مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


پۀ يارانه کې داسې کېږي  ~ دچارنګ زېړشي دچامرګ پۀ توره شينه
پۀ ياري زوړسړی ځوانېږي  ~ زۀ بۀ ياري دژڼوکړم چې ځوانه شمه
پۀ يارۍ روغ سړی رنځورشي  ~ څۀ مې ضرور دی چې روغ ځان رنځورومه
پۀ يارۍ زوړسړی ځوانېږي  ~ زۀ دلالي پۀ يارۍ ځوانه زړه شومه
پيره کامله رارسېږه  ~ بېړۍ شوه غرقه پۀ تخته ولاړه يمه
پېزوان پۀ جګه پوزه خوندکړي  ~ لکه پۀ لوړچنارچې واچوې ټالونه
پېزوان پۀ کرمه کې جوړېږي  ~ دکندهارزرګره مات دې شه لاسونه
پېزوان دې مااخستی نۀ دی  ~ پۀ کړکچه دې لوبې کړې هلته بۀ وينه
پېزوان زمادپوزې پرېووت  ~ ته راپسې وې دابۀ تااخستی وينه
پېزوان کودی که اوبۀ راکړه  ~ يودې ثواب دی بل ديارلۀ تندې مرينه
پېزوان مې خړو اوبوډوب کړ  ~ پۀ سپينه خولۀ بۀ لامبوزن ورکوزومه
پېزوان مې شرنګ لۀ پوزې پرېووت  ~ تۀ غلی غلی راپسې وې پټ دې کنه
پېزوان مې ښۀ جوړ که زرګره  ~ يار مې ځلمی دی دپېزوان پۀ رڼاځينه
پېزوان مې پاس پۀ شونډو سپورکړ  ~ لکه ښامارچې دخزانې دپاسه وينه
پېزوان مې روڼ جوړکه زرګره  ~ يارمې هرکله دپېزوان پۀ رڼا ځينه
پېزوان مې ستاپۀ برېت کې بند شو  ~ تردروازې پورې بندي درسره تلمه
پېزوانه خانده هوسېږه  ~ سبااختردی پاس پۀ شونډوبۀ دې وړينه
پېزوانه تۀ ولې دلګيريې  ~ که کلی لېږدي تابۀ پاس پۀ شونډووړمه
پېغلتوب نيمه پاچاهي ده  ~ داناوېتوب ددېوال سيوری تېر بۀ شينه
پېغلولوګی تورسپېلني کړل  ~ چې پۀ سپينه ورځ اشناغزاته ځينه
پېغلوپوړني سره اغوستي  ~ لکه چې بيادشهيدقبرته ورځينه
پېغله چې نوې پېغلتوب کړي  ~ لۀ سپينوواورونه يې سپين دي مړوندونه
پېغله خويې خوښه مې نۀ يې  ~ دخماروسترګو دې بل کوي سيلونه
پيغمبري ګل بۀ ترې جوړ شي  ~ کۀ دې پۀ لنډه زنه ووهل خالونه
پېغورخوډېرراکړئ عالمه  ~ کۀ مې دښمن خپل پۀ ټګۍ وژلی وينه
پېکی دې بيا پۀ کوچو غوړ کړ  ~ لکه ښيښه لمرته شغلې وهي مينه
پېکی دې يوې خواته شانه کړه  ~ چې وروځومنځ کې دې شين خال راښکاره شينه
پېکی مې جګ کړه خال مې چپ کړه  ~ دجنت ګل دی پرې تازه بۀ شې مينه
پېکی مې مه پرېکوه مورې  ~ پۀ سرپرېکړوونونۀ کېني بازونه
پاس پۀ سنګر ټکونه وشول  ~ مېړونه مري موزيان بۀ روغ کورته راځينه
پال ګرته لاړم پال مې وکوت  ~ زماپۀ برخه يې راوښودل غمونه
پاولی دې يويوټک وهلی  ~ دهرپاولي لاندې دې اوردی وېې سومه
پۀ اخرت بۀ حسابېږي  ~ نجلۍ دظلم نه ګېډۍ تړلې دينه
پۀ پېښورکې وليان ډېردي  ~ کږې جنډې پۀ مياعمرولاړې دينه
پۀ تشه خولۀ دې شوم غلطه  ~ نامرده ياره پۀ ميدان دې پرېښودمه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery