اوربل يې بياپۀ مخ راخپورکړ ~ لکه چې ښيزه پۀ باران کې لنده شينه اوربل يې پولې پولې راغی ~ سخ دهغودی چې بۀ يې پولې ورانوينه اوربل يې مادانه وانه کړ ~ دکنډوګي سيلۍ پرې ځان بدناموينه اوردهجران خاورې ايرې کړم ~ چاته نارې کړم چاته وکړم فريادونه اورديارۍ مې پۀ زړۀ بل شو ~ بېلتون مې مل شو واويلانارې وهينه اورخوچې بل شي بيابۀ مړ شي ~ زړۀ چې مين شي همېشه لمبې وهينه اورددوزخ بۀ باندې سوړو ي ~ که چاانګاردبېلتانۀ ليدلی وينه اوردديدن راته بلېږي ~ زه لېونۍ کترې دزړۀ پرې وريتومه اوردې راپورې کړ ته لاړې ~ چې ته راځې زۀ بۀ دخاوروډېرۍ شمه اوردې زما پۀ صورت بل کړ ~ له تيله دارې خولۍ پرې که تاويزونه اورۍ دې سرې پۀ دنداسه دي ~ که بيا دې رنګ دپتاسې ورکړی دينه اوردهجران راته بلېږي ~ کترې کترې غوښې دزړۀ پرېپ پخومه اوړی دپاس کابل کې تېر کړ ~ پۀ مني راغلې سلامت غواړې ګلونه اوږۍ پۀ غاړه نجلۍ لاړه ~ پرېږده چې ولاړه مېلمنه بۀ چېرې وينه اوږۍ دغاړې بنديوانه ~ زۀ بنديوانه داشنادغاړې يمه اوږۍ ته ډډورکړه زرګره ~ زۀ دڅلورو وروڼوخوريم قدرمنه اوس بۀ خولګۍ درځنې ځار کړم ~ چې دپښتون پۀ ننګ دوکړل شوګيرونه اوس بۀ ديوموټی ايرې کړم ~ که خماري سترګې پۀ نازدرواړومه اوس بۀ وطن پۀ وينو رنګ کړم ~ که له خوږمن زړګي نه لرې کړم لاسونه اوستری ديدن راسره وکړه ~ چې پۀ ارمان قبرته لاړنۀ شم مينه اوس مازديګری دی ښېرې مه کړه ~ تۀ بۀ دناز ښېرې کوې رښتيا بۀ شينه اوس مې جامې پۀ تومت رنګ کړې ~ څۀ چې قضادرب وي زۀ پرې رضا يمه اوس مې دعمرتاوان راکړه ~ نرۍ نرۍ خندادې کړه رنځور دې کړمه اوس مې له کوره ولې باسې ~ پۀ خنداووايه چې خولۀ نۀ درکومه اوښانوبياغاړې کږې کړې ~ چې پۀ سورې دي سپينې خولې زېړپېزوانونه اوښکوګرېوان زمالوندنۀ کړ ~ وجودمې اوردی همېشه يې وچوينه اوښکومې لارې پۀ مخ وکړې ~ ژاړم که نۀ ژاړم هجران مې ژړوينه اوښکوزماغمازي وکړه ~ حال مې دزړۀ پۀ مخ ليکي رسوايې کړمه اوښکومې رازدزړۀ ښکاره کړ ~ ځکه پۀ زېړځبېښلي مخ يارته ورځمه اوښکومې نوردسترګويووړ ~ ځکه پۀ سپينه ورځ ګمان دشپې کومه اوښکې مې سېل پۀ مخ بهېږي ~ زړۀ مې رپېږي له جانانه جدايمه اوښکې بۀ يې ولې نۀ توېږي ~ چې قتل شوی څوک پۀ توروسترګووينه اوښکې دسترګومې خوناب دي ~ پۀ اوردهجرزړۀ کباب مدام لرمه اوښکې لمانځې دي که بې لمانځه ~ زماپۀ څيرې ګرېوان ځي لمونځ پرې کومه اوښکې مې پرېږده چې بهېږي ~ زمادزړۀ چينې پۀ جوش راغلې دينه |