باڼۀ دې غشي ديارۍ دي ~ زۀ دې دوروځو پۀ ليندۍ ويشتلی یمه باور پۀ مامه کړه جانانه ~ زېړ رنګ مې ګوره چې مين دربانې يمه باهوپۀ لاس ګوتې پۀ ګوته ~ زرګره ټوله دې يارۍ ته جوړه کړمه بدي دبدوخلکو کار دی ~ څوک چې نېکان وي هغوی بد نۀ قبلوينه برق يې دمخ له اسمان پاڅېد ~ اور يې زما دزړۀ پۀ ښارولګاونه بری بۀ راوړي کۀ خدای کاندي ~ ځلمي دننګ جامې پۀ تن ميدانته ځينه بری بۀ مومې زړۀ دې کلک کړه ~ پۀ بې زړۀتوب بری نۀ شته مينه بروزي دې ډېره راته راوړه ~ دبېلتانه ځمکه مې ډډې سولوينه بس کړه پۀ دغه ځای يې پرېږده ~ څوک چې ښايسته اشنا لري غمګين بۀ وينه بس کړه جانانه جفا پرېږده ~ ستاپۀ جفاباندې ستي بې اوره شومه بس ده پۀ دې يې فيصله کړئ ~ وطن ترې واخلئ انګرېزوشړئ چې ځينه بورادګل پۀ ډنډرناست ؤ ~ زړۀ يې سوری ؤتوېدل ترې سرۀ لالونه بورادګل پۀ مخ مين دی ~ ځکه څيرلی ګرېوان هرځای ګرځوينه بورادګل پۀ بوی راغی ~ ګل يې بوی نۀ کړ خاريې وخوت تر څنګونه بيابۀ ياري دچټې نۀ کړم ~ ما چې دچټې ياري کړه رنځوريې کړمه بېلتون داور له لمبو سوردی ~ ځکه مې رنګ له سوي سکوره بدترشونه بېلتون دچاسره بد وکړۀ ~ کم اصل يار دې سړي غوڅ کړي اندامونه بېلتون مې زړۀ ته پانې ورکړې ~ دهرګوزارسره سرې وينې غورځومه بېرته پۀ تېښته راغلې ياره ~ ستا پۀ يارۍ له بڼې سپکه شوم مينه بېله بۀ يم بېله بۀ اوسم ~ بېله بۀ ژاړم بېله بۀ اوښکې تويومه بې ننګي تا وکړه جانانه ~ دجينکوپېغوردې ماته راوستنه بې ننګي مه کوه جانانه ~ پۀ بې ننګۍ جنګونه چاګټلي دينه بې وفايارمې زړۀ سوری کړ ~ پۀ تورلحدکې بۀ ښېرې ورته کومه بورادګل پۀ ډنډرناست ؤ ~ زړۀ يې سوری ؤتوېدل ترې سرۀ لالونه بورادګل پۀ مخ مين دی ~ ځکه څيرلی ګرېوان هرځای ګرځوينه بورادګل پۀ بوی راغی ~ ګل يې بوی نۀ کړ خاريې وخوت تر څنګونه بيابۀ ياري دچټې نۀ کړم ~ ما چې دچټې ياري کړه رنځوريې کړمه بېلتون داور له لمبو سوردی ~ ځکه مې رنګ له سوي سکوره بدترشونه بېلتون دچاسره بد وکړۀ ~ کم اصل يار دې سړي غوڅ کړي اندامونه بېلتون مې زړۀ ته پانې ورکړې ~ دهرګوزارسره سرې وينې غورځومه بېرته پۀ تېښته راغلې ياره ~ ستا پۀ يارۍ له بڼې سپکه شوم مينه بېله بۀ يم بېله بۀ اوسم ~ بېله بۀ ژاړم بېله بۀ اوښکې تويومه بې ننګي تا وکړه جانانه ~ دجينکوپېغوردې ماته راوستنه بې ننګي مه کوه جانانه ~ پۀ بې ننګۍ جنګونه چاګټلي دينه بې وفايارمې زړۀ سوری کړ ~ پۀ تورلحدکې بۀ ښېرې ورته کومه |