تاریخي اسناد او لوی جنایتکاران
د ژباړونکي سریزه
په وروستیو وختونو کې د پخواني شوروي اتحاد د کمونېست گوند د مرکزي کمېټې او دهغه د
سیاسي او پوځي لوړپوړو چارواکو له یاددښت لېکونو څخه د پټو لاسوندنو له مخې پړونی
لېرې شوی چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د لس کلنې ویرلړلې او نېغې ښکېلوالي پټې
کېسې راڅرگندوي. گڼ شمیر کتونکي پر یوه غږ دي چې د شوروي اتحاد وروستـنۍ جگړې په
خپله په شوروي کې یو کورنی پرغزلړلی (خشن) خوځښت رامنځ ته کړ او پایله یې د دغه
هیواد په دړې وړې کېدلو واوښتله. هغه لاسوندي چې دلته وړاندې کیږي په افغانستان کې
د شوروي اتحاد د جگړې د پېښلېک ، د افغان د دولت د مرستې پرغوښتنو ، د سرتېرو د
لېږلو په تړاو د شوروي لومړنی غبرگون ، په مرکزي کمېټې کې د دغې پالیسۍ د غندنې پر
سر د یوې کوشنۍ ډلې بیرته راتاوېدنه او پرافغانستان د شوروي د یرغل پراړېنو شېبورڼا
اچوي ؛ همداشان دلته داسې لاسوندي وړاندې کیږي چې شوروي په لومړیو شېبو کې په پام
کې درلودل د افغان مقاومت پروړاندې په افغان پوځ کې لومړی یوازې یو جگړه ییز ځواک
په پټه ورگډ او بیا یې لمنه ورپراخه کړي ؛ دلته به د شوروي پر پالیسۍ ، د افغانستان
د خلق ډیموکراټیک گوند د رژیم لومړنۍ نېوکې ، او نورهغه لاسوندي را وسپړو چې شوروي
خپل ځواک په څه ډول له افغانستانه بیرته په تېښته وایسته. د دغو ټولو لاسوندو پر یو
ځاې کولو ، کولای شوپه افغانستان کې د شوروي د جگړې له تجربې څخه ډیر شیان ترلاسه
کړو.
افغانستان ته د شوروي د سرتیرو د لېږد پرېکړه د افغانستان د خلق ډیموکراتېک گوند د
سرمشرېزې ډلې او د سر وزیر حفیظ الله امین او د وخت د کودتا پر مټ تش پر نامه
ولسمشر نور محمد تره کي دغوښتنو له څو څوځله ټینگار اود روسانو له اوږدو سنجونو
وروسته ونېول شوه. د ۱۹۷۹ کال د اوړي په اوږدو کې د مرکزي کمېټې لاسوندې څرگندوي چې
د شوروي اتحاد مشران د سرتیرو لېږدولو ته زړه نه ښه کاوه او په بدل کې یې د هېواد
پلورو خلقیانو او پرچمیانو غوښتنو ته په ځواب کې د سرتیرو پرځای د پوځي توکو لېږد
ته لېواله ول. خو کله چې امین د سپتامبر په مېاشت کې له ماسکو څخه د تره کي له
راستنېدلو وروسته نوموړی د واک له گدۍ لېرې او پر بالښت سا ور وایستله نو د امین
لېونتوب ته د شوروي د مشرتابه غوږونه بوڅ شول او ویې انگېرل چې گڼې سبا ورځ به له
امین څخه یو بل سادات جوړ او امرېکې ته به مخه کړي. پرافغانستان باندې د یرغل په
تړاو د شوروي د پوځ په منځ کې دننه له پياوړي یوموټي هراړخېز غبرگون او مخالفت سره
سره د شوروي د مرکزي کمېټې په منځ کې د یوې کوشنۍ ډلې غړو پرېکړه وکړه او خپله
پرېکړه یې د یوه رابري مـُـهـُر په توگه پر نورو غړو په وچ زور ور ومنله. د ځمکني
پوځ د پلي کولو په اړه د شوروي سوسیالیستي جمهورتیونو د اتحاد د گډ پوځ ستر
درستیزمار شال اوگراکوف او د هغه مرستیال ستر جنرال اخریموف په ټېنگه خپل غبرگونونه
څرگند کړل او په بدل کې یې د شوروي د موخو د ترلاسه کولو لپاره د څولنډ مهالو
کوشنیو پوځي ډلگیود پلي کولو وړاندېز وکړ.
شوروي له افغانستانه د لږ شمیر اوڅارنو یامالوماتو پربنسټ د سرتېرو د لېږلو پرېکړه
تر سره کړه. په پـېـښو کې د شوروي د را ښکېلو جنگیالیو پروینا چې کې جي بي یوازې د
پوځي څارکښو (جي آر یو) پر سرچینو ډاډ درلود او بس. او داپه څنگېزه توگه د کې جي بي
د مشر یو .ﯟي. اندروپوف د اغېزو د غبرگون د راپارونې څرگندویي کوي چې نوموړي د گوند
سکرترجنرال بریژنیف ته چې د ۱۹۷۹ کال په اوږدو کې په مرگوني ناروغۍ اخته وو ، د
مالوماتو د لېږد د څارنې پازوالي په غاړه درلودله. له افغانستانه د کې جي بي ترلاسه
شوي گزارشونه د داسې پیاوړو ډنډورو بیړني انځورونه را انځوروي چې گڼې امین له سي ای
اې سره لاس درلود اوله بله اړخه کې جي بي په سېمې کې د امرېکې د ورانکارو کړنو پر
چټکتیا هم ټېنگار کاوه. (ولسمشر کارتر لا وختي د ۱۹۷۹ کال د جولای په مېاشت کې یو
لارښود لاسلېک کړی وو او د امین او تره کي د رژیم مخالفینو ته یې د مرستې د غځولو
لارښوونه کړې وه.)
د افغانستان ځمک انځور یا نقشه د شوروي اتحاد په ماغزو کې نه شوه ځاېدلای او نه دغه
هېواد د شوروي د مشرانو په ایدیالوجېکي جوړښت کې ځای پرځای کېدلای شوای. په
افغانستان کې د شوروي د پښې راښوییدنه د شوروي د مشرتابه د کورنیو ټولنیزو مفکورو
له بنسټه راپاڅېدلې وې چې له مارکسیستي � لیننیستي دکتورینو څخه خړوبېدلې او په
خواشېنۍ چې دغه خړوبوالي د شوروي د مشرتابه سترگې ور ړندې او نه یې شوای کولای د
یوې توکمیزې ټولنې ریښتونی جوړښت په رڼو سترگو وویني. هغوی گروهن ول چې په نړۍ کې
به داسې یو هیواد نه وي چې په هغه کې د سوسیالیزم د زړیو د کرلو لپاره ځای نه وي ،
د بېلگې په توگه د گوند ایدیالوجیست میخاییل سولوسوف او باریس پونوماریوف افغانستان
ته د دویمې منگولیا په سترگو کتل. د پېښو او حقایقـو دغسې انگیرنې او په انگېرنو کې
د ډوبوالي ککړیو، پرافغاني ټولنې پرَدیو ناپیژاندل شویو ټولنیزو- اقتصادي نوښتونو
په خپله زبرځواکوالې منلو ته لاره را پرانېستله ، د بېلگې په توگه د زبرځواکې ځمک-
ویشنې نوښتونه او ریفورمونه.
شوروي پرېکړه کوونکو په افغاني ټولنه کې د اسلام پیاوړې اغیزې په پام کې نه وې
نېولې. د شوروي په دولت او پوهنتونونو کې یوازې څوتنه ول چې په اسلام کې یې
کارپوهیزه پوهه درلودله. د مشرتابه لوړو کړېو ته د افغانستان په وگړو کې د هغوی د
گروهنې او گروهنیزې تگلارې په اړه لږ مالومات ورکول کېدل. سیاسي او پوځي مشران به
هغه وخت هک پک شول کله چې افغانانو دوی ته د پانگوالۍ ضد او پرمختلونکي ځواک پرځای
، د بهرنیو یرغلگرو او " کافرانو" په سترگه کتل. له افغانستانه تر لاسه شوي
گزارشونه د شوروي د پوځ او د سیاسي کاپوهانو د یوې برخې په منځ کې "پراسلام د
خبرتیا" د کار پر ودې څرگندونه کوي.
د افغانستان د خلق ډیموکراټیک گوند هیڅلکه یو یوموټی گوند نه وو ، دغه گوند د
ټبرنیو او توکمیزو کرښو د بېلوالي په لېکو کې ښووییدلی یو گوند وو. سره له دې چې د
خلق د ډیموکراتیک گوند په هرې گوندي او دولتي کړۍ کې د شوروي د سلاکارانو یوه ستره
او ښکروره شمېره لېدل کېدله خو د "خلق" او "پرچم" د ډلو کورنيو شخړو او ستونزو د
ماسکو لپاره د اکر او حالاتو په څارلو او ننگونو کې ډیرې ستونزې را وپارولې. په
افغاني ټولنې کې د توکمیز کړکېچ سپک شمېرلو او د هغه په هیڅ نه بلل د ملي یووالي او
پخلاینې د پالیسۍ د پاتې راتگ او ناکامۍ له لاملونو څخه یو لامل گڼل کېږي. دغه گوند
خپل ناولی او خونړی واک پر کودتا پیل کړ او بېرته پرکودتا را وپرځېد چې هغه هم د
گوند له پلوه یو کورنۍ کودتا وه او ددغه گوند کرغېړنه واکمني پای ته ورسېدله.
په افغانستان کې جگړې د شوروي اتحاد پرکورنېو سیاسي تگلارو پیاوړې اغېزه وشېندله. د
دغې جگړې یوه پیاوړې اغیزه د کمونیست گوند د واک د گدۍ په ناقانوني کولو را
وڅرخيدله . د شوروي په ملکي ټولنه کې د شوروي د پوځ ښکېل سرتیري د یوه هیواد په
کورنیو چارو کې د لاسوهونکو په توگه گوښي او ورټل شول. پوځ د یوه نیواک گر ځواک په
توگه و پیژاندل شو او خپله روحیه یې له لاسه ورکړه. د بشري حقونو نامتو پـَلـَوي او
د دولت مخالف اکاډیمیسین آندري سخاروف په افغانستان کې د شوروي د پوځ ړنده ترهگري
په برالا وغندله. په منځنۍ اسیا کې په افغانستان کې د شوروي د پوځ د ښکېلوالې
اسلامي ضد انځور د اسلامي بنسټپالنې لپاره د چټکې ودې لاره پرانېستله او ان دا چې
په چیچنیا کې یې د خپلواکۍ غوښتنې غورځنگ را وپاراوه او دغو دواړو لاملونو نن د
روسیې لپاره ستره ټېکاویزه ستونزه رامنځ ته کړې ده.
شورویان په لنډ وخت کې و پوهېدل چې دوی د افغانستان د مأموریت لپاره بشپړه تابیا او
پراخه تگلاره په پام کې نه وه نېولې. د مأموریت لومړنۍ موخه د ښارونو او پوځي
مرکزونو ساتنه وه � او دا مأموریت ورو ورو له ساتنې په جگړې واوښت او د مأموریت
خېټه د وخت په تېرېدلو لا نوره و پړسېدله. د شوروي د پوځ گڼ شمیر سرتیري د زیرمې یا
احتېاط د دورې سرتیري ول او ټول یې افغانستان ته را ولېږل شول او دا په خپله دې ته
نغوته کوي چې شوروي پوځ د یاغیانو پر وړاندې په ټول ځواک او توان په کار اچول شوی
وو ځکه چې د پراخ پوځي دسپلین د نشتوالي او نه ډاډ له امله پرافغاني پوځ زړه نه تړل
کېده.
شوروي پوځ په هېڅ ډول د گوریلایي جگړو روزنه نه درلودله. د سرتیرو رسمي دنده دا وه
چې ملکي کسان د دولتي ضد کسانو له تیریو څخه وژغوري، په ریښتوني اړخ کې که څه هم
شوروي سرتیرو ته ویل شوي ول چې د دوی دنده د ملکي وگړو ساتنه ده خو هغوی به هره ورځ
له ملکي وگړو سره په جگړو کې را ښکېل شول او پایله به یې پرته له توپیره د ملکي
وگړو په ټولیزې وژنې را وا واښتله. د گوریلایي جنگیالیو د جوړښت د نیولو کړاونه
(عملیات) به تل ناکامه ول او په څو څو ځله به په وَرته سېمه کې تکرار شول ځکه چې
مجاهدین او غازیان به غرونو ته په شا شول او کله به چې شوروي ځواکونه خپلو
لښکرکوټونو ته را ستانه شول نو مجاهدین به بیرته خپلو کلېو ته راغلل. د افغانستان
له ځکمني جوړښت سره د شوروي پوځي توکو، وسلو، شوبلو ، زغروالو گاډو او نورو له اره
سمون نه خوړ او په آسانۍ تر برېد لاندې راتلل.
