پټکی پر منځ دوروځو کېږده ~ وطن پردی دی چې ډاډه درسره ځمه پټکی پر منځ دوروځو کېږده ~ زۀ دهمزولو پۀ ټولۍ کې ناسته يمه پټ مې پۀ زړۀ کې ډېر يادېږې ~ دچادمخه ښۀ راغلی نۀ درکومه پراخندګل مې سلام وايه ~ زماجانان راته راپرېږده چې راځينه پرادې موريې سلام وايه ~ پرمېراتي بورجل مې وکرل ګلونه پراشناسپين کفن غوړېږي ~ پرماورېږي دسکروټو بارانونه پراوبۀ خوردې زلفې پرېولې ~ پرنري باد يې وچوې رنځوردې کړمه پراورخوهلته سړی سوزي ~ چې يومين وي بل پرواپرې نۀ کوينه پرايوب خان مې سلام وايه ~ دادی جانان مې کومکي درولېږنه پربام خوهسکه ټيټه کېږې ~ دزنې خال دې پۀ پرچال وسولاونه پربام دي شنې کوترې ناستې ~ زمادزړۀ کوتره نه شته مړه بۀ وينه پربام ولاړه يم زنګېږم ~ دخوبه نۀ يم ديارغم مې زنګوينه پربام ولاړې هوادارې ~ مرګی دې هېردی پۀ اوربل وهې لاسونه پربام ولاړه يې نازکې ~ مرګی دې هېر دی که دخوب نن زنګوينه پربل وطن مې نه لورېږې ~ کۀ دنوکرورسالې درپسې ځينه پربلۍ لوڅ مخ مه درېږه ~ سپوږمۍ شرمېږي مخ پۀ ورېځوپټوينه پربېلتانۀ بۀ روغه نۀ کړو ~ بېلتون ظالم دی مااوتاجداکوينه پربېلتانۀ مې ځان شاګردکړ ~ مالاشروع پۀ کړې نۀ وه عاق يې کړمه پرپالنګ پاس درسره ناسته ~ کوزه چې نۀ شي چېرې تانه ګيله منه پرپخواني اشنابۀ ورشم ~ غږ بۀ پرې وکړم که پرهغه مينه وينه پرپيربابابۀ ورغوړېږم ~ که مې قبول کادالنډي لنډي سوالونه پرپيغمبرمې سلام وايه ~ امت دغرق شودګناه پۀ دريابونه پرتوپ خاتۀ راته اسان دي ~ ديارپۀ تش کتومې زړۀ ورېږدېدنه پرتوراوربل دې ږلۍ وشه ~ چې دسينې پرمخ دې وږي ټولومه پرتورپيکي دې خاورې واوړه ~ روغه نجلۍ وم لېونۍ دکړم مينه پرتوروبدمه وايئ خلکو ~ بوراپۀ توره خوله ګلونه بويوينه پرتوروخاوروسلام وايه ~ اشنامې ګل دی ګل بۀ نۀ خاورې کوينه پرتوروسترګودې مين کړم ~ بيادې پۀ زلفوکې دعمربندي کړمه پرتورلحد مې سلام وايه ~ چې خاورې نۀ کړي دځوانانوبشرونه پرتورياليو مې زړۀ سوځي ~ سباته جنګ دی توريالي ووړکي بۀ مرينه پرتيرامه اوره بارانه ~ چې لمدوې دجنکو دسرشالونه پرجنازه مې بيړه وکړئ ~ ناوخته کېږي نااشناوطن ته ځمه پرجنازه مې تلواروکړئ ~ ناوخته کېږي داشناديدن ته ځمه پرجهان ډېرغمونه شته دي ~ بې لۀ هجرانه ټول غمونه اسان دينه پرچاچې رحم دخدای وشي ~ دعمرورک جانان يې غېږې ته ورځينه |