پورته پۀ ناوراپسې راشه ~ کۀ سپينه خولۀ خورې کۀ دپوڅوکنډکونه پوره دې نۀ کړه خپله هوډه ~ پۀ نيمه لارکې دې زنګون ولګاونه پوښتۍ مۍ ماتۍ شوې يارۍ کې ~ مورته بانه کړم چې برېښ کوي مينه پورې کمرۀ کې زېړه ګله ~ يابۀ دې پرې کړم يا بۀ ځان وغورځومه پۀ احتياط پۀ رودګډېږه ~ يويې لۀ موره چېرې غرق نۀ شې مينه پۀ اخرت بۀ اشناغواړم ~ دنيافاني ده لاس مې ونه رسيدنه پۀ اخرت بۀلالی غواړم ~ پۀ دې دنيا يې ظالمان نۀ راکوينه پۀ اخرت بۀ جانان غواړم ~ پردې فاني دنيا يې رانۀ کړل لاسونه پۀ اخرت بۀ اجر غواړم ~ پردې فاني دنيامې تېرکړل زحمتونه پۀ اخرت بۀ ورته ګورم ~ نوی مين يم پۀ ديدن نۀ مړېږمه پۀ اخرت چې خدای قاضي شي ~ زۀ بۀ لومړی عرض پرجانان باندې کومه پۀ اخرت چې خدای قاضي شي ~ زۀ بۀ دفتر دبې کسۍ وغوړومه پۀ اخرت چې خدای قاضي شي ~ زۀ بۀ کاغذ ستا دجفاوړاندې کومه پۀ اخرت خوارشې ريباره ~ لېږلی ما وې بند دې ځان ته وتاړنه پۀ اخرت خوارشې غمازه ~ پۀ ايروپټ اوردې لاړۀ پرې ودې سومه پۀ اخرت کې بۀ نارې کړم ~ چې ناداني وه پۀ ګناه نۀ پوهېدمه پۀ اخرت کې بۀ دا وايم ~ چې ياررانۀ کړۀ دسرکو شونډوسرونه پۀ ازلي قلم مې بايلو ~ خوشې دعوه دبېلتانۀ سره کومه پۀ اسمان ځمکه کې غايب شوې ~ زما ورکه ياره ګوره تا پسې بۀ مرمه پۀ اسمانونو کې غوغاشوه ~ دمدينې سرداردخدای دربارته ځينه پۀ اسمانونوکې واوره نۀ شته ~ زماناښادزړګی واورې اوروينه پۀ اشنايي دې نازېدمه ~ پۀ جدايي دې لکه ګل ورېژېدمه پۀ لويوغرونوکې مې مېشته شوه ~ غنچې دګلوبۀ اشنالره لېږمه پۀ لويوغرودخدای نظردی ~ پۀ سريې واورې پۀ لمن زېړي ګلونه پۀ لېونتوب دې نۀ وېرېږم ~ پۀ زړۀ مې ګرځې تومتي نۀ شم جانانه پۀ مامته کې دې خنداشوه ~ ستاپۀ ملاله خنداکورونازېدمه پۀ مادې څۀ وکړۀ چې لاړې ~ ځان دې پخپله بې ديدنه کړمينه پۀ مادې څۀ کړې بلاده ~ پرمخ مې غبرګې اوښکې ځي خوله درکومه پۀ مادې څۀ کړي دي خدايه ~ چې نوردې ګل کړۀ زۀ غوټۍ ولاړه يمه پۀ ماکانې دققنس وشوې ~ پرمېروډکي ټولوم ځان پرې سېزمه پۀ مټيزتوب درسره نۀ ځم ~ پۀ پاکه مينه درسره يم څوچې يمه پۀ مخ دې پشم دخولودی ~ خلک ګمان دمرغلروپرې کوينه پۀ مخه راغلې مخ دې پټ کړ ~ ګناه مې وايه چې توبه پرې وکاږمه پۀ بۀ کوم سړی خفه وي ~ چې زکندن يې دجانان پۀ غېږ کې وينه پۀ مرګ بۀ دواړه سره ومرو ~ ارمان ارمان دی دژوندوخلکوبېلتونه |