اوښکې مې پرېږده چې بهېږي ~ دبېلتانۀ خنجرپۀ زړۀ وهلی يمه اوښکې مې پرېږده چې بهېږي ~ ديارله دره بېنواراغلی يمه اوښکې مې ځي ګرېوان مې لونددی ~ دغم محصل دی دغم برات راته راوړينه اوښکې مې دسيندغوندې بهېږي ~ بيابۀ دسينددغاړې نۀ کوم سيلونه اوښکې مې ښې دي چې بهېږي ~ باردغمونومې دزړۀ نه کموينه اول بۀ پښې دجانان ښکل کړم ~ بيابۀ ژړاکې ورته ووايم حالونه اول پۀ پښوکې ورته رغړم ~ بيابۀ يې دزړۀ له غمه وروورو خبرومه اول بۀ ماته خلک ناست وؤ ~ اوس بۀ دفقرځولۍ بل ته غوړومه اول خوته پۀ مامين شوې ~ اوس راته وايې زړۀ دې صبرکه مينه اول دعاپسې سلام دی ~ مرادمې داچې پۀ خپل حال دې خبرومه اول دې دور دخانۍ ؤ ~ اوس دې پۀ شناختوکوړکوړۍ نارې وهينه اول دلافې ديارۍ کړې ~ اوس دې کټګی د مور دڅنګه ګرزوينه اول دې لوبې راسره کړې ~ اوس دجستوپرڅوکوځې چې پېغله يمه اول دې ويل پۀ کار مې نۀ يې ~ اوس راته وايې چې مين درباندې يمه اول دې ؤاخر دې نۀ ؤ ~ پۀ نيمه خوا يارۍ دې زۀ پښېمانه يمه اول سبادی چيغه وشوه ~ دلښکرسرکې مې اشنامرچل ته ځينه اول سلام پسې کلام دی ~ دامې کلام دی ددعا تمه لرمه اول سيرت دوهم صورت دی ~ ګل ريحان له رنګه تور بوی ئې راځينه اول مې پام درپسې نۀ ؤ ~ اوس مې دزړۀ ستنې کږې درپسې دينه اول مې کله کله غم ؤ ~ اوس مې کتاب شومشغولاپۀ کې کومه اول مې نۀ ژړل اوس ژاړم ~ کم کوټی يارمې لوياوه دنورو شونه اول مې نۀ کتل ګلونه ~ اوس دخزان پۀ باغ کې پاڼې ټولومه اول مې ياراوس مې رويبارشوې ~ بې پته ياره تاته چادرکړل پندونه اول ياري دې پۀ زاري وه ~ اوس دې راځي پۀ غم لړلي ځوابونه اه او فرياد مې نصيبه شو ~ چې بې پروااشنازماپۀ برخه شونه اه مې طوفان اوښکې درياب شوې ~ جهاززماوستادصبرډوبوينه ايرې بۀ ټولې پۀ سر باد کړم ~ دمينې اوربۀ دې پۀ زړۀ کې وساتمه ايمان دې ښۀ راته معلوم دی ~ پۀ لباسي پګړۍ دې مه وهه لاسونه اينه مې څله مخ ته نيسې ~ نېستۍ مې ښه جوسه بدرنګه کړه مينه اول ياري دې پۀ زاري وه ~ اوس دې راځي پۀ غم لړلي ځوابونه اه او فرياد مې نصيبه شو ~ چې بې پروااشنازماپۀ برخه شونه اه مې طوفان اوښکې درياب شوې ~ جهاززماوستادصبرډوبوينه ايرې بۀ ټولې پۀ سر باد کړم ~ دمينې اوربۀ دې پۀ زړۀ کې وساتمه ايمان دې ښۀ راته معلوم دی ~ پۀ لباسي پګړۍ دې مه وهه لاسونه اينه مې څله مخ ته نيسې ~ نېستۍ مې ښه جوسه بدرنګه کړه مينه |