مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


پۀ مرګ بۀ واړه سره مړۀ شو  ~ ارمان مې دادی چې بۀ وړاندې وروسته شونه
پۀ مرګ بۀ مرم پاتې بۀ نۀ شم  ~ ستادوصال ارمان بۀ قبرلره وړمه
پۀ مرګ بۀ دواړه سره ومرو  ~ ارمان مې دادی زموږ بۀ ګوښې وي ګورونه
پۀ مرګ دتورومې رضاده  ~ رضامې نۀ ده چې لۀ ياره جلاشمه
پۀ مرګ دې نۀ مري جانان ګران دی  ~ پۀ رنځ دې پرېوزي چې پوښتنې ته ورځمه
پۀ مناسب دې نۀ پوهېږم  ~ وايه پۀ کوم بارخودې خولۀ ولګومه
پۀ ناعلاجه مرض پروت يم  ~ پۀ اشنادوه قدمه ګران دي نۀ راځينه
پۀ نصيب خپل همزولی راکړې  ~ کۀ نيستي راغله پۀ خندابۀ يې تېرومه
پۀ نصيبه کې بۀ مې داوه  ~ شيطان مې څۀ له خطرې زړۀ له راوړينه
پۀ نصيبه بۀ زما دا وه  ~ اوس بۀ دعوادازل چاسره کومه
پۀ نکاح شوې مين مه شې  ~ سبابۀ سرې سترګې ولاړيې دابۀ وړينه
پۀ ننواتې بۀ زۀ ورشم  ~ پۀ مروراشنابۀ واچوم لاسونه
پۀ ننواتې پوره نۀ شوه  ~ اوس بۀ لمن يارته پۀ خپله غوړومه
پۀ ننواتې دې ښۀ نۀ شي  ~ څوچې ونۀ ګالې پۀ سرباندې غمونه
پۀ نيموشپوپۀ کلي راغلم  ~ پۀ خوب ويدۀ اشنابۀ څوک راويښوينه
پۀ نيمه شپه بېداره اوسه  ~ چې پۀ کې واورې دويشتلواوازونه
پۀ نيمه شپه چې راپۀ يادشې  ~ لکه يتيم لۀ سترګواوښکې تويومه
پۀ نيمه شپه مې خوب ته راغلې  ~ لکه يتيم مې تر سبا ژړلي دينه
پۀ نيمه شپه سندره وايه  ~ څوک چې پۀ زړۀ ويشتلی وي بېداربۀ شينه
پۀ نيمه شپه چې راته يادشې  ~ سرپۀ بازوکړم اوښکې لاندې تويومه
پۀ ورکېدومې يې خوشاله  ~ ژر راته وايه داوطن درته پرېږدمه
پۀ ورۀ کې دوې خويندې ولاړې  ~ پرمخ يې غبرګې اوښکې ځي ورک شه بېلتونه
پۀ وړاندې ځم پۀ وروستوګورم  ~ قديمه خدايه دزړۀ سرمې پاتې شونه
پۀ وړاندې ځې شاته ګورې  ~ تردې ويشتلي زړۀ دې ځارشمه مينه
پۀ وينوخوښ يمه چې توېږي  ~ زمادزړۀ وينې پۀ جوش راغلې دينه
پۀ وينورنګ توره دې راوړه  ~ چې پۀ سورکوشونډويې زۀ درپاکه کړمه
پۀ وينوسورشفق مې وليد  ~ اه مې دزړۀ پۀ فلک اورولګاونه
پۀ ويښه يووارې رانغلې  ~ پۀ خط کې نښې رالېږې چې ياردې يمه
پۀ هرساعت چې راپۀ يادشې  ~ پۀ ځای کېنمه لۀ خولې وينې غورځومه
پۀ هريوګل کې بۀ ما وينې  ~ کۀ محبت دې پۀ رښتينې پر ما وينه
پۀ هرګړي چې راپۀ يادشې  ~ کميس لمبه شي تن مې اورواخلي مينه
پۀ هستۍ هرسړی لوړېږي  ~ بده نيستي ده سيال لۀ سياله کموينه
پۀ هواتلم پۀ جال کې بندشوم  ~ پۀ زولنوکې دموزيانوونښتمه
پۀ يارانه دې هېڅ پوه نۀ شوم  ~ پۀ جدايي دې لکه مالګه اوبۀ شومه
پۀ يارانه کې زړۀ سندان که  ~ پۀ کې پېښېږي دپلکونوګوزارونه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery