مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

فرهنګي ارزښتونه



افغانستان له فرهنګي پلوه د ډير ساهو او سپيڅليو ارزښتونو درلودونکی هېواد دى، ګڼلای شو چې دودونه مو اسلامي شريعت او
نبوي فرهنګ او سنت ته نژدې دودونه دې. د مثال په ډول لنګوټه تړل چې تقريبا په عربې هيوادونو كې چې ترډېره د رسول الله  په نسب پوري اړه لري اوږد تاريخ لرې، مګر متاسفانه چې په دې وروستيوکې په دغو هيوادونوکې آن په مكه مكرمه اومدينه منوره كې هم د لنګوټي رسم او رواج بيخي په ختميدو دی. هلته سړی هيڅ فکر نه کوي چې دلته يووخت دغه سنت موجود وو. تر دې چې په علماووکې دغه سنت ډير لږ ليدل کيږي، لنګوټه تړل بې له كوم شكه د رسول الله  سنت دی چې د ځينو علماى كرامو په نظر د لنګوتې د نه تړلو په وجه كه سړی معذور نه وي او قدرت ولري د لمونځ كوونكي لمونځ مكروه کيږي. غوره داده چې د لمانځه دادا کولو پر وخت لمونځ كوونكی پر نبوي سنتو ټينګ واوسي، الله لره دې ډيرحمدونه وې چې د رسول الله مبارك فعل يېگ زموږ لپاره يوه فرهنګي برخه ګرځولي ده.
همدارنګه ږيره مباركه لرل چې زموږ د وطن عام خلك د ږيري نه خريل او وهل د پتمن سړي نخښه بولي آن په ښو او نيکو كورنيو كې
د ږيري خريل يو د شرم او عار خبره ګڼی، زموږ د ملت اكثره وګړي د ږيري(نبوي سنتو) درلودونكي دې او كلتوري بڼه يېگ نيولي. همدارنګه د نارينه وو او ښځو جامي تر ډيرهـ د شريعت سره مخالفت نلري، كه څه هم اوسنيو غربې ډولو افغانانو د غربې نااسلامي كلتور جامي، نكټايې او پتلون راته په تحفه کي راوړي خو بيا هم ډيری وګړي د خپل كلتوري اسلامي لباس په اغوستلو نه شرميږي، بلکي مسلمانان په وياړي، لكه وړاندې چې مو يادونه و كړه چې افغان طبعي اسلام پاله قوم دی. اسلام يېگ خوښ او د خوښی انتخاب دی او د اسلام په احساس هميشه ژوند كوي. كلتور يې د اسلامي غيرت سره پوره سمون خوري، په ځان متكي او باور لري په قومي مشكلاتو كې زغم او حوصله كوي، صداقت يېگ طبعي عادت دی، د بل له كلتور سره كمه مينه لري، له همسايه سره په ځان و مال مرسته كوي، په لږ څه قناعت لري، دالله  په وركړه راضي وي، پر ناموس او ځاني عزت باندې تر هر څه تيروي، لكه چې وايې (مال مې تر سر جار او سر تر ناموس) د سپين ږيري، ملا او سيد په بې عزتي سخت خفه كيږي او په ننګه تر هر چا پياوړي او غښتلي دې، د توهين او تكبر د فعل او قوله بد مني، مسكنت، لوږه، تنده، احتياج ، بيكوري، مرګ هرڅه مني، خو د غلامۍ پړي په غاړه كې نه پريږدي او نه غلامۍ ته ورته ژوند كوي.كلتوري ارزښتونه چې اكثره د اسلامي قوانينو سره سمون خوري د افغاني ټولني رنګ جوړه وي.
فرهنګي ارزښتونه اصلاً په قومي جوړښت كې نغښتي دي. ډير هغه څه چې ما په قومي جوړښت كې ياد كړه فرهنګي بڼه لري. ځيني فرهنكې پرمختګونه چې اوسنۍ كلتوري اداره يېگ مخته بيايې او
د افغانستان د مومن او مسلمان ملت د كلتور په نامه ترسره كيږي، او
د كلتور برخه بلل كيږي او كلتور ته وده ښودل كيږي، اصلاً دكلتور او فرهنګ سره ټكر دی.
د مثال په توګه د هند، پاكستان، امريكا، لوېديځ او نورو هيوادونو فاحشو او ناروا كړنو ته وده وركول، لكه ناروا او فاحش فلمونه او پرله پسې سريالونه چې په نتيجه كې يېگ تقريباًد مشرکينو يانورو نااسلامی مذهبونو او ايډيالوژۍ ته وده وركول کيږي او هغو ته د احترام په سترګه کتل کيږي.
كه موږ د كابل په لارو كوڅوكي د نوي نسل او ماشومانو ورځنيو افعالو، اعمالو او ويناوو ته ځير شو ليدلای سو چې د هغو په ډيرو حركاتو كې هندي فلمونو څومره اثر كړي، دا معلومولای سو چې زموږ نوی نسل څومره دافغانستان د اصلي كلتور متابعت كوي او څومره
د هندي اوغربي كلتور عادات اورواجونه خپلوي، په نوي نسل كې
د دې پر ځای چې كوشش وكړای شي د هدايت او اسلامي عنعناتو په چوكات كې راوستل شي. ادبې، اسلامي او انساني اخلاق په ځان كې راولي سيرتاً او صورتاً په اسلامي ډول جوړ شي داسې كاراو فعاليت خو د كلتوري ودو د ادارو لخوا ډير كم شوى. بالعكس په لارو او كوڅو كې نوي نسل سيرتاً او صورتاً د پرديو كلتورونو په وده بوخت دي او په يو ډول کلتوري يرغمل کې راغلي دي. حركاتو يېگ د فلمونو
د حركاتو څخه رنګ اخستی، اخلاق يېگ د فساد او نااسلامي رسوماتو پر لوري درومي.
تردې دمه زما په ياد کې راځي چې يو وخت به د مسلمانانو ماشومان طالب علمان په لارو او كوڅو كې په داسې حركاتو كې ليدل كيده چې يا به يې د قرآن مبارك تلاوت كاوه او يا به يې د اسلام او رسول اكرم  په صفت كې نعتونه ويل، د رسول الله  پر عاداتو به يې چلند كاوه، د افغانستان دوديز اسلامي لباس به يېگ په تن ليدل كيده چې د سړي به يېگ په ليدلو سره سترګي خونکېدلې او خوند به يېگ وركاوه، سړي به ورسره د راحت او خوشحالی احساس کاوه، خو اوس هماغه ماشومان يا ځوانان دې چې د غربی دموكراسۍ له بركته په اسلامي لباس اغوستلو باندې شرميږي، د لاري په اږدو كې
د هندي او انګريزي فلمونو په ليدلو نڅاوي كوي، دكوڅي له يوه اړخه بل اړخ ته په ډيره بې ادبې او ډيره بې حيايې سره تګ او حركات كوي، نه يېگ له ملا، سيد، سپين ږيري پروا اوحيا كيږی او نه د ښځو مراعات کوي، آن تردې چې ځيني ځوانان د كوڅو او واټونو په اږدوكي په نشه او مستی سره ليدل كيږي، شراب يېگ څښلي وي او سترګي يېگ سري راختلي وي. نو اېا افغاني كلتور همدا كلتور وو؟ افغاني رسم او رواج همدغه دی که څنګه؟
دويم: دا چې د اطلاعاتو او كلتور اداره د افغانانو د هويت نمايندګي كوي، نړۍ ته د افغانستان د كلتور حقيقي انځور وړاندېگ كوي، په دې لاره كې د تبليغاتو او نشراتو وسايل په واك كې وركول شوي دي. داچي څومره توانيدلي دي چې د دې هيواد حقيقي انځور نړۍ ته وړاندې کړي؟گ زه يو ځل په ١٣٨٤ل.کال د اطلاعاتو او كلتور وزارت د غونډو تالار ته دعوت شوي وم. په دغه تالار کي
د حضرت مجدد الف ثاني صاحب  لمانځ غونډه جوړه شوي وه. په دغه غونډه ياسيمينار كې حضرت صبغت الله مجددي اونورو ملايانو هم برخه درلوده. دا ښه خبره وه چې د داسې اشخاصو د علم، روحانيت، شخصيت او هڅو ستاينه او يادونه وشي، مګر هغه سالون يا د سيمينارځای داسي جوړسوي وو چې شاوخوا په ځوړندو شويو عكسونو تياره بت خانه ښكاريده، د لمانځه په وخت کې دومره ځای نه پيدا كيدی چې موږ پكښي لمونځ كړي وای، هر لورې ته عكسونه او رسمونه جوړ شوي وه، پردېگ سربيره د ډوډۍ خوړلو په وخت كې
د حضرت صاحب د استقبال لپاره د ډوډۍ د ميزونو سره ځوانې افغاني ښكلي نجوني يا ښځي درول شوي وې چي ځانونه يې هم د واده د شپې د ناوي غوندي جوړ کړي وه او د خوش آمديد او سلام په اچولو سره يې مراسم پر ځای كړل. زه هيڅكله په دې عقيده نه يم چې د افغانستان
د خلكو فرهنګ دې داسي وي چې نامحرمي ځوانې ښځې دېگ د پرديو نامحرمو خلكو استقبال وكړي، دا نه غيرت دی، نه اسلاميت دی او نه د خلكو كلتور دی، کوم چې د كلتور وزارت يې نړی ته د افغانستان
د كلتور په نامه ښيې. خو تر دې عجيبه لا داوه چې ناستو ملايانو د دې منکر په خلاف هيڅ ونه ويل او چوپه خوله وه.
ديته ورته ښه مثال پر ټلويزيون، وي سي آر، يا ډيش، كيبل، او انترنيټ باندې د نړۍ د نورو كلتورونو فلمونه خپرېدل دی چې تر ډيره افغانان او افغاني ټولنه د فحاشۍ او اخلاقي فساد لوري ته سوقوي. په هغو کي د ښځو سره ياري يااشنايې كول، د ښځو سره ګډه نڅا كول، د يو بل خولي سره رودل، يو بل په غيږوكې سره نيول، په افغاني تلويزيونو كې همداسې شيانو ته وده وركول، نيمه عادی او بربنډ تصويرونه ښكاره كول، د اخلاقي فساد لپاره جلبول، په ډيش او انټرنيټ كې خو هغه څه ته هم اجازه وركول شوي ده چې له اسلام سره لاڅه بلکي له انسانيت سره هم ټكر لري، لكه بربنډ تصويرونه، زنا،
د يوي ښځي په څو تنو استعمالول، له حيواناتو سره بد فعلي كول، همجنسبازۍ او داسي نور ناوړه اعمال تر سره كول، ټول هغه څه دي چې مستقيماً د خلكو په تېره د ځوان قشر پر اخلاقو باندې منفي تاثير غورځوي، د نارواوو سره يې مينه ډيروي، د بدو شيانو او کارونو سره عادي كيږي آن چې حرام او ناوړه کارونه بيا هغو ته د حرامو او ناجايزو په څير نه معلوميږي، که څه هم ځيني چينلونه دا اعمال د ځينو عربې دولتونو او عربې الفاظو او عربې نرو او ښځو په څېره کي ښكاره كوي، څو داسي ناوړو دودونو ته يو اندازه اسلامي صبغه او بڼه وركړي، چي موږ ټول په دې پوهيږو چي په ځينو عربي هيوادونو کي لکه مصر، لبنان، اردن او سوريه کي اخلاقي فساد او فحشا نهايت ته رسېدلي ده. هغه څه چې هلته كيږي ياتمثيليږي كيدای شي په ځينو نااسلامي هيوادونو كې هم نه كيږي.
دا ټول هغه څه دي چې كلتوري اداره يې دودي او پرمختګ په لټه كي ده خو حقيقت دادى چي دا ټول زموږ كلتوري ارزښتونو ته زيان رسوي. داسي او دې ته ورته اعمال چې د لويديزوالو په مصرف او زيار د ځينو افغانی کړيو په مرسته د تمدن په نامه كيږي دين او کلتور ته يو سخت ګوزار وركول دي. يقين لرم چې افغانان دغسي اسلام ضد شيان کله هم نه شي زغملای، كه څه هم فقر، مسكنت او بې وزلي په دغه هيواد کې اوج ته رسيدلي، خو بيا هم اسلام مسلمان ته ترهرڅه محترم دی، دا يقيني خبره ده چې اسلام او اوسنۍ غربي دموكراسۍ يو له بل سره ټكر كړی دی. که موږ اسلام ته په پوره غور سره ځير شو کولای شو په دې باندي ښه پوه سو چې اسلام يو چوكاټ او محور لري، حدود لري چې دا هرڅه د هغه چوكاټ په واسطه رامحدود شوي دي. دغه بې حده او بې سرحده دموكراسي د اسلام دغه حدود له منځه وړي. كه څوك په دې عقيده وي چې بې حده او بې سرحده غربي دموكراسي به زموږ هيواد او خلکو ته ښيګڼي راوړي داسي خلک بايد تر ټولو وړاندي خپل ځانونه په اسلام پوه كړي چې د الله  په دغه اسلامي قانون كې څومره نيمګړتيا وجود لري چې هغه دي په غربي دموكراسي پوره كړای شي او دغه نظام په ټولنه كې له ټولنيز او اخلاقي پلوه څومره بدلون او پياوړتيا راوستلي ده؟ که څوک د دې کار توانايې ولري بايد موږ او نورو اسلام پالو ته هم قناعت ورکړي. مګر دا يقيني خبره ده چې دغه سوال ته هغوی داسي ځواب نشي موندلای چي خلکو ته قناعت ورکړي.
همدارنګه په بهر کي هغو نړيوالو لوبو ته چې د نړۍ نامسلمان وګړي پكښي ګډون كوي او سيل او تماشا يې كوي، د افغانستان
د ښځو ليږل او هلته د ښځو ګډون كول، لوبه كول، بې ستري كول،
يا د نړۍ د ښكلا په سيالۍ كې چې د نړۍ نجوني د ځان ښكارونې او لوڅونې لپاره پکښي ګډون كوي، د هغو د بدن هره برخه د ښکلا
د متخصصينو لخوا كتل كيږي ، څو د ښكلا ټول صفات پكې ولټوي دا هغه څه دي چې په مطلقه توګه د اسلام او شريعت چوكاټ ماتوي او اسلام ته سپكاوی بلل کيږي. د دغسي ښځو بيرته هيواد ته
د راستنيدو پر مهال په مطبوعاتو كې ښه استقبالول، رشد وركول، ډول ډول امتيازات ورکول په ټولنه کي د يوه منكر او ناروا كار خپرول او عامول دي. داسې اعمال له افغاني فرهنګ او غيرت سره هيڅ سمون نه خوري، بلکي يوه متضاده برخه تشکيلوي.
څه مهال مخكي د ښځو يو پلاوي اروپا ته تللي وو چې هلته يې
د فرانسي د ولسمشر او پارلمان د غړو سره ليده كاته كول. بي له دې چې د يوي ښځي سره دې خپل محرم ورسره وي اويا د هغو د ضرورت په هكله خبري وشي مطبوعاتو دا د افغانستان لپاره يو يو ښه پرمختګ وباله او ښه يې استقبال كړ. هر منكر ته رشد وركول که
د مصلحت په نامه وي او كه د چا پر ضد وي، د مادياتو لپاره وي او كه خدای مه كړه د نړۍ نامسلمانو ته دا ښكاره كول وي چې دادی موږ هم د ښه استعداد او وړتيا له مخې د غربي دموكراسۍ پر لور د اسلام له چوكاټ څخه څو ګامه در ووتلو او دا د دي سبب ګڼي چې هغوی خوشحاله او راضې وساتي فكر نه كوم چې دغه هيوادته دي کومه ګټه ولري. د دې پر ځاى چې ملي كلتور ته ګټه ورسوي تاوان كوي، د دې پر ځای چې سوله اوثبات راولي، نور هم حالت خرابوي.
په تېر ١٣٨٦ كال د جوزا پر ۱۷ مه د كندهار ښار د ناحيو په ډيرو مسجدونو او د علماى كرامو پر كورونو باندې چاپي ووهل شوې، علماى كرام په نيمو شپوکي په بې عزتي سره له كورونو څخه وايستل شول، په مسجدونو كې ميشت طالب العلمان ونيول شول، كه څه هم حكومت د سلو تنو د نيولو مسړوليت ومانه، خو محلي وګړو
د سلګونو علماوو د نيولو خبري كولي، داسې عمل يو منفور او ناوړه عمل دی چې دافغانستان پر كلتور باندې مستقيم يرغل بلل کيږي. كه څه هم افغانستان د بلوسه ګرو ترواك لاندې دی لږ وړاندي مو يادونه وکړه چې عالم په ټولنه كې هغه ستر شخصيت دی چې
د هيواد هر وګړی د زيږيدلو له نېټې څخه بيا تر ګوره ورسره تماس لري. په دنياکي ورته احتياج لري، حتى دعقيدې په لحاظ په آخرت كې هم د يوه شفيع په صفت ورته اړ دى، په جومات يا مسجد كې طالب العلم اوسيدل يا ساتل د ټولو آسيايي ملكونو د مسلمانانو كلتور، رسم او عنعنه ده. خلك په خپلو مسجدونو كې طالبان د الله د رضا ، د خپلو بچيانو د ديني روزني او د محل د خير او بركت لپاره په ډېره مينه او محبت سره ساتي. د خپلو اولادونو په رزق كې هغو ته برخه وركوي او د خپلو كورونو په ډوډۍ يې ساتنه کوي، عزت يېگ
د ځان عزت بولي او بې عزتي يېگ د ځان بې عزتي ګڼي. په داسې اعمالو كې جرﴼت كول او د دغسې خلكو پر عزت تيری كول د ټولو خلكو پر عزت تېرى او سپكاوي دی. زه فكر كوم چې له كلتوري پلوه داسې خطرناكو كړنو ته اقدام كول د ګټي پر ځاى څو چنده تاواني دى.
هر كله چې د مسړولو اشخاصو تقاضاوي او شهوات د اسلام
د جايزو او روا څيزونو تر حده محدود نشي او د اسلامي حدودو دننه پر حرامو او حلالو صبر ونه كړي، هغوی بيا ډيرو خطرناكو کارونو ته زړه ښه كوي او ور ته ليواله وي. له بده مرغه دغه اشخاص يوازي او يوازي پر ځان حساب كوي، د ټولني د ټولو وګړو فكر ناقص بولي. داسې فكر كوي چې زما روا او ناروا مفكوره د خلكو لپاره ګټمنه ده. دى داسي ګڼي چې لکه څنګه چي له دې فكره سره دی اشنا دی، نو نور خلك هم اشنا دې. د داسي اشخاصو ځانځاني د دې سبب شي چې له ټولنې سره يې نه جبرانېدونكې ټكر راشي. د مثال په توګه يوه سړي له خپل هيواد څخه بهر ژوند كړي وي. هغه د بهرني كلتور تراغېز لاندې راغلي وي، آن چې په هغه كلتوري چاپېريال كي کوچنۍ لوۍ شوي وي، كله چې هغه خپل هيواد ته راستون شي، په خپل هيوادکي خپلوسپيرو اوزيږو خلکو ته ګوري فكر كوي چې دا ټول خلك جاهلان دي، ناپوهان دي او د دنيا له تمدن څخه ناخبره دي. كه څه هم دغه قوم گ له دېگ امله د ده درناوى کوي چې په بهر كې يې د تخصص او مهارت لپاره کوښښ کړى دى او هلته يې زده کړه کړې ده او په دې هيله وي چي خلك د ده له پوهي څخه استفاده وكړي، مګر له بده مرغه د هغه سره دا فكر ډير لږ وي چې خپلو خلکو ته خدمت وكړي، بلکي د توقع خلاف غواړي په ټولنه کې غربې كلتور ته خدمت وکړي او خلک هغه ته سوق کړي او نور داسې بد رنګه څه ټولني ته راوړي چې بيايې جبران نه كيږي. دلته مي د يوه افغان ورور كيسه را ياده شوه چې
د ښاغلی كرزي د حكومت د يوه مهم وزير په كور كې د هغه د دوو سپيو مزدور وو. هغه راته داسې کيسه وکړه چې ښاغلي وزير صاحب دوه بهرني سپي په خپل كور كې ساتلي وه. د هغو د ساتلو لپاره يې يوه مزدور ته يوولس زره (۱۱۰۰۰) افغانۍ معاش وركاوه، يوه كيلو يې سري كړي يا پخي غوښي وركولي او يو كيلو يې هم پاكټي شيدې ورباندې خوړلي. د هغو د معايني لپاره يې له يوه ډاكټر سره د هغو د بيمې قرارداد هم کړى وو، خو دغه وزير صاحب له دې كلتور سره سره، په داسي حال کي چې افغانان له لوږي کوچه سوه بيا هم افغاني علمي بهير ته جاهلان ويل او ځان يې يو موډرن او متمدن انسان ګاڼه.
زما د فكر او نظر خلاصه داده چې د كلتور په ساتنه كې د ټولني ساتنه راځي او د كلتور د ړنګولو سره د ټولني وراني تړلې ده،
د كلتور ساتنه او درناوى په هغه چاسره كيږي چې د كلتوري ارزښتونو په غيږ كې ستر شوی او روزل شوی وي او له خپلو دودونو سره بلد او ورسره عادت وي. د دي سره سره ورسره د زړه خواخوږي او درد ولري، په هغه چا باندې نه كيږي چې خپل اولس او خلک جاهلان بولي، كه څه هم ظاهراً د خلكو د نفرت د نه پيدا كولو په خاطر كلتوري ارزښتونه تريوه وخته په پام كې نيسي. خو دا يوه موقته استفاده ده د زړه دكومي او دردمندانه خواخوږي نده، په داسې رمزونو كې چي څومره كوشش هم وشي بيا هم د زړه پټ راز يو وخت راڅرګنديږي. هغه مهال په اتفاقي ډول له كلتور سره ټكر پيدا كوي، داسې يو غربې كلتور پلوه شخص چې له منكراتو، زنا، شرابو، سود او نورو منهياتو سره بيخي بې احساسه شوی وي كه څه هم د لوړو زده کړو درلودونکی وي كله چې وطن ته راځي د دې پر ځای چې د خپل ملت وګړي چې د ګډ ژوند، عفت او عزت د زرګونو كلونو تاريخ لري جاهلان وبولي، علماى كرام چې له څوارلسو سوو كلونو راپه دې خوا يې د اسلام سپيڅلی دين ساتلی دی، وده يې وركړي او مشري يې كړي جاهلان وبولي ښه به داوای چې لومړی يې خپل ځان مطالعه كړی وای، خپله كورنۍ يې مطالعه كړې وای چې ده خپله او د ده کورنۍ له اسلام او اسلامي کلتور سره څومره واټن او فاصله نيولې ده، او څومره له خپل ملي كلتور نه پردی شوی دی؟ چې د هغه په نتيجه كې يې عزت او كلتور ته څومره صدمه رسيدلي ده. تركومه ځايه چې سړی د دغو غريبانو او خوارانو له حالت نه خبريږي هغه مهال ويلای سو چې ځينو داسې کسانو خو هر څه له لاسه وركړي، اسلامی كلتور څه چې د خپل كور واك، مېرمن، لور او زوی يې يو هم په اختيار كې نه وي، د خپل وطن راوستلو ته يې نه شي چمتو كولای. له منكراتو څخه يې نه شي منع كولای. په معروف سره يې نه شي امر كولای. کله چې يو سړی د خپل ځان او اولاد اداره نه شي كولای، د الله له بغاوت څخه ځان او كورنۍ نه سي ژغورلای زما په نظر هغه زموږ د هېواد په سنتي او اسلامي اداره كې خامخا پاته راځي، كه څه هم د لوړو زده کړو او ځينو ښو تجربو درلودونكي وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery