مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ژبي د زړو يا نابابه ټکو را غونډول او مستند کول


مخکي مو دې خبري ته اشاره وکړه، چي ژبي د بېلابېلو طبيعي او غيرطبيعي عواملو له کبله تل د تغيير او تحول پړانونه تېروي . د بدلون او اوښتون په بهير کي ځيني کليمې، عبارتونه، محاورې او اصطلاحات په مؤقتي يا دايمي بڼه له پامه لوېږي؛ او په پای کي ورو ورو د نابودۍ او مرګ خواته درومي. په پښتو ادب کـــي هم د داسي ټکو شمېر ډېر زيات دئ، چــــي يو وخت د تېرو پښتونو(نسلونو)په ورځنييو خبرو او ډول ډول فرهنګي اثارو کي په پراخه ګچه باب وه؛ مګر اوس د بېلابېلو دلايلو له مخي د خلګو په محارو او مرکو کي له استعماله لوېدلي دي؛ لکه : ود، ميرڅی، ميرڅمن، لونل، ګروهېدل، دروهېدل، لل، سخ، سرولين، اسپرين، کاسير، کړندر، کښايل، کوني کبر، ګهنده/ ګانده، نرسيی، لرمل، ترمل، برمل او په سلګونو نور. دا ډول زاړه ټکي زموږ د لرغوني او سپېڅلي ژبـي ډېره لويه او ارزښتناکه پانګه ده، چي په پوره غوَر (archaic) يا متروک
او ځير سره بايد د پښتو په تشريحي او مفصلو قاموسو کي خوندي سي؛ ځکه دغه راز زاړه او نابابه لغتونه نه يوازي د ژبي او ادب پوهانو ته د بېلابېلو لغوي څېړنو په اړه مهم او په زړه پوري مواد برابروي، بلکي د نوو مفاهيمو په نوم ايښوولو او نيولوجيزم کي هم له هغو څخه پراخه ګټه اخيستله کيږي .

د پښتو د زړو يا متروکو لغتو د راټولو او مستند کولو ګټي


د پښتو په ټولو تشريحي قاموسو کي د دې ژبي د زړو او نابابه ټکو خوندي کول او د قاموسو له لوستونـــکو
سره د دغه راز ټــــکو د مانـا په سمه او اسانه پېژندنه کي مرسته کول، په ټينګه دا غوښتنه کوي، چي قاموس ليکوونکي بايد ټول پخواني او لږ پېژندل سوي ټکي د پښتو نظم او نثر له معتبرو اثارو څخه د لنډو ويناوو يا نورو ډولونو په وړاندي کولو سره، مدلل او مستند کړي. د افغانستان د علومو اکاډيمۍ په�پښتو - پښتو تشريحي قاموس� کي د ځينو پخوانييو او نابابه ټکو د سمي پېژندني دپاره، د پښتو ادب له ځينو منظومو او منثورو اثارو څخه، يو ونیم ويناوي او اقتباسونه د شواهدو په توګه وړاندي سوي دي؛ خو په خواشینۍ سره چي دا کار په دوه دليله بشپړ نه دئ :
- لومړی دا چي د شواهدو او مدارکو شمېر ټول ټال ډېر لږ دئ. په دې قاموس کي زموږ د لرغوني ادب ډېر داسي لغتونه، تعبيرونه او ترکيبونه تر سترګو کیږي، چي د استناد دپاره يې هيڅ تاريخي، ادبي او علمي سند نه دئ راوړل سوی؛ د مثال په توګه لرمل، برمل، ترمل، ګانده، ميرڅی، ميرڅمن او داسي نور.
- دوهم دا چي د پخوانييو او زړو ټکو د استعمال مثالونه بايد د بېلابېلو دورو په تاريخي، ادبي، ديني او علمي اثارو کي ولټول سي. دا کار به له يوې خوا د را غونډو سوو ټکو د مستند کولو لمن پراخه کړي؛ او په دې توګه به لوستونکي د پښتو ادب له راز راز اثارو سره اشنا کړي؛ او له بلي خوا به له مختلفو اړخونو څخه د پښتو ژبي د بېلابېلو علمي اثارو د مقايسه يي څېړني دپاره هم ډېر ګټور مواد برابر کړي. په تېرو بحثو کي مو د پراخو بولګو او مثالو په وړاندي کولو سره يادونه وکړه، چي بېلابېلي کليمې د زمانې په تېرېدو سره شکلي او مانوي بدلونونه مومي؛ مثلاً�مرسته�،�دېګان�، �کالي�،�بړېڅ�یو وخت په يوه مانا کارېده؛ اوس يې يا پخوانۍ ماناوي له منځه تللي دي يا يې د پخوانیيو تر څنګ نوي ماناوي هم تر لاسه کړي دي یا نمازديګر، مازديګر، مازيګر/ ماځيګر او داسي نور ټول د کليمو په ظاهري بڼه کي د اوښتون او بدلون داستانونه بيانوي . له دې کبله دا خبره ډېره په زړه پوري برېښي، چي د زړو ټکو په شننه او سپړنه کي د مختلفو ادبي پېرونو له اثارو او ماخذو څخه پراخه ګټه واخيستله سي. دغه راز مقايسه يي شننه قاموس ليکوونکو او په نتيجه کي ټولو لوستونکو ته دا شرايط او امکانات برابروي، چي د ځينو زړو او مړو کليمو له حدسي او قياسي ماناوو څخه د هغو دقيقي او ډاډمني ماناوي تر لاسه کړي .

د همدې دليل پر بنسټ په هغو ژبو کي، چي قاموس ليکنه اوږد تاريخ نه لري، د نابابه او نادرو ټکو د روښانولو دپاره د ژبي له ادبي او علمي اثارو څخه د مستندو او ژوندييو مثالو را ټولول نه يوازي ارزښتناک؛ بلکي ډې ضروري کار دئ. دا ځکه چي د هري ژبي قاموس ليکوونکي په پيل کي ځیني زاړه او نابابه ټکي د هغې ژبي په ادبي او علمي اثارو کي د بېلابېلو شاعرانو، اديبانو، مؤرخانو او نورو ليکوالو د استعمال سوي متن له مخي، د قياس په ډول مانا کوي. په داسي مواردو او حالاتو کي ښه دا ده، چي اوسني او راتلوونکي قاموس ليکوونکي د پخوانييو قاموس ليکوونکو پر فرضي او قياسي ماناوو د بشپړي اتکا پر ځای، په خپله د ژبي په ادبي، تاريخي او علمي اثارو او د خلګو په ژوندييو محاورو او مرکو کي څېړني او پلټني وکي. د لغتپوهني په بهير کي داسي هم پېښيږي، چي له لرغونو اثارو څخه اخيستل سوي قياسي ماناوي له اوسنييو مروَجو ماناوو سره، سل په سل کي سر نه خوري . کله کله د پخوانیيو اثارو په کتابت او استنساخ کي تېروتني او لاسوهني هم د حدسي او قياسي ماناوو په څو رنګۍ او ناباورۍ کي لوی لاس لري. د پاړسي ژبي د�غياث اللغات� مؤلف - غياث الدين محمد بن جلال الدين بن شرف الدين رامپوری، د ژبي په ادبي، تاريخي او علمي اثارو کي د خپلي ژوري پلټني او څېړني پر ځای، ډېر ټکي او ترکيبونه له نورو فرهنګونو لکه�فرهنګ رشيدی�،�سراج اللغات�،�شرح نصاب�، �منتخب اللغات�،�برهان قاطع� او داسي نورو څخه اخيستي دي. د ابوالقاسم پرتو�واژه ياب : فرهنګ برابر های پارسی واژګان بيګانه�د پاړسي ژبي د اوسني عصر له دغه ډول قاموسو څخه دئ، چي له مختلفو زړو قاموسو لکه�فرهنګ آنندراج�،�برهان قاطع�،�فرهنګ پهلوی�،�غياث اللغات�،�فرهنګ عميد� او داسي نورو څخه يې پراخ ټکي اخيستي دي. البته له پخوانييو اثارو او منابعو څخه کار اخيستنه ډېره ګټوره خبره ده؛ خو د نوو اثارو مؤلفان بايد نه يوازي په خپلو ليکنو کي د مخکنیيو ليکوالو تېروتني، نيمګړتياوي او کمزورۍ تکرار نه کړي؛ بلکي د هغو د کار ټول ناسم او کمزوري اړخونه په علمي، معقول او منصفانه ډول انتقاد هم کړي (و. ګ. غياث اللغات). هغه قاموس ليکوونکي چي د ليکني او څېړني په کار کي د تحقيق پر ځای د تقليد لاره غوره کوي، کله کله په خپلو اثارو کي داسي تېروتني هم تکراروي، چي پېړۍ پېړۍ مخکي پخوانو قاموس ليکوونکو او ليکوالو د ماخذو او منابعو د نه بشپړتيا يا ځينو سرسري پلټنو په لړ کي کړي دي .

د پښتو ډېر نابابه او متروک لغتونه اوس هم په بشپړه توګه نه دي را ټول سوي. ما څو کاله مخکي د پښتو د عارف شاعر - علي محمد مُخلص (تر ۱۰۶۹هـ ق پوري په باوري توګه ژوندی) د ديوان د اکاډيمیک متن د برابرولو کار ته ملا وتړله . د ديوان په متن کي مي داسي لغتونه، ترکيبونه، تعبيرونه، سيمبولونه او اصطلاحات و مونده، چي ځيني يې د افغانستان د علو مو اکاډیمۍ په �پښتو- پښتو تشتريحي قاموس�کي نه دي راغلي . سربېره پر دې، د پښتو په هر منظوم او منثور اثر کي داسي ټکي لږ نه دي، چي په خواشينۍ سره يې د پښتو ژبنييو قاموسو ته تر اوسه لاره نه پيدا کړې. دا ارزښتناکي لغوي زېرمي د هري ورځي په تېرېدو سره له سترګو نيهاميږي؛ او په پای کي په بشپړه توګه له منځه ځي. په داسي شرايطو او حالاتو کي، دا بې شکه د سترګه ورو او باريکبينو څېړونکو کار دئ، چي د پخوانييو موندنو په دوام د پښتنو په بېلابېلو تاريخي مېنو کي په دغه راز پټو لغوي زېرمو پسي وګرځي؛ را غونډي يې کي؛ او په علمي بڼه يې د قاموسو او نورو خپرونو له لاري خپراوي او رواجولو ته ملاوي وتړي .

د هري ژبي له هغې ډلي څخه د پښتو د زړو او متروکو لغتو سمه او کره پېژندنه په ريشتيا سره ډېر ربړ او خواري غواړي. دا ځکه چي د پخوانیيو اثارو په کتابت او استنساخ کي کله کله تېروتني او عمدي لاس وهني سوي دي؛ او کله کله هم د زماني د تېرېدو او بېلابېلو اقليمي بدلونو په سبب، ډول ډول زيانونه رسېدلي دي . دې ټولو عواملو په ګډه د زړو ټکو، ترکيبو او اصطلاحاتو په سمه پېژندنه کي، لوی مشکلات او کړاونه پېښ کړي دي. له دې امله، ډېره ضروري ده، چي د پښتو ژبي ټول زاړه او متروک مواد د بېلابېلو منابعو او ماخذو په رڼا کي په دقت سره وشنل سي. دلته موټ د خروار په بڼه څو نمونې وړاندي کوو، چي د پښتو ژبي په تر ټولو بشپړ، علمي او عصري فرهنګ (د افغانستان د علومو اکاډيمۍ پښتو- پښتو قاموس) کي يې د دقيقو او کره ماناوو د پوهېدو له پاره هيڅ سند او مدرک نه دئ وړاند ي سوی؛ او په دې توګه يې لوستونکو ته د دغو ټکو د سمو او دقيقو ماناوو په پوهېدو کي، ډېره ګراني پېښه کړې ده .
اپوټه(پ.پ.ت.ق.۱:۱۲):
دا ټکی د حميد بابا(تر ۱۱۴۸ ق پوري په باوري توګه ژوندی)په کلام کي داسي کار سوی دئ:
څه به ستا په وراشه نه خاندي وګړي
اپوټه ګفتـــــګوی کم نه دئ تر سانګه
(د حميد ماشوخېل د ديوان خطي نسخه)

ارګه(پ.پ.ت.ق.۱:۳۸):
پرېږده ما په عاشقۍ کي وږی تږی
ته ناصح ورځه په ډکـــــه ګېډه ارګه
(د حميد ماشوخېل د ديوان خطي نسخه) بونه(پ.پ.ت.ق.۱: ۳۲۷):
دا ټکی د حميد باباپه يوه بيت کي داسي راغلئ دئ:
چي يې څوک په خوب کي و ويني ونه مري
ياره ستــــــا د بېلـــتانه هسي بــــــونه دي
(د حميد ماشوخېل د ديوان خطي نسخه)

څول څول(پ.پ.ت.ق.۲: ۱۰۹۷):
د حميد مومند په ديوان کي د دې ټکي د استعمال يوه بولګه :
عيب ګويۍ خلقو، حميد هسي څول څـــول کـړ
لکه وږی سپي چي کښېباسي په ښکار خولې
(د حميد ماشوخېل د ديوان خطي نسخه)
مرسته (پ.پ.ت.ق.۴: ۲۸۶۷):
البته د مرستي په نوې مانا(کومک، بسپنه، مدد، تعاون، معاونت، اعانه، چنده) هر څوک پوهېږي؛ خو د پخوانۍ او نابابه مانا پوهېدنه يې بې ادبي شواهدو، اسانه کار نه دئ . د خوشال خان خټک په دېوان کي د دې کليمې پخوانۍ مانا(هيله، آرزو، اوميد، طلب، غوښتنه، ارمان،لټون، کوښښ او داسي نور) داسي لولو:
اوس مي بيا مونده په کور کي
چه دايم يــــې وم په مــرسته
(د خوشال خان خټک د ديوان نسخه)
د مقصود ګوهر په لوی درياب کي پرېوت
غواصان پکي غوټې وهــــي په مرسته
(د خوشال خان خټک د ديوان نسخه)

مندته(پ.پ.ت.ق.۴: ۲۹۱۲):
دا ټکی د حميد بابا په يوه بيت کي داسي راغلئ دئ :
چه پيــــــدا شوه نشپاتي زمــــا د کُـــفر
اخيستای نه شي په خوله د غره مندتي
(د حميد ماشوخېل د ديوان خطي نسخه)

د فاضل استاد- ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد(۱۳۰۰- ۱۳۸۳ش)�د پټي خزانې فرهنګ� او�د خیرالبيان لغتنامه�هغه دوه فرهنګونه دي، چي له خپل کوچني حجم سره سره يې د پښتو ادب په دوو ارزښتناکو اثارو(پټه خزانه او خيرالبيان)کي راغلي ټکي زموږ له لرغوني ژبي څخه د بېلابېلو شواهدو او بولګو په وړاندي کولو سره، په ډېره علمي او دقيقه بڼه مستند کړي دي. د علامه رشاد دا دوه کوچني فرهنګونه د قاموس ليکني د نوي مېتودلوژۍ له پلوه، په افغانستان کي د خپل وخت تر ټولو عصري او علمي فرهنګونه ګڼل کيږي (و.ګ. رشاد، د پټي خزانې فرهنګ او رشاد، د خیرالبيان ليکدود او لغتنامه). البته د ارواښاد دوست شينواري (۱۳۰۴- ۱۳۷۲ش) په �زړه پانګه� کي هم د پښتو د زاړه ادب ډېر خواره واره ټکي خوندي سوي دي، چي پر خپل ځای ګټور او په زړه پوري علمي- تحقيقي اثر دئ .

په پخوانييو پاړسي فرهنګو کي�فرهنګ رشيدی�او په معاصرو پاړسي فرهنګو کي د علامه علي اکبر دهخدا �لغتنامه�او د ډاکټر محمد معين�فرهنګ فارسی�تر نورو پاړسي ژبو فرهنګونو د بېلابېلو ماخذو او منابعو په ښوولو سره د را غونډو سوو ټکو، ترکيبو او اصطلاحاتو د مستند کولو اصل ته ډېر پام کړی دئ، چي حتا په ځینو ځايونو کي يې د اروپايي ژبو تر ډېرو مفصلو او مکملو قاموسو هم ډېر زيار ایستلئ دئ .

که څه هم د هري ژبي په ادبي او علمي اثارو کي، د قاموسي ټکو د استعمال د نظايرو ښوول، ډېر لوی او ارزښتناک تحقيقي کار دئ؛ خو د دې خبري مانا دا نه ده، چي د قاموس ليکني نور ټول ضروري اصول او قواعد يوازي د لغتو په مستند کولو کي خلاصه سي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery