مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


پۀ ژوندباورنۀ شته عالمه  ~ جانان راغواړم چې يې موړ پۀ ديدن کړمه
پۀ سپين ميدان بۀ درسره يم  ~ زۀ پښتنه لۀ تورې نۀ ترپلم مينه
پۀ سپينوتوروورګډېږه  ~ ماپرهمزولوباندې ډېرخندلي دينه
پۀ سپينوغاښوراته خاندې  ~ مابۀ دتورټوپک پۀ خولۀ ورکې مينه
پۀ سپينه خولۀ لېونی مست دی  ~ ځکه دتوروخولې ته غاړه غړۍ ځينه
پۀ سپينه خولۀ که روژه ماته  ~ دکفارت روژې بۀ دواړه ونيسونه
پۀ سپينه خولۀ بۀ دې کافرکړم  ~ دتوروزلفوبۀ زناردرواچومه
پۀ سپينه ږيره ډېره مينه  ~ پۀ تورپيکي مې لاس وهې خنداراځينه
پۀ سپينه ږيره لېونی شوې  ~ پرلاره ځې پۀ غونډوولې زيارتونه
پۀ سپينه ږيره لېوني شوې  ~ پۀ لنګوټې پورې دبنګ تړلي دينه
پۀ سترګوړونددرپسې ګرځم  ~ ستادوفازېری کۀ وشي روغ بۀ شمه
پۀ سترګوړوندشې راته ګوره  ~ چې داوربل پرځای مې ګل ټومبلی دينه
پۀ سترګوړوندراپسې نۀ شوې  ~ دالباسي اوښکې دهرچاپرمخ راځينه
پۀ سترګوړونددرپسې نۀ شوم  ~ لکه بادام سوری سوری درپسې شومه
پۀ سترګوړوندشې راته ګوره  ~ پۀ ګل بدن کې لکه ګل ولاړه يمه
پۀ سترګوړوند شې راته ګوره  ~ دچمچمارغوندې غړۍ درته وهمه
پۀ سترګو ړوند شې راته ګوره  ~ پرښايسته اوربل مې اېښيدي لاسونه
پۀ سترګوړوندشه راته ګوره  ~ پۀ تش کاتۀ بۀ دې څوک سرنۀ پرې کوينه
پۀ سترګوړوندشې راته ګوره  ~ کچه خالونه مې دنيل وهلي دينه
پۀ سترګوړوندشې پۀ غوږوکوڼ شې  ~ پۀ ژبه ګونګ شې چې ونه وايې حالونه
پۀ سترګوروغ درته ښکارېږم  ~ ترزړۀ مې تاودي دسرکووينوډنډونه
پۀ سرسرتوردرته ښکاره شوم  ~ ځکه دې پټ کړل دلنډۍ زنې خالونه
پۀ سرکې سترګې ګنهګارې  ~ زړۀ چې مين شي سترګې څۀ ګناه لرينه
پۀ سرکې وروږمنځ راکاږه  ~ ستاپۀ ويښتومې دزړۀ کوردی وران بۀ شينه
پۀ سفرځم خدای ته دې سپارم  ~ کۀ ماته راوړې دکشميرشينکي شالونه
پۀ سفرځم پرخدای مې سپاره  ~ لرې وطن دی بياهيهات چې ژوندي يونه
پۀ سفر ځې تصويرمې واخله  ~ کۀ زۀ بيانۀ وم دزړۀ بۀ دې پرې شينه
پۀ سفر ځم تۀ راته ګوره  ~ ترشادې پاتې پۀ خنجروهلي زړونه
پۀ سلام ستابورجل له راغلم  ~ تۀ پۀ کې نۀ وې بې سلامه تېره شومه
پۀ سورسالوپربام ولاړې  ~ امېل پۀ غاړه کشوې دخلکوزړونه
پۀ سين کې ژر بېړۍ لاهوکه  ~ سبااختردی دخپل يارسلام له ځمه
پۀ شرم ډېر درڅخه شرمېږم  ~ خدای دې پخپله مهربانه که مينه
پۀ شرم ناسته دې پوهېږم  ~ چې پۀ يوۀ موټي کې دوه ساتې لعلونه
پۀ ښکاره حال مې مه تېروزه  ~ پۀ زړۀ زخمي دبېلتانۀ لۀ لاسه يمه
پۀ ښامارانومې ونۀ خورې  ~ لۀ اوږوټول که داوږدوکوڅوسرونه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery