ارمان ارمان خپله وطنه ~ د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه ارمان ارمان دی لويه خدايه ~ چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه ارمان ارمان سپينې سپوږميه ~ سلام مې وروړه د همزولو تر کېږديه ارمان بۀ ډېر راپسې وکړې ~ بيا بۀ وطن راپسې ګورې نۀ بۀ يمه ارمان دې نۀ کړي هغه ميندې ~ چې خپل زامن د وطن لار کې قربان کړينه اس بۀ مې ولې مستي نۀ کا ~ چې سفر ته د جانان پۀ لورې ځينه اسپه دې زين کړه روانېږې ~ تر غوړاشو څڼو دې مزي ونغښتنه اسره د خدای او رسول ښه ده ~ څوک چې اسره د بنده کړي نادان بۀ وينه اسره مې خدای ته وه بيا تاته ~ ځواب دې راکړ خپل طالع مې ژړوينه اسلام کښتۍ کفر درياب دی ~ شيطان نهنګ دی عالمونه غرقوينه اسمان او ځمکه بۀ هم نه وي ~ همېش رژېږي د بوستان ښکلي باغونه اسمان او ځمکه دواړه ژاړي ~ چې يو اشنا له بل نه اخلي رخصتونه اسمان بۀ خود زما پر خوا وي ~ چې داحمدتر بيرغ لاندې جنګ ته ځمه اسمان پۀ ستورو ښايسته دی ~ لکه د پېغلې نجلې غاړه پۀ خالونه اسمان پۀ ستورو ښۀ ښکارېږي ~ لکه ليلا چې پۀ مخ ووهي خالونه اسمان پۀ ستورو ښۀ ښکارېږي ~ چې ستوري نۀ وي اسمان څۀ ښايست لرينه اسمان ته څوک ختلي نۀ شي ~ زۀ د جانان پۀ هوس تلم وروختمه اسمان ته لار د ختو نشته ~ عاشق ورخېژي دورېښمو پۀ تارونه اسمان ته لار دختو نشته ~ عاشق ورخېژي دمولا پۀ قدرتونه اسمان ته وګوره چې شين دی ~ داسې مې زړۀ درپشې شين دی وبه مرمه اسمان ته لار د ختو نشته ~ د مځکې سر دې راته بلې لمبې کنه اسمان دې ژر ژر وګرځينه ~ چې مې د عمر پاڼه زېړه شي مينه اسمان زماپۀ نارو شين دی ~ زړګی مې خوړين دی چې جدا له ياره يمه اسمان شين خال مې د جانان دی ~ زۀ يې بورا پرشينکي خال وزر وهمه اسمان له ستورو غېږې ورکړې ~ ما له بې پته اشنا لاس نۀ راکوينه اسمانه پاس سپوږمۍ ته وايه ~ ناوخته خېژه چې زه موړ پۀ سينه شمه اسمانه ښۀ باران پرې وکه ~ يار مې للمې کرلې دي چې اوبۀ شينه اسمانه درب وهه نړېږه ~ پۀ ما قيامت دی چې پۀ ټولو قيامت شينه اسمانه کړنګ وهه رالوېږه ~ دوستان دې خلاص وي غمازان دې لاندې وينه اسمانه تنګ وهه ورېږه ~ يار مې للمې کرلې دي چې پڼه شينه اسماني تندرشوې جانانه ~ پۀ ماراپرېوتې ذرې ذرې دې کړمه اشنا بۀ هلته وفا وکړي ~ چې دمرګي پۀ لاره واخلي قدمونه اشناپوښتنې ته مې راشه ~ ستادهجران پۀ تبه پروت يم مړ بۀ شمه اشناپۀ خولۀ کې ژبه غواړي ~ پۀ خونديې نۀ دی خپل قلنګ جاري کوينه اشناپۀ داسې لمبو وسوم ~ نه يې لوګی شته نه يې تاوچاته ورځينه |