مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په مسجدکې ددنیاوی خبروکولوحکم

سوال :-دی پښتنـورواج ده چـــی په جماعـــتونوکی منـــجلسونه کوی اودی مهمان خانوپه شکل يي استعمالوی دپښتنوددغه عمل حکم څه ده اودالله تعالی ددی ایات مطلب څه ده ؟ وان المساجدلله فلاتدعوامع الله احدا مســجدونه دی الله تعالی کورونه دی تاسو مه بولی په مسجدوکی دالله تعالی نه سواء بل هیــــڅوک
ځواب :-په جماعتونوکی دنیاوی خبری کول بعضی کتابولکه خــزانة الفقه حرام بللی اوهمدارنګه په بـــعضی احادیــــثوکی په دی باره کی ډیرســـخت وعیدونه راغلی اودی ذکر شوی ایات په باره کی تفسیراحمدی لیکی چی ددی ایات ډیرتفسیرورنه راغلی خو واضح تفسیريي داده چی دایات نـازل شو لپاره دمنع کیدودی خبرودینوی ووپه مسجد کی له جهته دتعظـمه دی مسجدځکه چی دادی الله تعالی کورونه دی لهذاتعظیم يي پکارده نولایق له هغه چاسره چی دی الله تعالی اودی رسول الله ﷺ اطاعت کوی داده چی په مسجدکی صرف عبادت اوذکرووکړی نه بل شی . انتهی
سوال :- دی سنتوځایــــونـــه چی نن صباله مســـجدوسره جوړیږی که په دی کښی دنیاوی خبری کیږی دابه هم جائزنه وی لکه په جماعت کی ؟
ځواب :- دی سنتوځایونه چونکی دی مسجدپه نیت نه جـــوړیـــږی بلکی له اوله نه دی منجلس لپاره په نظرکی نیول شوی وی لهـــذادی سنتوځـــایونه دی مسجدوحکم نلری خو چونکی دامنجلسونه دی مازدیګراوماښام ترمنځ کــــیږی اودی سهـــرپه وخت کی له لــمانځه نه ورسته کوم چی داډیـر دبرکت وختونه دی اول خوپه دی وختوکی پټه خوله کښیناستل هم دذکـــر په شان ثواب لری نوپټـــه خوله کښیـــناستل پکاردی اوکـــه خبری کوی نو مناسبه داده چی له بیهوده اوبیکاره خبرونه پرهیــــــزوکړی ځکه چـــی نبی ﷺ فرمايي ومن لم یقل خیراً فلیصمت یعنی څـــوک چی دخیرخبری نکوی نـــو پټه خوله دی کښینی

په نوکانودرنګ لګولوسره اودس نه کیږی
سوال :- یونوی رسم دښځوداهم ده چی په نوکانورنګونه لګوی ددی عــمل په کولوسره په اوداسه اوغسل کی کوم تغیرراځی اوکه نه ؟
ځواب :-په اودس اوغسل کی داضروری ده چی نوکانوته اوبه ورسیږی که چیری داسی یومانع موجودشی چی نوکانوته اوبه نشی رسیدلای نواودس نه کیږی دنــــوکانـــورنــــګ هم داســی ده چی نوکانوته اوبه نه پریږدی لهذا علمأووپه دی فــــتوی کــړی ده چی دنوکانو درنګ سره اودس نه کیږی اود دی اصل دی علمګیری لاندی الفاظ دی اولذق باصل ظفره طین یابس اورطب لم یجز علمګیری ج ۱ که په اصل دنوکانوپوری وچې یالندې خټی نښتې وی نواودس نه کیږی . بالاخیره دی نوکانورنـګ لــــګولوسره اودس نـــــه کیږی که چیرې دارنـــګ لګیدلی وی نوضروری ده چی داودس کولوپه وخت يي وګروی (لری)کړی ځکه چی داډیرخطرناک عمـــــل ده مســـلمانانوته پکارده چی خپل اهـــل او عیال دداسی اعمالونه رابندکړی کنه مسئولیت به يي دی ټولوپه غاړه وی حضرت نبی کریم ﷺ فرمايي کلکم راعی وکلکم مــسئول عن رعیتیه یعنــــی هریودتاسونګهبان ده اوهریودتاسومسئول ده له خپل رعیته یعنی اهــــــل اوعیال نه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery