پۀ ناموس ننګ پۀ وطن جنګ دی ~ دوطن جنګ ته پۀ غورځنګ ورځه مينه پۀ نصيبونونۀ روغېږم ~ دعاشقۍ ښامارپۀ زړۀ خوړلې يمه پېزوان يې بياپۀ شونډوسپورکړ ~ لکه کوتره پۀ هواچورلک وهينه پيشتری پوخ کړه مامېلمه کړه ~ پۀ دې پلمه بۀ مشغولاسره کوونه پيغمبري ګل بۀ ترې جوړشي ~ کۀ پۀ لنډۍ زنه دې ووهل خالونه پۀ اصل څوک نۀ سړی کېږي ~ سړی هغه دی چې خوی دسړي وينه پۀ اصل ګل دګل ګلاب دی ~ کم اصل ګل چې بويوم ډک دي باغونه پۀ انارباغ کې مې ياربايلود ~ خدايه قيامت کړې چې نورهم بې باغه شينه پۀ انارباغ کې دې خولۀ راکړه ~ کۀ شوې پېښمانه شين توتي شاهدلرمه پۀ اندېښنومې ځان پاچاکړ ~ سرمې راپورته کړملنګ ددوهې ومه پۀ اسويلوبۀ دې لمبه کړم ~ ژرشه لۀ زړۀ مې ځان خبرکړه مړه بۀ شمه پۀ اوسېلوبۀ مې لمبه شې ~ داوسېلومخې له مه راځه مينه پۀ اوسېلومې اسمان سورشو ~ ښايسته ستوري پۀ لړزه راغلۀ مينه پۀ اوسېلومې اسمان سورکړ ~ داراڼۀ ستوري شوۀ نينې وترکېدنه پۀ اوسېلومې اسمان شين کړ ~ ځکه مې بندکړل پۀ حمل کې بارانونه پۀ اوسېلومې زړۀ ناسورشو ~ دياردهجرطاقت نۀ لرم مينه پۀ اوښکولوندګرېوان مې ګوره ~ مغروره ياره بياښېرې درته کومه پۀ اوښکوخوښ يم چې بهېږي ~ باردغمونومې دزړۀ نه کموينه پۀ باغ کې مه وله کوترې ~ يوه بۀ مړه کې بيابۀ نۀ راځي سيلونه پۀ باغ کې سرې غوټۍ ته وايه ~ چې تاته تورکشمالي ډېرسلام کاونه پۀ باغ کې مه وله ډبرې ~ ښاخ بۀ زخمي کړې بيابۀ نۀ نيسي ګلونه پۀ باغ کې مه ګرزه جانانه ~ ګلان شرمېږي مخ پۀ پاڼوپټوينه پۀ بام ولاړې هوادارې ~ داوښکودارې مې لۀ سترګوڅخه ځينه پۀ بړبړراشه ديارغمه ~ کۀ سل مې نوروي تابۀ پاس پۀ تندي ږدمه پۀ بسم الله کټ ته ورخېژه ~ دنجلۍ کټ دجنغوزي دئ مات بۀ شينه پۀ بلۍ کلکه ګټه کېږده ~ دعاشقانوناسته تل پۀ بلۍ وينه پۀ بېلتانۀ زۀ روغه نۀ کړم ~ بېلتون ظالم دی اشنايان جداکوينه پۀ پاتې ژوند کې بۀ څۀ خوند وي ~ چې يوم پۀ لاس پرجانان خاورې اړومه پۀ پاچاهۍ کله خوښېږم ~ چې پۀ يوه ګړۍ دياره جدايمه پۀ پاولو ډکه کۀ راواوړې ~ پرزکندن باندې کۀ يمه جوړبۀ شمه پۀ پت کې تورتورمسلی ښۀ دی ~ بې پته يارکۀ شاهزاده وي څۀ يې کمه پۀ پخوانوسترګومې ګوره ~ اوس مې جامې دملنګۍ اغوستې دينه پۀ پخوانوسترګومې ګوره ~ کۀ مې مخ زېړ وي ستاغموبۀ کړی وينه پۀ پخوانوسترګومې ګوره ~ څۀ وشوياره چې نېستي راغله مينه پۀ پخواني اشنابۀ ورشم ~ غږبۀ پروکړم کۀ مې واوري فريادونه |