مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


پۀ دنداسه دې شونډې سرې کړې  ~ بيادې نارې کړې ياره تاستي کومه
پۀ دنيادوه شيه مزه کا  ~ ياسپينه خولۀ يادې بوړي ټوپک غږونه
پۀ دنياښۀ راسره وکړه  ~ پۀ اخرت دهرچاګوښې عملونه
پۀ دنيامه نازېږئ خلکو  ~ دشاجهان پاچانه پاتې شول ملکونه
پۀ دنيامه نازېږئ خلکو  ~ دنيافاني ده پۀ ارمان بۀ ځنې ځونه
پۀ دېوال غنی راته مه ږده  ~ زۀ بۀ درواوړم ستاخاوري مې ژړوينه
پۀ ديدن دومره دمه کېږي  ~ لکه رنځورپۀ امساواخلي قدمونه
پۀ ديدن کله مړېده شته  ~ کۀ يې ترسپينې غاړې واړوې لاسونه
پۀ دې ونۀ شوه دلته ناست يم  ~ اروامې ستاپۀ کټ منګولې لګوينه
پۀ ډېر احتياط مې خولګۍ واخله  ~ چې دپېزوان پۀ پروغوڅ نۀ شې مينه
پۀ ذوالجلال زما قسم دی  ~ ستاجدايي ملک الموت دی روح مې وړينه
پۀ ذوالجلال مې دې قسم وي  ~ چې دې ونۀ وينم ژړاراله راځينه
پۀ رالوېدودې يم خوشاله  ~ هسکه چې تالاندې بې پته خلک شينه
پۀ رنځ مې خپل اشنا پوهېږي  ~ طبيبه څۀ له دې ګولۍ عبثومه
پۀ رنګ بدرنګ پۀ عمر تنګ شوم  ~ پۀ زړۀ څورنګ دخپل جانان دلاسه يمه
پۀ رنګ سړی نۀ سړی کېږي  ~ سړی هغه دی چې يې خوی دسړي وينه
پۀ ريبارانوپوره نۀ شوه  ~ اوس بۀ لمن يارته پۀ خپله غوړومه
پۀ زړۀ دې څۀ دي راته وايه  ~ ترتاتېرېږم بيابۀ وکې ارمانونه
پۀ زړۀ مې ته وې خدای رانۀ کړې  ~ اوس کۀ تمامه دنياراکي څۀ يې کړمه
پۀ زړۀ مې ځای دګيلو نۀ شته  ~ هلته بۀ يې وايم چې دې سرپۀ څنګل ږدمه
پۀ زړۀ مې يو الله خبردی  ~ دوست اودښمن لپاره شنه شم وخاندمه
پۀ زړۀ مې يو الله خبردی  ~ دې نورعالم ته پۀ خنداګورم مينه
پۀ زړۀ مې يو الله خبردی  ~ چې همېشه دغم سودا پۀ کې کومه
پۀ زړۀ مې غم سترګې مې ژاړي  ~ باڼۀ ولاړدي اوښکې غواړي رخصتونه
پۀ زړۀ مې خښ دغم خنجر دی  ~ چې مې رايادشي دليلاشينکي خالونه
پۀ زړۀ منلی يار مې ته يې  ~ دالباسي خندادهرچاسره کړمه
پۀ زړۀ هغه خلک ژړېږي  ~ چې دمحفل ياران يې تورې خاورې خورينه
پۀ زکندن مې راحاضرشه  ~ چې زۀ سلګۍ کړم سترګې چاته واړومه
پۀ زيارتودې وۀ خاونده  ~ يا يې زما کړې يايې خاورې کړې چې ځمه
پۀ ژبه هېڅ ويلی نۀ شم  ~ پټ پۀ اشناپسې رنځورلۀ غمه شومه
پۀ ژړاژاړم سودمې نۀ شي  ~ يومسافرشوم بل لۀ ياره جلاشومه
پۀ ژړاتل راپسې ژاړه  ~ زۀ مسافريم ددعاطمع لرمه
پۀ ژړامه راپسې ژاړه  ~ دعاکوه چې ستاديدن مې نصيب شينه
پۀ ژړانۀ درپسې ژاړم  ~ تاپۀ دعاکې يادوم ژړاراځينه
پۀ ژړامه راپسې ژاړه  ~ سهاردعاراپسې کوه ماښام نفلونه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery