بوړی ډک پۀ اوږو کېږده ~ دښمنان ډېردي چې ډاډه درپسې ځمه بوی بۀ دې نۀ کړم ښکلي ګله ~ چې دکارګان پۀ خواکې ځاله اچوينه بوی دزلفانودې لګېږي ~ خلک ګمان پرې دخوتن دمشکوکړينه بهاريې ياره ټول خزان دی ~ پۀ بېلتانۀ کې هرګل خاردسترګووينه بهاربۀ تل پۀ ګلونۀ وي ~ دېدن دياردمخ کوئ خاورې بۀ شينه بهاربۀ راشي موږ بۀ نه يو ~ ټول بۀ پراته دخاورو لاندې بشرونه بهترژوندون له دېنه نشته ~ چې پۀ نصيب مې شي ديار سپين مړوندونه بيابۀ ارمان راپسې وکړې ~ څوورځې يمه زړۀ مې ښۀ ساته مينه بيابۀ پۀ چااعتبار نۀ کړم ~ زمادغېږې جانان ټګ وخوت مينه بيابۀ پۀ منځ دکلي نۀ ځم ~ دمېمونې دادا ګيلې راته کوينه بيابۀ پۀ منځ دکلي نۀ ځم ~ نجلۍ دباز پۀ څېر غوټه کړي زړۀ مې وړينه بيابۀ دې نوم پۀ خولۀ وانخلم ~ که ته سردارشې او بيرغ درپسې وړينه بيابۀ دې نوم پۀ خولۀ وانخلم ~ که دې زما رويبارته ورکړل رخصتونه بيا بۀ دې ورۀ کې هل ونۀ کړم ~ ته ماتوې دمظلومانو کچکولونه بيابۀ زۀ تورکميس ونۀ کړم ~ زمادسپيني سينې رنګ يې واړاونه بيا زړۀ قاضي شو وېش يې وکړ ~ دميني غم دې چې پۀ ګډه يې ګالونه بې ادبي زمانه وشوه ~ پۀ بې امرۍ مې ديار مخ ته وکاتنه بې اوره وسومه ستي شوم ~ ملالوسترګو پۀ مااورولګاونه بې تا پۀ ماباندې ماتم دی ~ برخه مې غم دی خوژړادفراق کړمه بې تامې ځای دلبره نۀ شته ~ چاته بۀ ورشمه چې وکړم فريادونه بې تا وطن شورانه پاتې ~ کچکول پۀ غاړۀ پۀ ديدن پسې دې ځمه بې تورو هېڅ شی مزه نۀ کا ~ سخ دهغودی چې وطن پۀ توروخورينه بېرته مې مه شړه نيمګړی ~ زۀ دې پۀ طمعه دليدو راغلی يمه بيرغ مې سورپۀ قبرهسک کړه ~ پۀ شهادت دخپل وطن جنت له ځمه بېګاپۀ خپل کورکې ويدۀ وم ~ کوم لېوني لنډۍ ويشتې راويښه يې کړمه بېګا دې نيمه خولګۍ راکړه ~ ژبه مې سوځي غاښ مې ټول ورژېدنه بېګارانغلې بې نصيبه ~ چې کرۍ شپه ګوښې پۀ بام ولاړه ومه بېګازماپۀ سينه پروت وې ~ تاته بۀ څنګه بې ما خوب درځي مينه بېګا مې خوب ليدۀ جانانه ~ اشناپۀ سره ډولۍ کې کورته وړې يمه بېګامې خوب ليدۀ ريښتيا شو ~ جانان پۀ ويښه پۀ ما واچول لاسونه بېګامې خوب ليدۀ عالمه ~ داشنابرېت مې له نتکۍ تاوشوي دينه بېګامې خوب ليدۀ عالمه ~ نيمه پۀ کټ نيمه ديار پۀ غېږ کې يمه بېګا مې خوب کې يار ليدلی ~ لکه غوټۍ يې پۀ لیدو وغوړېدمه بېګامې ته پۀ خوب ليدلې ~ چې دې پراتۀ دي پۀ زلفانو تورګردونه بېګامې ستا لارې څارلې ~ چې ته رانغلې زۀ دغمه ويده شومه |