پرزړۀ مې ډنډدوينوجوړشو ~ پۀ لړمانۀ کې مې دوينوولې ځينه پرزړۀ مې ډېردي ارمانونه ~ پوره بۀ نۀ شي زۀ بۀ تورې خاورې شمه پرزړۀ مې ستادجفا غږ دی ~ پۀ تورلحدکې بۀ ښېرا درته کومه پرزړۀ مې سرې منګولې کېږده ~ کۀ دسرسام پۀ تبه پروت يم روغ بۀ شمه پرزړۀ مې شنه پيشو لګياده ~ وينه يې وڅکه اوس هډوکي شپېلوينه پرزړۀ مې شنې لوخړې راغلې ~ لکه پۀ شين اسمان چې ورېځ راغلې وينه پرزړۀ مې خښ دغم خنجر دی ~ چې مې رايادشي دليلا شينکي خالونه پرزړۀ مې غبرګې ګوتې کېږده ~ چې غم پرما او که تا ډېردی مينه پرزړۀ مې غم غم انبارانباردی ~ عمرمې خواردی چې لۀ ياره جدايمه پرزړۀ مې ليک داشنانوم دی ~ داوبوغوړپ کولی نۀ شم وران بۀ شينه پرزړۀ مې غم سترګې مې ژاړي ~ باڼۀ ولاړ دي اوښکې غواړي رخصتونه پرزړۀ مې مه وهه لاسونه ~ زړۀ مې زخمي دي خونړی بۀ شې مينه پرزړۀ ويشتلی بۀ جوړنۀ شي ~ کۀ دشکروورته جوړکړم ملهمونه پرزکندن مې حاضر نۀ شوې ~ ترجنازې لاندې مې مۀ ځه مختورنه پرزکندن بۀ مې ارمان شې ~ که درانکړۀ دسرکوشونډوسرونه پرزکندن دې ارمان مۀ شه ~ ترتابۀ ځارکړم دسرکوشونډوسرونه پرزکندن مې راحاضر شه ~ بياترقيامته پورې نشته ديدنونه پرزکندن مې راپخلاشه ~ چې ارمانجن مې ګورته کوز نۀ کړي مينه پرزکندن مې راحاضرشه ~ وروستی ديدن دی زۀ يې تاسره کومه پرزکندن مې راحاضر شه ~ پرخماروسترګومې ونيسه لاسونه پرزکندن مې راحاضر شه ~ چې دې مخ تصوير لحدوته يوسمه پر زلفو وروږمنځ راکاږه ~ هلته زما دزړګي کوردی وران بۀ شينه پرسپېروبد مه وايه مورې ~ سپېرې دې خاورې چې ګلونه شنۀ کوينه پرسپين ميدان بۀ درسره يم ~ زۀ پښتنه لۀ تورو نۀ تښتم مينه پرسپين هلک مينه شومه ~ مشريې کوم دی ننواتې بۀ ورځمه پرسپينوتوروورګډېږه ~ ماپۀ همزولوپورې ډېرخندلي دينه پرسربېرېږې راتلی نۀ شې ~ څوک چې ياري کړي سرپۀ لاس کې ګرځوينه پرسردې شال مخ دې مشال دی ~ نوم دې خوشال دی پۀ ديدن پسې دې مرمه پرسردې شال دی مخ دې مشال دی ~ داڅووم کال دی چې مين درباندې يمه پرسردې کوم جلات ولاړدی ~ چې دې زمالۀ يارۍ واخسته لاسونه پرسردې توره کاغۍ ګرځي ~ دجانان شپې ورځې نژدې دي رابۀ شينه پرسرمې سپين پړونی پروت دی ~ دننه زړۀ مې پۀ سرتورې ويرکوينه پرسرمې مه وهه لاليه ~ تورې کوڅۍ مې ددادا لۀ کوره دينه پرسفرتلې درجګه نۀ شوم ~ مادې خدای شله کړي پۀ دواړه زنګنونه پرسنګربياټکونه وشول ~ مېړۀ بۀ مري موزي بۀ بياکورته راځينه |