پرچپرکټ راسره کېنه ~ پر صراحي غاړه مې واچوه لاسونه پرچلم دوې سکروټې کېږده ~ لکه دوې بنې پۀ سيالۍ خولۀ ورکوينه پرچلم راغله کش يې ورکړ ~ لۀ جنجالي پېزوان يې شنې لوخړې ځينه پرچمن ستادراتلوغږ دی ~ ګل پۀ لړزه شوچې خزان ولګېدنه پرحال مې مه کوه پوښتنه ~ لکه پردېس مړی زۀ پروت يم بې کفنه پرحريري کاغذدپاسه ~ پۀ زرافشان قلم ليکم ديارغمونه پرخپل جانان مې زړۀ خوږېږي ~ چې پردښتو بۀ يادوي شينکي خالونه پرخوږ اشنامې سلام وايه ~ بياورته وايه چې مې هېرنۀ کړې مينه پرڅنګل سرراسره کېږده ~ پرصراحي غاړه راواچوه لاسونه پرځان دګلولښته نه اخلې ~ پرمادې تېرکړل دکوتکوګوزارونه پرځان مين يې پرمانۀ يې ~ ياري پۀ داسې مينونۀ کېږي مينه پردالوی غرۀ وروختمه ~ نۀ مې غم کم شونۀ مې وکړۀ ديدنونه پردنياتول دسړونشته ~ تول دپيسودی مسليان خانانوينه پردنياډېرې خوشالۍ دي ~ بې لۀ وصاله نورې ټولې عبث دينه پردنياسره وړانګه پرته ده ~ ليلا پۀ څڼوکې لاله ټومبلي دينه پردنياښۀ راسره وکړه ~ پۀ اخرت کې دهرچاګوښې کورونه پردنياغم کله ښادي وي ~ پرماهمېش دغم جنډې ولاړې دينه پردېره ته راشه زرګره ~ هلکان ګوتې جوړوي نجونې ششتونه پردېسان ټوله راايله شوۀ ~ لالی رانغی واورې پرېوتې پرغرونه پردېسه وخته وغروته ~ سترګې يې څارکړي زړۀ يې غم غلطوينه پردېوال دوې کوترې ناستې ~ يوه کوکوکړي بله ځان سمبالوينه پردېوال مه ږده قدمونه ~ خلک پوهېږي بيابۀ وايې تومتونه پردېوال نيمه راښکاره شوې ~ پۀ نيمايې صورت مې اورولګېدنه پردين محکم دپاک حضرت شه ~ چې شفاعت دې دقيامت پۀ ورځ کوينه پردی وطن پۀ هرچاغم وي ~ ماپۀ پردي وطن کرلي دي ګلونه پردېوال هسکه شه خولۀ راکړه ~ يوهمزولتياده بل مين درباندې يمه پردی وطن دی زړۀ مې تنګ دی ~ ماته رخصت راکړه چې خپل وطن ته ځمه پرزړۀ بۀ لويۀ تيږه کېږدم ~ داستالۀ لورې بۀ يې ورو ورو صبرومه پرزړۀ سوری ترې کورته راغلم ~ دجانان بدمې پرلېمومنلي دينه پرزړۀ مې اور دګرګو بل دی ~ داوسيلوپرځای سکروټې تويومه پرزړۀ مې باردغم انباردی ~ هسې مخلوق ته پۀ خنداولاړه يمه پرزړۀ مې ته بانې مې نورې ~ کلي کې ګرځم ماشومان کرارومه پرزړۀ مې خاورې کوټنۍ شوې ~ اغزي پرې شنۀ شوۀ اوس مې خوب ته نۀ پرېږدينه پرزړۀ مې څۀ بلا تېرېږي ~ عالم ته روغه پۀ خنداولاړه يمه پرزړۀ مې ځای دداغونشته ~ داکبرجن اشنالانورپرې راکوينه |