باقي بۀ څوک نۀ وي دنيا کې ~ غيردالله نه چې موجودبۀ پۀ کې وينه بالښت دکوره درته راوړه ~ مړوند مې خپل دی نوريې نۀ درلاندې ږدمه بام ته پۀ منډه وختمه ~ يارمې ونه ليدپۀ ژړاراپرېوتمه باڼه چترۍ سترګوته نيسم ~ له چترۍ اوري دغمونوبارانونه باڼۀ دې زماپۀ زړۀ کې خښ شول ~ اواريې کاږه چې مې زړۀ ونه چوينه باڼۀ دې غشي دپولادو ~ داکږې وروځې دې ليندې سوری دې کړمه باورمې نۀ شي چې بۀ جوړشم ~ زۀ دکاږۀ اوربل شمال وهلی يمه باهو مې وؤ پۀ لاس مې نکړۀ ~ اوس داشنادربارته ځم خالي لاسونه بخت اوقسمت نه مې زړۀ بددی ~ نوروته ګل زمادپاره اغزي شينه بخت بۀ مې هلته رابیدارشي ~ چې مروراشناپخلاراسره شينه بخت بۀ مې هلته رابیدارشي ~ چې دخوبه راته سترګې پورته کړينه بخت دې پۀ سردی زماياره ~ سالومې باديووړتاوکړۀ ديدنونه بخت دې دهېچاکوټه نۀ شي ~ بخت چې کوټه شي پادشاهان ټکرې خورينه بخت مرورشونصيب ژاړي ~ قسمت دغم پۀ جېلخانه کې بندي کړمه بخت مې له تخته کوزپرې باسي ~ خدايه زماپۀ بخت دې څۀ ليکلي دينه بخت مې ياري راسره نۀ کړي ~ که مې نګين دسلېمان پۀ ګوته شينه بخته دخدای دپاره ويښ شه ~ څوک ترقيامته پورې نۀ کوي خوبونه بخته نمراده چېرې لاړې ~ يوځلې راشه چې دسيال سره سيال شمه بدن مې دېګ صورت مې غوښې ~ اوښکې ښوروابېلتون ترې اورلاندې کوينه بدن مې وچ لکه رباب دی ~ زړۀ مې شابازدی اندېښنې پرې غږومه بدن مې وچ لکه لرګی شو ~ بېلتون ظالم پۀ وچ لرګي اورلګوينه بدن يې باغ زنه مڼه ده ~ نجلۍ وړه ده دخوراک بۀ کله شينه برالاحال ويلای نۀ شم ~ مينې دې پټ پۀ زړۀ راکړي دي داغونه برايې چېرې وې مينه ~ چې شاليلا دسپينې خولې کړل خيراتونه برايې ستاکره مېلمه وم ~ ترسرمې لاندې وؤدپروبالښتونه بری بۀ خدای ستاپۀ نصيب کا ~ پۀ توروڅڼومې زيارت جاروکومه برېتونه تاوکړه خوله مې واخله ~ پۀ ناتاوکړو برېتوخوله نه درکومه برېښناپړکېږي ابشارژ اړي ~ غرونواغوستي بخملي ورېښمين شالونه بس ده چې موردې قهر وکړ ~ نامردې تاله مناسب نه ؤ قهرونه بس ده همدومره جفابس ده ~ له دې نه زيات پۀ ما غريب مکړه ظلمونه بس دی له باغ څخه بۀ ووځو ~ ګنګو ماښام دی مرغۍ شنو ونوته ځينه بګړۍ بۀ هلته کږه کېږدم ~ چې پر ميدان باندې غمازوشرموينه بګړۍ دې ول پرول مزه که ~ لکه چې زلفې ول پرول مزه کوينه بګړۍ کږه تړه اشنايه ~ يوخوښه اېشي بل يې پېغلې خوښوينه بلبلان ټول پۀ ژړاژاړي ~ بوراپۀ توره خولګۍ وخواړه ګلونه |