اشناپۀ سمه زۀ پۀ سوات يم ~ سمه دورانه شي چې دواړه سوات ته ځونه اشناپۀ ماپسې رنځوردی ~ طبيبان خوشې خپل دارو خاورې کوينه اشناپۀ نورو ګلو مست دی ~ دکوټې شاته يې وراسته شول زېړ ګلونه اشناپۀ تلو کې بېرته ګورې ~ پۀ پرهاري زړګي مې مالګې دوړوينه اشناټپوس نسته دباز که ~ زه کم نصيبه يې پۀ ناسته غولېدمه اشناچې تلو ماته يې ووې ~ چې ترقيامته پورې نشته ديدنونه اشناچې هسې مخ ښکاره کړي ~ دبېلتانۀ پۀ تياره لمر وخېژوينه اشناچې ماسره پۀ خولا وی ~ زه دغمازانو دلمسون څۀ پروا لرمه اشنادتورلحدبندي شو ~ ځکه تورتم جهان رڼاراباندې شونه اشنادبل وطن سړی دی ~ پۀ تش ديدن بۀ يې زړګی ولې ښۀ کومه اشنادلارې نه هېرېږي ~ زۀ بۀ دعمراشناڅنګه هېرومه اشنادموروپلاره خوږ دی ~ ځکه مې اوښکې دجانان له غمه ځينه اشنادې تل خوشاله اوسي ~ که زماعمروي پۀ غم کې تېر بۀ شينه اشنادې تل خوشاله اوسي ~ خېردی که ما غمازان دارته خېژوينه اشنازماپۀ ژړاخاندي ~ بې قدره اوښکې مې پۀ مخ څپې وهينه اشنازماسره پۀ خولا ؤ ~ پخلااشنارانه بېلتون مرور کنه اشنازمانه مخ پناکړ ~ لکه سيسۍ د بې وسۍ نارې وهمه اشنازماپۀ سفرلاړی ~ ياقوتي اوښکې پۀ توښه پسې لېږمه اشناسورګل دکوه طور دی ~ زه مرغلره ددرياب دغاړې يمه اشناسورېږي روانېږي ~ زماورانېږي دمحکم زړګي برجونه اشنانوکردی راتلای نۀ شي ~ سپينه خولګۍ بۀ پۀ پاکټ کې ورلېږمه اشناچې پټ سفرته ولاړئ ~ خدايه زمازړګی ترې صبرکړې چې مرمه اشنامې بياپۀ ژړاراغی ~ چې ظالمانوورته څۀ ويلي دينه اشنامې پاتې پروطن شو ~ زۀ مسافرپۀ لارې ځم سلګۍ وهمه اشنامې پېژنم دلرې ~ ملايې نرۍ ده خيال يې ټول پۀ زنګنونه اشنامې توت لاندې ويدۀ ؤ ~ لکه باښه پرې شرنګېدم راويښ مې کنه اشنامې تورو خاورو وخوړ ~ ماته مې خوله شه چې خندابۀ پرې کومه اشنامې جنګ کې سرورکړی ~ ځکه همزولو کې سرلوړې ناسته يمه اشنامې ځي نه راستنېږي ~ که ورته کېږدم دسورکوشونډوسورنه اشنامې سر پۀ وطن کېښود ~ پۀ تورو زلفو بۀ کفن ورته ګنډمه اشنامې کډې دغويو کړي ~ زمايادېږي دسرو اوښو کتارونه اشنامې ګل دکابل جان دی ~ زۀ يم بلبل دکندهار نغمې کومه اشنامې ګل دلاسه نه اخلي ~ داسمان ستوري بۀ جرګه ورته لېږمه اشنامې ګل زۀ يې بلبل يم ~ بلبل مدام ژړا پۀ ګل پسې کوينه اشنامې ولاړی اسماني شو ~ اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت بۀ شينه |