مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پـېـژندنه


دکابل ولایت او ور څېرمه سیمې




موږ په پرتمین ویاړ کابل ته ولاړو.... موږ ته په هڅونې وویل شول چې ستاسو هېواد به پرمختگ وکړي ، خپله پياوړې غښتلواله به بیرته تر لاسه کړﺉ او موږ په خپلو دواړو پښو به بیرته و دریږو. د کابل پرښار وروستـنـیـو بریدونو د افغان ولس ټولې هیلې ډړې وړې کړې او موږ ته یې په نړیواله ټولنه کې ستر سپکاوی را په برخه کړ.
حامد کرزی : د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ، اسوشیـﺋـتد پرس ، ۱۹۹۲ زکال د اگست ۲۳ نېټه

پـېـژندنه

څه دباندې دوه لسېزې شوي چې افغانستان ، په جگړو کې کړول کېږي. دا هغه غونډله یا جمله ده چې د افغانستان په اړه د هرې وینا ، مقالې او گزارش پر تندي لېکل کېږي. دغه غونډله د طالبانو له واکمنۍ وروسته د رامنځته شویو ننگونو د پوهېدا لپاره دومره کارول شوې چې نن په یوې کلیشه یي استعارې اوښتې ده. دهیواد د تأریخ او پېښلېکونو په څېړنه کې تر اوسه یو شمېر هڅې شوېدي چې د اوسني حالت د جرړو په پوهېدا کې له موږ سره مرسته کوي. په دې کې تر ټولو اړېنه د هیواد د دوه وو لسیزو د جگړو په لړ کې له بشري حقونو څخه د پراخې سرغړونې د کچې پوهیدا ده ، دلته جنگي جنایتونه او د بشریت پر وړاندې جنایت رامنځته شوی دی نو ځکه موږ د پورتنۍ غونډلې په تل کې هغه کوکې او ازانگې اورو چې وايي : پخواني مجرمین و نیسـﺊ ، هغوی لا تر اوسه ژوندي دي او محکمه یې کړﺉ. دغه کوکې او ازانگې د افغانستان په پخواني پیښلېک کې هم پرتې دي خو لږ غوږ ورته نېول شوی دی.
 
دغه گزارش د تیرو دوه وو لسیزو یوه کوشنۍ برخه رانغاړي ، د گزارش موخه دا نه ده چې پر روان حالت دې پـټـۍ کښیښودل شي. دغه گزارش د افغانستان د تیرو دوه وو لسیزو د وسله والو ناندریو پراخ انځور نه رانغاړي او نه د ترسره شویو جنایاتو هره ډډه را سپړلای شي. او هېڅکله یو بشپړ انځور نه شي بلل کېدای. د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰  زیږدیزو لسیزو په اوږدو کې د رامنځته شوي ناتار او وحشت سپړنه او څیړنه د افغانستان د دولت او د نړیوالې ټولنې پراخې اوږد مهالې ژمنې ته اړتیا لري.  کله چې دغسې تأریخ او پیښلېک ولیکل شي نو هغه به د یوه یا څو کتابونو په ټولگه کې ځای نه شي ، هغه به د کتابونو الماریو ته اړتیا ولري.
 
دغه گزارش یوازې د افغانستان د ناورین یو کال په پام کې نیولی دی  : ۱۳۷۱ لمریز  کال ؛ چې [ د ۱۹۹۲ ز کال د اپریل له مېاشتې نیولې د ۱۹۹۳ زکال د مارچ ترمیاشتې ] له نېټې سره سمون خوري. دغه نېټه له هغه مهاله راپېلیږي چې په کابل کې شوروي پـلوی رژیم را و پرځول شو. همداشان دغه گزارش یوازي د افغانستان پر یوه ټکي ، د هیواد پر پلازمېنې ، کابل او ور څېرمو سیمو را څرخي.
 
ولې کابل او ولې ۱۳۷۱ لمریز کال ؟ دا ځکه چې په دغه مهالیز واټن کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو کچه خورا زیاته لوړه ده. دا هغه مهالیز واټن دی چې افغانستان ،  له ۱۹۸۰ز کال را وروسته ، د شوروي پر لس کلن نیواک د پای ټکی کښیښود او خپله خپلواکۍ یې و گټله . په کابل کې د رژیم له بدلون وروسته ، ۱۳۷۱ لمریز کال د افغانستان نوې پېلامه بللای شوې ده.  
 
خو دغه پیلامه ، د افغانستان د تأریخ یو تور ترینه ټکی وو. په ۱۳۷۱ لمریز کال کې کابل هماغسې چې په دغه گزارش کې ورته نغوته شوې ، د افغانستان د وسله والو ډلو� د سیالو مجاهدو ډلو  او د ړنگ شوي دولت د وسله وال ځواک د پراخو او پرله پسې جگړو په ډگر واوښت ؛ د شوروي پلوي رژیم له پرځېدا وروسته ټولې ډلې پر ښار را واوښتلې. په دغه مهالیز واټن کې بیلا بیلو ډلو د کابل د ښار پر سر په خپلو منځو کې جگړې پيل او د ملکې وگړو پر وړاندې یې بې شمیره او وحشي ترینه  ناتارونه تر سره کړل. په جگړو کې را گیرپه لسگونو زره ښاریان ووژل شول. دغه تاوانونه د هغو بریدونو پایله وه چې پر ملکي وگړو د ړندو او نېغ په نیغه تیریو له امله رامنځته شول او ترڅنگ یې بې شمیره نړیوال بشري قوانین ( د جگړو قانون ) تر پښو لاندې شو. ملیشیاوو په زرگونو ملکي وگړي و تښتول چې هېڅ چا یې بیا مخونه ونه لیدل. د ښار پراخه برخه لوټ او ویجاړه شوه. د کابل په ښار کې د دغو ورانیو نخښې لا تراوسه په سترگو لیدل کیږي چې په همدغې مودې کې او د کابل پر لوري د طالبانو له پرمختگ څخه مخکې رامنځته شویدي.
 
