پۀ توراوربل مې سلام وايه ~ کۀ مرګی چپ ؤبيابۀ وکړوديدنونه پۀ تورټوپک ويشتلی راشې ~ چې پرهارونه دې ګنډم خولۀ درکومه پۀ تېره توره مې حلال کړه ~ داسې خومه وايه چې نۀ درسره ځمه پۀ زړۀ مې تۀ يې بل څوک نۀ دي ~ کۀ دروغ وايم ژردې خواره شم مينه پۀ شمله ګۍ دې ګل کتارکړل ~ دښکلونجونودې اوربل وشرماونه پۀ لاالله مې دې قسم وي ~ چې بۀ داستا لۀ يارۍ وانخلم لاسونه پۀ مخکې ځې پۀ بېرته ګورې ~ لکه دناوې نه چې جداچنغول شينه پۀ ناموس ننګ پۀ وطن جنګ دی ~ دوطن جنګ ته پۀ غورځنګ ورځم مينه پۀ نصيبونونۀ رغېږم ~ دعاشقۍ ښامارپۀ زړۀ خوړلی يمه پۀ چپه خولۀ باندې ګويايم ~ ديارانې لۀ رنځه زېړه پېړه شومه پۀ چل ګزيانودې وخدايه ~ يايې زماکړي يايې خاورې کړې خالونه پۀ خولګۍ حال ويلی نۀ شم ~ مينې دې پټ پۀ زړګي راکړل تورداغونه پۀ ځلميتوب خوښۀ ځلمی يې ~ کۀ دديلي نښې راوړې ياري دې کړمه پۀ دنداسه دې شونډې سرې کړې ~ ګل لاله دې پۀ صحراوشرماونه پۀ دنياسره وړانګه پرته ده ~ ليلاپۀ څڼوکې لاله ټومبلي دينه پۀ زړۀ مې خپل وطن ورېږي ~ لکه دزاڼوقلقلې پسې کومه پۀ زمانوورک شې بېلتونه ~ پۀ خوب ويده اوښکې مې ستالۀ لاسه ځينه پۀ سپينه خولۀ دې پرهاروشه ~ لکه تنکۍ برړه ژاولې خوټوينه پۀ سورپالنګ بۀ دې راخېژم ~ کۀ چاپرې مړکړم پۀ پالنګ بۀ شهيدشمه پۀ شرم ډېردرنه شرمېږم ~ دزړۀ دحاله بۀ دې ورووروخبرومه پۀ شمل ګۍ دې ګل کتارکړل ~ دښکلونجونودې اوربل وشرماونه پۀ شمندروزکې نۀ ودېږم ~ ماله ململ دلارې مه راوړه مينه پۀ غوړېدلي سرمين شوې ~ بيامې توبه ده سربۀ نۀ چوټي کومه پۀ کابل مه اوره بارانه ~ يارمې شوقي دئ لونګۍ نۀ ورټولوينه پۀ کشمالوکې ورته پټ شوم ~ نجلۍ هوښياره کشمالوته نۀ راځينه پۀ کشمالوکې ورته پټ شوم ~ نجلۍ دغواو غوبنه ده رابۀ شينه پۀ کنډوګي مې سرورهسک کړ ~ دکونډې لورلکه سپاهي ځان جوړوينه پۀ لاالله مې دې قسم وي ~ چې بۀ داستالۀ يارۍ وانخلم لاسونه پۀ ليدومينه نۀ ماتېږي ~ څويې دسپينې سينې تاونۀ کړې لاسونه پۀ مادې څۀ احسان دی وايه ~ څوک چې ياري کړي زحمتونه قبلوينه پۀ مادې دوه فساده وکړل ~ يودې مين کړم بل دې ورک کړم لۀ وطنه پۀ مازيګردې کډې باروې ~ پۀ مازيګردګناه ګارو کډې ځينه پۀ مخ کې ځې پۀ بېرته ګورې ~ لکه دناوې نه جداچې چنغول شينه پۀ منډه وختمه بام ته ~ يارمې ونۀ لیدپۀ ژړاراښکته شومه پۀ مورچل نېغ ورځه ټيټ نۀ شې ~ پښتون ځلمی لۀ مرګه څنګ نۀ کړي مينه |