مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


بېلتون رښتيادسل مرض دی   ~ نه ترې رغېږم نه دستی ورباندې مرمه
بېلتون زماکشری وروردی   ~ پۀ ميراثه کې رانه يارجلا کوينه
بېلتون ښامار پۀ لار کې پروت دی   ~ دپاړوګر جانان مې هېرشوۀ منترونه
بېلتون ظالم پۀ لارکې ناست ؤ   ~ دکال ديدن مې يارته ووړ تالايې کنه
بېلتون قصاب چاړۀ پۀ لاس کې   ~ زۀ ونډۍ کړم کورپۀ کور مې ګرزوينه
بېلتون قصاب زۀ يې حلال کړم   ~ دغم پۀ تبر مې هډونه غوڅوينه
بېلتون قلنګ پۀ ما جارې کړ   ~ ګوهر داوښکو زۀ دۀ ته ورکومه
بېلتون کوټوال دجبل خانې شو   ~ عاشق مظلوم ته زولنې وراچوينه
بېلتون لوټمار پۀ لارکې ناست دی   ~ دکال ديدن مې يار ووړ تالايې کنه
بېلتون دهر چاسره مل دی   ~ زۀ تنهانۀ يم چې چې ګيله ځنې کومه
بېلتون يواځې پۀ ما نۀ دی   ~ بېلتون شمال دی هره ونه خوځوينه
بېلتون مې خاورې پۀ کاسه کړې   ~ شيرين جانان يې رانه بيا مسافر کنه
بېلتون مې دواړه لاس تړلي   ~ پۀ جېلخانه کې دغم شپې سبا کومه
بېلتون مې زړۀ ته پانې ورکړې   ~ دغم درزونه مې تندي ته وخاتنه
بېلتونه بس کړۀ ظلم مه کړه   ~ زماپردېس لالی راپرېږده چې راځينه
بېلتونه بس کهجبرمه کړۀ   ~ سين دې لاهو کړم پۀ جهان دې رسواکړمه
بېلتونه خدای دې ځواني مرګ کړۀ   ~ مالاجانان ليدلی نۀ ؤ بېل دې کنه
بېلتونه خوارشې زۀ دې خوارکړم   ~ پۀ مادې تېرکړۀ دبې نيازومنتونه
بېلتونه خوارشې زۀ دې خوارکړم   ~ نۀ مې اشناشته نۀ پۀ مرګ درپسې ځمه
بېلتونه خوارشې زۀ دې خوار کړم  ~ چېرته چې زما اسرې ځای ؤ وران دې کنه
بېلتونه څنګه دې جلاکړو   ~ کوموموزيانو تاته موږ ښودلې وونه
بېلتونه څنګه دې جلاکړو   ~ مونږه پۀ يوۀ بادام کې دوه مغزونه وونه
بېلتونه څۀ کانې دې وکړې   ~ پۀ نيمايي کال دې دياره جلاکړمه
بېلتونه ستازړګی دې ښۀ وي   ~ ترځان شيرين جانان بۀ زۀ درتېره شمه
بېلتونه ستا ګوزار عبث دی   ~ زۀ معشوقې لکه سندان کوټلی يمه
بېلتونه غبرګ زامن دې ومره   ~ چې ته غمجن شې ګوندې زۀ دې هېره شمه
بېلتونه کوردې راته ښيه  ~ دزوردې نۀ يم ننواتې بۀ درځمه
بېلتونه مخ دې چاته مه شه  ~ ماته دې مخ شو ددوهۍ ملنګ دې کړمه
بېلتونه مۀ کړه ډېر ظلمونه  ~ جانان راپرېږده سپينه خولۀ مې زنګ وهينه
بېله بۀ يم بېله بۀ ژاړم  ~ بېله بۀ مرم بېله بۀ قبر لره ځمه
بې له جانانه پۀ سره کټ کې   ~ لکه چې ځای مې ددوزخ پۀ منځ کې وينه
بې له ديدنه بۀ روغ نۀ شم   ~ که پۀ باروبارو دې راشي کاغذونه
بيه دبازرانه پرې لاړه   ~ اشنا ګونګی وخوت تاوان راباندې شونه
باد د جانان له لورې راغی   ~ زما زړګی چې مړاوی ؤ پرې تازه شومه
باران داوښکو پۀ ورېږي   ~ لمبې دزړۀ مې شرارې نۀ پېژنينه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery