مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نتيجه


:
هره څيړنه په تكرار سره د خلګولپاره مثبت انځور لري چې بالاخره ښه نتيجه ترې لاس ته راوستلای شي، يا دا چې په څيړنو سره د ډيرو مثبتو او منفي برخونو ارزښتناكې تجربېگ په وجود راولي په دغه شربلوسره كيدلای شي په نوره څيړنه او بشپړتيا سره ترې كوچ وايستل شي، خو دقت او حوصله او بې تبعيضه او تعصبه مطالعه او څيړنه به نوره ښه نتيجه ولري، په لوړه سرسري څيړنه كې ما په پنځو علتونو او يا پنځو اصولو كې ډير علتونه څيړلي كه په ښه ځيرتيا ورته د بل ښه مجرب عالم په هڅو كې نيمګرتيا په ګوته شي، يا ورسره نور علتونه او يا د نورو علتونو اصلونه په فهم كې راولي، ورسره ضميمه كړای شي او نيمګړتيايې په دقت سره بشپړه كړای شي زه باور لرم چې د يو اصل پر بنا به تري ګټه واخستل شي.
زموږ ګران، ښكلي او لرغوني هيواد په پرله پسي ناورين كې راګير شويدی لاتر اوسه هم د نورو ويرونو او کړاوونو بلاګانو خولي وازي نيوليدي. تر ډيره پوري ګټه تري بل اخلي او په اوركې موږ او زموږ هيواد سوځي. په نړيواله کچه مو اعتبار كميږي، اقتصاد مو كمزوری كيږي او ياله منځه ځې، بې علمي او بې کسبي راپكښي جرړي ټينګوي ، د نړۍ په تيره د ګاونډيو هيوادونو له سيالۍ نه شاته پاتيږو، په غربت، هجرت او فقر كې به نورهم تر ډيره پاتې يو، په دغه وړه ډالۍ كې زه زما د تجربې په زيږنده فكر او د تيرو تيارو او د ژونديو د قبرونو په دوران كې هغو ډيرو نيمګړتياوو ته ځير شوي يم، د فكر آس مي ورباندي ځغلولی دی، دماغ مي ښه ورباندي ستومانه كړيدی، خو هغه څه ته مي تلوسه كوله چې د اسلامي عنعناتو او ملي كلتور په رڼا كې رامنځ ته شي د هغه څه په وړاندي استقامت او مبارزه وسي چې زموږ هيواد، د هيوادوالو له لاسه د ډيري بيځايه خوشباورۍ له كبله د پرديو په مستقيمه مداخله د هغو د شومو او ناولو اهدافو قرباني شوي؛ لاتراوسه ورپسي قرباني كيږي، دا چې څوک بريالي شوي يا څوک شاته تللي او ياهغوی خپله په هغه اور كې سوي دا د هغو د تدبير سرچپه نتيجه او د الله د تقدير فيصله وه، خو په شروع كې هر څه په يوه تدبير سره پلان شوي او بيا مخته تللي.
لومړی:زما په ټوله څېړنه كې د اسلام او كلتور ټكي هرځای كارول شوي، په ډيرو علتونو كې له هغو سره ربط وركول شويدی دا ځکه چې هره اسلامي ټولنه په ځانګړي توګه په افغاني ټولنه کي دا تر ټولو يو مهم او ښكاره اهميت دی، نوځکه چې په هغه سره ټينګار تر هرڅه ډير په كار دی زما اوس هم فكر او نظر دادی: کومو افغانانو چې د رهبرۍ دعوه كړي ياورته د چارو واګي ور سپارل شويدي يايي ترشا د ملاتړي په توګه همكاري كوي د افغانستان د حل يا مشكل له اصل نه پر بل لور روان دی. هغه څه چې افغانان يې غواړي او افغانان پري اعتماد كوي افغانستان په جوړيږي اويا د افغانستان د ستونزو لپاره د حل لاره اواره وي شاته غورځولي. په هغه څه كې خپله ګټه لټوي چې له هغه علته څو ځله خراب شويدي، هغه چا ته دوست وايې چې
د سرماغزه يې تري كښلي، هغه چاته يې د خپل زړه بوخچه پرانيستي چې وړاندي دهغه د زړه رګونه گ ور پريكړي، هغه چاته يې زړه ورنژدې كړي چي د قتل خنجر يې د هغه زړه د راكښلو لپاره له پولادوڅخه جوړ كړي، له هغه چا څخه يې د وطن د جوړيدلو هيله اوغوښته کړي چې په توپونو يې ورته وران كړي دی، خو بيا هم دغه کسان لاتراوسه په خپلو سرچپه كړو نه پوهيږي او نه ورباندې پوهيدلای شي، په دې تمه چې له هغو څخه مثبته نتيجه لاس ته راوړي. بالعکس په رواني او روحي امراضو اخته شول، بيا هم د يوه احساس په رهبري کې د زړه بداوي بيلګې ډيري ليدل كيږي.
بيرته به د څيړني پايلي ته ورشو، زما نظر دادی چې افغانستان يوازي د افغانانو په زيار او پوره اخلاص جوړيدلای شي. د حل لپاره به يې له هغو موثرو اصولو كار اخستل كيږي چې اسلامي او افغاني صبغه ولري. د تعصب مخه به په ډيره زيرکتياسره نيول كيږي، له زغم او تحمل څخه به كار اخستل كيږي، د افغانستان پر اصل او د افغان پر وجود به اعتماد كيږي، بهرنی فكر او د هغو مداخلي ته به نه ځای او نه اهميت وركول كيږي، كه څه هم تر ډيره دلته د بهرنی مداخلي قوت موثر ښكاري او ځيني افغانان په دې عقيده لري چې بيله بهرني تاثيره به د افغانانو شتون پياوړى بنسټ ونه لري او يا به تري ګټه وانه خستل شي، خو زه په دې عقيده يم چې د افغانستان په مستقله پرېكړه او جرګه كې د بهرنيو شتون د هغو د منافعو نماينده ګي كوي، افغاني ستونزو ته د افغاني وقار كلتور او مذهب په رڼا كې د حل
د لاري د موندلو لپاره خنډ ګرځي. د افغانستان هغو ستونزو ته چې
د داخلي مسئلې په توګه د افغانانو تر منځ وجود لري او بهرنيان تري د ځانونو لپاره استفاده كوي، د سپين ږيرو، علماى كرامو،روحانيونو او منورينو په ملګرتيا د حل لاره پيدا كيدلای شي چې د خير او مصلحت لپاره پر ټولو ابعادو څيړنه وكړي، ټولو خواوو ته په افغاني دود قناعت وركړي او يوه معقوله او مقبوله فيصله وكړي.
موږ دا منوچې دلته همدااوس د بهرنيو هيوادونو او بهرنيو قوتونو مفكوري له نظره نشي غورځيدلای، ځكه چې هغوی اوس په صحنه كې په اوتوماتيک ډول مطرح دي. كه څه هم دوی زموږ د هيواد لپاره د زهرو او د ساري امراضو مثال لري، خو بيا هم يو ډول قناعت وركول پكار دي ترڅو د هغوی شر دفع سي خو داسې نه چې هر څه چې هغوی غواړي بايد ومنل شي او هر څه يې پلي کړای شي، بلکي بايد تر اسلامي او ملي منافعو ورته په هيڅ شكل ترجيح ورنه كول شي، ځکه د دين او وطن پر سرمعامله د هيچا حق نه دی، زما نظر او ادراك دادی چې د بهرنيو قوتونو استمرار يا ډير پاته كيدل كه څه هم د څو محدود اشخاصو د كنټرول ساتلو په نامه وي د افغانستان د ځمكنۍ بشپړتيا لپاره يوه لويه او خطرناكه پايله لري. د دې استمرار په نتيجه کې به داسې ستونزي راوخوټوي چې بيابه يې جبران ناشونى وي.
دلته يوه توصيه ليكم او دا چاته د عار او عيب او پيغور وركولو خبره نده. كه د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې چې هم افغانان او هم مسلمانان وه دومره تحمل شوى وای لكه اوس چې له امريكايانو، برتانويانو او نوري كفري كړيو سره چې نه مو په دين مذهب، كلتور او ملت راسره شريكان دي، نه مو د ژبي او سيمي مشترکات سته، نه خدای او د هغه رسول د دوی دغه تقرب ته اجازه ورکوي، نو ولي به
د داسې ستونزو سره مل كيدلای، ولي به مو د ورور په مقابل كې
د پرديو د ناولو مفكورو تګلاره تعقيبولای، ولي به مو پر افغاني او اسلامي وقار ګوزارونه كيدلای، كه تر طالبانو وړاندي د رباني صاحب د حكومت په وړاندی بيا هم د تحمل لاره تعقيب شوې وای زيات نه دومره تحمل چې دا اوس له يوه سرټمبه مغرور امريكايې سره كيږي، زه په دې باوريم چې هيڅ به پيښه شوي نه وای، زه بياهم پر دې خبره ټينګار كوم چې د بهرنيو قوتونو قرباني كه د پيسو ده كه د سرونو ده د افغانستان او افغانانو لپاره نه ده، هر څوك چې وي او
د هر دين سره چې تړاو ولري د افغانانو د يو كولو او اتحاد لپاره هڅه نه کوې بلکي پر عكس خپلې منافع د مسلمانانو او افغانانو په بې اتفاقی اوتوپيرونو كې لټوي. په ټوله نړۍ کې د مسلمانو له همدی بې اتفاقۍ نه خوند اخلي، يوله بله يې سره جنګوي، يو په بل يې سره وژني او نور ‌پكښي د دښمنۍ او تعصب ريښي او جرړې غځوي.
دلته د غربيانو د سيسي جالونه اوهغه مخفي او‌پټ رازونه په ګوته كوم چې دافغانانو د كمزورۍ او ناوسۍ لپاره ورباندې كار شوى او کار كيږي. هغه د غربيانو پوخ پلان په اسلامي نړۍ کي په مختلفو نومونو د ډيرو ټوليو او ګوندونو جوړول دي، د ډيرو ګوندونو او شوراګانو جوړېدل څه فايده لري؟ هغه دا چې په هر لور او هره سيمه كې مختلف احزاب او ګوندونه له مختلفو افكارو سره كار وكړي كوچنۍ ډلې او ګوندونه په خپلو كې سره اړم او مختلف اوسي،
د خپلو منافعو يا برياليتوب په لټه كې شي، يو بل ته د ماتې ورکولو تکل وکړي له همدې کبله د بهرنيو مداركو څخه د پيسو او كمك غوښتنه كوي، د فقر لاس د مادياتو د لاسته راوړلو په خاطرد خپل ورور سره په مقابله کي پرديو ته اوږد ساتي ، څو په داخل كې د خپلو وروڼو په وړاندي رقابت ته دوام وركړي، مګر په داسې احتياج سره مجبورا هغه څه ومني او د هغه چا ومني چې ورته پيسي وركوي. د همدې مرستي په بدل کې د دوى فكر ته وده وركړي، دلته د سوال او جواب ډير مشكل نشته خو موږ بايد له داسې حالت نه تجربه واخلو او تيري نيمګړتياوي جبران کړو. دانه چې د خپلو خطاګانو تسلسل وساتو، موږ د دې تسلسل ژوندي شاهدان يو د مقدس جهاد وخت موتراوسه ښه په ياد دي داچي د جهاد په وخت كې په پاكستان او ايران كې څه له پاسه ١٤ ګوندونو او افغاني تنظيمونو فعاليت كاوه، ښه وده يېگ وكړه او سياسي مشرانو يېگ له يوه او بل سره نژدی اړيكي درلودي، له بده مرغه کوم چا چې د جهاد د پيروزي نه وړاندې د قدرت د نيولو لپاره د جهاد واګي ټينګې كړي هغوی د راتلونكي په فكر كې شوه، د سياسي وړتيا لپاره يې بهرنيو مرستندويو ته نور هم د سوال لاسونه ور وړاندې كړه، د جهاد له بري او کابل ته د ننوتو سره سم په خپلو كې اړم شول او هغه څه يېگ وكړه چي بايد نه يې واى کړي. هغوی د دې لپاره چې خپلو وروڼوافغانانو ته چې همسنګري، هم مذهبې، هېوادوال او هم هدفه ملګري يې وه ماته وركړي، هغه چاته د مرستي او کمک لاس وغځاوه چې تردې مهاله يېگ دښمن، په دين او ملت يېگ پردی وو، ان تردېگ چې د خپل مقام او قدرت د ساتلو لپاره يېگ د امير عبدالرحمن په څير د وطن ټوټه كيدل هم پر ځان منلي وه.
دلته به له چا سره سوال پيداشي چې هغه ګوندونه او اوسني يا راتلونكي سياسي ګوندونه به ډير توپير ولري ځکه چې پخوانيو ګوندونو مسلح كسان او نظامي قوتونه درلودل اوسنی ګوندونه بيا يوازي پر سياست او رقابت ولاړ دي؟ د هغو په ځواب كې زه ابعاد نه څيړم خو دومره ويلای شم چې ماته د اختلاف تر ټکو د اتفاق ټكي ډير مهم دي، اتفاق موږ جوړولای شي خو نفاق مو له وطنه وركوي.
دويم په بهرنيو هيوادونو كې چې كومي پارټۍ پر پرمختلفو ايډيالوجيو اتكا لري هغوی د خپل استقلال، بهبود او پرمختك لپاره كار كوونكي دي. هغوی د مادياتوله کبله کافي امکانات لري. هغوی د خپلو خلکو په مالي مرسته خپلو پارټيو ته وده ورکوي. خارجي مادياتو ته سترګي نه کږوې، مګر په اوسني حالت كې چې په افغانستان کي څومره سياسي قوتونه ډيروالي پيدا كوي هم دومره بهرنی لاسونه هيواد ته ننباسي، هم دومره بهرنی ايډ يالوژۍ په هيواد راننوځي، هم دومره د نفاق جرړي پياوړي كيږي، ځكه چې د سياسي پارټيو مالي لګښت له داخلي منابعو څخه نه تمويليږي، بهرنی پانګه يامرسته كله هم وړيا اوبي مقصده نه وي. دا طبعي خبره ده چې کومه پارټۍ د چاله خواتمويليږي د هغو له اغېزي څخه به برخمنه وي.
يوه بله مهمه خبره چې سياسي احزاب ورباندې تقويه كيږي داده چې په نورو هيوادونو كې اكثره وګړي د زړه له کومې دا غواړي چې خپلو سياسي ګوندونو ته پانګه وركړي. د دې امکانات لري چې خپله ډله غښتلي كړي، مګرله بده مرغه په افغانستان كې تر وركړه د راكړه اصطلاح ډيره دود ده، نو ځكه چې سياسي قوتونه يا پارټی خامخا بهرنيو پانګو ته سترګي كږه وي که په رشتياقياس وکړو نو نتيجه به يېگ پانګي ته وفاداره شي دا به يو مهلک مرض شي چې واکمن واک ته په رسيدوسره پرخپلووعدووفانسي کولای.
دريم: كه موږ هغو هيوادونو ته ځير شو چې اوس په افغانستان كې د احزابو پر ډير والي ټينګار كوي او يا دغي روانې پروسي ته په جدي توګه وده وركوي، د هغو په خپلو هېوادو كې دومره احزاب ولي نشته، د مثال په توګه په امريكا كې يوازي مطرحي پارټۍ دوی دې چې سم فعاليت كوي، جمهوري غوښتونكي،(ريپبليك ګوند)او ليبرال پارټۍ (دموكرات ګوند) دی. د دغو دوو پارټيو په منځ كې هميشه رقابت روان دی. د امريكا واكمني اداري ډير زيات كوشش كوي چې نوري مطرحي پارټۍ جوړي نشي دا ځكه چې په ملت كې د انشعاب او ډيرو اختلافاتو سبب ګرځي. همدارنګه كاناډا، اسټراليا، برتانيه، جرمني، فرانسه او نور هيوادونه چې ډيري كمي او محدودي مطرحي پارټۍ او احزاب لري، دا چې د هغو ځمكني مساحتونه او نفوس تر افغانستان څو چنده ډيرهم دي په لږو احزابو كفايت كوي، مګر زموږ په كوچني كور كې چې د امکاناتو کچه يې صفرده سل تر دوه سوه پارټی غواړي او لا پسي ډيريدل د څه مطلب لپاره دي؟ كه دا كار ګټه او ښه پايلي ولري سوال دادی چې ولي يېگ دوی پخپلو هيوادونو كې نه غواړي او كه ښي اومثبتي پايلي و نه لري نو بيايې دلته په ډيريدلو کې څه مطلب دی؟
څلورم: د رقابت خبره ده. دا مهمه ده چې د ځينو پارټيو په منځ کي که رقابت نوي بيا به مطلقه ديکتاتوري خپريږي. د پرمختګ مخه به نيول کيږي، دواکمنانو عيبونه به پټ پاته کيږي مګر د رقابت مانا بايد دانه سي چې بايد سل يوسل او شل ګوندونه جوړسي دا ګوندونه چې نه د ځانونو واک ولري او نه د دفترونوکرايه د ګوند مشر په ځان پوري حيران او خلګ په ده پوري حيران وي. په هغه صورت کې چې د خارجيانو ماغزه نورمال نه وې.بيا خو نور هم کار خرابيږي پاته درقابت خبره سوه رقابت په دوو او درو تر پنځو ګوندونو پوري په وجود راتللای شي تر دي زيات هسې د ګډوډيو لامل ګرځي او بس.
دلته بايد په ډير غوراو فکر سره وګورو چې په اوسنيو شرايطو کې چې خلک د لوږي فقر او بې امنيتی سره لاس او ګريوان دی د احزابو ډير والی د دغه ځپلي هيواد لپاره د ژور نفاق زنګ دی. د دې ډيروالي ‌په نتيجه كې به ملت پر څو توكميزو برخو ويشل كيږي او دښمن چې اساسي، بنيادی او تاريخي دښمن دی، د ټولو جرياناتو په صحنه کې واکمن او حاضر دى او عميق فعاليت لري تري خوند او ګټه اخلي. زه په دې باوريم چې افغانستان په اوسنيو شرائطو او په نژدی راتلونكي كې هيڅ د دېگ جوګه نه دی او نه كيدلای شي چې په داسې يوه چوكاټ کېعمل وكړي او ځانونه دي يو په بل کي مدغم کړي چې ټولواك دې قانوني کړل شي، دلته د خنډ په توګه دوه عمده علتونه پروسه ډب كولای شي، لومړي دا چې د افغانستان تاريخ د زور واكۍ په حاكميت كې ځوان شوي او د هغه فكر سره يې وګړو وده كړي ده، كه څه هم د خلكو د پوره خوښي واكمني د خلكو لخوا نه ده حاكمه شوي او له دغه فكر سره د خلكو اشنايې نه ده پيدا شوي، په دې صورت كې بيا دوه علتونه په ګوتوکولای سو اول دا چې د حاكمانو فكر د انحصار، جاه طلبۍ او حرص پر محور چورلي او په دې اعتماد ډير غټ كارونه صورت نيسي. دويم: ډېری افغانان په يوه مذهبي غوندې حاكميت سره لاري ته له سيخېدو پرته ګرانه ده چې په سراسر يو غربي قانوني چوكاټ كې روان شي ځكه چې عمده علت د مذهبي او کلتوري عنعناتو سره ليوالتيا او په غربي قانون نه پوهيدل دي.
دويم علت: خپله پر هغه قانون د خلكو اعتراضات دي چې محتوا يېگ ډيرو وګړوته د قناعت وركولو جوګه نه وي داځكه چې دلته د الله او د هغه د دښمن خپلول پكې را نغښتي دې. ديته اجتماع
د نقيضينو وايې دا په خپل ذات کې محاله ده چې دواړه طرفه په يوه وخت كې خوښ او خوشحاله وساتل شي، نو مانا به يېگ داسې چې دوي هندوانې په يوه لاس کي نيول ياپه پام كې نيولي دواړي ګټي به له لاسه وركړي، نه به الله راضي كړې، نه به لويديځ باهدفه او مغرور ځواکونه راضي شي او نه به هم هيواد د بل په موټو جوړ شي،
د خلكو لپاره به امنيت هم برقراره نه شي او همدا وژل، تړل او ايله كول به روان وي، ځكه چې دلته د خلكو د افكارو عقيدوي توپير وجود لري چې حل ته يې ډېر دخيل اړخونه زړه نه شي ښه كولای.
دوهم: لكه څنګه چې ټول ملت اوهيوادوال په دې كې شك نه ويني چې په هيواد كې ډيري ستونزي او مخالفتونه زاړه او نوي وجود لري او زموږ ګران هيواد او وګړي د دې ستونزو او مخالفتونو قرباني دي، له همدې كبله څوك خپل خوږ ژوند له لاسه وركوې او څوك خوږ اولاد ورور پلار او بل قريب له لاسه وركوي. د چا پښي او لاسونه غوڅيږي څوك د پلرني ټاټوبې پرېښيدلو ته مجبوريږي، رشتيادا هغه وژونکې اودردونکې ناروغي ده چې يا خپله زموږ له لاسه زيږيدلي او يا ورته بهرنيو دښمنانو فعاليت كړى ترڅوزموږ له وينوخوندواخلي، زما په نظر ښه به داوي چې د ټولو ناخوالو پيټي په خپلو اوږو بار كړو او بهرنيان كه لري دي او كه نژدې دي پړه ونه ګرځوو دا ځكه چې دا ټول موږ يو چې بهرنۍ لاس وهني او يرغل ته مو يا دعوت وركړي او يا مو ورته زمينه مساعده كړيده. موږ د دي مسړوليت د همدې درانه مسړوليت د پورته کولو لپاره به داښه فيصله نه وي چې ځان ته پخپله برائت ورکړو.
ما تر خپله وس ، توان او ستعداده او تر خپل لنډ، تنګ ادراكه كوشش او هڅه كړې چې د دی ستونزو عوامل وڅيړم او پايلې يېگ په ګوته كړم.
لكه څنګه چې مي په څيړنه كې پنځه اساسي او دوه عارضي مشكلات وڅيړل هغه راته په څيړلو دا نتيجه پلاس راکوي چې رشتيا د افغانستان لپاره په لنډ مهاله او اوږد مهاله توګه د ستونزو بررسي او د هغو وحل ته اړتيا لرو چې په سوله ييزه او امنيتي فضا كې
د ورورولی ژوند وكړو، دلته بايد ووايم چې د مشكلاتو حل اسانه او ساده كار نه دی چې په سادګی اواسانه ډول پري اقدام وشي، دا يوي اوږدیگ پروژي ته اړتيا لري چې تر امينو لاسونو لاندې پري كار وكړای شې، لكه څنګه چې دا مشكلات او ستونزي په تدريجي توګه زيږيدلي او پيدا كړل شوي او بېا د پيچلتيا حد ته رسيدليدي همداسې په تدريجي توګه حل كيدلي شي. په ځانګړي توګه ښوونه او روزنه، قومي جوړښت، او ځيني نوري ستونزي هم تدريجي فكر، تحقيق او څيړني ته اړتيا لري داچې نوري ستونزي هم لويې ستونزي دي خو بېا هم د ښووني او روزني په نسبت لږ وخت ته اړتيا لري.
په هر صورت په افغانستان كې د اخوت او وحدت فضا رامنځ ته كيدل يوازي او يوازي په خالصه اسلامي مفكوره او افغاني طريقه باندې منځ ته راتللای شي، خو دا پكښي تر ټولو ضروري خبره ده چې صداقت علميت پوره پوهه او قوي تحمل موجود وي، دا ځكه چې اسلام يواځنی ماده ده چې د ټولو افغانانو تر منځ بي له توپيره، بې له شك او ترديده د يقين ماده ده چې په ټول هيوادکې څوك پري اعتراض نه لري، بغاوت تري نه كوي، كه بالفرض د بهرنی لاسوهني په لمسون په زروافغانانوكې يوهم پيدا کيږي نو هغه ته شاذ اونادر ويلای شو چې په نه څه باندې شميرل كيږي، مانا دا چې د افغانستان د بنسټيز مشكل بيخ اېستل د توافق په ماده سره كيږي خو اسلام به د دی اجنډا په سركې وي.
کله چي موږ د اسلام خبره کوو ماناداچې د الله او د رسول الله  ټولو اوامرو ته ځان تسليمول دی كه هر مسلمان د اسلام په دعوه كې صادق او ريښتونی وي نو له اسلام څخه بغاوت نه شي كولای او نه يې كوي.
قومي سپين ږيري، د قوم علماى كرام، سادات او مخور خلك، علمي كدرونه په دې اړه ښه او مثبت رول ادا كولای شي، ترڅو
د اسلام تر مبارك عنوان لاندې صادقانه مذاكري، ټولني او جرګي ته لاره ولټوي ترڅو د بېگ اتفاقۍ او وېش مخه ونيول شي او يوه اسلامي ټولنه رامنځته كړای شي.
لكه څنګه چې مو په څيړنه كې دکلتور يادونه كړي دا ضروري ده چې د ټول افغان ملت كلتور چې له اسلامي قوانينو سره ټكر ونه لري پوره په نظر كې ونيول شي ترڅو د يوه پلوه د خلكو احساسات زخمي نه شي، او له بل پلوه هره افغاني ټولنه اسلامي كلتوري صبغه ولري، له شك او ترديد پرته له بهرني سازش او نفوذ څخه ځانګړي سالمه پاتي شي. په همدی توګه كيدلای شي د مخالفت ټول اړخونه قناعت حاصل كړي، له دې سره سره د پوره اعتماد فضا جوړه شي، مانا دا چې د ستونزي لپاره په اسلامي چوكاټ كې د علماى كرامو قومي مشرانو او ساداتو رول په درانه احترام په بشپړ ناپيلتوب ډير مهم دی. همدغه نسخه كيدلای شي د افغانانو د زخمونو او كړاونو دوا او دسيمي لپاره شفا وګرځي، كله چې موږ د جرګي خبره كوو له هغه سره جوخت د ناپيلتوب خبره كوو مطلب يې دادی چې افغاني كلتور او افغاني عنعناتو ته خامخابايد د پرديو لاسونه ننه نه وځي، همدارنګه داسې مهمو نسخو ته د هغو نفوذ او رول لاره و نه مومي چې دهغه په نتيجه كې به د دغي نسخي مثبت اثر له منځه ولاړ شي له دې کبله به د افغانانو د ګڼو ناروغيو لپاره دغه مجربه نسخه دهيوادوالود بې اعتمادی په خاطر شنډه شي، كيدای شي د ډيرو بهرنيو دښمنانو هدف همدغه وي چي هر وخت جرګه جرګه يادوي او بيا ترې خپله ګټه اخلي والله تعالى اعلم.
د افغانستان بهرني او كورني سياستونه بايد د اسلام په چوكاټ كې د اسلامي اساساتو او ملي غوښتنو په پوره نظر كې نيولو سره جوړ شي. د هغو اشخاصو چې مطلق د خپل مال، عزت، منصب، منطقي ګټې ورته تر ټوله هيواد او هيوادوالو اولويت لري او ترجيح وركوي
د هغو نظرونه بايد مردود وبلل شي او د هغو موقت نفوذ د دې سبب ونه ګرځي چې د ټولو هيوادوالو يا د اكثريت احساسات مجروح كړي، بهرني سياستونه چې تر ډيره يو قطبې اړخ لري پر دوستي او دښمني تعبيريږي، ليدل كيږي چې تر ډيره پټ او په محدودو خلكو پوري تړلي دې چې د هغو روابط او پلانونه غلاته ورته مثال لري كه څه هم په اصطلاح ملي منافع په نظر كې نيول شوي وي خو بيا هم ډېر منفي اړخونو ته پام نه وي شوي اړينه ده چې د اسلامي چوكاټ په غلبېل كې چاڼ او صاف شي او د اسلام تاييد ترلاسه كړي، همدارنګه د اتفاق او اختلاف اړخونه يې ښه وڅيړل شي. د پرديو هيوادونو له يرغل او يرغمل كيدو، همداسې د هغو له تاثير څخه محفوظ او وژغورل شي ترڅو د خلكو د رضامندی سبب وګرځي. د هغو د اعتماد پوره حفاظت وشي، ديني او عصري ښوونه او روزنه په متوازنه توګه او پوره پاملرنه پرمخ ولاړه شي. د هر وخت حكومتي واكدار بايد د دواړو سيكټورونو اهميت له نظره ونه غورځوي. د مدرسي او مكتب په پياوړتيا كې جدې پام لرنه وكړي ترڅو ټول هيواد له دې لوی نعمت څخه پوره برخمن شي.
که څه هم دا ښكاره خبره ده چې د نړۍ ډيرغيراسلامي هيوادونه له ښوونځيو سره خپله بې حده او ډيره لوالتيا ښيې، په ځانګړي توګه
د ښځو په تعليم او تربيه او د هغو په روزنه كې ډيرجديت لري، مګردا خبره هم ډېره اړينه ده چې زموږ جامعه تر ټولو وړاندي مذهبې اسلامي پوهي تعليم او تربيې ته اړتيا لري، ټولي كورنۍ ټول قومونه له دې زده كړي سره خپله ليوالتياښيې او هم ورته اړتيا لري، دا غلطه خبره او احمقانه مفكوره ده چې يو افغان دې د خپلو هيوادوالو اړتيا او ليوالتيا په يو اړخيزه توګه له نظره وغورځوي او بهرنۍ ايډيالوژۍ او ليوالتيا ته دیگ ښه راغلاست ووا يې. د هر حكومت لپاره په اسلامي جامعه كې اړينه او ضروري ده چې دواړو اداروته په نه تبعيض سره پاملرنه وکړي. يوه هم له نظره ونه غورځوي په بهبود كې يې مرسته او کومک وكړي. د فارغينو لپاره يې په احترام سره د هغو د برخليك په اړه اقدام وكړي، هغه بېلتون ته ډيره پاملرنه وشي چې د ډير وخت په تيريدو سره د كركي، نفرت، نفاق او بالاخره د نورو بدمرغيو او بدبختيو سبب ګرځيدلي يا ګرځي، چې په ښوونځيو او مدرسو كې پر ديني او مذهبي روحيه سمبال د لايقو استاذانو شتون، هر طالب ته په مساوي توګه د لياقت او استعداد په پام كې نيولو سره امتياز، درجه او داسې نور، په نصاب كې دمذهبې كتابونو داخليدل او هغو ته پوره پاملرنه كول، د مكاتبو او مدرسو د استاذانو او شاګردانو په منځ كې انجمنونه اوګډ مجلسونه جوړول، هغو ته مساوي امتيازات، ډالۍ او جايزي وركول ترڅو د زړو په نژدی كولو سره د هغو د ذهنونو د شكونو او تهمتونو لريوالي راشی له يو او بل سره يې مينه او محبت پيدا شي. په هېواد كې دننه دلايقو او ښو استاذانو چې دعالي تحصيلاتو درلودونكي ماهر او ځيرك اشخاص وي، همدا سې د هغو د تجربو لپاره تجهيزات چې په عملي ډول دساينس او تكنالوجۍ په اړه كمك كوي تمركز وشي، ترڅو د نوو شاګردانو لپاره په خپل هيواد كې د زده كړي زمينه برابره شي او كوشش وشي چې له بهرنيو مفكورو او دسيسو څخه د زده كوونكو دماغونه وژغورل شي، په مكاتبو او مدارسوکې د زده كړي په ټولو درسونو كې اړينو مضامينو ته وخت ځانګړی شي، همدارنګه په مكاتبو او مدرسو كې په اسلامي عنعناتو افغاني فرهنګ باندې زده كوونكي مكلف شي خو لږ تر لږه استاذان بايد دا عمل پلی كړي. د هغه په اهميت باندې بايد شاګردان ښه پوه كړي، په اوونۍ، مياشت او كال كې بايد حداقل يو ځلي د مدرسو او مكاتبو د زده كوونكو په منځ كې د ازمويني مسابقات تر سره شي، همدارنګه د دېگ پر ځای چې زده كونكي بهر ته د روزني لپاره وليږدول شي دننه استاذان راوستل شي ترڅو زده كوونكي د خپل مذهب او كلتور په غيږ كې ستر او وروزل شي، چې په دې کار سره كيدای شي فاصله نوره هم ليري شي، په دې سره به هماهنګي او اتفاق هم راشي ټول زده كوونكي بايد د نورو مختلفو مضامينو لكه مذهب، ساينس، سياست، اقتصاد تاريخ، جغرافيه او نورو علمونو په اهميت پوره پوی شي، ترڅو په خپلوکې د مختلفو نظرنو درناوي وكړي، جغرافيايې ستونزي چې د ډيورند د کرښي سره يې هم اړين توب ليدل كيږي په ستراتيژيكي ډول دګاونډيو هيوادونو او ليري پتو د زبر ځواك هيوادونه چې د خپلو ګټو يا ارزښتونو په پام كې نيولو سره زموږ هيواد ته لاسونه راغځوي تر ډيره زموږ د هيواد په مثبته پاليسي او ټينګ وحدت پورې اړه لري، كه موږ ددوستۍ او دښمنۍ يو اړخيزه پاليسي ولرو څپاندوهلي ټولنه او جامعه مو په خپل كور او دباندې منطقه کې پراګنده اوسي نو دې ته به ښه زمينه مساعده شي چې هر بهرنی دښمن له همدغه حالته بده استفاده وكړي، چې څه يې زړه غواړي هغه راباندې وكړي، وينه به مو وړيا وې، قدر به مو كم او قوت به مو پر نه څه شمار وي، غم به مو د بل لپاره خوشحالي وي. په شكايت او ژړا پوري به مو خلك خاندې، دژوند په برخليک اوسرنوشت به مو دښمنان د دوستۍ او دښمنۍ په نامه په ډېره اسانۍ سره لوبې كوي، وروڼه او خويندی به مو د خير لاس دوست او دښمن ته ورغځوي، څوك به مو وژني، څوك به مو پلورې، څوك به مو د خپل ناروا هدف لپاره په تورو جيلونوکې بې تحقيقه او محکمې غورځوي په يوه او بل نامه سره به چې څه يې زړه غواړي هغه راسره كوي. د ډيره وهمه او ويري به څوک د بېګناه خلکو شفاعت هم نه سي کولای.
جغرافيا يې ستونزه زما په اند تر هغه وخته نه شي حل كيدلای ترڅو زموږ پاشلی ږغ يو نه شي او خپل مينځي اختلافات او ځان ځاني مو په يوه مخلصه او يوه ښه ټولنه بدله نه شې ځکه چې دادومره ستونزه ده چې يوه قوم او ټبرته يې نسبت نه سې کيدلای اونه دخاصي منطقي سره تړاو لري. دا تر ټولني او ټبرونوپوري تړاونيسي.
د تارياكو او چرسو كښت جغرا فيايې ارزښت ته ورته ستونزه ده چې زموږ د ځانځانۍ، بې اعتمادی اونفاق نه ريښه اخلي ځانګړي بانډونه تشكيلوي، د افغانستان دښمنان تري ناوړه ګټه اخلي. مخدره مواد بندول يوه داسې قوت ته اړتيا لري چې ملت ورسره په صادقانه توګه همغږى وي او په غم كې يې ځان شريك وبولي. بدنامي يې
د ځان بدنامي او ګټه يې د ځان ګټه او تاوان يې د ځان تاوان او بری يې د ځان بری وبولي، نه په زور او قوت، نه په مرګ او بند سره ددې كار مخه نيول كيږي، لنډه دا چې دافغانستان د وحدت لپاره
د افغانانو جرګه په كار ده. د جرګې لپاره اسلامي چوكاټ او په نهايې ډول ناپيلتوب په كار دى. د ناپيېلتوب او اسلامي چوكاټ د پوهولو لپاره، علماى كرام، سادات، محترم شخصيتونه، قومي مشران او رښتونی صداقت اوزړه سوی په كار دی، خو يو شی چې تر هر څه مهم دی هغه دادی چې د جرګو مرکو ابتكار بايد د افغانانو په خپل لاس وي او پخپل كوركې يې له خپل مذهب او عنعناتو سره سمه جوړه كړي چې د داسې حركت تر شا ټولنه په ټينګه ودريږي چې په مستقله توګه د دين، وطن او ملت سره مخلص وي. دغه لرغونۍ اسلامي هيواد نه په بهرنيو قوتونو، نه په بهرنيو زهرجنو افكارو، نه په غربي فاحشه ډموكراسي او كمونستي نظامونو او نه په خونړيو جنګونو، وژلو، نيولو سره جوړيږي ترڅو د هر ملت په ځانګړنه حل و نه موندل شي، زموږ د هيواد ځانګړتيا د جرګو اسلامي او قومي عنعناتو، د استقلال او خپلواکۍ غرور، پر علماى كرامو ساداتو مشرانو باندې نيك ګومان او غوږ ورته نيول، د مشرانو احترام، د هغو په وينا عمل كول، خو دا ټول په اسلامي چوكاټ كې، په افغاني ابتكار پوري اړه لري ترڅوهيوادوال ورباندې اعتماد او باوروکړي.
الله پاک دې وكړي چې زما دغه نيمګړې ليكنه ستاسي درنو لوستونكو وروڼو او خويندو د توجه وړ وګرځي ستاسو د دعاپه هيله والسلام.
لوى څښتن فرمايي:
[النساء:٥٩]
ژباړه: اى مومنانو! د الله حکم او د رسول حکم او د خپلو چارواکو حکم ومنئ، که مو په څه کي شخړه سره راغله ، نو الله او رسول ته يې وروګرځوئ، که (رشتيا) تاسي پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان لرئ. دا غوره او په انجام کي ډېره ښه ده.


شعر
دښمن وخوړل بانډونه د نفاق
وران ويجاړ وې تل کورونه د نفاق

د غليم په وړاندې سم درېدای نه سی
ډلی سولی مات فوجونه د نفاق

د لیوانو ومنګولو ته به لویږي
جدا سوي شاذ پړکونه د نفاق

د حرم مال اوعفت ساتلای نه سي
سوړي سوړي دیوالونه د نفاق

سیال به نوي د سیالانو په ټولۍ کي
چې پرانیستي وي ډیر ورونه د نفاق

د پنا دښتونه خوري هډوکي واړه
لار چي واخلي کاروانونه د نفاق

درنده د ښکارپه نخښه هغه ګوري
لټوي چې پټ رغونه د نفاق

دښمنان به یي په هرتصمیم خبریږي
ساتل کیږي نه رازونه د نفاق

په حاصل به یي ودان کورونه نه سي
په سیلۍ چې سي باغونه د نفاق

ملتونه به یي ورک سې په نړۍ کې
وروسته پاته هیوادونه د نفاق

بي ذلته به نورهيڅ ګټلای نه سي
څوک چي پورته کې سوالونه د نفاق

وچ لانده به یي د اورپه مخ لوګی سي
چي تعقیب کي څوک جنګونه د نفاق

مزه نه کوې که هر څومره رنګین سي
مجلسونه ، محفلونه د نفاق

نتیجه د اثبات نه لري هيڅکله
که مظبوط هم وي فکرونه د نفاق

ضعیف هرکله د هغه چا خادم دی
ماتوې چې زنځيرونه د نفاق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery