بلبل بۀ خدای پۀ ګلو موړ کۀ ~ غمازه ستانيمګړی نيت مې ژړوينه بلبل بۀ لاړشي باغ بۀ پرېږدي ~ خزان دلاسه بۀ ژړادسوزکوينه بلبل بۀ ولې کوکې نۀ کا ~ چې يې خپل ګل دبل پۀ لاس کې وليدنه بلبل پتنګ کله يو رنګ دي ~ بلبل پۀ ګل پتنګ پۀ اورکړي غورځنګونه بلبل دزړۀ پۀ غم اخته شو ~ غوټۍ دخيال سوداکوي دزړۀ دننه بلبل دګل پۀ څانګه ناست دی ~ دخزان بادڅخه اوس چوڼکی لرينه بلبل دګل پر ډنډرناست دی ~ زړۀ يې سوری ؤ ګل يې سورپۀ وينوکنه بلبله زړۀ بۀ دې سوری شي ~ چې دخزان شمال ګلان ورژوينه بلبله ژر شه ديدن وکړه ~ خزان ظالم دی رژوي ښايسته ګلونه بلبلې والوتې چمن ته ~ توتيانوخوب دبې غمۍ ونښلاونه بله ډېوه شه راته کېنه ~ زۀ دې پتڼ ستاپۀ ديدن راغلی يمه بله شونټۍ دلاس کې مړه شه ~ چې خانتما ځان ته دې فکر شي مينه بلې لمبې مې له زړۀ خېژي ~ که څوک تودېږي زما خواله دې راځينه بنديان بۀ خدای له بنده خلاص کي ~ غمازه ستا بې ورخه کړۀ ماژړوينه بندي خانې لره مې بيايي ~ ترخدای مې ځارکئ بندې ياربۀ ووينمه بندي خانې لره مې راشه ~ دزولنو بۀ مې شرنګی وي دربۀ شمه بنګړي مې ستا پۀ کټ کې مات شول ~ که مېړنی يې اوس مې ډک کړه مړوندونه بنګړي مې وؤ پۀ لاس مې نۀ کړۀ ~ اوس بۀ ديار غېږې له ځم تش مړوندونه بنګړي نيم پورته که نيم ښکته ~ چې پۀ خالي مړوند دې سر ولګومه بنې بنتون راباندې تېر شو ~ زۀ ددوزخ دلمبوڅۀ پروالرمه بڼ له راځه زۀ مخ کې ولاړم ~ ما سرې مڼې داننګو کرلې دينه بوټي راټول که اورپرې بل که ~ زمونږ دستوردی پۀ رڼا خولۀ درکومه بوټی خونه يم چې لمبه شم ~ دعشق پۀ اور مې غوښې ورو،ورو وريتومه بوډا بۀ هېچېرې ياد نۀ کړم ~ بوډاچې ځان تياروي سبا بۀ وينه بورابلبل ته پۀ ژړا شو ~ چمن خزان شواوس بۀ دواړه سره ځونه بورابۀ خدای پۀ ګلو موړ که ~ باغوانه ستانيمګړی نيت مې ژړوينه بورابۀ ولې ژړانه که ~ خزانه تا چې پۀ ګل وکړل چپاونه بورابۀ ولې کوکې نۀ کا ~ چې يې خپل ګل دبل پۀ لاس کې وليدنه بورا پۀ ګل کې رنځورپروت ؤ ~ پاڼه پکې ورته وهي چې جوړبۀ شينه بورا پۀ پت بې پته نۀ ؤ ~ خزان پۀ ځان کړ ځکه بېل له ګله شنه بورادګل پۀ غوټۍ ناست دی ~ خزان پۀ راغی پۀ ارمان ترې والوتنه بورادګل پۀ غوټۍ ناست دی ~ زړۀ يې زخمي ؤګل يې سور پۀ وينوکنه بنګو دخيال دې هسې مست کړم ~ چې بې پروا يې دوصال دمېوې کړمه بورادګل سره جوړېږي ~ ګونګټه مه ګرزه دګلو پۀ سرونه بورادګل سره جوړېږي ~ چېرې ګونګټ چېرې دګلوصورتونه |