مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


پرېږده چې اوښکې مې بهېږي  ~ باردغمونومې دزړۀ نه کموينه
پرېږده چې خاورې مې خوراک شي  ~ دشيدوغړپ مې پۀ دېوال تو کړی دينه
پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي  ~ پۀ لامبوزن اشنابۀ ډېره نازېدمه
پرېږده چې څيرې ګرېوان ګرځم  ~ دعاشقانوبرخې خوارې وي مينه
پرېږده چې څيرې ګريوان ګرځم  ~ اخربۀ زړۀ راباندې وسوزې مينه
پرېږده چې زۀ ذرې ذرې شم  ~ چې پۀ نامردونازېدم وشرمېدمه
پرېږده چې غم زما پۀ سر وي  ~ چې تل ياري دبې وفاخلکوکومه
پرېږده چې لوی ښامار مې وخوري  ~ پۀ پاړوګر اشنامې ډېره نازېدمه
پسرلی راغئ ګلان ډېر شول  ~ داوربل ګل بۀ خپل اشنالره وروړمه
پسرلی راغئ ونې شنې شوې  ~ زمادزړۀ ونې ږلۍ وهلې دينه
پسرلی راغی ونې شنې شوې  ~ زماناښادزړګوټی واورې اوروينه
پسرلی زما پۀ نيمه خواشو  ~ زماپۀ شناختوپورې وتړئ ګلونه
پسرلی بۀ ستالۀ کبره خوارشي  ~ پۀ زرغونوجستودې مات کړۀ زېړګلونه
پسرلی ښۀ باران يې بد دی  ~ نجلۍ واښۀ کړي تور اوربل يې لمدوينه
پښتانۀ واړه شنه زمريان دي  ~ چې ځای يې راشي پۀ سيالۍ تورې وهينه
پښتانۀ واړه سره يو دي  ~ ورک دې نفاق شي چې بۀ دوی جلاکوينه
پښتوکوه که ته پښتون يې  ~ ماپرپښتوباندې ګاللي دي غمونه
پښتنوبياخولۍ کږې کړې  ~ پردښمنانوبۀ بيا جوړکي ناتارونه
پښتون بۀ ولې تورې نۀ کا  ~ چې دمېړانې نوم يې تللی پۀ ملکونه
پښتون پۀ توره کې پيدادی  ~ پۀ توره لوی دی هم بۀ مړپۀ توره شينه
پښتون دجنګ پۀ ډګرمړشو  ~ پښتنې نجونې يې پۀ وينوږدي خالونه
پښتونستان کې غلغلې شوې  ~ ځلميان ټولېږي پۀ وطن سرورکوينه
پښتونستانه اباداوسې  ~ څوچې پښتوپۀ دنياوي تابۀ ساتينه
پښتنوخدای ته سرسرتورکئ  ~ چې خپل کرم دننګيالي ملګری کړينه
پښتنوسرومال قربان کړئ  ~ چې خپله مېنه موپردۍ نۀ شي مينه
پښتنې پېغلې خوشالي کا  ~ چې ځلميان کاندي دانګرېزسره جنګونه
پښې پرې کرارږدئ خاورې نۀ دي  ~ هغه ځلمي دي چې کاږۀ لۀ خياله تلنه
پل صراط بۀ ورته نيسم  ~ پۀ مرسلانوکې سرداردی رابۀ شينه
پل صراط بۀ ورته نيسم  ~ پرمروراشنابۀ غېږ وګرځومه
پلودې ځان پسې راکاږې  ~ زماګمان دې مېلمنې درباندې شونه
پلوه ستانه مې زړۀ بدشو  ~ مخ ته مې راغلې ومې نه شول ديدنونه
پليته وسوه تېل تمام شول  ~ اوس مخ راواړوه چې ستاپۀ رڼاشمه
پورته بلۍ ته نظروکړه  ~ دکشمالوپۀ څېرکږه ولاړه يمه
پورته دسين غاړه رانيسه  ~ زۀ بۀ منګی پۀ لپوورو،وروډکومه
پورته زيارته رارسېږه  ~ دسوات لۀ سره پۀ عرضې راغلې يمه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery