبرو په ترڅ کې نوموړي شوروي پوه امریکا ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر آغاشاهي د سفر په تړاو په اړوندو پیاوړو ایجنسیو کې د واکمنو او اکاډیمکیو کړیو د نظر د غبرگون څرنگوالی وریاد کړ.
په خبرو کې په ځانگړې توگه ټینگار وشو چې امریکا افغان یاغیانو ته د پاکستان له لارې د وسلو مرسته کوي؛ په دغو وسلو نه یوازې افغانان وژل کیږي بلکه شورویان هم وژل کیږي؛ او دې ته په کاتو د شوروي اتحاد سوسیالیستي جهموریتونو اړ کیږي چې نه یوازې خپله پوځي مرسته به را ټیټه نه کړي بلکه دهغه په بدل کې به د خپلې پوځي مرستې کچه نوره هم را لوړه کړي. که پاکستان وغواړي چې د امریکا له پلانونو سره د یوه ملگري او همغاړي په توگه په ځانگړې ډول د آسیا په اړوپیچ اړوندو چارو کې ونډه ولوبوي، نو شوروی لوری به ونه شي کولای چې د یوه بیکاره په توگه ددغسې یو پرمختگ پرمخ راو نه دَریږي. شارژدافیر د خپل دولت له کړنو څخه د ننگې په کولو ټینگار وکړ او د خپل دولت له خولې یې ورته وویل چې د پـــښــتـنـو په ټــَبـرنیو سیمو کې د اړوپیچ " حالت" او فعالیتونو مخنیوی ناشونی کار دی.

شارژدافیر وپوښتل: موږ څه کوو؟"
جاسوس ځواب ورکړ. " زه خو واک نه لرم، زه نه شم کولای د پاکستان د دولت لپاره پریکړه وکړم، خو زه غواړم ستاسو پام دغه ټکي ته را واړوم چې زموږ د خبرو پر خټې او تومنې ټینگ فکروکړﺉ"
شارژدافیر په لوړ غږ وویل : " مگر دا خو تاوتریخوالي ته لا پونده ورکوي!"


جاسوس د شارژدافیر خبره وروغندله او ور غبرگه یې کړه: " آیا باندیستانو او یاغیانو ته د شوروي د سرتیرو د وژنې لپاره امریکايي وسله ورکول تاو تریخوالي ته پونده ورکول نه دي؟ پاکستان خو اوس د یاغیانو د سمبالولو په یوې لویې اډې اوښتای دی او د وسلو د تیرولو او برابرولو یو لوی سوری (تونل) شوی دی. اوتاسو گومان کوﺉ چې شوروي اتحاد به په چوپه خوله کرار کښېني او دې ته به سترگه په لار وي چې څه ورپښیږي؟

شارژدافیر په دغو خبرو داسې د پای ټکی کښیښود: " دا مهم معلومات دي. که څه هم لیواله نه یم چې دا کار وکړم، خو غواړم دغه گزارش اسلام آباد ته ورکړم."

په افغانستان کې د شوروي د وسله والو ځواکونو په اړه ایرانیانیو ته د ناسمو مالوماتو د ورکولو په مهال د [چیکا ][ � د کې جي بي له جوړیدلو مخکې د شوروي لومړنې څارکښه اداره، چې پورته یې څرگندونه وشوه �ژ] څارکښان وروسته له یو څه وخته دې پایلې ته را ورسیدل چې که په افغانستان کې امریکا ته نیږدې سیاسي کړۍ واک په لاس کې را ونیسي او د واک پرگډیو کښېني، نو له خمیني سره به د غورځو پرځو او دښمنۍ د کړس په کړاو کې د هغه په وړاندې د هغه خپله وسله � اسلام � ور وکاروي. له دې امله هغه [خیمني � ژ] باید د نوي رژیم د رښتوني دښمن ورانکاریو ته ټینگه پاملرنه راواړوي چې نوم یې لوېدېز او گاونډي عرب هېوادونه دي.

ددې لپاره چې د ایران � پاکستان په اړیکو کې نور تاو تریخوالي ته لمن ور ووهل شي او د افغان کډوالو په وړاندې د ایرانیانو کرکه نوره هم را وپارول شي نو د سیمه یزو چارواکو په مرسته ددغه کار لپاره یو شمیر تر لاسه شوي مالومات په کار واچول شول، خبره دا وه چې سي آی اې په عـُمان او پاکستان کې د پوځي روزنې یو شمیر رونځایونه جوړ کړي ول چې په پوځي روزنه سمبال شوي جنگیالي په ایران کې د نوي رژیم او ایراني انقلاب په وړاندې د ورانکارو عملیاتو لړۍ تر سره کړي. روزنه د سي آی اې د مأمورینو، د ساواک د پخوانیو څارکښانو او افسرانو او په پاکستان کې مېشت د افغانو تنظیمونو له پلوه ترسره کېدله.

د ۱۹۸۰زکال د نوامبر د مېاشتې په لسمې نیټې د ایران د ولسي جرگي مرستیال د زاهدان [د ایران په سویل ختیځ کې] له ښارگوټي څخه په ولسي جرگه کې د ایران په وړاندې د پاکستان، عـُمان او په سیمه کې د نورو لاسپوڅو دولتونو له دښمینو ډکو کړنو ته په کلکه نغوته وکړه. هغه په خپلو خبرو کې وویل موږ څرگند مالومات په لاس کې لرو چې: " تش په نامه ملگری خو پټ دښمن یعنې پاکستان د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې غواړي ورانکارې کړنې تر سره کوي" مرستیال په خپلو خبرو کې د کي جي بي له ورکړل شويو مالوماتو څخه یادَونه وکړه او ټینگار یې وکړ چې د ورانکارۍ په یوې برخې کې د پاکستان له خاورې افغان کډوال لاس لري او نوموړي د ایران له دولته په ټینگار وغوښتل چې ددغو ورانکاریو په وړاندې دې کوټلي گامونه را اوچت کړي او د ایران په خاور کې دې د افغان کډوالو حالت دې ور معنی کړي ځکه چې له هغوی څخه د ایران دښمنو ځواکونو له خوا د سیاسي موخو په پلي کولو کې گټه اخیستل کیږي.

د "توکیسک" 'زهر �ژ' تر نامه لاندې یو بل فعاله اقدام تر لاس لاندې ونیول شو چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ژوند د حالت د لا تریخولو په موخه راجوړ سو. ددغه اقدام په سرکې دا پوښتنه را برسیره شوې وه چې د افغان جنگیالیو ستره ستونزه د پیسو نشتوالی دی. او ددې لپاره چې جنگیالي خپله پوځي بودیجه را سمبال کړای شي نو پر لوېدیز باندې د نیشه یې توکو په پلورلو کې راښکیل شوي دي.

یوازې د ۱۹۸۰ز کال د جنورۍ او فبرورۍ په مېاشتو کې د افغان د سکالو په اړوند ۵۶ لېکنې وکــَرل شوې؛ په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د یرغل په پلوي ۱۲ سرمقالې ولېکل شوې. سرمقالو ټینگار کاوه چې دغه تیری د افغانانو د ۱۹۷۹ ز کال د انقلاب په وړاندې یوازې د امپریالیزم د هغې نا اعلان شوې جگړې په ځواب کې دی چې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو اتحاد یې له افغانستان سره د ملگرتوب د تړون تر سیوري لري او د افغانستان د قانوني دولت د غوښتنې پربنسټ دغه هیواد ته راغلي او دهمدغه ملگرتوب په رڼا کې به خپله دنده تر سره کوي.