د افغانستان د جگړې د نورو پړاوونو په پرتله ددغه پیر جنایاتو ته لږ پاملرنه وشوه. د شوروي له یرغله نیولې تر نن پورې د ټولو شخړو او ناندریو پر تندي د وحشت او ناتار ټاپه لگېدلې ده. په ۱۹۸۰زیږدیزې لسېزه کې چې له ( ۱۳۵۹ تر ۱۳۶۸ ) لمریزو کلونو سره سمون خوري شوروي سرو لښکرو او د هغوی ملگرو افغان ځواکونو بې شمیره جنگي جنایات  او د بشریت پر ضد جنایات تر سره کړل هغوی په لوی لاس پر ملکي وگړو او د ملکي وگړو د استوگنې پر سیمو برېدونه وکړل ، بندیان یې ووژل او یرغمل کسان یې ووهل ، و ټکول ، و ځورول او  ویې وژل. د ۱۹۹۰ز لسیزې په نیماییو کې چې له  ۱۳۷۵ تر ۱۳۸۰ لمریزو کلونو سره سمون خوري ، طالبانو هم د یوه واکمن ځواک په توگه د خپلو پوځي عملیاتو په لړ کې دومره بې شمیره جنگي جنایات کړي چې له سره تر پایه د بشري حقونو د معیارونو له هېڅ اړخ سره ډډه نه لگوي.  
 
د بشري حقونو د نورو ډلو ترڅنگ ،  د بشري حقونو د څار ټولنې په خپلو بې شمیرو گزارشونو کې د شوروي د وسله وال ځواک او د هغه د لاسپوڅي دولت وحشت او ناتار په مستند یا لاسوند ډول را ټول کړی او هم یې د ۱۹۹۰زیږدیزې لسېزې په اوږدو کې د طالبانو جنایات او توحش مستند کړی دی. ملگرو ملتونو هم له ۱۹۷۸ز کاله نیولې تر ۲۰۰۱ ز کال پورې د جنگي جنایاتو او د بشریت پر وړاندې د ترسره شویو جنایاتو یو ټولگه چې په ټولیز ډول د شوروي د نیواک � طالب واکمنۍ پړاو را نغاړي په پېښلیکیزه بڼه را ټوله کړې ده ( دغه گزارش هېڅکله خپور نه شو خو په ۲۰۰۵ ز کال کې افغان دولت ته وسپارل شو ). د شوروي � طالب د مهالیز واټن ناتار په نړیوالو رسنیو کې هم غبرگون موندلی دی.
 
د ۱۳۷۱ لمریز کال په گډون د ۱۹۹۰ ز لسیزې کلونو ته ډیره پاملرنه نه ده شوې. پر دغه مهالیز واټن یو شمیر نړیوالو پیښو سیوری واچاوه چې امله یې نړیواله پاملرنه بلې خوا ته واوښتله لکه په ۱۹۹۲ ز کال کې د کلنتن او جورج ایچ ډبلیو بوش تر منځ د ولسمشرۍ د ټاکنو کمپاین ، د شوروي اتحاد بانکي افلاس  او په پخوانۍ یوگوسلاویا کې جگړه. له بلې خوا په کالیفرنیا او لاس انجلس کې  د ۱۹۹۲ ز کال د اپریل د مېاشتې د وروستیو شپو ورځو اله گولې  ، د شوروي پلوي د رژیم د ړنگېدنې رنگ خړپړ کړ.
 
دا چې په رښتیا په ۱۳۷۱ لمریز کال کې څه پېښ شوېدي زموږ په لاس کې لا تر اوسه ډیر مالومات نه شته. په هغه مهال کې د افغان او نړیوالو ژورنالیستانو یوې کوشنۍ ډلې د جگړو گزارشونه ورکول ، د رسنیو مقاله لیکونکو او پرودیوسرانو د جگړې د ډگر گزارشونه خپرول. په افغانستان کې د ډاډ وړ خبري  او کاري سرچینې نه وې. په هغه وخت کې د بشري حقونو د څار د ټولنې هېڅ غړی سیمې ته نه وو لیږل شوی ، یوازې د بشري مرستو څو ډلو هلته کار کاوه ، د ملگرو ملتونو یوه بېواکه ، ځان ساتې او شرمناکه ډله هم هلته وه او ویې نه شو کولای د بشري حقونو د ناتار گزارش ورکړي. دغه گزارش هڅه کوي چې دغه مالوماتي تشه را ډکه کړي.
 
پر دغه مهالیز واټن زموږ د پاملرني د منځټکي دویم لامل دا دی چې د ۱۹۹۰ ز لسیزې لومړي کلونه له اوسني حالت سره نیغ په نیغه تړاو لري. په دغې څیړنې  کې د داسې بولندویانو او سیاسي مشرانو د جنایاتو چاڼ او سپړنه شوې چې نن د افغانستان د دولت رسمي چارواکي دي --- دوی اوس په دولت ، پولیسو ، وسله وال ځواک او څارگرو څانگو ( استخباراتو )   کې لوړترینه دریځونه لري او ان یو شمیر یې د ولسمشر حامد کرزي مرستیالان او سلاکاران دي. یو شمیر نور یې دغسې دریځونو ته د رسیدا لپاره لوڅې پوڅې کوي. ډیري افغانان په ځانگړې توگه کابلیان باور لري چې  ددغو ډلو د بولندویانو او سیاسي مشرانو وحشي چلند او د هغوی پخوانيو کارنامو ته په کتنې هغوی په داسې دریځونو کې د پاتې کیدا وړتیا نه لري.   
 
موږ هم د افغان ولس له دغسې باور سره همغږي یو. له تیرو پینځوویشتو کالو را پدیخوا د بشري حقونو د څار ټولنه د نړۍ په څلورو لویو وچو کې د جگړو او له جگړو وروسته حالاتو  کې د بشري حقونو څارنه کوي. موږ د سولې د رغښت د بېلا بېلو لړېو بریاوې او ناکامۍ څارلې � موږ په نړیواله کچه وخت په وخت د هغو مشرانو کړه وړه مستند کړي چې د جنگي سابقې په لرلو یې د سیاسي ناندریو هوارۍ ته په ډیره مېنه او لیوالتیا را دانگلي خو د قانون پر ځای یې له زور واکۍ څخه کار اخیستای دی � د هغوی دغو چلندونو یو ځل بیا بشري حقونه تر پښو لاندې کړي چې یا یې د بی قانوني دوام او یا یې د بې قانوني را ستنیدا ته لاره هواره کړې ده.   
 
دغه نړیواله تجرې  د  افغانستان د نن ورځې له حالاتو سره سمون خوري. د ۲۰۰۱ ز کال د بن د تړون له ژمنې سره سره چې پایله یې د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د لنډ مهالي دولت پر جوړیدا و چورلېده د افغانستان ډیرې برخې لا تر اوسه د خپلسرو ځان ځانچورلیځو بولندیانو ، توپکواکانو او جنگسالارانو د واکمنۍ په ولکه کې دي ، هغوی په بیلا بیلو کچو د ملیشاوو کوشنۍ او غټې ډلې لري او هڅه کوي چې په هیواد کې د ټینگښت او د سولې د بیا رغښت لړۍ له گواښ او دړې وړې کېدلو سره مخامخ کړي. په دغه گزارش کې د هغو بولندویانو او توپکواکانو نومونه راغلي دي چې پخوا یې په جنایت او ځورونو کې لاس درلود او له ۲۰۰۱ز کال وروسته یې بیا هم د بشري حقونو په ځپنه کې ونډه لوبولې ده لکه د کورونو لوټـل ، سړي تښتونه ، د بندیانو ځورونه ، جنسي تیري او وژنه.
 
د بشري حقونو د څار ټولنې په خپلو پخوانیو گزارشونو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې یو شمیر بیلگو ته نغوته کړې ده[1] .  په دغه گزارش کې د ډیرو لوړ پوړو چارواکو نومونه راغلي دي چې زموږ په پخوانیو گزارشونو کې هم ورته نغوته شوې وه او دوی هغه کسان دي چې په زورواکۍ یې د نورو خلکو ځمکې نیولي دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یا ( اې آی ایچ آر سي )[2] هم د زورواکانو گزارشونه ورکړی دی.  
 
لنډه دا چې د ۱۹۹۰ز لسیزې د توپکواکو جگړه مارو ډیري کسان متکرره تیریگر دي. ډیریو کابلیانو ته د  ریسیډیویزم یا د " جنایت د تکرر" [3] دغه لړۍ یوه عادي خبره ده ، په  تیرو دریو کالو کې هغوی د بشري حقونو د څار ټولنې ته په تکرار ویلي چې : " جنگسالاران ، جنگسالاران دي/ جنگسالاران، جنگ سالار هستند." خو  اوس داسې ښکاري چې ډیریو افغانانو او نړیوالو چارواکو پخوانۍ ترخې تجربې هیرې کړي دي.
 
ددغه گزارش ځانگړې موندنې :
دغه گزارش له بشري حقونو څخه د کلک سر غړاوي ، جنگي جنایاتو  او د بشریت پر وړاندې د ترسره شویو جنایاتو هغه ځانگړې لړۍ را سپړي چې د ۱۹۹۲ زکال د اپریل له مېاشتې وروسته تر سره شويدي � په بله وینا د ۱۹۹۲ زکال د اپریل له میاشتې نیولې د ۱۹۹۳ز کال د مارچ تر مېاشتې د شوروي پلـَوي ولسمشرنجیب الله د واکمنۍ له ړنگیدا وروسته.
 
د گزارش دویمه څپرکۍ چې له پیژندنې وروسته وړاندې کیږي ، د هماغه کال د ځانگړو پیښو مخینه او پېښلیک رانغاړي. د گزارش د دریمې څپرکۍ د ( الف ) برخه  د ۱۹۹۲ ز کال د اپریل د مېاشتې په وروستیو شپو ورځو کې د نجیب الله ضد مجاهدینو د ځواکونو په لاس د کابل نیواک را سپړي او پر هغه ناتار کره کتنه کوي چې د ۱۹۹۲ زکال د اپریل له مېاشتې بیا د همدغه کال د دسامبر تر مېاشتې پورې د مجاهدینو د ځواکونو د خپلمنځي جگړو په لړ کې رامنځته شو. دغه برخه د ځورونو هغه لړۍ په لاسونده ډول وړاندې کوي چې په همدغه مهال کې د هرې ویل شوې ډلې له پلوه تر سره شوي دي لکه : ړانده پوځي بریدونه ، په لوی لاس د ملکي وگړو په نخښه کول او د هغوی وژنه ، پر ملکي وگړو یرغل او د هغوی وژنه ، سړي تښتونه ، اجباري کار  او د ملکي وگړو د کورونو لوټول. گزارش دې ته هم نغوته کوي چې د ځانگړو ډلو غړو ، پر ښځو ، نجونو او هلکانو جنسي تیري کړي دي.
 
د گزارش د دریمې څپرکۍ د ( ب ) برخه دې ته نغوته کوي چې په ۱۹۹۳ زکال کې کورنیو جگړو څنگه وده وکړه. د همدغې څپرکۍ د ( ج ) برخه د ۱۹۹۳ زکال د فبرورۍ په مېاشت کې د جگړې د انځور هغه لوړه څوکه رانغاړي چې د افشار کمپاین بلل شوی دی � دا هغه پوځي برید ته نغوته ده چې د کابل د ښار په لویدیځ کې د مجاهدینو بیلا بیلو ډلې د شیعه مجاهدینو پر ځواکونو ور واوښتلې. هماغسې چې گزارش څرگندوي ، پر دغو سیمو د برید په لومړني پړاو کې په سلگونو کسان په ړنده توگه یا په لوی لاس له یوې مخې او له توپیره پرته ووژل شول ، د ملکي وگړو پر کورونو بریدونه وشول  او په زرگونو کسان بې ځایه شول. گزارش په لاسوند ډول څرگندوي چې ملیشیا ځواکونو ډیر شمیر کسان د هغوی د کورنیو د غړو تر مخ ووژل. په سلگونو نور کسان و تښول شول او مخونه یې بیا چا ونه لیدل.
 
په څلورمه څپرکۍ کې موږ د پیښو قانوني اړخونه راسپړو ، موږ غواړو په قانوني ډول په مستندو جنایاتو کې د ملیشو د ډلو او د هغوی د بې شمیرو مشرانو ښکیلتیا را وسپړو چې په دې کې د هغو بولندویانو نومونه گډون لري چې د ۲۰۰۵ زکال تر نیماییو پورې د افغانستان په دولت کې لوړ دریځونه یې را خپل کړي دي.
 
د گزارش پینځمه برخه ،  زموږ سپارښتنې را نغاړي.
 
په جنایاتو کې ښکېل گوندونه او ډلې  :
لاندې د هغو ډلو او د مشرانو نومونه اخیستل کیږي چې له بشري حقونو څخه په سرغړونو او جنایاتو کې ښکېل دي :
 
د افغانستان اسلامي جمعیت / جمعیت اسلامي افغانستان :  چې له دې وروسته به ورته یوازې د جمعیت په نامه نغوته وشي. په ټولیز ډول تاجک توکمه سیاسي پوځي ډله ده چې سیاسي مشري یې برهان الدین رباني کوي او پوځي مشري یې احمد شاه مسعود وو. ( مسعود د ۲۰۰۱ز کال د سپتامبر په ۹ نېټه په یوې ځانوژونکې پیښه کې ووژل شو ).
د نظار شوری/ شوری نظار : د بیلا بیلو پوځي ځواکونو یوه ټولگه ده چې مشري یې د مجاهدینو بیلا بیلو ډلو کوله ، دغه ډلې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې دي چې ټوله مشري یې د بولندوی مسعود تر پوځي بولنې لاندې وه.
 
اسلامي گوند/ حزب اسلامي : د گلبدین حکمتیار تر بولنې لاندې پښتونواکه ډله ده ، دغې ډلې د ۱۹۸۰ز او ۱۹۹۰ز لسیزو په اوږدو کې د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان لویه پوځي مرسته تر لاسه کوله .
د افغانستان د خپلواکۍ لپاره اسلامي پیوستون/ اتحاد اسلامي برای آزادي افغانستان : چې له دې وروسته به د اتحاد به نامه وبلل شي ، د عبدالرب الرسول سیاف تر مشرۍ لاندې یوه پښتونواکه ډله  ده ، دغه ډله له سعودي عربستان سره تړاو لري او د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنه ډله ده.
 
د افغانستان د اسلامي وحدت گوند/ حزب وحدت اسلامي افغانستان: له دې وروسته د وحدت په نامه بلل کیږي ، دا په افغانستان کې د هزاره واکو گانو شیعه ډله ده چې له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۳ ز کال پوري مشري یې عبدالعلي مزاري کوله او د ایران کلکه مرسته له ځان سره لري. عبدالعلي مزاري په ۱۹۹۶ز کال کې ووژل شو.
 
د افغانستان ملي اسلامي غورځنگ / جنبش ملي � اسلامي افغانستان : له دې وروسته د جنبش په نامه یادیږي ، د افغانستان په شمال کې وزبک � تورکمن واکه ډله ده چې مشري یې عبدالرشید دوستم کوي [ دوستم د ۱۹۸۰ز لسیزې په اوږدو کې د شوروي پلوي افغان وسله وال ځواک  جنرال دی ] دغه ډله د پخواني شوروي پلوي وسله وال ځواک او د افغانستان د شمال د مجاهدینو له یو شمیر ډلو څخه جوړله شوې ده.
 
حرکت اسلامي افغانستان: له دې وروسته د حرکت په نامه یادیږي. د محمد آصف محسني تر مشرۍ لاندې شیعه واکه ډله ده ، دغه ډله د دغه گوند او حسین انوري له ډلو څخه جوړه یوه گډوله ده چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده.
د گزارش په ټولو برخو کې هغه مهالیز واټن چې د گزارش د سپړنې منځټکی پرې راڅرخي د افغانستان د دولت نوم " د افغانستان اسلامي دولت " یاد شوی دی ، دغه دولت د ۱۹۹۲ز کال د اپریل په مېاشتې کې د شوروي پلوي رژیم له ړنگېدا وروسته رامنځته شو.  د دغه دولت مشري د ۱۹۹۲ زکال د اپریل له وروستیو نیولې د ۱۹۹۲ زکال د جون تر مېاشتې پورې د دوه وو مېاشتېو لپاره صبغت الله مجددي وکړه ، صبغت الله مجددي  په پیښاور کې د مجاهدینو د یوې کوشني اوضعیفې ډلې مشر وو ، نوموړی د مجاهدینو د گڼ شمیر ( نه د ټولو) مجاهد ډلو د تړون پر بنسټ چې نومونه یې پورته یاد شول د لنډې مودې لپاره د دولت د مشر په توگه و ټاکل شو. له هغه وروسته تر ۱۹۹۶ ز کال پورې یا کابل ته د طالبانو تر راتگ پورې د دولت مشري د جمعیت مشر برهان الدین رباني کوله.  
 
د حکمتیار له اسلامي گوند پرته ، نورې ټولې ډلې په څرگنده د ۱۹۹۲ز کال د اپریل د مېاشتې د دولت تر سیوري لاندې په یوه موټي ډول راټولې شوې وې (  خو په دغه گزارش کې به وروسته را و سپړل شي چې د وحدت گوند خپل دریځ بدل کړ او د ۱۹۹۲ زکال په وروستیو کې له اسلامي گوند سره یو ځای شو. ) د پخواني شوروي پلوي رژیم پولیسو ، وسله وال ځواک او د څارگرو څانگو کار کوونکو چې ځانونه یې له یوې خوا په بیلا بیلو ډلو پورې تړلي ول ، لږ تر لږه په لومړیو شپو ورځو کې د همدغه دولت تر سیوري لاندې راټول شوي ول ؛ د ړنگ شوي دولت د ځواک ډ‌یري برخه ځانونه د جمعیت او جنبش په ډلو ته وسپارل ؛ د ملیشایي ځواکونو په توگه ټولو سپارل شویو ځواکونو د اتحاد ،وحدت او حرکت له ډلو سره تړاو درلود. ا کثرأ وختونه د جمعیت ، جنبش او اتحاد بولندویان د همغږۍ لپاره د ولسمشر په دفتر یا د دفاع په وزرات کې را ټولیدل.   
 
په دغه گزارش کې ویل شوي دي چې د حکمتیار اسلامي گوند ، د رباني دولت په رسمیت و نه پیژانده ، په کابل کې د میشتو او دولتي ځواکونو پر وړاندې یې بریدونه پيل کړل. ( د ۱۹۹۲ز کال په پای کې د مزاري د وحدت د ډلې ځواکونه د حکمتیار له ځواکونو سره یو ځای شول.)  
 
په دغه گزارش کې دا هم ویل شوي چې په ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ زو کلونو کې هرې ډلې ځانته پوځي جوړښتونه درلودل ؛ هره ډله د یوه غښتلي او لوی بولندي تر مشرۍ لاندې وه ، د مشر بولندوی تر لاس لاندې سرتیري  او په بیلا بیلو کچو نور بولندویان ول[4]. د بولنې یا قوماندې دغه وَل په وَل جوړښت د ډلو مشرانو او بولندویانو ته دا وسه په لاس ورکوله چې تر خپل لاس لاندې ځواکونه په خپل کنترول او ولکه کې ولري ، د ډلو مشرانو او بولندویانو د " وکړه او مه کړه " وسه درلودله ؛ دغسې یوه  جوړښت د ډلې جنگیالي دې ته اړ ایستل چې ددوی امرونو ته غاړه کیښږدي. دغه ول په ول جوړښت نه روڼ وو او نه ټینگ --- ددغه پیچلي جوړښت جرړې په ژب توکمیزو او کورنیو اړیکو کې ځغلیدلې چې د بولنې یا قوماندې لپاره یې مرکزی خوځښت رامنځته کاوه. په زړه پورې دا وه چې ډلې سمبال وې  او بولندویانو خپل جنگیالي  کنترولول. په دغه گزارش کې راټول شوي وحشتونه او ناتارونه هغسې وحشت او ناتار نه دی چې مخنیوې به یې نه شوای کیدای دغه جوړښت څرگندوي چې د هغوی مخنیوی کیدای شوای. په گزارش کې د داسې وحشتونو یادونه شوې چې بولنه یې نیغ په نیغه د بولندوی له خوا ورکړل شوې ده.
 
 د ډلو د کرکتر او جوړښت په اړه لومړنۍ ملپاڼې ته ولاړ شـﺊ.
 
د عدالت ارزښت :
 د ټولو لاسونه په سرو وینو ککړ دي. دا هغه بله گړویینه یا اصطلاح ده چې د افغانستان په تړاو په تکرار ویل کیږي. دغه گړویینه د ډیریو افغانانو لپاره یو تورنلېک یا اتهامنامه ده ترڅو : د افغانستان په اوسني دولت کې هغه توپکوال جگړه ماران پرې سپک او سپور کړي چې پخوا په جنگي جنایاتو کې ښکېل ول. که ټول افغانان نه وي ، خو ډیري افغانان د طالبانو له شډلې اوبد چلندې واکمنۍ څخه هم کرکه لري. له بله اړخه ډیري افغانان لا تر اوسه د افغانستان په اوسني دولت کې د لوړ پوړو سیاسي او پوځي مشرانو له ناتارونو ډکه ونډه هم په یاد لري چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې د کابل په پخواني دولت کې یې کار کاوه. هغوی په یاد لري چې دغو ډلو څنگه ښار لوټ کړ او د کابل په ښار کې یۍ واټ په واټ او سړک په سړک جگړه  پيل کړه ، په دې جگړه کې پر ملکي وگړو د هیڅ چا رحم او زړه سواندی نه راته  او نه چا ته د ترحم وړ ول. افغانان د شورویانو او د شوروي پلویو دولتونو خونړۍ میچنې هم په یاد لري.
 
خو د ډیرو افغانانو او نړیوالو ټولنو لپاره نوموړې گړویېنه یوازې یوه پلمه ده ؛ دا گړوېینه د جگړه مارانو او پوپکواکو یوه گړوېېنه چې د ځان د توجیه لپاره یې کارَوي ځکه چې د هغوی د جنایاتو او له بشري حقونو څخه د هغوي د جدي سرغړونې پروړاندې کوم گام نه دی اوچت شوی. ځینې وختونه دغه رسمي چاواکي دا هم ور زیاتوي چې د " هېڅ چا لاسونه پاک نه دي " ؛ په حقیقت کې دا په خونړي ناتار کې د پياوړو مشرانود ونډې د پټولو لپاره د پلمې په توگه کارول کیږي ، خو په دغه باور گروهنوالو له یاده ایستلې چې په هیواد کې دننه او له هیواده دباندې په میلیونونو افغانانو هیڅکله د افغانستان په دښمنیو کې برخه نه ده اخیستې خو افغانان د هغوی د خپلمنځي دښمنیو  ښکار او بلهاریان شوي دي.  
 
د میلیونونو افغانانو  " لاسونه په وینو ککړ" نه دي. د افغانانو په منځ کې ډیر کسان شته چې هر یو یې د دولت د لوړو رسمي چارو او یا و د لسمشرۍ د چارو د پرمخ بیولو پياوړې وړتیا لري. یو شمیر یې لا پخوا خپل ولس ته چوپړ کړی دی. تر اوسه ډیري افغانان په دولتي چارو کې له گډون څخه ویره لري ، هغوی د ملیشه مشرانو له هغو خیرنو لاسونو څخه ویره لري چې  په " سرو وینو رنگ او ککړلاسونه " یا په دَري کې یې " دستان آغشته به خون " بولي.
 
حقیقت دا دی چې ډیري افغانان د هغو بولندویانو او رسمي چاواکو محکمه غواړي چې په دغه مهال کې یې خونړي جنایتونه کړي دي � د افغانانو غوښتنه یوازې ددغه مهال د پازوالو پر محمکې نه را لنډیږي ، هغوی د شوروي د نیواک د وخت د چارواکو او د طالبانو د جنایاتو د محکمې غوښتنه هم کوي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ۲۰۰۴ ز کال کې د یوشمیر پراخو مرکو پر بنسټ یوه سروې تر لاس لاندې و نیوله ، په دغې سروې کې د هیواد په هر گوټ کې له افغانانو سره ژورې مرکې تر سره شوې دي ؛ د سروې د موخې منځټکی د پخوانیو جنایاتو پر ارزونې او له هغو سره د راتلونکي چلند د څرنگوالي په اړوند را څرخیده. د سروې پایلو څرگنده کړه چې اکثریت افغانان د پخوانیو جنایاتو د سپیناوي او محکمې غوښتونکي دي. دغه غوښتنه سړی نه هک پک کوي ځکه د افغانستان د ولس ټول وگړي په جگړو کې کړېدلي دي. نوموړی کمیسیون په خپل گزارش کې وایي : 
 
" په افغانستان کې د تر سره شویو وحشتونو او ناتارونو شمیره پراخه ده ،  له هغو وگړو سره چې موږ خبرې کړي څرگندوي چې د بلهاریانو کچه ډیره زیاته ژوره ده.  د مرکې نیږدې " هر " گډونوال په یو ډول نه په یوه ډول کړیدلی دی . په سروې کې موږ له ۴۱۵۱ تنو سره مرکې وکړې ، د سروې موخه دا وه چې موږ څرگنده کړو څو تنه د جگړو په لړ کې نیغ په نیغه ځوریدلي او کړیدلي دي ، پایلو څرگنده کړه چې د مرکو ۶۹ په سلو کې گډونوال یا په خپله او یا ددوی د کورنۍ ډیر نیږدې غړی/ غړې  د ۲۳ کلنې جگړې په اږدو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په ناتار کې ځوریدلي او کړیدلي دي. په سروې کې د مرکو د گډونوالو په ۲۰۰۰ تنو ځانگړې پاملرنه اوښتی وه ، له هغې ډلې څخه ۵۰۰ تنو وویل چې د دوی د کورنۍ غړي وژل شوي دي. څلور سوه تنو وویل چې یا دوی په خپله او یا ددوی د کورنۍ غړي یا بندیان شوي اویا وهل او ټکول شوي دي. دا هغه مغز کرختوونکې شمیرې دي چې د نړۍ په نورو شخړو او ناندریو کې یې ساری نه لیدل کیږي."[5]
 
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سروي ښيي چې ۹۴ په سلو کې افغانان د پخوانیو جنایاتو محکمه ترکومې کچې اړینه بولي :  (۷۵،۹ ٪)  ډیره اړینه او (  ۱۸،۵ ٪ ) یې یوازې اړینه بولي.د مرکې له گډونوالو څخه پوښتنه وشوه چې که جنگي جنایتکاران محکمه شي ، د هغه گټه به د افغانستان لپاره څه وي :  د مرکو ۷۶ په سلو کې گډونوالو وویل چې " دا به په هیواد کې ټینگښت او امن خوندي کړي "  او یوازې ۷.۶ په سلو کې گډونوالو وویل چې دا به " ټینگښت ترینگلی او امن ته به گواښ " را منځته کړي . د سروی د مرکو څه د باندې نیمایي گډونوالو وویل چې جنایتکاران دې همدا " اوس " محکمه شي ، او ۲۵ په سلو کې وویل چې د جنایت مرتکبین دې د " دوه وو کالو په اوږدو" کې محکمه شي. " [6]
 
 د بشري حقونو د څار ټولنې د یو شمیرنورو نړیوالو او غیر دولتي افغان بنسټونو ترڅنگ پر افغان چارواکو او په افغانستان کې پر ښکیلو نړیوالو بنسټونو په څو څو ځله غږ کړی چې د یوه خپلواک او بې پرې جوړښت او میکانیزم په جوړولو کې دې ورسره مرسته وکړي ترڅو د هغو کسانو  پښه محکمې ته را وکاږي چې له ۱۹۷۹ ز [ ۱۳۵۷ ل ] کال وروسته یې جنگي جنایات او له بشري حقونو څخه کلکې سرغړونې کړي دي ، او موږ د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمیسیون سره همغږي یو چې دغې ستونزې ته دې په کلکه پاملرنه وشي.
 
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د " روزنې " تر نامه لاندې یو شمیر نور وړاندیزونه هم کړي چې په هغو کې د لنډ مهالو او بیړنیو گامونو اوچتول گډون لري تر څو دولتي چارواکي له هغو پخوانیو جنایاتکارانو څخه حساب او کتاب واخلي چې په پَرونیو دولتونو او د نن له دولت سره اوږه پر اوږه ولاړ دي او جنایات یې کړي دي ، د " روزنې" دغه وړاندیز د جنایي پیښو د لړۍ کاري ظرفیت او وړتیا لوړوي او په لړ کې یې بلهاریانو ته د سیکندې " تلافۍ " او ماتنیو " غراماتو" پر ورکړې هم ټینگار شوی دی.
 
د بشري حقونو د څار ټولنه د افغانستان د خپلواک کمیسیون له سپارښتنو څخه په ځانگړې توگه د دولت د رسمي چارواکو د روزنې د اړتیا پر ټینگار ملاتړ کوي ( و گورﺉ ، پینځمه برخه ) ، په دغه وړاندیز کې د قضايي ظرفیت د لوړوالي جوړښت نغښتی دی او د هغو کسانو لپاره د سالمې  او وړندې محاکمې چاپیریال پرانیزي چې کلک نړیوال جرمونه یې کړي دي.
 
لنډه دا چې موږ له ډیریو افغانانو او د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمیسیون سره همغږي یو چې په افغانستان کې د پخوانیو جرایمو پر وړاندې عدالت اړین دی ، د سزا له معافیته برخمن اوسنی چاپیریال د افغانستان د پرمختگ او د قانون او مقرراتو د بیا رغښت ، قانون واکۍ او  د قانون د ټینگښت په لاره کې د ټولو هلو ځلو خنډ گرځي.
 
د سزا له معافیته د مجرمینو پرله پسې برخمنوالی نه یوازې د پخوانیو جنایاتو بلهاریانو ته سپکاوی دی بلکه ټولو افغانانو ته سپکاوی دی ، دغه برخمنتوب د افغانستان د راتلونکی سولې پر لار د خنډ او ښووییدنگ یو غټ کاڼی دی. د دغه گزارش موخه د نورو سپرنو ترڅنگ دا ده چې د سزا له معافیته د برخمنوالي د  روان حالت پر وړاندې پر افغان دولت او نړیوالی ټولنې دباو یا فشار زیات شي او پای کې د افغانانو غوښتنه تر لاسه شي  : عدالت
 
زموږ لومړنۍ سپارښتنه دا ده چې دولت دې د خپلو رسمي چارواکو لپاره د روزنې لړۍ پلې کړي. موږ ددې سپارښتنه هم کوو چې د قضایي اصلاحاتو په لاره کې دې بېړني گامونه اوچت شي. موږ ټینگار کوو چې دولت دې د " ځانگړې محکمې" د جوړولو په لاره کې هڅه وکړي تر څو د پخوانیو جرمونو د عاملینو محکمې ته لاره پرانیستل شي ، دغه محکمه دې د افغان او نړیوالو ورمنډگرو " قاضیانو" له گډولې څخه جوړه شي خو په هغو کې دې د نړیوالو ورمنډگرو د شمیرې ډډه درنده وي او د څارنوالانو دفتر دی د نړیوالو څارنوالانو له پلوه پرمخ بوتلل شي.

د دغو سپارښتنو بشپره لړۍ کولای شـﺊ په ( ۱۳۳ پاڼه ) کې و گورﺉ.
 
د گزارش میتودولوژي
دغه گزارش د ۱۵۰ مرکو پربنسټ جوړ شوی دی ، د مرکو گډونوال د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ ز کلونو د ناتار بلهاریان ، د ډلو غړي او د ډلو چارواکي دي چې د نوموړي وخت له پیښو سره آشنایي لري. په دغو مرکو کې د کابل هغو استوگنو برخه اخیستې چې د جگړې په لړ کې په کابل کې ول ، همدارنگه په مرکو کې د افغان او نړیوالو چاپي ، راډیو یي او ټلویزیوني رسنیو ژورنالیستان برخه لري چې د جگړې پر مهال په کابل کې ول  او هم د کابل د روغتونونو د روغتیایي چارو کارکوونکي ، روغتیاپالان ، دولتي چارواکي او د ډلو چارواکي او سرتیري او نور هم گډون لري. د بشري حقونو د څار ټولنې له هغو پوځي کارپوهانو سره مرکې کړي دي چې د افغان مجاهدینو  د ډلو له پوځي جوړښتونو او پوځي تاکتیکونو سره بلد دي په ځانگړې ټوکه هغه تاکتیکونه چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ زو کلونو په اوږدو کې یې و کارول.  
 
د دغې سکالو د حساسیت او د واکمنو کړیو د ځواک په پام کې لرلو ، د مرکو په لړ کې ډیریو افغان او نړیوالو سرچینو په ډیرو برخو کې د خپل امنیت په اړه اندیښنې څرگندې کړي چې ښایي دوی ته د هغو اوسنیو واکمنو کړیو له پلوه گواښ رامنځته شي چې پخوایي په جنایاتو کې لاس درلود. له دې امله موږ د مرکو د گډونوالو نومونه په یوه رمزي نوم لکه (  گ ح ک ) یاد کړي دي چې نوموړي رمزي نومونه د هغوی د اصلي نوم استازیتوب نه کوي.
 
په دغه گزارش کې که د توکمونو نومونه یاد شوي دي ، دا  د دې مانا نه ښندي چې یو سړی دې د هماغه توکم استازيتوب وکړي. ډیري افغانان د خپلمنځي وَدونو له امله یوه ځانگړې توکمیزه ریښه نه لري.. خو بیا هم یوگړي افغانان ځانونه په یوه ځانگړي توکم پورې تړلي بولي � او ډیري یې د پلرونو نومونه غوره کوي. که په گزارش کې د توکمونو نومونه لکه ( تاجیک ،  پښتون ، وزبک یا هزاره ) راغلی وي ، دا د ټولو افغانانو مانا نه ښندي او نه د ( سني یا شیعه) مانا ښندي ، د مرکو گډونوالو د ځان د پیژندنې لپاره دغه نومونه غوره کړي دي.


-----------------------------------------------

[1]  و گورﺉ : د بشري حقونو د څار ټولنه : ستاسو وژنه موږ ته آسانه ده. په سویل ختیځ افغانستان کې له بشري حقونو څخه سر غړونې. د بشري حقونو د څار د ډلې لنډ گزارش ، ۱۵ گڼه. لینک ورکړل شوی لاندې وگورﺉ.  او د بشري حقونو د څار ډله : طالبانو د تیرو جنایاتو بیه � په شمالي افغانستان کې د پښتــنـو ځورونه او ځپنه : د بشري حقونو د څار د ډلې څلورم لنډ گزارش . لینک و گورﺉ :
 
 Human Rights Watch, �Killing You is a Very Easy Thing For Us�: Human Rights Abuses in
Southeast Afghanistan, A Human Rights Watch Short Report, vol. 15, no. 5 (C), July 2003, available at
http://www.hrw.org/reports/2003/afghanistan0703; and Human Rights Watch, Paying for the Taliban's
Crimes: Abuses Against Ethnic Pashtuns in Northern Afghanistan, A Human Rights Watch Short Report,
vol. 14, no. 2(c), n. 13, available at http://www.hrw.org/reports/2002/afghan2.
 
[2] AIHRC  Afghan Independent Human Rights Commission
[3] Recidivism
دا د لاتین ژبې له " رسیدیوس" څخه په اخځ د بیا  ، یا د تکرار په مانا اخیستل شوی دی. په حقوقي اصطلاحاتو کې هغه چا ته ویل کیږي چې د خپل کرغیړن چلند تکرار ته د منفي پایلو له لیدلو وروسته بیا هم لیواله وي. همدارنگه د هغو کسانو په اړه کارول کیږي چې مخکې بندي شوي وي خو د جرم په بیا تکرار لاس پورې کوي. په ساینسي او حقوقي ادبیاتو کې د جنسي تیریو متکررو مجرمینو ته په نغوته ډیره یاده شوې اصطلاح ده. یا د الهکولي معتادینو په اړه هم کارول شوې ده. په امریکا کې د بدمعاشانو د ډلو هغو غړو ته ویل شوي دي چې په جنسي تیریو ، د مخدره توکو په قاچاق ، سړي وژني کې ښکېل دي. (ژ)
 
 
[4] په دغه گزارش کې د ډلو د بولنې جوړښت د هغو بې شمیرو مرکو پر بنسټ لیکل شوی چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ کال د پیښو د سرچینو په توگه بلل کېدلې ، چې هم مو د افغان د بشري مرستو له سرچینو ، ژورنالیستانو ، تاریخپوهانو ، دولتي چارواکو سره مرکې کړي دي ؛ هم مو د نړیوالو مرسته رسوونکو ټولنو له غړو ، د روغتیایي چارو له کارکوونکو ، ژورنالیستانو او دیپلوماتانو سره مرکې کړي او هم مو له مجاهدینو او د ډلو له مشرانو سره مرکې کړی دي. د دغه گزارش په څلورمه څپرکۍ کې د ډلو د بولنې یا قوماندې جوړښت را سپړل شوی دی. ددغې بولنې د جوړښت په اړه د زیاتو مالوماتو لپاره چې د ۱۹۹۰ز لسیزې په لومړیو کې مجاهدینو تصدیق کړې وگورﺉ :
 Barnett R. Rubin, The Search forPeace in Afghanistan: From Buffer State to Failed State (New Haven: Yale, 1995) pp. 117-119; Amin Saikal,�The Rabbani Government, 1992-1996� in Fundamentalism Reborn? Afghanistan and the Taliban (WilliamMaley, ed., Lahore: Vanguard Books, 1998), pp. 34-36; Noor Mohammed Sangar, Neem Negahi BarE�telafhay-e Tanzimi dar Afghanistan (�A Brief Glance at Factional Alliances in Afghanistan�) (Peshawar:publisher unknown, 2003); and Tschanguiz Pahlavan, Afghanistan: The Era of Mujahedeen and the Rise ofthe Taliban (Tehran: Ghatreh Publishing House, 1999).
[5] Afghan Independent Human Rights Commission, �A Call for Justice: A Report on National
Consultations on Transitional Justice in Afghanistan,� January 2005.
[6] هماغه
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery