الله د بيا راوله ياره ~ ماشوم زړګی مې پۀ ژړا درپسې مرينه الله دې بيا راته محتاج کړه ~ غنچې غنچې څڼې مې بياپۀ مخ راځينه الله زما پۀ حال خبر دی ~ که مې قبول کړي دديدن سوي سوالونه الله تالاشومه خاونده ~ پۀ زېړوګلومې خزان ولګېدنه الله دې بياراته موتاز کړه ~ پسرلی راغی غوټو وسپړل ګلونه امباردغم مې پۀ زړۀ پروت دی ~ دبې ارزۍ ژړا چې راشه وخاندمه اموخته باز راڅخه ولاړی ~ دسپينې خولې تومه پۀ لاس ولاړه يمه امسا پۀ لاس مخې ته راغلې ~ رنځوره زۀ دې پوښتنې ته درتلمه اميره ستانوکران ډېر دي ~ دسپينې خولې نوکر راپرېږده چې راځينه اميره لنډ وهه مزلونه ~ يارمې نادان دی دشپې خوب يې زنګوينه امير لوړ وهه برجونه ~ ځوانان پردېس دي يادوي خپل ولاتونه اميره نور نوکران ډېر دي ~ دتوروربل نوکر راپرېږده چې راځينه امېل دسرو زرو ښۀ ښکاري ~ بل چې وربل دپاسه وټومبي ګلونه امين پرې وکړئ سوال مې دادی ~ چې مې جانان راسره غاړه غړۍ شينه انباردغم مې پۀ سرپروت دی ~ خندلی نۀ شم دناکام خنداکومه انارونوې پاڼې وکړې ~ زۀ بۀ مې يارته دسينې انارساتمه اندېښنوزورراباندې وکړ ~ چې لمرخاتۀ اولمرلوېده نۀ پېژنمه اندېښنوغرونه پۀ ژړاکړل ~ دبېلتانۀ پۀ اوښکوډک راغلل خوړونه اندېښنولوی غرونه چپه کړل ~ شاباس پۀ ماچې زۀ پۀ پښوولاړه يمه اندېښنې مه کوه صورته ~ چې اندېښنې دزړګي وينې وچوينه انکاردمينې دې کړای نۀ شم ~ که مې منصورغوندې څوک دارته جګوينه اوازدوچ شه نجلۍ ماره ~ دچم ګاونډخلک دخوبه وواتنه اوازمې شته جوړه مې نۀ شته ~ لکه کوتره بې جوړې ګرځم مينه اوبۀ دکوزګودرخوږې دي ~ زۀ دمين دپاره برګودرته ځمه اوبۀ مې څښې ګلاب مې تېر شو ~ زړۀ مې باغچه شوبلبلان ورته راځينه اوبۀ مې څښې ګرېوان مې لوند شو ~ پۀ نري باديې وچوم ژړاراځينه اوبۀ مې څښې لونګ مې تېرشو ~ دزړۀ پۀ سرمې زرغونه دلونګ ونه اوبۀ مې څښې ګلاب مې تېرشو ~ اوس دسينې باغچې مې ونيول ګلونه اوبۀ مې څکې ګلاب مې تېرشو ~ زړۀ مې باغچه ده شنه توتيان ورته راځينه اوربل پۀ توره نۀ ړنګېږي ~ ناترسه ډمه يې پۀ ګوتوړنګوينه اوربل پۀ توره نه ورانېږي ~ چې وخت يې راشي سلايي يې ورانوينه اوربل ته لنډې غوټې ورکړه ~ چې ترې ښکاره شي دکږووروځوسرونه اوربل دې جوړپۀ غنم لوکړ ~ زۀ خواربۀ لوکړم که بۀ ستاننداره کړمه اوربل دې ونيوې ورېځې ~ ترخماروسترګودې اوري بارانونه اوربل مې جګ کړه خال مې چپ کړه ~ دجنت ګل دی پرې تازه بۀ شې مينه |