له دې چې دغو لېکنو د ټولنې د وگړو په اندونو کې د هېلې وړ اغیزې ور ونه شیندلې او د ټولنې سترې برخې د شوروي یرغل وغانده، نو په بهر کې د کې جي بي میشتو څارکښو د سیمې په گوندونو کې د [اغیزمنو سیمه ییزو] جاسوسانو له لارې وغوښتل چې د وگړو نظر د شوروي د یرغل له سکالو بل لوري ته را تاو کړي اودنده ورکړل شوه چې د افغانستان د نیواک پرځای دې د امریکا او بنگله دیش د ارتجاعي سیاست د تومنې را بربنډولو او د بنگله دیش په کورنیو چارو کې د امریکا لاسوهنو ته راواړوي. که دغې خبرې اغیزه نه درلودله نو د وگړو د ټولنیز نظر د حالت په پام کې نیولو سره دې په افغانستان کې د شوروي د یرغل د غندنې پرځای دې په عین وخت کې هم د شوروي یرغل او هم د امریکا امپریالیزم دې دواړه له یو بل سره پرتله کړي.


د کې جې بي په مرکزي کمېټه کې یو ډیره پټه پریکړه وشوه چې د جاسوسانو له لارې دې د [سرکار دعملیاتي پلان د ډلې څانگې] د سي بي پي [د بنگله دیش کمونیست گوند] اود همدغه سي بي پي گوند د [ ایم او ایچ آی � موهي] څانگې ته دنده ورکړل شوه چې د گوند د غړیوپه زړونو کې د شوروي ضد روحیه مړژواندې کړې او د هغوی پام دې د هنداو چین ترمنځ د هند په شمال ختیز ایالت کې د امریکا او د چین د وگړو د ولسي جمهوریت موخو ته را تاوکړي چې غواړي د سیتاگانگ د غــَرَنۍ ولسوالۍ ، تیري پوره ، میزورام او مانیپور له سیمو څخه جوړ یو نوی دولت د یوه بفر ستیت یا حایل په توگه رامنځ ته کړي.

یوه بله شخړه ور پلې شوله : د افغانستان د پیښې په اړه امریکایانو خپله پاملرنه د ټولنو په ځوانې برخې ورنېغه کړې وه او له بلې خوا په گڼ شمیر ټولنو کې د زده کوونکو ټولنو هم خطرناکه دنده په غاړه درلودله او دا ټولنې د همدې برخې لپاره جوړې شوې وې چې د ایران له انقلاب سره ډغرې ووهي خو امریکا هم دغه ټولنې او هم د ټولنو ځوانه برخه د افغانستان د پېښې په تړاو را پارولې. په دې اړوند په اندویزیا کې ټولنیزو ډلو، مالیزیا او پاکستان ته شپې پاڼې ور ولېږل شولې. د "گونوکونغ" ، "جونپود"، سندباد"، نوتو بنگله" او " ډیموکرات" په خپرونو کې لیکنې خپرې شوې.


لاندینۍ لېکنه د ایف سي دي د الف د خدماتي څانگې له پلوه جوړه شوې یوه کوشنۍ برخه ده چې د بنگله دیش په خپرونو کې خپره شوې وه:

سره له دې چې له افغانستان را کډه شوي کډوال روسي ضد روحیه لري خو په وروستیو وختونو کې راغلي کډوال وایي چې افغان وگړي د شوروي سرتیرو له سم چال چلند څخه به هک پک کېدل، او ددی زړونو به نه منله چې یو نیواک گرځواک دې داسې یو چال چلند وکړي او دا له یو بل سره هېڅ نه جوړیدل. رښتیا دا ده چې شورویان له ۱۹۲۰زکال وروسته، د شلمې لسیزې له کلونو څخه ترلاسه شویو تجربو ته ورگرځي. په هغو وختونو کې دوی د منځنۍ آسیا مسلمان هېوادونه ونیول او اوس غواړي همدغه آزموینه په افغانستان کې را پلې کړي.

د شوروي د منځنۍ اسیا اړوپیچ په هغو وختونو کې کټ مټ په افغانستان کې د ۱۹۷۸زکال د اپریل د مېاشتې له انقلابه را ورسته اړوپیچ ته وَرته وو: پولې ته نیږدې د پرتو ټبرونو په منځ کې ټبرنۍ شخړې، د لویو ځمکوالو ډیر قهرنی دریز، د پووندگرو او شپنو پر ټولنو د مذهبي کړیو پياوړې اغیزې چې له لېک لوسته بې برخې ول، د بریتانیا تر مشرۍ او لارښوونې لاندې په بهر کې (ایران، پي آر سي) کې له مخالفو ډلو ټینگ ملاتړ.

په هغه وخت کې روسانو له ځانه د نه منلو نرمښت را څرگند کړ او دا وړتیا یې وموندله چې پوځي او سیاسي تگلارې دواړه سره راگډې کړي، دا په حقیقت کې هغه کار وو چې وروسته یې باید کړی وای خو دوی هغه وروستني کار "نرمښت" ته په لومړي سر کې لومړیتوب ورکړ. په افغانستان کې د شوروي د پوځ شتون په ورځني ژوند لږ اغیزه راشیندلې ده. د ورځني ژوند د یوه قانون په توگه هغوی په داسې ځایونو کې لښکرکوټونه راجوړ کړېدي چې د وگړو له منځه لیري دي او هر څه یې چې په وس کې وي هڅه به وکړي چې د سیمه ییزو میشتو کسانو پام ځانته را وا نه ړوي. څرگنده ده چې سرتیري او افسران نه شي کولای له خپل لښکرکوټه د باندې را ووځي او یا دې له افغان وگړو سره اړیکه را ټینگه کړي.

د افغان کډوالو له خبرو داسې څرگندیږي مخکې له دې چې روسان افغانستان ته را ولیږل شي هغوی ته په ځانگړي ډول لارښوونه شوې وه چې که څوک کډوال کیږي یا دباندې ځي هېڅ څه دې ورته ونه ویل شي ځکه دا به د مسلمانانو پر احساساتو تیری وبلل شي او یا به برعکس د گڼ شمیر ټبرونو پردودونو چې په لسگونو ډولونه یې په هېواد کې میشت دي تیری وبلل شي. د پاملرنې وړ خبره خو دا ده چې د شوروي هر سرتیری له ځان سره د چال چلند ځانگړی لارښود لېک لري چې له افغانانو سره د چال چلند په مهال دې په پام کې ونیسي. په څو څو ځله ټینگار شوی چې له مؤمنانو سره دې هېڅکله د مذهبي سکالوپه اړه خبرې ونه شي او پر دغو خبرو بندیز لگول شوی؛ لارښوونه شوی چې دا ډول خبرې د ټولو افغانانو له پلوه د یوه قانون په ټوگه گڼل کیږي او هرڅوک دې باید په ورځ کې پینځه ځله لمونځ وکړي او کله چې څوک پر لمانځه ولاړ وي هم دې درناوی وشي او نه دې لاس ورنه وړل شي. د مسلمانو تر مخ دې هغه کارونه چې په قرآن کې منع شوي دي و نه شي او په ټینگه ورباندې بندیز لگول شوی او دې ته وَرته نور. کډوال وایي چې د شوروي په لښکرو کې شوروي بولندویانو ته اخطار ورکړ شوي که ددوی تر لاس لاندې کسان د سیمه یزو وگړو په منځ کې ناخوښۍ را منځ ته کړي او یا د سیمه ییزومېشتو وگړو په تړاونامطلوبې پیچلتیاوی رامنځ ته شي نو دوی به سخته جزأ وویني. د لمانځنو په وخت کې کله چې افغانان له روسانو سره په اړیکه کې راځي او له یو بل سره گوري او یا افغانان غواړي چې په روسي لښکرکوټونو کې د سرتیرو له ژوند څخه لېدنه کتنه وکړي، هغوی ته په ټینگه امر شوی چې که زړه یې وغواړي یا ونه غواړي باید له ځانه خوښي او خوشحالي را څرگنده کړي دغه امر نه یوازې په سرتیرو پلی کیږي بلکه د هغوی افسران دې هم ورته کار وکړي او یادې په چوپه خوله د خپل دسپلین په اډانه کې پاتې شي."

