ددوهم حدیث دپاته جملوترآخره پوری علمی تحقیق ،
،علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
------------------------------------------------------------
(وهواشده علي)
یعني اودغه قسم دوحي ډېرسخت دوحي دئ ،يعني ډېرسخت ترټولواقسامودوحي دۍ پرماباندي،
پوسه چي په دغه وخت کښي چي دغه قسم وحي به وده مبارک ته راتلله نوحضرت جبريل عليه
السلام به دده مبارک پرزړه باندي نازلېدۍ لکه الله پاک چي فرمايلي دي� نَزَلَ بِهِ
الرُّوحُ الْأَمِينُ (193) عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ(194 ،الشعراء)
یعنی نازل سویدۍ سره له دغه قرآنه یاپه سبب ددغه قرآن روح امانتداریعنی جبریل پرزړه
ستاباندی لپاره ددې چی سې ته له وونکوڅخه ،چی دخدای له عذابوڅخه خلګ کفار وغیره
وویره وې،
په دغه وخت کښي به فرشته په انساني ښکل کښي نه وه چي مخامخ له رسول عليه السلام سره
خبري وکړي ـ
په دغه وخت کښي دوحي دډېرګران والي سبب :
پوسه چی په دغه وخت کښی پررسول علیه السلام باندی دوحی دګرانوالی اول سبب داوو چي
په دغه وخت کښي به رسول علیه السلام وحي دزړه په غوږو سره اورېده نه په ظاهري غوږو
سره اودارنګه په دغه وخت کښي به په ده مبارک تجرداوروحانيت غالبه کېدئ اوبشريت بې
مغلوبه کېدۍ اودوحي دحامل يعني دملک اوفرښتې صفات به په ده کښي غالبه کېدل نودونه
انقلاب چي به دده مبارک په وجودکښي راتلۍ نوحتمابه سبب دډېري سختۍ وده مبارک ته
ګرځېدۍ ـ
اودوهم سبب ئې داووچي دالله پاک کلام اودهغه نزول په خپل ذات کښي هم ثقل اووزن لري
،لکه چي الله پاک فرمايلي دي �(لَوْ أَنْزَلْنَا هَذَا الْقُرْآنَ عَلَى جَبَلٍ
لَرَآيتهُ خَاشِعًا مُتَصَدِّعًا مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ
نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ـ (الحشر،۲۱)
اناسَنُلقي عليکَ قولا ثقِيلا، (المزمل، الآية ۵)په یوه مبارک حدیث کي راغلی دی چی
درسول علیه السلام مبارک زنګون یووخت دحضرت زیدبن ثابت رضی الله عنه پرزنګانه باندی
ووچی صرف دغه یوڅوقرآنی الفاظ چی (غیراولی الضرر)نازل کړه سوه حضرت زیدفرمایلی دی
چی وماته داسی معلومه سوه چی لکه چه زنګون می مات سو،صحیح بخاری کتاب
التفسیر،همدارنګه په يوه بل حديث کښي راغلي دي چي کله چي به پر رسول عليه السلام
باندي وحي نازلېدله اودَیْ مبارک به پريوه چارپاي باندي سپوروو نودغه چارپاي به
پرېوتَیْ اودولاړې توان بې نه درلودَیْ ـ
(فيفصم عني )
يعني بيا قطع کړه کيږي وحي له ما څخه ،مطلب دادۍ چي دوحي نازلېدل وپاي ته وسيږي ،
پوسه چي پدغه لفظ کښي درې قسمه روايتونه راغلي دي اول يَفٌصِمُ دمضارع معلوم په
صيغه سره له بابه دضرب دوهم يُفٌصَمُ په صيغه دمضارع مجهول له باب څخه دضرب دريم
يُفٌصِمُ په صيغه دمضارع معلوم له باب څخه دافعال ،پوسه چي علامه عيني رحمه الله
تعالي اول روايت افصح بللَیْ دۍ اودارنګه دعيني له عبارت څخه داهم فهميږي چي ديفصم
په لفظ کښي مستتر ضمير پر هر تقدير باندي و وحي ته راجع دۍ خوداول او ددريم روايت
په صورت کښي يفصم په معنا دينقطع دۍ که څه هم، فَصْم ،په اصل کښي په معنا دقطع دۍ
کوم چي متعدي مصدر دۍ اوچا ويلي دي چي فصم و(قطع بلاابانة) ته ويل کيږي اوقصم و(قطع
مع الابانة ) ته ويل کيږي
(وقدوعيت عنه ماقال)
يعني حال داوي چي په تحقيق سره ياد کړَیْ وي ما له ملک ، جبرئيل څخه هغه چي ويلی وي
ده راته مطلب دادۍ چي دغه وحي چي له ماڅخه قطع کيږي نودغه قطع کېدل يې په داسي حال
کښي کيږي چي هغه ټول قرآني اياتونه زه مکمل په ياد کړم کوم چي جبرئيل يې راته و
وايي،ـ
پوسه چي په دغه جمله کښي واوحاليه ده اوماضي چي حال واقع سي نوراوړل دواو اوترک
دواو دواړه پکښي صحيح دي مګر دقد لفظ پکښي ضرور دۍ يا ظاهر يا مقدر دوعيت لفظ په
معنا دحفظت دۍ ـ
( وَأَحْيَانًا يَتَمَثَّلُ لِيَ الْمَلَكُ رَجُلًا)
یعنی اوکله کله ګرځی په مثل،په شکل مالره ملک،جبریل ،دسړی ،مطلب دادۍ چی جبریل دوحی
دراوړلوپه وخت کښی کله کله وماته دسړی ،دانسان په شکل کښی راسی ـ
( لِيَ )دلي په لفظ کښي لام يا لپاره دتعليل دۍ ای لاجل اويا په معنا د(عند ) دۍ اۍ
،عندي، اوتمثل دبل چا په مثال اوشکل کېدل د،ملک ،تعريف متکلمينو په دې ډول کړيدۍ (الملائکة
اجسام علوية لطيفة يتشکل اي شکل ارادوا)يعني ملائکه جسمونه دي علوي لطيف چي پر دې
باندي قدرت لري چي په هرشکل کښي چي دوئ وغواړي په هغه شکل کېدلائ سي
له ملک څخه مراد دلته څوک دۍ ؟
ځنو علماوو ويلي دي چي مراد ورڅخه جنس ملک اوپرشته ده ځکه چي ونبي عليه السلام ته
دحضرت اسرافيل عليه السلام او دملک الجبال راتلل هم په روايتو کښي ثابت دۍ لکه چي
ابن عبدالبر په استعاب کښي له امام شعبي څخه نقل کړيدۍ چي نبوة پر نبي عليه السلام
باندي پداسي حال کښ نازل سو چي دَيْ مبارک دڅلويښتو کلو وو بيا د ده له نبوت سره
درې کاله اسرافيل عليه السلام پيوسته سو نويوه خبره او يو شی به يې ور ښو وَیْ خو
پر ژبه داسرافيل عليه السلام پر نبي عليه السلام باندی له وحی دقرآن وغیره څخه يو
شَیْ هم نه دۍ نازل سوَیْ او اکثرو شارحينو داسي ويلي دي چي له ملک څخه مراد
جبرائيل عليه السلام دۍ اودغه قول راجح هم دۍ ځکه چي يوخو دوحی دراوړلو ذمه واري
دحضرت جبرائيل عليه السلام وه اودارنګه په طبقات ابن سعد کښي دملک دلفظ پر ځاۍ
باندي دجبرائيل عليه السلام په نامه سره تصريح سوېده اوبل حضرت اسرافيل عليه السلام
چي په ابتداکښي دنبوت وده مبارک ته راتلَیْ نو هغه دقرآن دوحی دراوړلو وغيره دپاره
نه راتلی اودملک الجبال راتګ ورسول عليه السلام ته هم فقط يو وار سوي دۍ هغه هم
دوحي دراوړلو دپا ره نه وو بلکه دطائف خلګو چي کله نبي عليه السلام ډېر ازرده او
زهير کړ اودَیْ مبارک ډېر پرېشانه او خفه سو نوملک الجبال ورته راغَیْ اوجبرائيل
عليه السلام هم ورسره وو نويې له رسول عليه السلام څخه دطائف دکفارو دهلاکولو اجازه
وغوښتله خوده مبارک اجازه ورنکړه ـ
پوسه چي شارحينودحديٍثورحمهم الله تعالی دلته يونادرقسم سوال اودهغه جوابونه ذکرکوي
سوال خودادۍ چي دجبرئيل عليه السلام خوبيخي غټ صورت دۍ رسول عليه السلام چي کله دَيْ
په اصلي شکل کښي وليدَيْ نوشپږسوه وزرونه يې درلودل اوټوله کناره داسمان يې نېولي
وه لکه چي ددرالمنثور په ۶ جلد ۱۲۳ صفحه کښي په تفسير دسورة النجم کښي مفصل
روايتونه په باره کښي دجبريل عليه السلام ذکردي نو سره له دونه صورته بيا دَيْ په
څه ډول کوچني کيدَيْ جي دانسان په شکل به سو ددغه سوال علماووعجيب نادر نادر
جوابونه ورکړيدي چي ابن حجر رحمه الله تعالی په فتح الباري کښي ذکرکړيدي خو حقيقت
دادۍ چي ددغه قسم سوال اوجواب وذکرکولوته دلته ضرورت نه ليدل کيږي ځکه چي مخکښي
دملائکه وو په تعريف کښي داخبره تېره سوه چي ملائکه ددې وس اوقدرت لري چي په هرشکل
چي دوی وغواړي کېدلای سي اويولا داسي سوال هم ابن حجر رحمه الله تعالي وغيره
ذکرکړيدۍ چي په دغه وخت کښي چي جبريل به دانسان په شکل کښي سو نو به دده جبريلي روح
په کوم ځای کښي وه ـ
پوسه چي حضرت جبريل عليه السلام چي به دانسان په شکل کښي ورسول عليه السلام ته
راتلَیْ نوعموما به ددحيه کلبي رضي الله تعالي عنه په ښکل کښي راتلَیْ کوم چي بې
انتها حسن اوښائست الله جل جلاله ورکړيوو چي مثال به په ويل کېدَیْ اوکله چي به په
مدينه منوره کښي تېرېدَيْ نوله دې وجي چي دمدېنې ښځي په فتنه کښي ونه لويږي نقاب بې
پرمخ باندي تاړ ه اودمعاويه رضي الله ترخلافت پوري ژوندَيْ وو ،، هوکله کله به په
بل نابلده ښکل کښي هم راتلَیْ لکه چي حديث دجبريل ددې خبري ګواه اوشاهددۍ ـ
د�رَجُلاً � دنصب شارحينومختلفي وجي ويلي دي په دې شرحه :
(۱) ، داچي مفعول مطلق دۍ په حذف دمضاف سره � اي تمثل رجلٍ� ـ
(۲) داچي حال دۍ له �الملَک� څخه �اي يَتَمثّل لِيَ الملَکُ هیئة رّجُلِ� ـ
(۳) داچي مفعول به سي د�يَتَمَثّلُ� دپاره په اعتبار دتضمن د�يَتمثّلُ � معنی
د�يَتّخِذ� لره ـ
(۴) داچي منصوب بنزع الخافض دۍ �اَي صورةَ رجلٍ� ـ
علامه عيني رحمه الله تعالي دغه وجه ترټولووجو بهتره وجه بللې ده ـ
پوسه چي په دغه حديث کښي دوحي له اقساموڅخه صرف دهغي وحي قسمونه بيان سويدي چي په
واسطه درسول يعني دجبريل سره به وه ځکه چي يوخوسوال له کيفيت څخه دراتګ ددغه قسم
وحي سويوو اوبل ورسو ل عليه السلام ته چي وحي کېدله نوعموما له دغودوولاروڅخه وه ـ
( قَالَتْ عَائِشَةُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا)
پوسه چي حافظ ابن حجر رحمه الله تعالي فرمايلي دي چي دغه قول هم له مخکي اسناد سره
تعلق لري اوپه سابق اسنادسره مسند دۍ اوحرف عطف ورڅخه محذوف دۍ اوعلامهء عيني دلته
دااحتمال هم جائز بللَیْ دۍ چي دا مستقل کلام هم کېدلای سي چي سند يې له مخکي
سندڅخه جلا سي او محذوف وبلل سي نوبه دغه کلام تعليق سي