پاچائي تخت مې پۀ کارنۀ دی ~ مادې ديارلۀ څنګه نۀ جداکوينه پاچائي تخت مې پۀ کار نۀ دی ~ جانان دې لوکړي زۀبۀ وږي ټولومه پاس پراسمان راشه رامداره ~ داسمې لارې راڼېزونيولې دينه پاس پراوږودې منګی مات شه ~ چې دسينې پۀ خوړ دې راشي سېلابونه پاس پربام مه خېژه کوترې ~ پورته اسمان کې بۀ شين لمرشرمنده شينه پاس پۀ بلۍ کوترې راغلې ~ زۀ پۀ پوړوديارپوښتنه ترې کومه پاس پۀ تيرااوره بارانه ~ دپېښورپۀ برخه سېل دی رابۀ شينه پاس پۀ سينه ځای راته جوړکه ~ مزل وهلې ځمکه ځای نۀ راکوينه پاس پۀ کمرۀ ولاړه ګله ~ نصيب دچايې اوبۀ زۀ درخېژومه پاس پۀ کمرۀ ولاړې زرکې ~ بازمې رنځوردی لۀ خولې وينې تويوينه پاس پۀ ګودردپېغلوجنګ شو ~ دسورسالومېرمنې ماتې ګډوينه پاس پۀ اسمان کې ډزې وشوې ~ چاويل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځينه پاس پۀ اسمان کې ستوری زۀ وای ~ نجلۍ وېده وای مايې وکړای ديدنونه پاس پۀ اسمان کې مرحباشوه ~ محمدوخوت دالله ديدارته ځينه پاس پۀ اسمان کې ستوري ښکاري ~ اشناويدۀ دی مايې وکړل ديدنونه پاس پۀ اسمان کې ګړزهارشو ~ جينکۍ ژاړي کشمالې ږاۍ وهينه پاس پۀ بنګله کې فريادخېژې ~ يارنځوران دي يامين بېل شوي دينه پاس پۀ هواراشه جانانه ~ داکوزې لارې بېلتانۀ نيولې دينه پاس داسمان ستوروته ګوره ~ پرتامې دومره دي دسپينې خولې پورونه پالنګ دسرونالۍ دزرو ~ ليلادسروزروغنچه خوب پۀ کوينه پالنګ ديارسره ښۀ ښکاري ~ نۀ مې خوښېږي دابې ياره پالنګونه پام کوه واردې خطانۀ شې ~ دګلوڅانګه دې پرسرولاړه يمه پانسۍ دزلفوماته راکړه ~ زۀ بېلتانۀ پۀ مرګ خوشاله کړم مينه پاولی ديخ سينه دې تخت دی ~ چې درنژدې شم زړۀ مې يخ لاندې کوينه پتنګ پۀ خاص څراغ مين دی ~ ښايسته خولمردی ځان پرې نۀ کبابوينه پتنګ خويوځل شهيدشوی ~ افرين ماته چې مدام سوزم مينه پتنګه خاورې دې پۀ سرشوې ~ شموته جوړشوۀ پۀ ښيښوکې مقامونه پتڼ پۀ منځ دبازارراغی ~ شمعې مخ پټ کړويلې نۀ دې پېژنمه پتڼ لۀ ما نه زده کړه وکړه ~ ځکه خپارۀ وزرونه شمعې له ورځينه پتڼ لۀ شمعې پۀ څنګ نۀ ځي ~ زۀ بۀ ديارله غمه ولې پرڅنګ ځمه پتڼه راشه کۀ پرې سوځې ~ ستاداجل شمعه پۀ لاس کې ګرځومه پټ بۀ دزړۀ دردونه تېر کړم ~ بې درده يارته بۀ ونه وايم حالونه پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم ~ چې مې پۀ درد ظالم خبر نۀ شي مينه پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم ~ پټې بۀ وينې لړمانۀ ته تېرومه پټ کرمونه درب ډېر دي ~ جانان ته وايه وارخطانۀ شې مينه |