همداشان شوروي لښکر د خپلو موخو په څرنگوالي کې په دوه وو کې پاتې ول او د موخو له
ناڅرگندوالي ډیر وکړېدل. د هغوی لومړنۍ موخه د افغانستان د خلق ډیموکراتېک گوند
ساتنه وه ، خو کله چې لښکرې پرکابل ورننوتلې هغوی ته وویل شول چې د امین او د هغه د
رژیم ټغر ورټول کړي. تر هغه وروسته د مأموریت مخه بلې خوا ته واوښتله اولاسوندي
څرگندوي چې د شوروي د مشرتابه سرمشریزې ډلې دا نه منل چې گڼې شوروي لښکرې دې د خلق
ډیموکراتېک گوند لپاره په راپارول شوې کورنۍ جگړه کې ښکیل شي. شوروي هغه انگیرنې او
خوبونه چې د شوروي د تش پرنامه لږو (محدودو) ځواکونو د نړیوالې "انترناسیونال" دندې
د ترسره کولوتر نامه لاندې لېدل یوازې ایډیالوجېکي بڼه درلودله او تر همدغه نامه
لاندې شوروي لښکرو ته ویل کېدل چې هغوی به په افغانستان کې له سوسیالیستي انقلاب
څخه ساتنه کوي خو د ډیر لږ وخت په تیرېدا د جگړې په ډگر کې د را گیر پاتې کېدلو
سکالو له دغه خوب څخه څادر لیرې کړ.
د جگړې په هماغو لومړیو شېبو کې د شوروي د پوځ د مشرتابه سرمشریزو ډلو ته څرک
ولگېده چې د افغانستان د شخړې لپاره هېڅ راز پوځي حل شتون نه لري. د ۱۹۸۰ کال په
هماغو لومړیو کې د پوځ د بېرته را ایستلو سکالو په پام کې ونېول شوه او د سیاسي حل
د لارو چارو پر لټولو ټېنگار کېده خو په دغه تړاو هېڅ راز پوخ گام پورته نه شو او
پرته له دې چې د یوې رڼې او څرگندې موخې څرنگوالی روښانه شي د شوروي پر لږو او
محدودو لښکرو شخوند وهل کېده او په افغانستان کې یې جگړه په ټول ځواک او وس پرمخ
بېوله او هره ورځ یې افغانان په سرو وینو کې لمبول، زندانه ډک او تشېدل او
پلېگونونه د غازیان او د خپلواکۍ د پتنگانو په سرو وینو سره کېدل. دغه ټولوژنه پرته
له توکمېزه توپیره د هېواد په هر گوټ کې پلې شوه خو تر ټولو ډیره ستره خونړۍ وراني
یې په پښتون مېشتو سېمو کې تر سره کړه. یوه نا منل شوې انگېرنه وایي چې یوازې په
دغو سېمو کې روسانو دومره وسله و کاروله چې په دویمې نړېوالې جگړې کې نه وه کارول
شوې. روسانو د افغانستان د خلق د ډیموکراټېک گوند له واکمنو او څه نا څه له دوه نیم
سوه زره پورته خونړي پوځي ځواک سره یو ځاي د افغانستان پر ټولو وگړو سرې خونړۍ
مېچنې را وگرځولې او پرته له اټومي بم څخه نوره هر ډول پرمختللې وسله یې په هېواد
کې وکاروله.
خو په افغانستان کې د شوروي د جگړې لومړني گزارشونه د افغانستان د غرونو او ځمکني
جوړښت په څرنگوالي او بدوالي ټېنگار کوي او شوروي لښکرو ورته په هېڅ راز چمتو والی
نه درلود چې شوروي پوځي افسرانو څو څو ځله کټ مټ په ویتنام کې د امریکایانو د جگړې
په شان ور ته گوته نېوله او له ټول مډرن تخنېکي ځواک او نړېوال زبرځواکې سره سره یې
بیا هم له افغانانو سرونه ټکول.
د افغانستان د خپلواکۍ سپېڅلو شهېدانو اورښتېنو ننگېالېو ته نړۍ په سلامي شوه
رحمت آریا