په ۱۹۸۱ او ۱۹۸۲ زکلونو کې د [تورخم] د عملیاتي پلان په اډانه کې د پاکستان په اړه ایراني مشرتابه ته په پرله پسې توگه بې لارې کوونکي مالومات ورکول کیدل چې پاکستان د افغان کډوالو له لارې بلوڅي او عربو بیلتونپالو ته ورسلې ورلیږي چې د خوزستان، سیستان او بلوڅستان په ولایتونو کې دولتي ضد پیښې او وسله والې پارَونې رامنځ ته کړي.

د افغانستان په ملاتړ یوه شپې پاڼه په هېوادنۍ او پراخه کچه د ایران د ملت د غیږ نیونکو د ملي ادارې له خوا وگرځول شوه او ویل یې چې د افغانستان په وړاندې دې د ایران او پاکستان پارَوونې بندی شي.

د ۱۹۸۲زکال د مې د مېاشتې په دویمه نیمایي کې د " زهر" د شپې پاڼې عملیات په پاکستاني بلوڅستان کې تر لاس لاندې ونیول شول چې د ضیاالحق پر راپرځولو یې غږ کاوه. د افغان د ځانگړواستخباراتو د څانگې [ایس جي ای � سگي] د جاسوسانو له لارې ۹۹۰ شپې پاڼې خپرې شوې. د بلوڅانو د یوه ټبرد مشرانو په منځ کې د سگي یوه جاسوس وکولای شول چې د یوه مشر د ډاډ وړیو سړی راخپل کړي او د ایراني ریال د ورکړې په بدل کې د کویټې او ایرانې پولې تر منځ د زاهدان د ریل په پټلیو کې شپې پاڼې وشیندي. جاسوس وویل چې د نوموړي سړي کسانو د شپې پاڼو عملیات پلي کړل او دوی د یوه سړي له پلوه دغه کار ته را گومارل شوي ول چې غه سړی د ایران په سیستان کې د بلوڅانو له توکم څخه د یوه مشر ملگری وو او دغه سړي شپې پاڼې او پیسې خپلې عملیاتي ډلې ته ورکړﺉ او ورته ویل شوي ول چې چوپه خوله دې پاتې شي او دغه خبره دې خپلو افغانو ملگرو ته ونه کړي. د سگي یو بل جاسوس چې پټ نوم یې " محمد خانو" وو او د "فدا" د یوې کوشنۍ ډلې مشري یې کوله، خپل دوه تنه د ډاډ وړملگري استوي چې د کویټې د سکرکورټ [سـَـکـَر] په سیمه کې شپې پاڼې وشیندي.هغه د لگښت لپاره ایراني ریال ورکړل او ویې ویل چې پیسې یې د ' یوه ایراني په غوښتنه' اخیستلي دي ، او څرگنده موخه یې دا وه چې د نورو بخششونو هېله هم وکړي'. په دې توگه د عملیاتو د اصلي مخ لا پټېدلو ته ښه لاره وموندل شوه او په حیقیت کې د بهاندو اوبو مخ ته داسې ډنډ را جوړ شو چې څاڅکی به هم ورڅخه بې ځایه ونه بهیږي ځکه که د عملیاتو پلي کوونکي ونیول هم شي هغوی د زیاتولو لپاره څه نه لري او د سپڼسیو د جړشوي غونډارې د تار د سر را موندل نا شونی کېده.

په ۱۹۸۰زکال کې د افغان کډوالو پروړاندې د کي جي بي د لاندینۍ شمیرې جاسوسان په عملیاتو کې را ښکېل ول: په پاکستان کې ۸، په بنگله دیش کې ۶، په هندوستان کې ۱۲، په افغانستان کې ۱۲.

په بریتانیا کې کې جي بي د پاکستاني کډوالو د یوه مشرپه لټه کې شوه، په فرانسه کې دغې ادارې یو بلوڅی مشر لټاوه او موخه دا وه چې د هغوپه مرسته په گډه عملیات را پلي شي.

د کي جي بي د فعاله اقداماتو په لړ کې یو پلان ترلاس لاندې ونیول شو او موخه یې د هند � پاکستان د اړیکو په پرمختگ کې د خنډ رامنځ ته کول ول او کره موخه دا وه چې د پاکستاني مشرتابه په هغې هڅې کې ناکامۍ رامنځ ته شي چې غوښتل یې له هندوستان سره خپلې اړیکې پراخه او له هندوستان سره په گډه پوله کې د تاو تریخوالی کچه راټیټه کړي.

د خنډ د رامنځ ته کولو موخه وه چې که پاکستان یوه شیبه وخت ترلاسه کړي نو په هوساینې به خپله مخه افغاني لانجې ته را واړوي او په نړیواله کچه به د افغانانو په لانجه کې د شوروي اتحاد د لاسوهنې په تړاو شوروي ضد گامونه را اوچت کړي. په ۱۹۸۱زکال کې [ د فبرورۍ له ۹ تر ۱۳ نېټې پوري د ناپییلتوب د غورځنگ په غونډه کې ] د [افغان د بهرنیو چارو وزیر "دوست" محمد] دوست سفر نوي ډلي ته په ناکامۍ پای ته ورسېد؛ [په همدغه کال کې د جون په مېاشت کې اسلام آباد ته د هندوستان د بهرنیو چارو د وزیر پ. وي. نارا سیما [شرما �ژ] سفر پایلې را ونه زیږولې. مهمه دا وه چې هندي سیاستمداران دې ته را ډاډه شي چې له هندوستان سره د اړیکو پرمختیا ته د پاکستان لیوالتیا یوازې یوه تاکتیکي مانور یا خوځښت دی، ځکه پاکستان په هندوستان کې د خپلې خوښې وړد بې ثباتۍ د رامنځ ته کولو په موخه د ورانکارو په راټولولو او وسله والو کولو غوښتل وخت تر لاسه کړي اوبیا له همدغه رامنځ ته شوي اړوپیچه وکولای شي د کشمیر د ستونزې د حل لپاره د هوارۍ لاره را پیدا کړي.

په ملي کچه یو لاسوندی چې سرلېک یې د " هېگ میمورنډم یا د هاگ یادښت لېک" وو راجوړ شو. ددغه لاسوندي پاخه ټکي دا ول:

[،،] � امریکا په پام کې لري چې پاکستان د ایران په بندرونو، د افغانستان په ډیموکراتېک جمهوریت او د هندوستان په سمندرکې د نړیوالې آزادې سوداگرۍ لپاره په یوه پاخه مورچل را واړوي ترڅو د هند په سمندر کې د هندوستان د زبرځواکۍ د مخکښې ټټروهنې مخه را ونیسي.

- امریکا چمتو ده چې پاکستان ته الوتکه وړونکي بیړۍ ورجوړې کړي (یوه یا دوې الوتکه وړونکې بیړۍ به په پور ورته ورکړي) چې د تم کېدلو ځایونه به یې په گوادر کې وي او د کراچۍ د بیړیو د لنگر اچولو څنگیز بندر به نورهم ورته وروغځوي.

- د ریگن اداره د ضیاالحق د هغو هڅو هرکلی کوي چې له مخې به یې د هندوستان په وړاندې د ښه چال چلند چاپیریال رامنځ ته شي، خو له دغې په وریځو کې پټې اورښتونې خبرې څخه هېڅوک سترگې نه شي پټولای چې تر هغه مهاله چې اندیراگاندهي د واک پرگدۍ ناسته وي نو ډیلی به د شوروي پلوي سیاست کرښې ته لیواله وي.

- پایله دا سوه چې: د واشنگتن � پیکینگ � اسلام آباد د درې څنډیز په گډو هڅوکې د هندوستان ددولت په بې ثباته کولو کې د یوې شیبې لپاره هم دَرېدنه یا بَسېدنه دې منځ ته رانه شي.

- امریکا چمتو ده چې پاکستان ته د اې ډبلیو اې سي ایس [په هوا کې د خبردارۍ او په خپل سر چلېدونکې څارونکي جوړښت لرونکو] پوځي الوتکو په برابرولو کې د پاکستان پرغوښتنې غور وکړي چې له نوموړو الوتکو څخه د هندوستان په پوله کې گټه واخلي او له هغه څخه پخه موخه دا وه چې د نوموړو الوتکو په ورکړې به د امریکا، چین او پاکستان ترمنځ د مالوماتو د راټولولو او د یو بل ترمنځ د مالوماتو گډولو ته لاره را پرانیستل شي. [،،]

په ډیلي کې د کي جي بي میشتې څانگې وموندل چې د ۱۹۸۱ زکال د فبرورۍ د مېاشتې له ۹ تر ۱۳ پورې د ناپییلتوب د غورځنگ د بهرنیو چارو د وزیرانو په کنفرانس کې، د غورځنگ د ښي لاس برخې غوښتل او هڅه یې کوله چې شوروي ضد شعارونه راپورته کړي او په برلاس د افغانانو لانجه او د کمپوچیا ستونزه د دغو شعارونو تر مترکولاندې ښه و ټــَکــَوي.

[،،] هڅه وشوه چې د سوسیالیستي هېوادونو په تړاو هغه پوهـَـنـلېدتـوگه ( تیزس) چې گڼې هغوی د ناپییلتوب د غورځنگ طبیعي ملگري دي را بې اعتباره کړي او شعارونه راپورته شول چې د ناپییلتوب غورځنګ پنځدوی یا طبیعي ملگري او ټلواله نلري خو پنځدویه دښمنان لري او هغه نوي � نیواک (نیو کلونیالیزم) ،توکمپالنه ( ریسیسم)، پانگوالي ( امپریالیزم) او لوړتیاپالنه (هژمونیسم) دي. یوگوسلاویا او شمالي کوریا د غورځنگ په ښي اړخ کې ډه ډه ولگوله. د ناپییلتوب د غورځنگ یوازیني رښتوني او پرمختلونکي جنگیالي ځواکونه کیوبا او ویتنام ول.
د غورځنگ د ښي لاس څانگې د یوه ډونډ یا اعلامیې د لېکنې په راکاږلو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو دوتلو پرسرټینگار کاوه (دا یې منلې وه چې د شوروي د ځواکونو نوم به په ډونډ کې نه اخلي). افغانستان ، انگولار، ایتوپیا او د یمن د وگړو دیموکراتېک جمهوریت سم چمتوالی نه درلود او له ځانه یې د غورځنگ د جنگیالي مخ سم راڅرگند نه شوای کړای. [،،]

په ډیلي کې مېشتې د کې جي بي د څانگې غړي پروخوروف چې [ د گینادي افاناسییچ واومین تر نامه لاندې په ډیلي کې کار کاوه وروسته د تورنجرالۍ په رتبه د ایف سي دي د څانگې د ۱۷ دیپارتمنت مشروټاکل شو] [ د ۱۹۸۱زکال د مې د مېاشتې د پینځمې نېټې په خپل ۱۶۶۹ شمیره تیلگرام کې] په خپل نوښت د فعاله اقداماتو د پلي کولو لپاره یو وړاندیز رامنځ ته کړ. نوموړی دغې بې لارې کوونکې پایلې ته رسیدلی وو چې : ددې لپاره چې د ببرک کارمل رژیم په افغانستان کې د واک پرگدۍ ژوندی پاتې شي نو د هند او پاکستان ترمنځ جگړه به د شوروي اتحاد په گټه وي او هغوی باید همداسې یوه لور ته راوکاږل شي. دیپارتمنت نه یوازې دا چې په بهر کې خپل میشت غړي ته د هغه ددغسې یوې خړسرۍ په ځواب کې د هغه غوږونه ور تاو نه کړل بلکه د نوموړي وړاندیز یې د کې جي بي د ایف سي دي جغرافیوي دیپارتمنت او د شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزارت ته ورولیږه.


د فعالو اقداماتو په اړه د هر عملیاتي مأمورد هر نوښت پلي کېدل را وهڅول شول. د موضوع یا سکالو په تړاو د بهرمیشت څارکښ لیدتوگه اود کړنې څرنگوالی وروسته د وړاندیزونو په ډول له مرکزه نورو بهرمیشتو څانگو ته په اسلام آباد او تهران کې ولیږل شوه. د [الف] خدماتي څانگې له خپلو غړو څخه د هندوستان � پاکستان د اړیکو د لا خرابیدا د څرنگوالي په اړه پوښتنې کړې وې. په تهران کې د [شابروف] په نامه یو ټیلیگرام ولیږل شو او له هغه "د ایران � پاکستان د خړو پرو اړیکو په اړه د نظر غوښتنه شوې وه چې دا به په خپله کې جي بي ته د ایران او پاکستان د اړیکو په لا خړپړولو کې او یا هغو ته د لارو چارو د موندلو په تړاو بله لاره پرانیزي ان تر دې کچې چې دواړه هېوادونه د اړیکو د خړپړتیا له چاپیریاله د دښمنۍ تر کچې د یو بل په وړاندې را ودروي. د تیلگرام په پای کې د دیپارتمنت مشر تورنجنرال م. ک. پولونیک لاسلېک کړی وو. د ۱۹۸۲زکال د جنورۍ د مېاشتې په ۱۲ نېټې همدې ته ورته غوښتنه د اسلام آباد په پته چې د اوولسم دیپارتمنت مشر تورنجنرال نیکیشچوف (کاري نوم یې: میشین وو) لاسلېک کړی وو، ولېږل شوه. له دغو خبرو څخه یو بل وړاندیز را وزیږېد :" د پاکستان او ایران ترمنځ اړیکې ښایې په ډیر حساسو ټکو کار وکړي او کېدلای شي دغه اړیکې ددوې ترمنځ ډیرې خړې پړې شي ان تر دې کچې چې له یو بل سره بربنډې دښمنۍ ته را ووځي، او دا به په خپله په سیمه کې زموږ د خدماتي موخو د ترسره کولو لپاره گټورې را پریوځي."

د دواړ و تیلیگرامونو لومړنې بڼه د [الف] د څانگې مامور [الکسین] لېکلې وه.

په ډیلي او کولمبو کې د کې جي بي د میشتو څانگو د څارگرو له لارې دغې څانگې وکولای شول د ایف سي دي د [الف] د خدماتي څانگې مالومات په هندوستان کې په لوړو پوړو کې د کې جي بي د ځای پرځای شویو چارواکو غوږونو ته ورورسوي. په ډیلي کې یوه څارگر(چې پټ نوم یې "وانو") او خبریال وو، دغه مالومات یې سروزیرې میرمن اندیرا گاندهي ته ورسول.


د ۱۹۸۱زکال د سپتامبر په مېاشت کې نوموړی پاکستان ته واستول شو.د [الف] خدماتي څانگې هغه ته د افغان د لانجې پرسر مالومات وربرابر کړل، او هغه باید د پاکستان د ادارې استازو ته رسولي وای اودنده ورکړل شوې چې له راستـنېـدلو وروسته تر لاسه شوی پیغام دې د هندوستان مشرتابه ورسوي او بیا دې د هند په رسنیو کې را خپور کړي. مرکز اجازه ورکړه چې رالیږل شوي مالومات دې لږ نور هم سم کړلای شي او د جاسوس د کتنې د سفر په رڼا کې دې سمونې پرې ورزیاتې شي، خو دا داسې بریښېدل چې شخصي اړخ پکې برلاسی ولري او له پاکستاني ادارې څخه په ځانگړې توگه له ضیاالحقه د هندوستان د مشرتابه کرکه ډیره تر سترگو کېدله. ددې لپاره چې خبریال په راتلونکې کې پاکستان ته د خپلو شونو سفرونو په وړاندې خنډونه رامنځ ته نه کړي نوموړي د خپل کار په خپرو شوېو برخو کې له ډیرې پام لرنې او هوښیارۍ څخه کار اخیستای وو او رمزونه یې په قاعدوي او نه سپړېدونکې بڼه جوړ کړي ول.

د اکتوبر په مېاشت کې له پاکستانه د خپلو راستنیدلو پر مهال نوموړي څارگر له میرمن گاندهي سره غونډه درلودله او هغې ته یې د افغانستان د سکالو په اړه د کې جي بي گامونه په تفصیل وویل.

[،،] هغه څه چې پاکستاني مشرتابه وویل او که په ځیر ورته وکتل شي نو په پاکستان کې د افغان کډوالو شتون د ضیاالحق ادارې ته گټور ول ځکه هغه ته یې دا وسه وربخښله چې له امریکا، چین، سعودي عربستان او نورو څرگندو هیوادونو څخه د هغوی په نامه لا زیات مرستندویه توکي او وسلې ترلاسه کړي. خو ددې ترڅنگ افغان کډوال د اسلام آباد لپاره د یوه سرباري تاو تریخوالي سرچینه وه ځکه د پاکستان بومي اوسېدونکو په خپله له هغو کوم توپیر نه درلود چې د هغوی ایلبندونه او پووندې او د پووندې ځمکې، د هغوی اوبه او خوراکي دانه باب کډوالو کارول.د یو شمیر پوځیانو د لېد توگې پربنسټ د پاکستان � افغان د پولو ترمنځ به تاو تریخوالی تر هغه وخته دوام ومومي چې پاکستان په بشپړ ډول خپل پوځ له سره سمبال او له سره یې په ډیرو پرمختللو وسلو وپنځوي. داسې نښې نښانې را څرگندې شوي چې د ۱۹۸۲زکال د جنوري له مېاشتې وروسته به امریکا اسلام آباد ته د ایف � ۱۶ جنگي الوتکو لومړنې ډله او د گزمې کوشني بیړۍ چې په ایم - ۱۱۳ " هاوک" توغندیو به سمبال وي ورکړي. له دې امله سړي کولای شي د وخت او د سیمې د سیاسي تومنې په پام کې نیولو سره و انگیري چې د پوځ په وسلو له سره پنځول هېواد پوځي کولو "میلیتاریزم" ته په بیړه را کاږي او د هغه تر څنگ دغه هېواد په خپله په یوه تیري کوونکي هېواد اوړي چې د امریکا، چین او نورو اسلامي ارتجاعي رژیمونو د گټو او موخو په پلي کولو کې به ورڅخه گټه واخیستل شي....[،،]

په کولمبو کې د کې جي بي د بهرمیشتې څانگې یوه څارگر د سریلانکا د خبریالانو په منځ کې په سریلانکا کې د هندوستان له عالي کمشنر تي. سیري ابراهام سره اړیکه درلودله. هغه د ایف سي دي د [الف] د خدماتو د څانگې مالومات ابراهام ته ورسول او نوموړي وروسته په دې تړاو خپله نه ناکامېدونکې لیوالتیا ورڅرگنده کړه. له دې امله د ۱۹۸۱زکال د جنوري د مېاشتې په لسمه نېټه په یوې عادي غونډې کې دغه څارگر نوموړي ته د هندوستان د گټو د راڅرگندولو لپاره په هندي سمندر کې د امریکا د یوه شل کلن پلان په تړاو مالومات ورکړل او ورته په ډاگه یې کړه چې امریکا غواړي په هندي سمندر کې برلاسۍ راخپل کړي. ابراهام وویل چې د جنوري په ۱۲ نېټه د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت سکرتر اي. گونسالویس سریلانکا ته د یوه سفر لپاره راځي او دغه مالومات به هغه ته په لاس ورکړي.

ددغه ډول مالوماتو ور تیرېدا ته " د ځانگړو مثبتو اغیزو د شیندلو تگلاره " وایي. په دغه ډول تگلارې کې کاږه مالومات هم گډون لري او کېدای شي د مالوماتو بڼه او تومنه له هر ډوله وي، او یا کېدای شي بې لارې کوونکې مالومات وي، دغه ډول مالومات په دې بڼه جوړ شوي دي چې پر دولتونو، گوندونو، ځانگړو سیاسي څیرو، پر یوې ټولنې او دولتي چارواکو د اغیزو د ور شیندلو لپاره د خبرو اترو په مهال د څارگرو، د بهرنیو پټو اړیکو، څارگرو مأمورینو، د شوروي اتحاد د تابعیت لرونکي یوه څارگر او یا د شوروي اتحاد د یوه شرکت له لارې ورسول کیږي. د " ځانگړې مثبتې اغیزې" تگلارې مخکې له مخکې خپلې فرضیې سنجولې وي او د خپل کار لپاره په پرله پسې ډول فرضیې را سپړي، په پرله پسې توگه د هغو پایلې او د راپورته شویو گامونو په وړاندې د غبرگونونو راڅرگندیدل په ځیر څیړي.


کې جي بي له هنگریانو سره په گډه چې د هندوستان له یوه نامتو خبریال سره یې په ویانا کې اړیکه درلودله د فعاله اقداماتو عملیات تر سره کړل؛ هغوی نوموړي ته د کې جي بي، بې لارې کوونکي مالومات په لاس ورکړل چې په رسنیو کې یې تر خپل نامه لاندې خپاره کړل.

د " اوټو پالما" تر پټ نامه لاندې یو بل هنگري څارگر په کار واچول شو چې د لوېدېزو هېوادونو کړیو ته کاږه کړل شوي مالومات ور تیر کړي. د [ الف] د خدماتي څانگي د پام وړ مالومات د هنگري د څارگرې ادارې د بې لارې کوونکو مالوماتو د څانگې مشر[جوسان] ته د پلي کولو لپاره ور ولیږل شول.

په پاکستان، ایران او هندوستان کې د کې جي بي میشتو څانگو ته لارښوونه وشوه چې د رسنیو د هر ډول گزارش په وړاندې چې د کولمو د ناروغیو د راپارولو په اړه وي کلک غبرگون راڅرگند کړي اود " تاراکاني " [ ورږو � د ورږو مورینه� گړندۍ � کیک یو ډول خزنده ده- مادر کیک] تر نامه لاندې د پیچلو فعاله اقداماتود یوې برخې په توگه دې د امریکا د بې اعتباره کولو لپاره خپلې لېد توگې مرکز ته راولیږي. دا د لاهور له طبي مرکز سره نښتې د یوې امریکایي کمپنۍ او د هغې د کارکوونکو د بې اعتباره کولو لپاره په پام کې نېول شوي ول او عمیات ددې لپاره پلي کېدل چې د کمپنۍ کار له ناتو او امریکا سره د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د جوړولو په تړاو را ونښلول شي. د ۱۹۸۱ او ۱۹۸۲زو کلونو په اوږدو کې وخت په وخت د هندوستان، ایران، بنگله دیش او لبنان په رسنیو کې مواد را څرگندېدل اوویل کېدل به چې د امریکایي کارپوهانو په مرسته او ښکېلوالي په پاکستان کې د باکتریالوژیکي وسلو د جوړلولو لپاره چمتووالی تر لاس لاندې نېول شوی چې د افغانستان، ایران او هندوستان په ورانولو کې به ورڅخه کار را واخیستل شي. [،،] د انساني کولمو د ناروغیو پیښې د پشین، سرخاب، مسلم باغ او افغانستان ته په ورڅیرمو سیمو کې او د څارویو د وُبا او لیږدېدونکو یا ساري ناروغیو پیښې د هندوستان په لویدیزه برخه ( د پنجاب د ولایت د هرنایه او په جمو او کشمیر او راجستان کې) له پاکستانه د را کډوال شویو او را کوچیدلو انسانانو او څارویو په منځ کې ولېدل شوې او ټول یې د امریکایي کارپوهانو له پلوه په پاکستان کې په دغو ناروغیو اخته شوي ول. ډیري وختونه د څارویو د روزلو لپاره یو شیمر څاروي روزونکي توکمونه له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته په افغانستان، ایران او هندوستان کې په کلنۍ او موسمي توگه کډوال کیږي چې له ځان سره د لیږدېدونکو نارغیو نوي ډولونه راوړي او دغه راوړل شوې ناروغې په هغو ځایونو کې خپروي چې هلته دَمه کیږي ، خو له همدغې پېښې څخه د امریکایانو او پاکستانیانو موخه دا وه چې دا به په همدغو هېوادونو کې اله گوله، گډ وډي او ډول ډول پریښانۍ را وپاروي.


