پۀ صبرصبرپوره نۀ شوه ~ سبامې نيت دی بې صبرۍ ته ملا تړمه پۀ صبرصبرمې زړۀ شين شو ~ نورمې طاقت دصبر نۀ شته وبۀ مرمه پۀ صبرصبرمې ياربايلو ~ زۀ بۀ دصبرکچکول چېرې ګرځومه پۀ صبرصبرمې زړۀ شين شو ~ يارشوشب قدرپۀ لاس نۀ راځي مينه پۀ طبيبانوبۀ روغ نۀ شم ~ زۀ دليلالۀ سينې کوزلوېدلی يمه پۀ طبيبانونۀ رغېږم ~ جانان پۀ غشودبڼوويشتلی يمه پۀ ظاهرروغ ښکارم عالمه ~ پۀ پټه زۀ داشناغم لېونۍ کړمه پۀ ظاهرناسته مې دلې ده ~ زړۀ مې بلبل ناستی دګل سره کوينه پۀ عسکرۍ دې خفه نۀ يم ~ خدای دې سربازکړه چې نيک نامه شې مينه پۀ غم پيداپۀ غم کې لوی شوم ~ پۀ غم مين پۀ غم بۀ خاوروته ورځمه پۀ غم پيداپۀ غم کې لوی شوم ~ وړکوټی مړوای چې مې نۀ ليدی غمونه پۀ غم شريک جانان مې وليد ~ دخوږزړګي زخم مې بېرته ناسورشونه پۀ غم غمجن درپسې زۀ شوم ~ پرسپينه خولۀ دې غمازان غوټۍ وهينه پۀ غم کې تانه کمه نۀ يم ~ کم عقله نۀ يم چې بۀ کلي خبرومه پۀ قدبالا پۀ حسن پوره ~ پۀ ځان مغروره چاته نۀ ګورې مينه پۀ قدبالاپۀ منځ کې لمره ~ پۀ مخه راشې تل سلام درته کومه پۀ کرارۍ مې روح وکاږه ~ ملک الموته خوږاشناراله راځينه پۀ قسمت کښلي بۀ نورنۀ شي ~ کۀ وچې ونې زرغونې پۀ اوښکوکړمه پۀ قلم سل ځله شاباس دی ~ چې درددمينې پۀ کاغذبيانوينه پۀ کتاب ځکه نۀ پوهېږم ~ چې دجانان تصورکړم ژړاراځينه پۀ کټ کې پړوکی پړوکی پروت يم ~ پۀ بازوګانوراته ناست دي ستاغمونه پۀ کټ کې سپينه سپينه اوړې ~ لکه دډنډ ماهی نيوی نۀ راکوينه پۀ کټ کې سپينه سپينه اوړې ~ زمالۀ سترګونه دې خوب وتښتاونه پۀ کراري اوره بارانه ~ ليلا سالوايسته کوي لمده بۀ شينه پۀ کړېدومې رب راضي دی ~ ځکه مې بندشول دالله پۀ در سوالونه پۀ کشمالوکې ورته پټ شوم ~ نجلۍ اوربل کې کشمالې ږدي رابۀ شينه پۀ کشميري الوان کې ګرځې ~ سپينه سينه بۀ دې پرې رنګه شي مينه پۀ کلادوې کوترې ناستې ~ يوه يې ويشتل کړي بله ځان سينګاره وينه پۀ کلي سورسالوراګډشو ~ چاوې سالودی چاوې اورولګېدنه پۀ کوټه سرکه رادننه ~ داپېغله نجل پۀ لونګين ځان جوړوينه پۀ کوټه سرکه رادننه ~ پرچلم زانګي تورې زلفې شنۀ خالونه پۀ کوټه مه ګرځه نيمزالې ~ تورې کوڅۍ دې تورښاماررايادوينه پۀ ګل سرخ کې خاورې مه شې ~ پۀ کې سورګل شې چې هرڅوک دې بویوينه پۀ ګل کې ستابشره زۀ وينم ~ لاس مې دې مات شي چې يوګل بۀ پرې کومه پۀ ګل ګلاب دې وويشتمه ~ خوږدې زمادزړګي سرکړوبۀ مرمه |