مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


بابادې ماوژلی نۀ دی   ~ چې راته نيسې دزړې ولې بندونه
باباکوچيانوته مې ورکړه   ~ چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه
باباګلان دباغه راوړه   ~ زۀ يې پېيمه جوړومه امېلونه
بابامې نۀ درکوي ياره   ~ لاړشه باباباندې مې وکړه تاويذونه
باباولي پرکندهاردی   ~ زماجانان يې وزيارت ته تللی ونه
بابوټيکس دې بېرته واخله   ~ مامروراشناپخلاکړبېرته ځينه
بابوټيکس دې بېرته واخله   ~ زۀ مې شيرين جانان دکن ته نۀ لېږمه
بابوکره زموږ وطن دی   ~ جندوله تاته سلامي راغلی يمه
باتۍ دتېلوپۀ زورسوځي   ~ ماته ديارغمونه اورشول ويې سومه
باچارخصت راکه چې ځمه   ~ چې پۀ وطن موغنم زېړ لويې کومه
باچاهي تخت مې پۀ کارنه دی   ~ جانان بۀ لوکازۀ بې وږي ټولومه
باددبهۍ پۀ کې لګېږي   ~ دغرمې خوب بۀ دليلادېرې ته وړمه
باددپغمان له لورې راغی   ~ زمادياردزلفوبوی ماته راوړينه
باددخوتن دی راالوتی   ~ ياعنبري زلفې جانان سنبالوينه
باددې پلوله مخه يوسه   ~ چې ګلابي مخ دې پۀ سترګوووينمه
بادسبازماقاصد شه   ~ زماشيرين اشناته يوسه سلامونه
بادسبايارمې ويښ نه کړې   ~ دسهارخوب پرهلک ډېرغالبه وينه
بادمې ديارله لورې راغی   ~ پۀ وازه خوله به يې کوګل ته تېرومه
بادنن له پاسه که ښکې دی   ~ بوی دجانان مې پۀ دماغ ولګېدنه
باده پربادمې سلام وايه   ~ پرهغه بادچې داشناپۀ لورې ځينه
باده دخدای روی مې دروړی   ~ ژرراته وايه ګران زړګی څۀ حال لرينه
باده ديارحالونه راوړه   ~ ظالمان شته دي ماويارته نه پرېږدينه
باده ديارله لورې راشه   ~ ماته ملهم شه چې مې جوړشي پرهارونه
باده سلام پۀ جانان وايه  ~ هغه سلام چې باده تا راوړی ؤنه
باران داوښکومې ورېږي  ~ بې نيازه يارراته پۀ زړۀ راکړل زخمونه
باران که اوري باک يې نشته  ~ واورې دې نۀ اوري چې لارې بندوينه
بارانه ورو ورو واورېږه  ~ دمسافرجانان مې نشته دالانونه
باغ ته دې تګ مناسب نۀ دی   ~ ګلان شرمېږی مخ پۀ پاڼوپټوينه
باغ چې دزاغ پۀ حواله شي   ~ بلبل نری فريادکوي له باغه ځينه
باغ له دې تله مناسب نۀ دي   ~ پخپله ګل يې ګل دې ستاسلام کوينه
باغچه پۀ ګلوښه ښکارېږي  ~ لکه دپېغلې سينه ډکه پۀ ګلونه
باغچې دګلوشوې سمسورې   ~ باغوان وختي لښتي پر باغ تړلي دينه
باغوانه باغ مې دې خوښ نه شو   ~ چې پۀ کې نشته درامبېل چامبېل ګلونه
باغوانه پاڅه چې سهار دی   ~ ګلان دتندې درته خواست داوبوکړينه
باغوانه ورشه باغ سوتره که   ~ سبادرځمه دګلاب سيل بۀ کومه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery