بسم الله الرحمن الرحيم
ټوله ثنااوصفت ثابت دی خدای (ج) ته چه دده پاك ذات ته سيال په دنيااوآخرت
كښی نشته اورب د ټولومخلوقاتودی، ثواب د آخرت چه جنتونه اونعمتونه دی خاص
دپرهيزګارانودپاره دی، او دروداوسلامتيا(رحمت دخدای) دی وی پررا استول شوی
دخدای (ج) چه محمد (ص) دی ، دغه رنګه دی درود او سلامتيا وی پر اهل بيت (د
کور پر غړو) ددغه محمد (ص)، داغه رنګه دی درود او سلامتيا وی پر هغه کسانو
چه د محمد (ص) سره ئی صحبت کړيوی او درود او سلامتيا دی وی پر ټولو ذکر شوو
باندی .
قدوری معتبر کتاب شيخ احمد (رح) د حسين پلار د محمود زوی د جعفر لمسئ د
عراق د مملکت د بغداد په ښار کښی د قدوری د کلی اوسيدونکۍ چه پر هيزګاره،
خدای پرسته او لوی عالم وو د خپل کلی په نوم (قدوری) سره مشهور ووتصنيف
کړيدی .