پۀ پسرلي غونډۍ له خېژو ~ داتڼ منځ کې يې ګلان کرلي دينه پۀ پښوچالاکه اوښه ګوډ شې ~ ديارديدن بۀ مې کاوۀ تېره دې کړمه پۀ پورې کلي کې مين يم ~ ملک يې څوک دی ننواتې ورلېږمه پۀ تا بۀ کوم مجلس روښان وي ~ زۀ شوم پتڼ درپسې شمعې لټومه پۀ تاترو راشه جانانه ~ دخيبرلارې اپریدو نيولې دينه پۀ تاکېدۀ پۀ مادې وکړۀ ~ پۀ نازولې لوردې وشه فسادونه پۀ تروږمۍ کې رڼا راغله ~ ليلا پۀ تور اوربل کې غاټول ټومبلي دينه پۀ تش کتودې لېونی کړم ~ جانانه مخ راواړوه چې صبرشمه پۀ تش ديدن دې خوشالېږم ~ کۀ مې نصيب شوې بيا بۀ نۀ کړم ارمانونه پۀ تصورمې زړګی شين شو ~ څودليدو مهال راځي خاورې بۀ يمه پۀ تنارۀ ولاړې پېغلې ~ ډوډۍ دې نۀ خورم دديدن وږی ديمه پۀ تورپيکي دې لېونی کړم ~ يايې غيچي کړه يايې غوټه کړه سرونه پۀ توراوربل ګټلی مايې ~ اوس دې دبل غاړه کې واچول لاسونه پۀ تورټوپک ويشتلی راشې ~ دبې ننګۍ احوال دې مه راځه مينه پۀ تورټوپک مې وله ياره ~ داسې خومه وايه چې خولۀ نۀ درکومه پۀ تورټوپک ويشتلی جوړشو ~ دسپينې خولې ويشتلی وينې تويوينه پۀ تورټوپک ويشتلی نۀ يې ~ لۀ دې نريوچړومه ګرځه مينه پۀ توردکن مې جانان ګل دی ~ زړۀ مې بلبل دی توردکن لره ورځينه پۀ تورلحدکې بۀ نارې کړم ~ ټوټې ټوټې دخپل جانان لۀلاسه يمه پۀ تورلحدکې بۀ نارې کړم ~ زۀ ارمانجن دسپينې خولې راغلی يمه پۀ توروخاوروکې بندي شوې ~ قدرت مې نشته اوس دعادرته کومه پۀ توروزلفوکې يې بندکړم ~ خلاصی مې نشته دافسوس ژړاکومه په توروزلفوبۀ يې بندکړم ~ پۀ لونګين بۀ يې وهم ارام بۍ کړمه پۀ توروسترګواشارت کړه ~ دخولې خبرې غمازان راته کوينه پۀ توروسترګومې ړنده کړې ~ چې جانان نشته زۀ يې ولې تورومه پۀ تومت مه شرمېږه ياره ~ تومت وسله ده ښۀ ځوانان يې ګرځوينه پۀ تومتومې مه شرمېږه ~ پۀ ښوځوانانوپسې تل وي تومتونه پۀ ټوکوټوکومې ګڼله ~ دجانان کډه پۀ رښتيالۀ کلي ځينه پۀ جدايي سره جدا شوو ~ جانانه کله بۀ ديدن سره کوونه پۀ جدايي دې لمبه نۀ شوم ~ اوښکې باران پرې وروم تن پرې ساتمه پۀ جرمني ټوپک مې وله ~ زماپۀ زخمي زړګوتي مۀ وهه لاسونه پۀ جګوغروکې دې مرګی شه ~ چې جنازه دې پۀ بروخووتړمه پۀ جنازه کې مې ګل کېږده ~ چې دلاس نښه دې پۀ ګورکې وساتمه پۀ جنکوکې لوړه راغله ~ لکه پۀ ونوکې خرماولاړه وينه پۀ جوارۍ مې جانان بايلو ~ خالي لاسونه لۀ سپېرۀ ميدانه ځمه |