[،،] په ایران کې ډنډورې راخپرې شوې چې امریکایان په پاکستان کې شیعه گان د گینایي خوکانو په څیر په کیمیاوي لابراتوارونو کې تر ازموینو لاندې نیسي چې له مخې یې پر انسانانو باندې د کیمیاوي او باکتریالوژیکي جوړو شویو توکو اغیزې وڅیړي او له امله یې د هغوی یو گڼ شمیر یا مړه شوي او یا گوزڼ وهلي دي. ډنډورو به ویل چې دا د پاکستاني رژیم پریکړه وه او امریکایان یې پریښودل چې پر انسانانو دغسې ازموینې تر سره کړي او دا څرگندوي چې پاکستانی مشرتابه په ښې هوښیارۍ د شیعه له را پاریدونکې ویرې څخه خبر دی او دغه ویره سیمه یزو شیعه گانو مشرتابه ته لا وختې ورڅرگنده کړې ده نو له دې امله مشرتابه پریکړه وکړه چې د خپل کورني پیاوړي دښمن له سرخوږاوي څخه ځان را خلاص کړي. [،،]


[،،] په همدغو هېوادونو کې داسې گامونه را پورته شول چې د نړیوالې روغتیا اداره پرې را خبره کړي او ټینگار کېده هغه امریکایي کارپوهان چې پاکستان ته تللي دي د هغو د فعالیتونو په اړه دې پلټنې وشي او په دې تړاو دې یو کمیسیون ته دنده ورکړل شي چې پرانسانانو او څارویو دې د آزموینو هغه لابراتوارونه را وپلټي چې د کیمیاوي او باکتریالوژیکي وسلو د فابریکو په توگه ورڅخه کار اخیستل کیده.


[،،]په کابل کې رسنیو، راډیو او ټلویزیون خپرونې تر لاس لاندې ونیولې او په هغو کې یې د پاکستان له خاورې څخه په گټه اخیستنې نوموړو هڅو ته نغوته کوله او ټینگار یې کاوه چې په پاکستان کې د افغانستان، ایران او هندوستان په وړاندې د باکتریالوژیکي وسلو د جوړولو لپاره ویرونکې ازموینې تر لاس لاندې نیول شوي دي. [،،]


[،،] په ډاکه کې د ورځپاڼو یو شمیر لیکنو د ډاکې او د نوروښارونو په روغتونونو کې د نس ناستې یا اسهال او د نړیوالوناروغیو د څیړنې د نړیوال مرکز تر سیوري لاندې په هیواد کې د امریکایي کارپوهانو د ازموینو په اړه د رښتونو پلټنو پرغوښتنې ټینگار وکړ[،،]


کې جي بي په دغو هېوادونو کې د امریکایي باکتریالوژیکي خدماتو په تړاو بریالې شوه چې ټولنیز نظر په سمبال شوې توگه د امریکایانو په وړاندې را وپاروي. له پاکستانه د باکتریالوژیکي لابراتور مشر وشړل شو. د هندوستان دولت د هندو- امریکا د روغتیا ساتنې گډ کمیسیون او د کولمو د نارغیو په اړه د آسیایي کنفرانس چارې چې تابیا یې په هندوستان کې په پام کې نیول شوې وه وتړلې.


د ۱۹۸۲زکال د فبرورۍ د مېاشتې په ۱۱ نېټې په کراچۍ کې خپرېدونکې ورځپاڼې " ډیلي نیوز" په واشنگتن کې د خپل خبریال له خولې د پاکستاني چارواکو د هغې پریکړې په اړه گزارش خپور کړ چې له مخې یې یو امریکایي ډاکټر د ماریلیند د پوهنتون سیانس پوه ډاکټر دیوید نیلین چې د لاهور له طبي مرکز سره یې تړاو درلود له هېواده وشاړه. نیلین وویل چې دده د شړلو لامل د هغه د پاکستاني ملگرو د دروهو یا دسیسو له امله رامنځ ته شوی دی.امریکایانو وویل چې د ډاکټر نیلین د بدغوښتونکو او بې لورینو کسانو په ډله کې پوهاند سلام خان او برېد جنرال م. الف. چوهدري گډون لري. کې جي بي د پاکستاني طبي پوهانو له خوا د بربنډو راڅرگندو شویو غندنو اود امریکا یي ضد لیکنو پربنسټ چې د امریکایي کړنو غندنه یې د نړۍ د ډیرو هېوادونوپه رسنیو کې په ترخې ژبې کـَـرلې وې ، ټولې یې د روغتیا د نړیوالې ادارې مرکزونو ته د غاولېکونو (احتجاجیه لېکونو) په توگه ور ولیږلې.


د ۱۹۸۲زکال د فبرورۍ په مېاشت کې د شوروي ادبي مجلې " گزیت" د [زه اندروپوف] تر لوی سرلېک لاندې یوه لېکنه خپره کړه او تر سرلېک لاندې لېکل شوي ول: " د مرگ زیږونې ماشین". دا د لاهور د څیړنیز مرکز په اړه د کې جي بي د بې لارې کوونکو مالوماتو پرځای یو ځواب وو.

د ۱۹۸۲زکال د فبرورۍ د مېاشتې په ۲۷ نېټه " پراودا" گزارش ورکړچې هندي چارواکو د هندو- امریکایي د ورغتیا ساتنې د گډ کمیسیون غونډه او د کولمو د نارغیو په اړه آسیایي کنفرانس را فسخ کړ. هغوی دغه فسخ کول په پاکستان او بنگه دیش کې د امریکایي کارپوهانو د هغې څیړنې په کړس کې وکړل چې د باکتریالوژیکي وسلې د جوړولو په اړه یې د یو شمیر تولید شویو تجربوي توکو څیړنه تر لاس لاندې نېولې وه. د "پتریوت " د ورځپاڼې د گزارش پربنسټ د هندوستان د کورنیو چار وزیر په پام کې درلودل چې په هندوستان کې د امریکایي پوهانو او ډاکټرانو په اړه ځانگړې پلټنې ترلاس لاندې ونیسي. د بنگله دیش چارواکو هم په خپل هېواد کې غوښتل د تش په نامه د نړیوالو څیړنو د انستیتیوت د چاروپه اړه چې بیلگه یې په لاهور کې د ډاکټرنیلین ترمشرۍ لاندې یو څیړنېزمرکز وو ، پلټنې راپیل کړي. [یاددښت: 'پتریوت' اونیزه ژورنال، په ډیلي کې د کې جي بي د میشتې څانگې له خوا څارل کېده].

د ۱۹۸۲زکال د فبرورۍ په ۲۳ نېټه پاکستانۍ ورځپاڼې [ډان] د امریکا د ملي روغتیا د انستیتوت داستازو پاول احمد اودگلاس ویلیام او د پاکستان د روغتیا وزیر ډاکټر نصیرالدین جوگي زي ترمنځ دغونډې گزارش ورکړ.

ددغې غونډې په اړه رسنیو داسې ولېکل:

" له پاکستانه د ډاکټر د. نیلین د شړلو په اړه چې د لیږدېدونکو نارغیو د خپرولو په تړاو ېې ویروونکي ازمیښتونه ترلاس لاندې نیولي ول یو امریکایي طبي پلاوی په بیړه اسلام ته ولاړ اوغواړي د هغې اشواینې یا رسوایي پر خولې برغولی کښیږدي چې خېټه یې په ناڅاپه ډول د لاهور د طبي پلټنو د مرکز پرسررا وچاودېدله او هم غواړي پرپاکستان زور واچوي چې ددغه مرکز له پلوه د ټولوترسره شویو پلټنو کارپایلې چاته ورڅرگندې نه کړي. د امریکایي پلاوي مشري پاول احمد او دگلاس ویلیام کوي. په پاکستان کې د امریکا د طبي کارپوهانو ناببره راڅرگندیدنه په خپله د واشنگتن دا ویره مني چې د ډله ییزې وژنې باکتریالوژیکي وسلې د نویو اجزأ وو د جوړولو په اړه به د تر سره شویو ازمېښتونو مختوروالی را بربنډ شي او په خپله په دې پایلې د منښتې گوته ږدي چې گڼې پاکستان په خپله امریکایانو ته اجازه ورکړې چې ددوی په خاوره کې ویروونکې تجربې ترلاس لاندې ونیسي او شوني به نه وي چې دغه وسله به د ایران، هندوستان او افغانستان پرضد وکارول شي. "

د ۱۹۸۲زکال د مې په مېاشت کې په پاکستان کې دامریکا د کیمیاوي اوباکتریالوژیکي وسلو د ځای پرځای کولو په اړه له اسلام آباده په نیټه ییز ډول راخیستل شوي گزارشونه د هندوستان په رسنیو کې را خپاره شول.

" د گزارشونو پربنسټ چې له سیمه یزو پوځي سرچینو څخه موږ ته ترلاسه شوي دي څرگندوي چې په تیرو نیږدو وختونو کې د امریکا د کیمیاوي وسلو جوړولو له فابریکو څخه چې په جاپان او د پاسیفیک په سمندرکې په جانستون اتول کې ځای پرځای دي پاکستان ته کیمیاوي [ري ایجنټونه] [څرگندوونکي : هغه کېمیاوي ماده ده چې د نورو کیمیاوي توکو سپیڅلتوب را څرگندوي او ازمویل کیږي- ژ] راوړل شوي دي؛ په پام کې ده چې دا توکي به په اسلام آباد، کراچۍ، لاهور، کویټې او پیښاور ته په ورڅیرمو سیمو کې را زیرمه شي. د سرچینو په وینا هغه څه چې د دغو ري ایجنټونو په ځانگړتیاوو پورې اړه نیسي، هغو توکو ته ورته دي چې پخوا امریکایانو د ویتنام په جگړه کې کارولي ول. د همدغې سرچېنې په وینا، په پاکستان کې د امریکا د کیمیاوي او باکتریا لوژیکي زیرمو را جوړونه په دې موخه ډیزاین شوې چې امریکا په بیړنۍ توگه غواړي خپل ځواکونه د آسیا په سویل او سویل لویدیز کې په یوې پراخې سیمې کې په شوني توگه را پلي کړي.

د پاکستان په خاورې کې د کیمیاوي او باکتریالوژیکي وسلو د جوړونې په اړه د واشنگتن او اسلام آباد ترمنځ د دوه اړخیزه پوهاوي پیلینزه نېټه د ۱۹۸۰زکال د اگست مېاشت ته ورگرځي اودا هغه مهال دی چې په پاکستان کې د امریکا د باکتریالوژیکي خدماتو فعالیتونه په رسمي ډول د یوه تړون له مخې راوغځول شول. د همدغه تړون د پینځمې مادې دویم بند امریکایانو ته په ځانگړې ټوگه په څرگنده دا حق ورکوي چې د امریکا د نړیوال پرمختگ د ادارې یا ایجنسۍ (یو ایس ایډ ایجنسي) له لارې کولای شي په ټاکلو او په پرله پسې وختونوکې د کارپایلې وڅیړي او د هغو د بیا او لا سماونې لپاره خپل وړاندیزونه ورجوړ کړي. په عملي ډگر کې، دا په دې مانا ده چې امریکایان د پاکستان په خاوره کې ځان ته دا حق را گټلی چې په پاکستان کې د کیمیاوي، باکتریالوژیکي او بیولوژیکي وسلو د جوړولو په اړه د څیړنو په ټولو اړخونو څار او واکمنۍ ولري.

ددغه ډول تړون جوړښت امریکا ته په یوه اړخیزه دا شوني وړتیا وربخښي چې د پاکستان په خاورې کې کیمیاوي ري ایجنټان زیرمه او و یې کاروي. ددغې خبرې د څرگندې منښتې نښې د لاهور په طبي مرکز کې په هغو پیژندل شویو حقایقو او فعالیتونو پورې تړنه لیدل کېدای شي چې په هغو کې امریکایي کارپوهان د باکتریالوژیکي او کیمیاوي وسلو په جوړولو کې ښکیل ول."


دغه ډول خپاره شوي توکي تاس راغونډ کړل او د شوروي اتحاد په رسنیو کې یې راخپاره کړل؛ درسنیو د مخپاڼو سکښتې د بې لارو کوونکو مالوماتوپه په کره یا اصلي بڼو را ډکې شوې ول.[د اخبارونو پرمخ په حواشیو کې دفعاله اقداماتو اصلي شکلونه خپاره شوي ول]. تریوې کچې خو رسنیود افغان وگړو په وړاندې د شوروي د پوځ د کېمېاوي وسلې د کارَونې په تړاو له لوېدیزو ورځپاڼو او گزارشونو څخه اخیستنه کړې وه. د شوروي د پروپاگند او تبلیغاتو خدماتي څانگو دغسې گزارشونه وغندل او په لېکنو کې یې تینگار کاوه چې د لویدېزرسنۍ د امریکا ترپخور یا فشار لاندې دي او پر امریکایانو یې تور ولگاوه چې دوی پر افغانانو کیمیاوي وسلي کارَولي دي.


په پاکستان د کي جي بي میشت څارکښ ، اکیم ته د کې جي بي د مشر یوري اندروف له پلوه د " تاراکاني" د فعالو اقداماتو د بریاليو پلي کولو په ویاړ یو مننلېک د سوغات په ډول ورکړل شو.


له ۱۹۷۷ تر ۱۹۸۱زکلونو پورې په کولمبو کې د کې جي بي د میشتې څانگې د فعالو اقداماتوکار چې د کارمند گرینویچ په خپل نوښت ترلاس لاندې نېول شوی وو، مثبتې پایلې یې له څیړنې وروسته را وزیږولې: کارمند په ټولې هوښیارۍ د څارکښې ټول اړین اوزار وکارول، د څانگي ټول اړوند کارکوونکي یې راښکیل کړل او ددوی د جاسوسانو د کار گټه خورا زیاته وه. د " لنکا" او " ترایبون" نوبتي خپرونې چې د څانگې تر څارلاندې وې د ستاینې وړ وگرځېدلې.


په ۱۹۸۰زکال کې د کې جي بي مشرتابه ته د ترسره شویو فعالو اقداماتو له ډلې څخه د ۱۳ په اړه یادونه شوېده. دا ډیر پیچلي گامونه ول او موخه یې دا وه چې د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت د دولت دریز په نړیوالې کچه را پیاوړی کړي او هڅه کېدله چې د سیریلانکا په دولت او وگړو کې د کارمل څیره د یوې مثبتې څیرې په توگه را واړول شي. د غو عملیاتو دومره وکولای شول چې د شوروي اتحاد د سیوسیالیستي جمهوریتونوپه وړاندې د سیریلانکا استازي له خپلو پخوانیو گوت نیونو څخه را واوړي او یو منځمهالی دریز را خپل کړي او همدا شان پرافغانستان د شوروي د یرغل په اړه رسنۍ په خپل دریز کې نرمښت را څرگند کړي.

په ۱۹۸۰زکال کې د "ځوانو مسلمانو د ټولنې" تر دروغي "جعلي" نوم لاندې په کولمبو کې ۵۰۰۰ شپې پاڼې خپرې شوې چې د کارمل د دولت ملاتړیې کاوه او د افغانستان په وړاندې یې د امریکا او د چین د وگړو د ولسي جمهوریت اقدامات غندل. همدې ته ورته گامونه د غونډو، سیمینارونو، پریکړو او د خبرو اترو له لارې د اغیزو د شیندلو په بڼه کې را پورته شول.


د "سوترا" د ټولنې له لارې د سیریلانکا د ملي مرکز د آسیا د بودایانو د سولې د کانگرس له لارې د چین او پاکستان د سیاستونو د غندنې په موخې یوه غونډه را وبلل شوه او په ترڅ کې یې د غیراتومي نړۍ د تړون پر پراخیدا زور واچول شو.

یو بل فعاله اقدام تر لاس لاندې ونیول شو چې په سیریلانکا کې د چین د وگړود ولسي جمهوریت " اومریکون" وغندل شو او غندن لیکونه د علمیاتو په ډول په سیریلانکا کې د چین د وگړو د ولسي جمهوریت سفارت ته ولیږل شول او په همدې ډول د چین او البانیا ترمنځ د بیلتون د پراخولو ، د امریکا ضد غندن لېکونه او د هند په سمندر کې د سولې د یوه زون د جوړولو لپاره دغوښتنې په تړاو د شپې پاڼو د شیندلو لړۍ ترلاس لاندې ونیول شوه.

د یوه څارکښ د مرستې له لارې د سیریلانکا � افغانستان د همکارۍ کمېټه راجوړه شوه: ددغې کمېټې له جوړولو څخه موخه دا وه چې د افغانستان په ډیموکراتیک جمهوریت کې د امریکا، د چین د وگړو د ولسي جمهوریت او د پاکستان لاسوهنې د ډله ییزو غونډو له لارې وغندل شي او په هیواد کې له انقلابي ریفرومونو څخه ملاتړ وکړي. کمیټې د ولسمشر ضیاالحق او د پاکستاني دولت د ورځپاڼې (ډان) پروړاندې د غاو لېکونو (احتجاج لیکونه) د راسمبالولوچارې هم ترلاس لاندې ونیولې. په دغو لیکونو کې په پاکستان کې د سي آی اې فعالیتونه او د افغانستان په ډیموکراتیک جمهوریت کې د امریکا، د چین د وگړو د ولسي جمهوریت او د پاکستان لاسوهنې وغندل شوې.

[،،]په کولمبو او کیندي [ د سیریلانکا یو مرکزي ښار- ژ] کې په افغانستان کې د پانگوالو ځواکونو د غندنې په تړاو سیمنیارونه را جوړ شول او ډیرې کږې اړول شوې [له مخکې ورښوول شوې] خبرې اترې تر لاس لاندې ونیول شولې چې افغانستان ته د گاونډیو هېوادونو له پلوه د جنایتکارو او په پیسو اخیستل شویوجنگیالیو ډلو په وړاندې ولسمشر جې آر جېواواردین او سر وزیر راناسینا پریماداسا اود واکمن گوند مخورې کړۍ او د بهرنیو چارو وزارت را وهڅول شي. په سیریلانکا کې د سیاستپوهانو، دولتې چارواکو او مخورو ټولنیزو کسانو له پلوه د خبرو اترو له لارې د اغیزو د شیندلو خبرې اترې ترلاس لاندې ونیول شولې چې موخه یې د افغانستان او دهغه د گاوڼدیو پرلور د جېواواردین پر دریزد اغیزو را شیندل ول. د جاسوسانو له لارې پر سوداگریزو او گروهینزو (مذهبي) ټلوالو او ډلو د اغیزو د شیندلو عملیات تر لاس لاندې ونیول شول او وهڅول شول چې د پریکړو او خبرتیاوو له لارې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو له پالیسیو څخه ملاتړ وکړي. د افغان د سکالو په اړه د کې جي بي د ایف سي دي د [الف] د خدماتي څانگې له پلوه د " تریبیون"، لنکا گاردین" او د سیریلانکا د مرکز د بودایانو د سولې د دکانگرس په خپرونه کې لېکنې خپرې شوې. [،،]

د ۱۹۸۰زکال د جون په مېاشت کې په کولمبو کې لاندینې بې لارې کوونکي مالومات پاکستاني دیپلوماتانو ته ورورسول شول:
[،،] فرانسي دیپلوماتان د افغانستان په وړاندې د ضیاالحق سیاسي تگلارې ته له یوه ویرونکي اور سره د لوبې په توگه گوري. د کابل له نوي رژیم سره د نیغ په نیغه اړیکو په تینگولو کې ډیرې ځنډونې په اسلام آباد کې غملړلې پایلې را زیږولې دي. هندوستان په اسلامي نړۍ کې د ضیاالحق سیاسي تگلارې ته د یوه مخکښ مشر خو له زړه نا زړه او شکمنې ډکې تگلارې په سترگه گوري او په پاکستان کې درژیم د بدلون په اړه به خنډونه رامنځ ته نه کړي. امریکا د دغه رژیم پر پایښت گروهنه نه لري او د رژیم له مخالفینو سره یې د پټو اړیکو راټینگولو ته ملا را تړلې ده. [،،]


[،،] په همدې ترڅ کې په ډیلي کې پاکستانیانو ته وړاندیز شوی دی چې د تش په نامه د دیورند د کرښې پرسر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو درښتوني ښه والي شونيوالی لیدل کېده او د اړیکوپه ښه والي کې د ځنډ د شیبې له لاسه ورکول دغه شونتیا تر سیوري لاندې راوستله. [،،]

[،،] په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو او د شوروي د سرتیرو په وړاندې د سیریلانکا د نرم دریزو استازو او د رسنیو د منفي چال چلند په پام کې نیولو سره؛ ټول، دولت او په هېواد کې سیاسي کړې دې ته را وهڅولې چې په افغانستان او د آسیا په سویل لویدیزې سیمې کې د حالاتو او شخړو د حلولو په پلوي د شوروي وړاندیزونو ته لیواله شي او له هغو پلوی وکړي. [،،]
 

د لاسوندي راټولونکی د میتروخین آرشیف
جوړونکی واسیلي میتروخین
د لاسوندې بڼه یادښت لېکونه
سکالو : دغه لاسوندی دغه سکالو رانغاړي افغانستان، پوځي ځواکونه، افغانستان: په افغانستان کې سیاسي چاپیریال، په افغانستان کې ټولنیزې ستونزې، هغه ته د شوروي مرسته، امریکایي ضد، دولتي ضد گامونه، د شوروي � عرب اړیکې، پټ عملیات، سایروس وینس، ټبرنۍ تگلاره، گلبدین حکمتیار، پانگوالي، هندوستان، څارکښیزه عملیات، منځنی ختیز، د غیر اتومي نړۍ تړون، شوروي لښکرې، د امریکا لاسوهنې، د شوروي بهرنۍ تگلاره، د شوروي موخې، د شوروي څارکښیزه کړنې، په افغانستان کې د شوروي لاسوهنه، ډنډورې، د شوروي امریکا اړیکې، پرافغانستان د شوروي یرغل، په افغانستان کې د شوروي پرمختگ، شوروي اتحاد، د شوروي بهرنی سیاست، له افغانستان سره د شوروي اړیکې، له هندوستان سره د شوروي اتحاد اړیکې، شوروي اتحاد، له شوروي اتحاد سره د امریکا اړیکې، شوروي اتحاد، د امریکاپه وړاندې ستراتیژۍ، یوري اندروپوف
ښکېل هېوادونه د افغانستان ډ یموکراتیک جمهوریت، هندوستان، ایران، عراق، منځنی ختیز، پاکستان، پلستین، شوروي اتحاد، د انگلستان شاهي دولت، د امریکا متحده ایالات
اړیکې
په رسنیو کې د لاسوندې خپره شوې ژبه انگریزي
خپرندویه ټولنه د سړې جگړې د نړیوال تاریخ پروژه
خپرندویه حق د سړې جگړې د نړیوال تاریخ پروژه
خپرنیزه ژبه انگریزي
د لاسوندي پیژندونکې شمیره 3FF29963-ABFA-30E0-344EE1596C121EDF
ژباړه اصل متن : روسي: له روسي انگریزي ته او له انگریزي پښتوته
ژباړونکی سپتامبر ۲۰۰۸ رحمت آریا
اخځ : http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=3FF29963-ABFA-30E0-344EE1596C121EDF&sort=Subject&item=Gulbuddin%20Hekmatyar



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery