اشنامې ولاړئ مسافر شو ~ زۀ يې تنهاظالم بېلتون ته پرېښوومه اشنامې لمر پۀ غرۀ راخېژي ~ لکه شاهين لوړې ژورې لټومه اشنا مې نوی چلم کښ دی ~ دڅېړۍ اور بۀ پۀ پېزوان ورته وروړمه اشنامې وږی رانه تللی ~ چې دسترخان لره ورځم ژړاراځينه اشنايه بدراسره مه کړه ~ زۀ پۀ پردي وطن کې يوتاپېژنمه اشنايه داسې خوڅوک نۀ کړي ~ لکه سپين موم پۀ سرۀ انګاردې ويلې کړمه اشناستادبې نيازيه ~ پۀ لارې ناست يم پۀ سرخاورې بادومه اشناسختۍ ته مې ټينګ شه ~ خپل اشنايان بې سختۍ چاموندلي دينه اشنايه يووارترماراشه ~ يودوې خبرې دګيلې درته کومه اشنايه لاړې اسماني شوې ~ اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت بۀ شينه اشنايي غم دی ښادي نۀ ده ~ کۀ څوک دغم طاقت لري اشنادې شينه اشنايي مياشت ده دسفرې ~ هرڅوک چې ويني بلوي ورته اورونه اشنايي مه کړه لرې ګرځه ~ بس کړه چې زماپۀ ځوانۍ اور ولګېدنه اشنايي وای جدايي مه وای ~ خدايه له دره بۀ دې څۀ کم شوي وونه اشنايي هله خوند پيداکړي ~ چې کله کله پرې بېلتون پېښه کوينه اصل زمونږه ځای لحد دی ~ د سيل دپاره پينځۀ ورځې دلته يونه اصل نسب که پۀ کار نه وای ~ زاغ پۀ پيسۀ باز بۀ پۀ زرنۀ خرڅېدنه اصيل زاده نۀ يې هلکه ~ اصيل زاده له ياری نۀ اخلي لاسونه اصيل زاده نۀ يې مينه ~ اصيل زاده پر مين سر ومال ښندينه اصيل ګلاب راڅخه ورک دی ~ کم اصل ګل چې بويوم ژړا راځينه اصيل ګلاب ته مې اسره کړه ~ اصيل ګلاب رانه خزان ورژاونه اصيل ګلاب چې پۀ کې نۀ وي ~ پۀ نوروګلومې تسل نۀ شي مينه اصيله وم کم اصله يوړم ~ کم اصله داسې مې ساتې لکه مغله افسوس ارمان ډېره ارمانه ~ خالي لاسونه دخپل يار نه جګه شومه افسوس افسوس ارمان ارمان دی ~ خالي ميدان دی سترګې چاته واړومه افسوس افسوس ارمان ارمان دی ~ دا کوم اسلام دی څوک مې نۀ کوي پوښتنه افسوس دی ډېر د ځوانۍ مرګه ~ څومره ارمان د ګور وخاوروته وروړمه الف الفت د اشنا غواړم ~ ب دبېلتون دلاسه روغ لېونی شومه الف او لام ته پۀ ژړاشوم ~ چې مې له يار ځنې جدانۀ کړي مينه الف دوروځو پۀ منځ کش کړه ~ زۀ بۀ شاګرد شمه سبق له بۀ درځمه الف مين کړم بې جدا کړم ~ ت پۀ توبوورله ورځم کۀ قبول شمه الله اکبر نارې سورې شوې ~ بيرغ پۀ لاس کې مې جانان تورې وهينه الله تعالی رحمان رحيم دی ~ زۀ پۀ قيامت د مغفرت تمه لرمه الله چې ستا پۀ مخ شیداکړم ~ غموتالاکړم پۀ صحراګرځم مينه الله دمل شه خپله ياره ~ پۀ سفر لاړې سودايې درپسې يمه |